سوله له چا سره او څنکه را تلای شي ؟

محمد انور ولید : ۱۵ ـ ۱ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

سږنی ( ۳۸ ) پسرلی دئ چې افغانستان د افغانانو له پاره د وینو اواوښکو جهیل جوړشوی او افغانان د خپلو وینو او اښکو په داسې سېلاب کې ورډوب دي چې د نجات او برخلیک لاراو نېټه یې هم نه تر سترګو کېږي . د سولې او جګړې واګې هم د کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالوپه اصطلاح هغو خواخوږو لېوانو په لاس کې لوېدلې چې د جګړې یا سولې د رَد یا تا یْید ( ویتو ) واک اختیاراو امکانات په لاس ورکړشوی دئ .

روسې پلوه چپیانو د سردار داؤد خان په پوست کې له (۱۳۴۲ تم ) لمریزکال را په ایسته د روسانو په سلا مشورو ځانونه ننه ایستلي وو . د ۱۳۵۲ لمریزکال د چنګاښ په (۲۶ تمه ) یې پرظاهرشاه باندې په داسې حال کې سپینه کود تا وکړه کې نوموړی ایټالیې ته په شخصي چکر باندې تللی ؤ . کمونېستانو پر داؤود خان باندې خپل حریفان ( جوا نان مسلمان ) او د دې تحریک خود جوشه نخبه او مخکښ مشران یې ورباندې شهیدان ، زنداني او په هجرت کولوسره د نوموړي د لمسون له لارې وځپل . د افغانستان ملت یې د الحاد او اسلام په نومونو سره بېل او دښمن کړ. خوکله چې روسې سره استعمار د سر دار داؤود خان پینځه کلن پلانونه ولیدل ، نو دا یې هم ونه شوای زغملای ، ور پسې یې په (۱۳۵۷ ) کال د غوایي په ( اوومه ) د پنجشنبې په ورځ سهار په لسو بجو د څرخي پله پلې څلورمې زرهدارې قووې ته د حفیظ الله امین په قومانده د اسلم وطنجار او د بګرام هوایي قواوو ته د قادر ترمشرۍ لاندې پرارګ ، وزارت دفاع ، مخابراتو او کابل راډیو تلوېزیون باندې برید وکړ. چې پایله یې د یحیی د کورنۍ (۴۹ ) کلنې واکمنۍ ته د پای ټکې پراېښودلو سره تمامه شوه .

ور پسې نوک او اورۍ ( حفیظ الله امین او تره کی ) په پټه کې د تره کې په مرموز وژل کېدو سره جدا شول . بیا روسانو خپل ځمکني او هوایي یرغل ته زمینه پرې برابره کړه او د (۱۳۹۸ ) لمریز کال د جدی په (شپږم ) تورماښام یې حفیظ الله امین د تاج بېک غونډۍ په همدغه اوسني ړنګ ( دارالامان ) قصر کې خوړین او ورک کړ ، ببرک کارمل یې له دوشنبې څخه کابل ته پر ټانکونو سپور را ؤړ .

څه موده کم ( لس ) کاله روسا نو په افغانستان کې د روسي یرغلګروځواکونو پرمټ د روسې ټانکونوغوبل جوړکړی ؤ . دوه مېلیونه افغانان یې په خپله خاوره کې پرې شهیدان کړل ، تر یو مېلیون زیات نورافغانان یې معیوب کړل ، د ( اووه مېلیونو ) په خواوشاکې یې هجرت کولو ته اړکړل ، په لکونو نور یې په زندانونو کې وا چول ، او په رزګونو تنه یې په زندانونو کې شهیدان کړل .

خو بلې خواته ټول غرب مجبورو او اړو افغانانو ته د خپلو موخو او ګټو په خاطر د مکر، تمساح او پټو شرطونو ډ که د نا څیزه مرستوژبه را و ایستله ، چې له یوې خوا یې له روسیې څخه په افغانستان کې  د جهاد او مقابلې  په نامه خپل غچ واخیست ، او له بل پلوه یې افغان مجاهدین په خپلو کې د امریکې د ( رینډ کارپورېشن ) په څېرسترې سلاکارې اتحاد یې په سلا مشورو او د پاکستان پرمټ سره په فنډمېټلېسټ او ټریډ ېشنلېسټ ( بنسټ پالو او روایتي ډلو) ، او همدا راز په مُډرن او سېکولرډلو (عصري خلک او بې دینه مسلمانان ) ډلو باندې سره ووېشل .

بنسټپاله ډلې خو دغربیانو آن له سره دښمنې دي او وي به ، ځکه چې هغوی د الله (ج ) له د ین او اسلامي اقتصاد ، پرمختګ او خپلومادي او معنوي شتمنیو په کاراچولوڅخه  پرته بل څه نه غواړي ، اوغربیان په دې عقیده دي چې وایي : دا ډله زموږ د اقتصاد او پر مختګ مخه نیسي ، باید ددوی انځور موږ خلکو ته د خپلو رسنیزو امکاناتو پر مټ سر چپه وښیو ، او هڅه باید وکړو چې روایتي ډله له دوی څخه د نا څیزه امکاناتو په ورکولو سره بېله او په اختلاف کې وساتو . روایتي ډله بیا له اسلام څخه اصلي انځور له ځانه سره نه لري . ایْمه یې  خلکو ته ښیي چې ګواکي زموږ یې له دنیا سره هېڅ کارنه شته ، ځکه خو په ظاهره د خپلو پلویانو په وړاندې  په سجده چپه پراته وي ، نور یې حال نه معلو مېږي چې دوی څه کوي . غربیا ن ځکه دا ډله په پټه اکمالوي چې له بنسټپالې ډلې سره یوځای نه شي او د اسلامي بدن یوه ډېره برخه د عبادت ، مرشد او مریدۍ په پلمه ، له کارکولومنع کړي . په داسې حال کې چې اسلام د ګوښه کښېناستواوداسې ریاضت دین نه دۍ چې خلک له خپلو انساني روا کارونو او روا معاملاتو پرې را ایسارکړي . ځکه اسلام د عمل دين دئ .  

خو د عصري خلکو مدرن ډله بیا له پورته دوو یادو ډلو سره د خپلې سطحي او کمزورې عقیدې له مخې ډېر تو پیر ځکه لري چې له دوی څخه ځینې یې شراب څښل روا او مدهوش کېدل یې ناروا ګڼي او ځینې نور یې بیا له حجا به منکر دي او وایي چې حجاب په پخوا زمانو کې شرط ؤ او اوس یې کومه اړتیا نه شته او بې علمه خلک یې هم ور سره مني چې ګواکي دغه درواغجن او له اسلام څخه نا خبره مدرنېستان  به ریښتیا وایي . خو دا لېونیان دومره عقل نه لري چې په پخوانیو او اوسنیو ټولو انسانانو کې فطرتاً جنسي غریضه موجوده وه ، ده او وي به . او متضاد قطبونه تل یود بل په وړاندې د خپل جذابیت په ساحه کې د جذابیت او کشش د قوې استعمالولو هڅه کوي .

نو ددې له پاره چې د انعقاد قانون او د انسانانو ملکیت تر پښو لاندې پایمال نه شي ، حجاب د نامحرمو په وړاندې شرط دئ . خو په اصطلاح عصري خلک دا اصل ځکه نه مني چې اصلاً دوي ټول فمېنېستان ، همجنس ګرایان او د فمېنېستانو د قشر یوه برخه جوړوي او هم فمېنېستان او همجنس ګرایان په پرده او حجاب کې خپل مادي او د درامد تاوان ویني . ځکه ددوی ګاک په دې سره کمېږي او حتی له مینځه ځي . نو دوی ولې حجاب و مني او یا یې ننګه وکړي ؟ په داسې حال کې چې حجاب خو له حضرت آدم ( ع ) څخه بیا آن تر محمد (‎ص) پورې په ټولو امتونو کې موجود ؤ . اوس چې موږ د نبي آخر زمان امتیان او پیروان ځانونه بولو ، نو پر خدای (ج) او پیغمبر (ص) باندې ولې دومره ستر درواغ خود آګاه ـ یا نا خود آګاه ورتپل کېږي چې هم خدای تعالی او هم د خدایتعالی رسول (ص) پرحجاب کولو او برده باندې ټینګارکړی ، خو دغه بې دینان اصلاً هېڅ دین ته عقیده نه لري ، دوی یوازې د خپلې هوا او هوس بنده ګان دي ، غربیان دا ډله له عصري ډلې سره یو ځای د همدې له پاره اکمالوي . ددوی له پاره ناروا او درواغجن تبلیغات کوي ، یوڅه وخت یې له خپلو ټولنو لیرې ساتي ، هغوی ته د خپلو مېډ یاوو له لارې کاذب شخصیت ورکوي . د خاصو اوعامو په خولو کې یې ورزمزمه کوي او بیا یې د علي جناح او ځیني خلیجي او افریقایي واکمنو په څېر پرمسلمانانو باندې د زر ، زور او تزویر له لارو ورتپي . ځکه همدغه ډلې د کفري ډلو پاسداران او د پردیو د ګټو ساتونکي دي .

له (۱۳۷۱ ) تر (۱۳۷۵ ) لمریزکال پورې مجاهدینو ته د غرب او شرق ( رونالد ریګن او ګورباچوف ) د خپلمنځي توافق په نتیجه کې واک وسپارل شو . خومجاهدینو د افغانستان ټولې نظامي اوملکي شتمنۍ ، جهادي ارزښتونه اولاسته راوړنې په لوی لاس او د پردیو په دستورد خپلمنځي جګړو له امله له مینځه یووړې . دښمن بیا همغه زاړه کفن کښ په څنګ کې ورته وساتل ، په پښو یې ورته ودرول ، پا یله یې هم دا شوه چې ځانونه او ګټلی عزت ، نوم او افتخارات یې د خپل ملت او ټولې دنیا په وړاندې د بې باوریواو بې پتیو په هدیره کې پرې ښخ کړل .

افغان طالبان چې د افغان جهاد په تنظیمونو کې یوه وېشلې برخه وه ، د پاکستان ( آی اس آی ) په خپل لاس را پورته او افغان مجاهد ین  یې ور باندې بې وسلې او بې واکه کړل ، ځکه چې له هغوی سره څوک نه جنګېدل . خو کله یې چې د طالبانو پیرې د اسلام قلا، تورغونډۍ ، حیرتانو او شېرخان بندر په دروازو کې ورته و درولې ، نو بیا یې له یوې خوا د القاعدې نا بللي مېلمانه هم ور سره یوځای تنظیم کړل او بل لور ته یې په قبرس ، روم ، پاریس ، لندن ، او بُن کې د افغانانو عصري او بې دینه ډلې ټپلې سره منسجم کولې .

پوره پینځه کاله یې د افغانستان ټوله شتمني د طالبانو په لاس باندې چورکړه ، د خلکو د عقیدت او پېزوینې بریدونه یې پرې د منځه یووړل . بیا یې په (۲۰۰۱ ) زیږدیز کال کې د سپتمبر د (۱۱مې ) مصنوعي پېښې په پلمه پرافغان جغرافیه د ځمکې او هوا له لارې خپل تېری پیل کړ . او پوره ( ۱۵ ) کاله یې په دې هېواد کې وینې تویې کړې . خپل عسکر یې په کې ټرېنېنګ کړل ، خپلې کېمیاوي ، بیو لو ژیکي او ذروي وسلې یې په کې استعمال کې ، د افغانستان خام یو رانیم ، پلا تینیوم او نورې ځمکنۍ شتمنۍ یې غلا کړې . افغانستان یې وران ویجاړ کړ ، مافیایي سیستمونو ته یې په کې وده ورکړه . د غربي او نورو پردیو کلتورونو دروازې یې پرې را خوشې کړې . د غربیانو له خوا د د یموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په پلمه قرآن په کنارابونو کې واچول شو ،  اعدام او وسوځول شو . د آیات شیطاني په نامه کاریکاتورونه تکثیرشول . ( ۱۳ ) کاله یې د افغانستان پر مظلوم ملت باندې د یو نیکال مأمور ددې له پاره حاکم جوړکړی ؤ چې هغه په پټو سترګو له پردیو سره د ده په خپله خوله ( ۹۹،۹۹ ،۹۹ ٪)  پروتو کولونه او معاملې لاسلیک کړې دي . اداري فساد اوج ته په کې رسېدلی ؤ او په سلګونو میلیارده ډالرپه کې ورک شول . د افغانستان له پاره د بهرنیو مرستو مستې ټولې د کرز پيشو ګانو وخړلې او خوله یې د کوچیانو ور ککړه کړه .

اوس به راشو دېته چې افغانستان خو یو لرغونی پېژندل شوی مسلمان هېواد دئ ، د جرګو او مرکو وطن دئ ، په دې هېواد کې د پردیوله خوا ډېرې آسپې و ځغلول شوې . د پردیو تپل شویوجګړو اوڅو تنو ټېکه دارانو له لاسه د واک پر سر په خپلو کې په بد یو او دښمنیو کې سره کېوتي دي . افغانان ګرګینیانو ، انګلیسانو او روسانوته یوه خوا وو . خو له پاکستان او ناټوسره په پټو سترګو ځکه ملګري شول چې پاکستان د خپلو شومو موخواو هدف ته د رسېد و  له پاره د مکر او فرېب له درغلیو ډکه پنا ورکړې وه اود امریکا په مشرۍ  نا ټو ټلوالې یې تر یوه بریده مالي ملاتړ کړی ؤ . خو افغانانو دواړو خواوو ته فرېب خوړلی ، ځکه چې له یوې خوایې دوی د جهاد پر وخت پرڅو ټوټو سره بېل کړي او ددوی د سیاسي ، مردمي ، نظامي ، مالي ، عقید تي او ملي یووالي زور بې ور اوبه کړی ؤ ـ او بلخوا یې خپل دښمن ( پخواني شوروي اتحاد ) ته ماتې پرې ورکړه . خو اوس یې له تېرو ( ۱۵ ) کالو را هیسې په منځنۍ آسیا کې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره د تپل شویې جګړې نغری تود ساتلی . په کې سوځي افغانان او ګټې نورو وکړې .

افغانان هم دا فکر نه کوي چې زموږ اصلي دښمنان څوک دي ؟ موږ له چا سره طرف یو ؟ له چا سره جګړه ، او له چا سره باید سوله وکړو ؟

که خبره د خپلمنځي اختلافاتو وي ، نوپه افغانستان کې د دیمو کراسۍ د لسیزې له پیلېدو سره سم د افغانستان ملت ولې په ښي اړخو او کیڼ اړخو باندې ووېشل شو ؟ ولې روسانو په عملي ډول په کارګري اوعلمي کانونونواوغربیانواودخلیج شیخانواوامریکایي الازهر په خانقأ وو ، دیني مدرسو او جوماتونوکې فرهنګي اوعقیدتي لاسوهنې پیل کړې ؟ ولې مکتب او پوهنتون له جومات ، خانقأ او مدرسې څخه بېل شول ؟ ولې ملا پوهنتون او مکتب ته ، او د مکتب زده کوونکی او محصل جومات ته نه ور تلل ؟ ولې چپیان په خلق ، پرچم ، شعله جاوېد ، افغان ملت ، ؤلسمل ، واکمن ، حداد ، احدي ،  مساوات ،  ستمیانو، شورای نظار ، زرتشتیانو ، صدای عوام او نورو ډلو ټپلو سره ووېشل شول ؟ ولې ښي اړخي په جوانان مسلمان ، جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي حکمتیار ، حزب اسلامي خالص ، جلال الدین حقاني ، حزب اسلامي ارغندیوال ، خالد فاروقي ، قطب الدین هلال ، سباوون ، خدام الفرقان ، محاذ ملي ، نجات ملي ، حرکت مولوي محمد نبي ، ملا عمر، ملااختر محمد منصور، ملارسول ، د قطراو پېښور شوراګانو سره ووېشل شول ؟ لومړی د حکمتیار او استاد رباني تر مینځ د پنجشېر له عملیاتو وروسته په (۱۳۵۴ ) لمریزکال کې اختلاف راغۍ او جوانان مسلمان یې په حزب اسلامي او جمعیت اسلامي باندې سره ووېشه . ( ۱۲ ) تنه له استاد رباني سره بېل شول او د ( ۶۰) تنو په خواوشا کې له حکمتیار سره یو ځای شول . بیا یې ددې اختلاف د لیرې کولو په خاطر له کوتې څخه  ملا محمد نبي له یو جومات څخه چې هلته په دری سوه کلدارې ملا ؤ راوست ، د حرکت اسلامي په نوم یې د پاکستان د استخباراتو په توشه ځانته بل حزب جوړ کړ او حزب اسلامي آرم یې له ځانه سره وېوړ او د حرکت نوم یې پرې ولیکه . بیا مولوی خالص د حزب اسلامي په نامه ځکه ترې بېل شو چې ملا جلال الدین حقاني ( ۶۰۰ ) شل ډزي له حکمتیار څخه د لویې پکتیا په خاطر ترلاسه کړي وو ، او دا هغه ته یوه غوړه په لاس ورغلې لمړۍ وه . بیا حضرت صاحب صبغت الله مجددي له جمعیت سره یو ځای شو او بیا یې د چوک یادګار په قذافي هوټل کې ځان د نجات ملي په نامه مستقل اعلان کړ . وروسته پیر صیب د مجاذ په نوم دوکان جوړ کړ او د ظاهر شاه  کارتونه یې خلکو ته وېشل . ور پسې سیاف صیب د ورځې په (۱۱) بجو تورخم ته په توروالګا کې له بند یخانې خوشې کېدو څخه وروسته راوړل شو ، ټولو تنظیمونو د اختلاف لیرې کېدو له پاره پرې رضایتي وښودله ، د تګاب د میاګل جان آغا په منځګړتوب په اشرفیه جومات کې د جهاد ټولو ملي ګرأ او بنیاد ګرأ مشرانو پرقرآن کریم او بخاري شریف لاسونه کېښودل او ژمنه یې وکړه چې موږ به په یوه خوله او یو قو مانده د سرو روسانو په وړاندې جهاد ته ادامه ورکوو . خو چې کله یې د تحلیف دسته حمعي مراسم پای ته ورسېدل ، ټول سره تیت پرک اوهمغه قرآن ووهل اواستاد سیاف ځاتنه د اتحاد په نوم بل دوکان په کې جوړکړ چې په هغې کې یې د عربي شېخانو سلفي دارو درملې پلورلې .

ددې ټو لو سوالونو ځواب یو دئ ، هغه هم دا چې روسانو اوغربیانو پرکيڼ اړخواو او ښي اړخو افغانانو دواړو باندې باورنه درلود اوله دې څخه ډارېدل او اوس هم ډارېږي چې ګني کومه ورځ به د تېر پېر په څېرهمدغه افغانان لاسونه سره یو کړي او دوی به د انګلیس او روسانو په څېر پسې واخلي ، د روسي فضأ نورد ( ګاګارین ) په څېر به د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمینځ معلق پاتې شي او ټولې خوارۍ به یې پراوبو ورته لاهو کړي . نو ځکه خو د مختلفو لارو څخه د افغانانو تر مینځ اختلافاتو ته په لوی لاس لمن وهل کېږي . له افغان سره د افغان سوله هسې یوه پلمه ده . ځکه د سولې او جګړې دواړه واګې د ناټو د سر مشریزې په واک کې دي .

که سوله د افغانانو ترمینځ وي ، نو افغانان خو ټول مسلمانان دي ، او اسلام دوی ته ( ۱۴۰۰) کاله مخکې حکم کړی چې : کله ستاسو ( مسلمانانو) ترمینځ کومه ستوزه او شخړه مینځ ته را ځي ، نور مسلمانان ( ثالث بالخیرډله ) دې ددوی تر مینځ سوله وکړي . نه دا چې : ږیره زما او واک یې د ملا . که چېرته دواړو خواوو سولې ته غاړه کېښودله ، ښه تر ښه ، او که کوم لوري سرغړونه وکړه ، نو بیا دې مصلحین او برحقه طرف لاسونه سره یو کړي او متمرد ه ډله دې تر هغو پورې وځپي تر څو چې یا سوله و منې او یا هم نا بوده شي . چې دا کار افغانانو له سره نه دئ کړی .

ځکه دا خو ټولو ته معلومه ده چې  چپیان ملامت وو ، دیني ارزښتونو ته دوی په سپکه سترګه وکتل ، ملي ګټې دوی د روسانو پرمټ تر پښو لاندې کړې ، خپلواکي دوی نورو ته په واک کې ور کړه ، له روسانواوغربیانو سره دوی ناروا معاملې وکړې ، نو ملت ولې پټه خوله ونیوله او څنګه یې پر ضد را پورته نه شول ؟ علت یې معلوم دي هغه دا چې ملت لومړی د مجاهدینو ترڅنک په ډېره مېړانه په تش لاس ودرېد ، خو مجاهد نما خلکو پرجهاد او ټولو جهادي ارزښتونو او لاسته راوړنو باندې ملنډې ووهلې او ملت پرې بې باوره شو . چې دا بې باوري بیا د ملت خپل حق ؤ .

ولې پردې یې هم مسؤولیت ادا نه شو . ځکه که مشرانو یې خیانت وکړ . نو بل څوک به یې له خپل منځه  درولي وو . دا تېر مشران خو څه د لوح محفوظ څخه خدای پاک نه وو ورته را لېږلي او نه هم ټاپه ور باندې وهل شوې وه ، نو دوی ولې تراوسه پورې قرار ورته ناست دي او څه چې نور ورته وایي او هرڅوک چې نور ورته ټاکي ، ددوی ورسره آمین دئ . نه ! داسې نه ده . ځکه شریعت حکم کوي چې د درېیو تنو مسلمانانو تر مینځ هم باید په خپلو کې یو تن امیر و ټاکل شي . که نه نو د اځل رسېدو پر وخت یې مرګ هم خرابېږي .

دا خو ښکاره خبره ده چې د افغانستان په ګوندي سیبستمونو کې د افغانستان خیر له سره نه ؤ ، ځکه افغان ګوندونه ټول پردي دوکانونه اوهټۍ وې او دي . په نړۍ کې دوه ګوندونه دي ( کفر او اسلام ) ، او موږ یوازې یو ګوند لرو . او هغه هم حزب الله ( اسلام ) دي ، اواسلام یو ملت واحده دئ . خو پورته یادو ګوندونو په افغانستان کې کومه داسې ملي صبغه نه لرله چې هلته دې د مسلمانو افغانانو ملي یووالی ، ملي ګټې او (۱۴۰۰) کلن دین په کې خوندي شي . ځکه په دوی کې د افغانیت او اسلامیت اصلي انځور وجود نه درلود . یوې خوا ته هم د اسلامي او افغاني معروفو اصولو مطابق ګام نه دئ پورته شوی . ځکه یوې خوا هم د افغانستان خاموش اکثریت وژلي ، ژوبل کړی او تجرید کړی دئ ، او بلې خوا هم د خپلو ګټو له پاره هغو ته ورته کار کړی .

پس اختلاف او شخړه له خاموش اکثریت سره ده . طرف ، خاموش اکثریت دئ . ظلم هم پرخاموش اکثریت باندې شوی . وژل شوي ، ژوبل شوي او تجرید شوي هم عام خلک دي . د اوسنیو مشرانو خو یوازې د قدرت او څوکیو پرسر له یو بل سره اختلاف اوجګړه ده او په کې مري عامه ؤلس . باید نورټول په ګډه له خاموش اکثریت څخه بښنه وغواړي . پرزخمونو باندې یې دې د انساني ، اسلامي اوافغاني مینې د مرهم پټي ورکېږدي او له خاموش اکثریت سره دې تلپاتې ریښتینې سوله وکړي ، ترڅو ړنګ افغانستان په ګډه سره په خپلواکه توګه هوسا ، بسیا ، سمسور او آباد کړي .

په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د تلپاتې سولې ، هوسا، بسیا ، سمسور او یو موټی خپلواک افغانستان په هیله .

  

 


بالا
 
بازگشت