په هلمند کې دتریاکواویورانیمو، په کونړکې داوبو، اوپه بدخشان کې د زمرودواو لاجوردوجګړه

                                               خوګټونکي څوک دي ؟

 

محمد انور ولید : ۱۸ ـ۲ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

سږنی (۲۴تم) پسرلی دئ چې په افغانستان کې د مافیایي استخباراتو پرد یو جګړو زوراخیستی . خو پر دې جګړوباندې هغه مهال نړیوالوځواکونوتېل وروپاشل چې کله دامریکې (۵۰۰) جیولوجستان د افغانستان د ځمکنیو زېرمود کره کېدواو تثبیت له پاره د ساختماني انجنیرانو په نامه زموږ هېواد ته راوړل شول . پردیو رسنیو دا خبره افشأ کړه ، خو زموږ د وخت هغو چارواکو پټه خوله ور باندې نیولې وه د چا چې عزل او نصب ټول د نړیوالې ټولنې په لاس کې ؤ . ځکه دوی ټولو یو ځای د واک په یوه موزه کې پښې سره منډلې وې .

همدا علت دئ چې ترننه پورې واک په افغانستان کې له یوه څخه بل ته ، اوله بل څخه بل ته په لوی لاس لومړی د پرد یو په لاس ورپاس کېږي ، اوبیا شوټ کېږي . خود یرغمل شوي مظلوم ملت په کې هېڅ رول ، واک اوونډه نه شته . دا ځکه چې د ملت په غیاب کې فیصلې بل ځای کېږي ، د واک پرګد یو خپل کسان ورکښېنوي ، لوړمادي اومعنوي امتیازات هم هغوی ته ورکوي اود حکومتي فعالیتونوماشین بیا په کارپوهو، متخصصو، بې واسطې او تجربه لرونکو مأ مورینو باندې بې مزده او یا هم په ناڅیزه ( قوت اولایموت ) معاش باندې چلوي . دغه لړۍ همدا اوس هم په حکومتي اداروکې همداسې په میراثي ډول روانه ده . د وزیراو نورولوړپوړوچارواکوزامن اوخپل خپلوان که څه هم پرڅه باندې نه پوهېږي باید په لوړو پُستونوکې غټ غټ چارواکي وي ، ځکه چې د هغوی مشران د دولتي کابینې غړي دي . دوی ټول د خپل قبضه کړي واک پر مټ په خپلو کې لوی لوی عالمان او جامع الکمالات سره ګڼل کېږي .

د خپل وخت یادوچارواکود تاریخ په هره مقطع کې دافغانستان اوافغانانود خپلواک برخلیک اوملي شتمنیو د نصفُ لي او نصفُ لک پرسرله پردیو سره پردې باندې معامله کړې چې پردي به ددوی واک او امنیتي مصؤونیت تضمینوي ، اودوی به په بد ل کې په خپله خاوره کې پردۍ جګړه اوپردۍ ګټې د یوه ټېکه دار او قراردادي په شکل همداسې ژوندۍ ورته ساتي .

هو ! په لوی ننګرهارکې د اوبواوقېمتي ډبرو، په بد خشان کې د زمرودواولاجوردو، په کندز، بغلان او فاریاب کې د مافیایي قاچاق ، په غزني کې د لرغونوتوکو ، په پکتیکا او خوست کې د طلا د غلا کولو ، او په هلمند کې د تریاکو د چاقاق پرسرجګړې روانې دي .

خو دې جګړوته افغانان له خپلې خاورې څخه ددفاع نوم ورکوي ، نړیوالې ټولنې بیا د ترورېستي جګړې نوم ورباندې اېښی ، او مخالف وسله وال یې د پردیو په خوله په اصطلاح جهاد بولي .

خو زه خپله دا جګړه په لاندې توګه د لسو لید لورو له مخې ارزوم :

لومړی : ـ په هلمند او ننګرهارکې د تریاکو جګړه :

دغه جګړه لومړی د پاکستان له لارې افغانستان ته په پردیومغرضولاسونو راصادره شوه . زما ددې خبرې ښکاره ثبوت د هېروئینواو پوډروجوړولوهغه وړې کارخانې له سرحد څخه د افغانستان سرحدي ولایاتو( هلمند اود ننګرهاراچین ؤلسوالۍ ) ته انتقالېدل وو چې افغانستان هېڅکله هغه نه پېژندلې اونه یې لرلې .

خوکله چې دا وړې کارخانې ( مایکرو ماشینري ) افغانستان ته را انتقال شوه ، ور سره جوخت زموږ په هېواد کې د کوکنارو کرکیله اوتولید هم زیات شو . د افغانستان د ګاونډیانو په سرحدي سیمو کې د تریاکو مافیایي نامرئي ( پټ ) دفترونه او د افغاني بزګرو د تشویق ، ترغیب او تمویل ارتباطي کانالونه وار له مخه ور ته جوړ شوي وو .

هغوی افغان بزګران داسې دې کار ته وهڅول چې ؛ لومړی یې د تحمیلي جګړوپر مټ پر هغوی باندې خپله د کر کیلې وړ ځمکې ور باندې ودرولې ، د اوبو سیستمونه یې ورته له مینځه وېوړل . په کښت اوکروندو کې یې ماینونه او چاودېدونکي توکې ورته وکرل . د درامد سوړې یې ورباندې ودرولې . هغوی یې وږي تږي اوهرڅه ته احتیاج کړل . بیا یې د کوکناروپرکښټ اوکروندې، ګل او شیرې ، خُماراوګټې باندې مین کړل . د ننګرهاراوهلمند دغلودانوګودامونه یې په کوکنارو باندې بدل کړل اوهغه مهال خو د سنلېس په څېر( ان .جي .او.) ګانود غنمو پرځای د تریاکود کرکیلې تبلیغ د ګلالۍ مومندې په خوله باندې کاوه . ځکه خو زموږ بخت له همغه وخت را هیسې کوټه ؤ .   

اوس چې د افغانستان د تریاکود مافیایي تورتجارت اوتورو پیسود بیوکچه د کال تر( ۷۳ ) میلیاردو ډالرو پورې رسېدلې ده ، نوهرسړي خپلې مټې له خپلې وسې سره سم را بډوهلې دي اودتریاکود حاصل را ټولوپرمهال ځان د تریاکوډکو انبارونوته رسوي ، جګړه کوي . نرهغه دئ چې له دغه شیطاني درمند څخه خپل عشریا د تریاکو ټول درمند ترلاسه کړي . د سروبې ، کا پیسا او پنجشېرله لارې یې تاجکستان ته ، او د فراه ، هرات  بادغیس او فاریاب له لارې یې ازبکستان ته ، او همداسې د موسی کلا ، دای کنډیو . بامیانو ، بغلان او کندز له لارې یې روسي سرحدي مارکېټون ته ورسوي .

خو د کوکنارو په دې فصل کې به مري او روږدي کېږي څوک ؟افغانان ، که بهرنیان ؟  اوګټه به څوک ترلاسه کوي ؟ افغانان ، که بهرنیان ؟ ځکه همدا اوس په افغانستان کې تر ( ۳۰۰۰۰۰۰ ) زیات افغان ځوانان په همدغو وارداتي نشو باندې داسې روږدي دي چې : سیم او زراو خرمورې ، اوهمداسې : کوراوګوراو پېښور دری واړه ورته یو دي . دا په دې معنا چې بهرنیو استخباراتي او مافیایي کړیو په لوی لاس د افغانانو ( دری ) مېلیونه ځوانه انرژي ورته فلج کړې . له خپلې خاورې څخه ددفاع ، کار، فعالیت ، تعلیم او تعلُم څخه یې لېرې پرې ساتلې ده . دې خلکو چې د ورخې یو مثبت کار په خپله خاوره کې کولی ، په یوه ورځ کې به ( دری ) مېلیونه مثبت کارونه شوي وو . په یو کال کې په ( یو میلیارد او پینځه نوي مېلیونه ) مثبت کارونه شوي وو . خواوس هغه خپله د ملت او حکومت دواړو د اوږو باردي اوهېڅ کارنه شي کولی .

دا ناروغي اودغه ننګ د امریکې د هغو سټېنګرو او ډالرو په بدل کې د افغانستان د سپېڅلي جهاد او اصیلومجاهد ینود غاړې هارشو چې د افغان جهاد د ملاتړپه پلمه په اصل کې د (( جهاد افغانستان ـ  دفاع پاکستان ، اوجهاد افغانستان ـ د فاع امریکا درآبهای ګرم )) له پاره و کارول شو .

پاکستان د انګرېزانو او امریکې په مشوره ، اوامریکې د پاکستان په مستقیم ملاتړد روسي زبرځواک له فزیکي حضورڅخه په سیمه کې ځانونه خلاص کړل ، روسیه یې د افغان مجاهدینو په زور پینځلس ټوټې کړه اود کمونېزم مفکوره اود مارکسېزم د ماده پرستۍ مکتب یې په نړۍ کې له تلپاتې ماتې او شکست سره پرې مخ کړل .

د هلمند د ولایتي شورا غړي وایي چې همدا اوس په هلمند کې یورانیم د انګرېزانواوامریکایانو دواړو له خوا د هوا له لارې وړل کېږي . او افغان حکومت یې په اړه ځکه خوله پټه نیولې چې بیا امریکا د اعتراض اوافشا کولو په صورت کې دوی ته پیسې نه ور کوي . پځوا هم د امریکې د استخباراتو پخواني مشردا خبره افشأ کړه چې : د دوومیاشتو په موده کې انګرېزنود (۲۵ ) میلیارده امریکایی ډالروپه ارزښت خام یورانیم له دیشو ؤلسولۍ څخه په شنوښېښه یي باډیولرونکوالوتکوکې خپلو سمندري قرارګاه ؤ ته وړل . دا چې دوی هلته یوه نیمه لسیزه تېره کړې نوڅومره یوراینم به یې وړي وي ؟!! ........

همداسې له پکتیکا اوخوست ولایتونوڅخه هم د خپلوقرارګاه ووله مینځه قېمتي معد ني مواد په هلیکوپټرو کې هره ورځ غلا شوي او وړل شوي دي . ځکه خو دوی د خپلې غلا له پاره دغه ډول بېزونه له بوجیواو رېګ  څخه جوړول .

دوهم : د اوبو پر سر جګړه : 

د ننګرهارد افیونو ـ اود کونړونود اوبواو ځمکنیو زېرمو پر سر جګړه بیا د امریکې او پاکستان تر مینځ د ګډ توافق جګړې دي چې امریکا او پاکستان د واړه په کې د خیل دي ، خود اوبو پرسرجګړه کې بیا یوازې پاکستان ښکېل دي . ځکه پاکستا ن ته امریکې د ( داسو ) د هغه برښنایي تولید بند جوړولو پیسې ورکړې چې ( ۴۰۰۰ ) مېګا واټه برښنا تولیدولی شي . خو دغه بند د افغانستان د اوبو له پاره جوړېږي ، ترڅو د کونړ، علیشنګ او الینګار د سیندونواوبه پرې د ځان کړي او افغانستان په خپله خاوره کې پر یادو سیندونو باندې د بندونو له جوړولوپرې ایسارکړي . اوهم له امریکایانو څخه پاتې زېرمې دوی خپله د کونړاونورستان له غرونوڅخه وباسي . د افغانستان په شرقي زون کې د ننګرهارد ګوشتې ـ اود کونړونو توغندیزې جګړې د همدې لړۍ یوه ترټولو مهمه او د پام وړبرخه ګرځېدلې ده .

بل لورته ایران له تېرو (۳۸ ) کالو را هیسې د هلمند ، فراه رود اوهریرود د اوبو خپلولو پر سرد افغان حکومت اوهېواد والوپه وړاندې لانجې جوړې کړې د سلمأ اوکمال خان بندونه یې جوړولوته نه پرېښودل . دوی د خپل دې کار تر سره کولو له پاره هم پوځې فشار ته لاس اچولی ، او هم یې په اقتصادي ، ديپلوماتیک ، کلتوري او مذهبي دباواو یرغل لاس پورې کړی دئ ، چې موږ یې له تېرو (۳۸ ) کالو را په ایسته ټولې مانورې په خپلو سترګو باندې وینو .   

همدارنګه د ډېورنډ مردوده اونا پېژندل شوې کرغېړنه کرښه بله پلمه ده چې په پردۍ خاوره ( د افغانانوپه جغرافیه ) کې په افغانستان کې د پراته استعمارپه زورسره د افغانستان پرحکومت اوملت باندې د مصنوعي تپل شویو نا امنیوله امله په رسمیت و پېژني ، چې دا هېڅ امکان نه لري .

درېیم : د زمرودو او لاجوردو جګړه :

په دې جګړه کې د زمرودواولاجوردوکورني اوبهرني غله اوس مهال برلاسي دي ، ځکه هغوی د افغانستان په سرحدي او منځنیو برخواو د ننه په حکومت کې افغان دولت ته نا امنۍ اوګډوډۍ جوړې کړې ، افغان تنخواه خواره امنیتي ځواکونه یې مصروف ساتلي . ډاډ من نظام جوړولواو خپلو کورنیو سترا تيژیکو پلانونوعملي کولوته یې نه پرېږدي . دوی په ګډه په افغانستان کې تل د یوه داسې کاواکه اومزدورحکومت په لټه کې دي چې د هغوی عزل اونصب تل ددوی په لاس کې وي . هو ؛ بهرنیواو سیمه ییزومافیایي کړیواوغلو د همدې موخې اوغلا له پاره خپل ځانته لاره پرې خلاصه ساتلې او په بدخشان او ځینو نوروسیمو کې جګړې روانې دي .

څلورم : تورتجارت :

دغه ډول تجارت په افغانستان کې د ناقانونه نشه یي توکود کرکیلې ، تولید ، قاچاق ، تورو پیسو، انساني قاچاق او نورو رذیله اوخبیثه تخریبي چاروترسره کولو روان بهیردئ چې په عملي ډول محسوس او موږ هره ورځ په هېواد کې د دغه ډول ځنځیري پېښو شاهدان یو .

په دې ډول تجارت کې د کارترسره کول جنایتکارانوته د درواغجنو له خوا منافقینو ته  په اجاره ورکول کېږي . خو متصد یان یې په ګاونډیوهېوادوکې په مصؤونه توګه ورته ناست دي چې د عملي کېدو دستور یې په افغانستان کې له همغو ځایونو څخه ورکول کېږي .

د کندز، بدخشان ، فاریاب اواسلام قلا له لاروڅخه دغه ډول تور تجارت په هېواد کې د ننه اوله هېواد څخه د باندې شتون لري چې حکومت یې په مخنیوي کې د خپلو په لاس ورغلیو فرصتونو په له لاسه ورکولو سره پاتې راغلی . ځکه د شته ننګونو د پړسوب له امله اوس افغان حکومت هم په ورځنیو پېښو باندې معتاد دئ . هغوی ته ټولې غیر قانوني پېښې هسې یوه عادي خبره ښکاري . د مخنیوي په اړه یې کوم عملي ګام نه پورته کوي . ځکه چې دوی خپله د اساسي قانون ( ۱۶۲ ) مادې تر پښو لاندې کړې دي .  

پینځم : ترورېزم :

دغه پدیده په غرب کې جوړه شوې ، په پاکستان کې د پاکستاني چارواکو له خوا اجاره شوې ، وده ور کړ شوې ، تنظیم شوې ، ټرېنېنګ شوې ، تمویل شوې ، تجهیز شوې اوافغانستان او نورې نړۍ ته صادره شوې ده . چې دادي د ټولې نړۍ تر نیماي زیاته برخه یې ور باندې نا آرامه کړې ده .

په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې د ګډوډیو او انارشیو ناظم اعلی ( پاکستان او د هغه څارګره اداره ) دنده پر غاړه لري چې ددغې پردۍ پلانیزه جګړې مدیریت د افغانستان په خرابولو سره وکړي .

شپږم : اداري فساد :

دغه پدیده د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د ښې حکومتولۍ په نوم د افغانستان په حکومتي سیستم کې د ننه له تېرو (۱۵ ) کالو را په ایسته ځای پرځای شوه . او همدا اوس هم لګیادي هر څوک د خپلوکړیو خپل خپلوان په هر ادارې واحد کې ځای پر ځای کوي .  بل لور ته افغان تشکیلاتي نظام له غربي کاپیو څخه په ناسمه  او نا آشنا توګه پلی کېږي ، خو تر اصلاح کولو یې خرابي او فساد ډېر دي . ځکه کورنۍ او بهرنۍ مافیا دواړه لکه موږک ته پټه پشۍ ملت او ملي ګټو ته سره غاړه غړۍ دي اودوی خپلې مافیایی تورې ګټې له ملي سپینو ګټو باندې غوره ګڼي . ځکه خو د نظام جوړولو بنسټیز فکر ور سره نه شته او د اصلاحاتو او مسلکي کېدو په پلمه هر چارواکی خپل هغه اعتمادي کسان په دولتي پستونو کې ځای پر ځای کوي چې ددوی راز پټ وساتي او د جوال خوله ور سره خلاصه ونیسي . همدغو کسانو د رشوت او اختلاس دروازې همداسې پرانیستې او نیمه پرانیستې پرې اېښي دي . ځکه خو ملت ورځ تر بلې شا ور اړولې او مخالفین او د سیمې او نړۍ دښمنان له دې تشې څخه په ګټې پورته کولو سره د افغانستان د ملي هویت او افغان نظام ړنګولو په لټه کې دي . او غواړي پر دې سره د افغانستان جغرافیه ، اساسي قانون او نظام بدل کړي .

اووم : ګوندي فساد :

په نوره نړۍ کې ګوندونه د یوه سالم اپوزیسیون اوملې مصالحو په توګه جوړ شوي او جوړېږي  ، تر څو د خپل حکومت ترڅنګ د خپلو رغنده ملي پالېسیانو په جوړولو او پلي کولو کې فعالې ونډې ولري . او نه پرېږدي چې حکومت او نظام یې د ذمه وارو چارواکو په لاس په خود آګاه او نا خود آګاه توګه ملي سترې ګټې په خطرکې وغورځوي . حکومت هم په سترو ملي مسائلو کې له هغوی څخه رغنده مشورې او طرحې غواړي . خو په افغانستان کې ګوندونه د ملي ګټو پرخلاف په سمتي ، نژادي ، مذهبي او قومي صبغه جوړ شوی او جوړېږي . چې دا بیا د افغانستان خاموش اکثریت ته د منلو نه ده . ځکه ګوند اوبل هرخیریه  نهاد باید افغانستان شموله وي ، او له ګوند او خیریه نهاد څخه باید خپله کورنۍ ( ان جي او ) جوړه نه کړي . ځکه پر دې سره افغانستان شموله ملي اعتبار له مینځه ځي ، او د افغانستان کورني او سیمه ییز دښمنان او ځینې دیپلوماتان  له دې تشې ناوړه ګټه پورته کوي او له افرادو څخه یې د جګړې په مختلفو ابعادو کې ناوړه ګټه اخلي .

اتـــم : عقیده وي فساد :

دا خو ټولې نړۍ ته ثابته ده چې پرته له افغان هندوانو نور ټول افغانان مسلمانان دي ، له اسلام او اسلامي دستور څخه بله کومه عقیده نه مني . ځکه په اسلامي دستور ( آسماني قانون ) کې دوی او د نړۍ بل هر مسلمان ته ټول انساني حقوق ور کړ شوي دي داچې د وخت اولیأء امورو هغه نه دي تطبیق کړي ـ هغه د هغوی خپل مشکل دئ . ځکه اسلامې دستور او برنامه هېڅ کومه نقیصه نه لري . او له دې پدیدي څخه یوازې ترهګرې ډلې د خپلو ګټو ترلاسه کولو په خاطر ناوړه ګټه پورته کوي ، ځکه په اسلام کې ترهګري او ځان وژنه نه شته . خو د سیمې او نړۍ استخبارات له یوې خوا پر دې سره په اسلامي سنتي ټولنو کې د اسلام دین بد ناموي او له بل پلوه د اسلام په دین کې لکه د تلمود او بائیبل په څېرد عبدالله بن سبا خود ساخته او خود بافته نظریات او فروعات  د  اصولو په نوم په عوام الناسو باندې قبلوي . او په دین کې د محمدې امت د ټوټه کولو له پاره بې نظمي او ګډوډي راولي . چې دا هم د پردیو تپل شویو جګړو یو ډېر ستر لامل او عامل ګرځېدلی دئ ،

نهــم :  سمتي او ژبنی فساد :

په دې فساد کې یې زموږ د هېواد ملي یووالي ته سخت زیان اړولی ، خېل خېلۍ او ځانځانۍ ته په لوی لاس لمن وهل شوې ، د اقلیتونو او اکثریتونو خبره او د هغوی حقوق په کې د سر ټکی جوړ شوی . ګناه یوه یا څو تنو کړې وي ، خو د بدیل جزأ یې ټول قوم ته ورکول کېږي . خو په دغه ډول مبارزه کې ګټل تل سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو کړې ، ځکه په دې برخه کې ملت خپله په خپلوکې له یو بل سره لاس او ګرېوان وي ، خو ملي او دولتي شتمنۍ یې لکه د افغانستان  پردي ترې وړي . اوپردي  هېڅکله هم د افغان قومونو ترمینځ دغه ډول لانجې نه پرې کوي ، بلکې لا یې سره تېزوي ، اوبه خړوي او خپل کبان په کې نیسي .

لسـم : نژادي توپیر:

په دغه ډول توپیري چلند کې د افریقې او امریکې د تور پوستو، او همداسې په دیموکراتیک هند ، پاکستان او ایرالن کې د هندوانو او مسلمانانو ، پنجابیانو او بلوڅانو ، ایراني شیعه یانو اوکردي سنیانواو هزاره ګانو افغانانو ، ارمنیانو او آذربایجانیانو او داسې نوروبېلګې په ګوته کولی شو چې نژادي توپیر د یوه ملت تر یوه پر چم لاندې خلک څومره په کینو او دښمنیو کې سره ساتلي ، په داسې حال کې چې اسلام دې توپیرته په دوو ټکو کې د پای ټکي اېښی ، هو! هغه مؤمنان ټول وروڼه سره بللي ، او بل دا چې د هر چا فضیلت او برتري په علم او تقواسره پر تله شوي . نه په تور پوستو او سپین پوستو یا سره پوستو او ژېړ پوستو سره . ځکه که په رنګ او نژاد سره تاوتریخوالي ته د پای ټکی اېښودل کېدلی نو اوس به یاد قومونه ټول د انساني معراج په لوړو پوړیو کې اوسېدل . خو نه داسې نه ده لکه دوی چې خپله مبارزه له دغو لارو پر مخ وړي . ځکه دغه لار د انساني مخلوق د دښمنۍ ، وژنې او نېسټۍ لاره ده . نه د انساني نظام جوړولو لار .

که په افغانستان کې دغو لسو مادو ته لمن ونه وهل شي افغانستان خپله سره یو کېږي ، او د جګړې توره لمن د ورورۍ په سپینه فضأ سره بدلېږي .

په افغانتان کې د جګړې د پای ته رسېدواو تل پاتې سولې په هیله .

 

  


بالا
 
بازگشت