آفرین طالبه ! په پردۍ خوله افغان بچیان ناروا قتلونو، اوکورني یې انتقامونوته هڅوه

محمد انور ولید : ۲۶ ـ ۲ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

له ډېروکلونورا هیسې د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره د افغانانوله پاره خپله قتل ګاه او مسلخ جوړه شوې . خو په دې قتل ګاه کې کله نا کله په ډله ییزه توګه د بېګناه افغانانو ښځې ، ماشومان ، لاس پلورونکي ، مزدوران ، سوالګر، بوډاګان ، اونورلارویان  په داسې ذروي ډوله باروتې بمونواو لمبوکې الوزي او وریتېږي چې د ګناه هېڅ ثبوت څوک پرې نه لري .

زه یقین لرم چې د یوم الحساب په ورځ به له همدغه ډول خلکوڅخه الله پاک خپله وپوښتي چې : (( تاسو څه جرم او ګناه کړې وه چې ووژل شوۍ ؟ ))

اې طالبانو ! که په ريښتیا سره پرخدای تعالی (ج) ، ملا ئکو ، آسماني کتابونو ،  پیغمبرانو (ع) ، یوم الآخر، یوم الحشر ، یوم التغابن ، یوم الحساب (د قیامت په ورځ ) ، د الله (ج) له لوري پر قضأ او قدر( خیر او شر) ، او بیا را ژوندي کېدو باندې عقیده لرۍ ، یا په بله وینا : که په ریښتیا سره پرتوحید ، میعاد او رسالت باندې عقیده لرۍ ، نو هلته خو ذ ره  ذ ره حساب کتاب د ر سره کېږي ، هلته بیا د ( آی اس آی ) پروژه او قومانده در سره نه شته ، هلته به ددغو بېګناه قتلونواوخپل ځان قتلولو ځواب په دغه ډول ماتو خولوباندې څه ډول الله تعالي ته وایۍ ؟ ځکه هلته خو له قاتلو ظالمانو څخه د مقتولو ( وژل شویو) مظلومانو د مظلومیت پوښتنه خدای پاک کوي . نو آیا د خدایتعالی د پو ښتنې ځواب له تاسو سره شته ؟ په داسې حال کې چې الله تعالی تل د مظلوم د حق پلوی دئ .

اې طالبانو ! د پنجاب د کا ذ بو مفتیانو په درواغجنو فتواوو ځانونه مه غولوۍ ، پنجابیانو ته زموږ او ستاسې نیکونو دین ور ښوولی . خو پرهغه باندې ایمان لرل هم ددوی له ستوني زړه ته نه دي ور ښکته شوی . بلکې د دې پرځای یې د یهودواو نصاراوو په څېرپرخدای تعالی ، او د خدایتعالی پر رسول (ص) باندې درواغ ورتپلي او پړه یې پر تاسو درغورځوي .

پرعمدي او قصدي قتلونو او ځان وژنو یې د جهاد نوم درته اېښی ، خو خپله له افغانستانه یا د لاجوردواو زمرودو پرغلاوو اخته دي ، او یا د مخدرو مواد و په مافیایي قاچاق او تورکاروبارباندې ستاسو له مشرانو سره یو ځای مصروف دي ، او کله هم په میلیاردونو ډالر ستاسې د وسله وال مخالفت له امله پرله پسې په خپلو جیبونوکې اچوي .  

ستاسې مشران پرخپلو زامنو باندې لوړې زده کړې کوي او ستاسې کورنۍ یې په غربت کې یرغمل ساتلې او پرتاسې باندې بمونه تړي او در ته وایي چې : د جنت حورو اوغلمانو ته ځانونه ورسوۍ . ولې په خپله د سوات او کالام پر حورو اوغلمانو باندې د پاسه ور بیده وي .

خو دا نه درته وایي چې : آیا جنت ته په ځانمرګو بریدونو سره لاره ورغلې ؟ آیا ځان وژنه جنت ته د ورتلو له پاره کومه قطب نما ده ؟ په داسې حال کې چې په قصدي اوعمدي توګه د بېګناه مسلمانانو وینې توئیول او ځان وژنه دواړه په قطعي توګه د الله تعالی له لوري حرام دي . ورشۍ قرآن را واخلۍ او د (( ومن قتل مؤ مناً متعمداً فجهنم خالدین فیها )) آیت په کې خپله وګورۍ چې خدایتعالی تاسو ته څه په کې فرمایلي دي . د بېګناه خلکو وژنه جهاد نه ، بلکې ستاسې ترهر قتل مخکې قهارالله (ج) ( ۷۲ ) ځلې د غضب په بلا کیف سترګه درته کتلي او په (۷۳ یم ) ځل یې په ناحقه خون باندې اړولي یاست . او یو ناحقه خون لکه د ټول بشریت وژنه داسې ده . ورشۍ تفسیر کُل وګورۍ چې هلته مفسرینو په دې اړه څه ویلي . نو اوس تاسې خپله په خپل ګرېوان کې سرونه ټيټ کړۍ او سوچ وکړۍ چې آیا دا ستاسې جهاد دۍ ، او همدا ستاسې د جنت لاره ده ؟  نه هېڅکله نه . بلکې خَسَرَ دنیا والآخِره شوۍ . ځکه دنیا پنجابیانو او ستاسو خپلو معامله ګرو مافیایي مشرانو در څخه وخوړله ، او ایمان مو شیطان درڅخه وېوړ .

پنجاب پردۍ جګړه ستا کور ته راوړې او پر تا ـ او ستاسې پرطالبي نظام باندې یې د خپلو ګټو له پاره خپله توره ناروا معامله ستاسې له دښمن سره وکړه . طالبي رژیم یې درونړاوه ، بیا یې د اوږدې جګړې له پاره په هغو آزادو قبائلي سیمو کې سره را ټول کړۍ چې هلته د پنجاب د ادارې قانون اوانګرېزډوله  حکمونه نه چلېدل .

هلته یې د خپل مکراو تمساح اوښکې در باندې و څڅولې ، خپل استخباراتي معلومات یې له غربي اسخباراتو سره ستاسې او ستاسې د بهرنیو ملاتړو په اړه له غربیانو سره شریک کړل ، خپل حریفان یې په قبائلي سیمو کې پرې ووهل . او تاسې او د افغانستان ملت یې په افغانستان کې ور باندې وواهه .

د افغانستان وسله وال ملت یې پر تاسې  ، او تاسې یې پر پاکستان باندې بې واکه او بې وسلې کړۍ او په بد ل کې یې انتحاري واسکټ د ر واغوستل . په موټر بمونو کې یې خپل مسلمان هېواد وال د ر باندې شهیدان کړل . ستاسې مشران پاکستان د ر ته ووژل . ستاسې د ( ۴۵۰ ) قوماندانانو کورنۍ د پاکستاني مقاماتو په د ستورپه لاهور، پېنډۍ ، ملتان ، اسلام آبا د ، پېښور، کوټه اوکراچۍ کې یرغمل نظربندې ساتل شوې ترڅوستاسې قوماندانان په افغانستان کې ددوی ترقومانده لاندې د خپلو ګټو له پاره و جنګوي ، که نه کورنۍ به یې امریکایانو ته ور وسپاري او یا به خپله د خپلې خوښې چلند ور سره وکړي .

طالبه ! لکه چې هغه ورځ دې له یاده وتلې چې پرتا باندې یې شمالي او مرکزي افغانستان ټول وځپل ، لرغوني توکي یې درڅخه وېوړل . بدایي بتان یې د هند پرضد ستا په لاس ونړول ، او خپله یې موزیمونه د علي جناح او بودا پرمجسمو باندې ډک ساتلي . آیا تاسو له هغو اصحابو کرامو ( رض ) څخه ډېر پر دین باندې پوه وۍ چې هغوی افغانستان دره په دره فتح او د اسلام دین یې په کې خپور کړ او دا بتان خو هغوی هم لیدلي وو ، هغوی ولې نه نړول . او پر تاسو یې ونړول . کفارې یې هم در باندې ور کړې ، خو پر خپلو بتخانوکې بیا شو ګیرې او نذرونه کوي . خو وروسته یې همغه خلک په څنګ کې درته ونیول او تر ننه پورې یې ستا په نامه لراو برټول پښتون قام وځاپه ، دا ټول ستا د خامو بې معلوماته  سیاستونو له لاسه . که نن دې ؤلس ته د هرچا په لاس هرڅه ور پېښ شوي ، ددې ټولومسؤولیت ستا پرغاړه دۍ او ته به ددې ټولو ور پېښو ناخوالو ځواب وایې . ځکه ستا په موجودیت کې خو په ظاهره تا ـ ولې په باطن کې پنجابي استخباراتو حکومت چلاوه . آخر یې بدنام او بېواکه هم ته کړې . او د امریکې او انګلیس په مشرۍ ائتلافي ځواکونه یې در باندې راوستل او ته یې په ژوند او مرګ دواړو باندې ور باندې محکوم کړې .

اوس یې له روس سره معامله در باندې وکړه او د دوه مېلیونه شهیدانو ، یو نیم مېلیون معیوبو، اووه مېلیونه مهاجرو ، ټول ړنګ افغانستان او ټولو دیني ، جهادي او ملي ارزښتونوپرخلاف یې همغه سرو روسانوته لاره پرانستله ترڅو یو ځل بیا سرې لښکرې په افغانستان کې د ټانکونوغوبل جوړکړي او افغانستان یو ځل بیا د نړۍ ددوو سترو طاقتونو تر مینځ لکه غنم په ژرنده کې اوړه اوړه شي . ددې ځواب به هم تاریخ ، افغانانو او راتلونکو نسلونوته ته وایې .   

مبارزه په څڼو او زلفو باندې پر مخ نه ځي ، که داسې وای  ـ  نو اوس خو به د نړۍ ټولې کاسیرې ښخې د خپلو ؤلسونو مشرانې وای ، خو نه داسې هم نه ده .

جهاد او اسلامي مبارزه ځانګړي قرآني اخلاق او سپېڅلی نبوي سیرت غواړي . دغه جهاد چې ته یې تر سره کوې دېته د پردیو ګټو له پاره د پردیو ستخباراتولاد ینه قومانده وایي . په دې پردۍ قومانده کې ستا ددنیا او آخرت هېڅ ګټه نه شته .

طالبه ! که غواړې چې (خَسَرَ دنیا والآخِرَه ) نه شې نو له خپل انساني عقل اوعلمي پاخه تدبیرڅخه کار واخله . چېرې نه چې خپل ځان ، خپل خلک اوخپله راتلونکې په تیاره کې ایساره وساتې ـ اود پرد یوناروا موخو له پاره ځان سوځوې ، خپل ؤلس ته اوراچوې او تورلنګیو پنجابیانو ته انرژي او رڼا پرې رسوې .

اې طالبه ! پرون تاته د افغانستان د ټولومسلمانانوتمه وه چې له نفس او شیطان سره د مبارزې په جهاد اکبرکې به د نن ورځې طالبان او د سبا ورځې علمأ زموږعلمبرداران وي ، خو نن تاسو د هغوی ټولو زړونه مات او تمه یې درڅخه نه شته . ځکه تاسود جهاد په نامه داسې نخرې وکړې چې د اسلام سپېڅلی دین او مسلمانان مو ټول وشرمول .

اې طالبه ! ته خوله یوې خوا خپله د افغانانو په وینواو سیاسي هویت باندې د پردیو په توشه د پردیو موخو او پردیو ګټو له پاره لوبې کوې ، بېګناه او بې دفاع افغانان د ناخبره افغان ماشومانو په لاس په بمونوسره الوزوې او وژنې یې ، له بله اړخه یې بیا کورنۍ د انتقام اوکسات اخیستو له پاره هڅوې . چې دا بیا جهاد نه ـ بلکې یو الهي غضب دئ . ځکه چې ستاسې پردغه ډول اعمالو سره د جهاد ټول اصول ، شروط او ارکان تر پښو لاندې شوي . یوازې د پنجاب شاهي اوامرمو پرځای کړي دي او بس ، نه د خدایتعالی ـ او د خدای تعالی د رسول (ص) اوامر .

نو آفرین طالبه ! په پردۍ خوله افغان بچیان ناروا قتلونو ، او کورنۍ یې ناروا انتقامونو ته هڅوه ! انشا ءالله تعالی چې ډېر ژر به په دغه ډول وسوسو سره شیطان ته هم ماتې ورکړې . خو د الله (ج) دین ته ماتې نه شې پرې ورکولی .  ځکه ته خو یرغلګرکفار نه وژنې ، بلکې زدوبندونه او ناروا معاملې ورسره لرې ، ته یوازې مسلمان افغانان وژنې ، او ستا دا کار د شیطان پنجاب او د افغانستان د د ښمنانوغوښتنه او آرمارن دئ او بس . الله دې له موږ سره هدایت در ته وکړي .

                                

                             ( وما علینا الا البلاغ )        

 

  


بالا
 
بازگشت