له پاکستان اوملګرویې پرته ، سوله د ټولوافغانانو یوازینۍ هیله ده

محمد انور ولید : ۳ ـ  حمل  ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

 

داخو یو څرګند حقیقت دئ چې د افغانستان جګړه پردۍ ده او بېلا بېل اړخونه او موخې لري ، خو پر افغانانو باندې ورتپل شوې ده . ؤلسمشر اشرف غني هم څو څو ځلې په خپلو وینا وو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه پردۍ  او پر موږ باندې را تپل شوې ده . ؤلسمشر حامد کرزي که څه هم د خپل قدرت پر مهال خپله خوله پټڼه نیولې وه ، خو اوس وایي چې دا جګړه پر افغانانو باندې ور تپل شوې او پردۍ ده . زه او نور افغان شنونکي هم وایو چې دا جګړه افغانانو خپله خپل کور ته نه ده راوړې ، بلکې پرد یو زموږ په خاوره کې په خپل نوبت سره د خپلو ټانکونو ، چور ، غلاګانو او افغاني فرهنګ مسخ کولوغوبل او اتڼ جوړ کړی دئ .

ځکه ټرېنېنګونه دوی خپلو عسکرو ته په کې ورکړل . ډول ډول د ژوند ضد وسلې او وسیلې پرد یو زموږ په خاوره کې و آزمویلې . د خپلو زړو او له کاره لوېد لیو وسلو ګودامونه دوی پرافغانانو باندې وپلورل . سیمه ییزې ، سیاسي ، کلتوري ، پوځي ، سترا تیژیکي او اقتصادي ګټې پرد یو په کې وکړې . د افغانستان په پروژه کې دوی خپله ځانونه تمویل کړل . خو په مالي او ځاني ډول افغانان په کې وریت او کباب شول .

نن سبا د افغانانو ملي هویت ، قانون ، خاورې ، هوا ، خلکو ، ویني او ژوند ته د بشري حقوقو د شعار او تش په نامه علمبردارانو تر څنګ په سپکه سترګه کتل کېږي .

 دا یو ښکاره او تریخ حقیقت دئ چې سیمه ییزاو نړیوال چارواکي او زور واکي ټول له تېرو (۳۷ ) کالو را په ایسته خپل ژوند او خپله ګټه د افغانانو په مرګ ژوبلو او بې ثباتیو کې لټوي . ځکه خو افغانان ، افغان نظام او افغان خاوره د واک او ځواک د سټلایټ له لارې ګام په ګام او لحظه په لحظه څارل کېږي ، دوی وېره لري چېرې نه چې دوه افغانان د خپلې راتلونکې په اړه په خپلو کې سره غوږ په غوږ شي .

په افغانستان کې ټولو ښکېلو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو له خپل اغېز سره سم افغانان په خپلو کې په څو کته ګوریو د ځان په ګټه سره وېشلي دي :

لومړی : هغه ډله افغانان دي چې د افغانستان په نظام کې د ننه د قانون خلاف یې په دوه قطبي شکل د اختلاف له پاره د واک پرګدۍ باندې ورکښېنولي او د بخوراو نمیر په کچه د ژوندي پاتې کېدوله پاره له نړیوالو را ټولو شویو مرستوڅخه یوازې دومره څه په خوله کې ورڅڅوي چې د فقیر په څېرخپل سیاسي ژوند ته دوام پرې ورکړي . ځکه کورني عایدات او مالیاتي سیستم خو هسې هم نه شته . ( ۱۴ ) کاله د لویو ګمرکاتو پرعایداتو باندې کورني تش په نامه افسانوي ښاماران پراته وو ، چې د کینه کښو ګاونډیانواومافیایي سیستمونوله خوا یې ملاتړکېده او کېږي .

دا حکومت ؤلسي ځواک او ملاتړ لري ، خو پوځي او اقتصادي وړتیا په کې نه شته . ځکه پردیو پراستخراج وړ زېرمو خپله په افغانستان کې ګونډې ور وهلې . پرتولیدي او زراعتي برخو کې یې ناامنۍ ورته را ټوکولې دي . خپلې اوبه یې پردیوهېوادو ته خوشې روانې دي . د وارداتي برښنا ستونزې د ګدایۍ له کچکول څخه ورکوي . پراستعماري پلانونو پوه مأ مورین له دندو پرې ګوښه کوي او پرځای یې یوازې داسې سره خوله ماشومان ټاکي چې خپل تاریخ اوخپله جغرافیه هم نه ده ورمعلومه ، دا ځکه چې استعمارګران پرتجربه کارو مأمورینو باندې اوبه نه شي څښلی .

مجاهدین یې لومړی د روسانوـ او ور پسې یې په خپل مینځ کې سره وجنګول ، بېسواده یې کړل ، اوس خپل ژباړونکي او سګ شویان په دې امتیازورباندې آمرین جوړوي چې د هغوی له ماشومانه احساساتو خپله ګټه اخلي ، ځکه هغوی یوازې انګرېزي ژبه او کمپیوټر زده کړی او بس . دوی د افغانستان له (۱۰۰۰۰ ) کلن تاریخ څخه څه خبر دي ، چې موږ دلته په کوم موقعیت کې په کومه پیمانه څه ډول شتمنۍ اوڅه څیزونه لرو .      

په راپورونو کې د امریکې د استخباراتو(C.I.A.) د پخواني مشرله خولې داسې هم وویل شول چې د افغانستان په هلمند ولایت کې انګرېزي پو ځیانو له دیشو ؤلسوالۍ څخه د دوو میاشتو په موده کې د (۲۵ ) میلیارده ډالرو په ارزښت خام یو رانیم وړي دي . نو کله چې دوی په موسی قلا کې (۱۵) کاله تېر کړي ، دوی به څومره یو رانیم وړي وي ؟؟؟؟!!!!..... ور پسې (۱۰۰۰۰) امریکایي عسکرهم هلته ورغلل ، معلومه نه ده چې دوی به څومره ځمکنۍ زېرمې لوټ کړې وي ؟ ور پسې په دې وروستیو کې په یوه وېدیو کې د هندوکش په جنوبي سیمه کې امریکایي پوځیان په یوه سوړه کې ښکاري او ورته لیکل شوي چې ددوی پینځه تنه هلته په دې سوړه کې د یوه خود کار میخانیکي ماشین د فعال موجودیت له کبله ورک دي . کېدای شي دوی به همغه ماشین له ځانه سره وړی وي . ځکه خو دوی په همدې خاطر د افغانستان په نهو بډایو زېرمه لرونکو زونونو کې خپل پوځیان ځای پرځای کړل . پرسبا یې له هند څخه د ډاکټرعبدالخالق په نامه یوه افغان له عکس سره جوخت یوسرخلاصی لیک افغان چارواکوته خپورکړچې په هغه کې یو میخانیکي ماشین چې له (۵۰۰۰)کالو در واخله تر(۱۵۰۰۰) کالو پورې مخینه اولرغونتوب لري او ارزښت یې د امریکې د (۶۰۰ ) کلن تاریخ له ټولو لرغونو توکو څخه هم ډېر ښوول شوی . بیا یې ور ته لیکلي چې بهرنیان د افغانستان د آرامۍ او ساتلو له پاره را غلي ، او که د غلا له پاره ؟

له دېنه داسې ښکاري چې دوی د افغانستان او افغانانو د ساتلو له پاره نه ، بلکې د لوټلواوغلاکولوله پاره راغلي . خو دا غلا دوی په یوازې سر نه شي کولی ، ځکه یې پاکستان ور سره شریک کړی او په ګډه پر افغانستان ، افغانانو او افغان نظام باندې خپلمنځي ناروا معاملې ترسره کوي .

دوهم : پاکستان ته دستور ورکول کېږي چې هغو سیمو ته څېرمه نا آرامي جوړه کړي په کومو کې چې ځمکنۍ زېرمې شتون لري . دوی ددې کار له پاره وسله وال مخالفین تر ټولو ستره وسیله ، آله او پلمه ځانته جوړه کړې ده . هغوی یې په خپلو کې په څو ډلو سره وېشلي . ځکه چې پاکستان او ورسره ملګري یې طالبان د توحید په صورت کې نه زغملی شي او نه یې هم اداره کولی شي .

امارت اسلامي او خلافت اسلامي ددوی دوې سترې پروژې دي چې سیمه او نړۍ ور باندې تهدید ول  او بې ثباته کول یې اصلي موخه ده .

د افغانستان پرځمکنیو زېرمو باندې د پاکستان او نړیوالوله خوا په فني اوغیر فني شکل جیولوجیکي برمې ښخې دي . د افغانستان ځمکنۍ زېرمې په خپل سر را سپړل کېږي ، او د ځمکې او هوا له لارې غلاکېږي . چې د بد خشان قېمتي زېرمې د پنجشېر ، شاه سلیم او توپخانې کوتل له لارې پاکستان ته وړل کېږي . په هلمند او فاریاب کې د تریاکو پرسرجګړه روانه ده . د فلا تینیوم او یورانیوم د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کانونو کیندل اوغلاکول خو د بهرنیو استخباراتي پروژو خپل خاص مأموریت دئ چې د پوځي پېزونو له مینځه یې د هوا له لارې ترسره کوي . افغانان یې په پرد یو جګړو کې مصروف سره ساتلي ، جنګې جغرافیه یې له هلمند او نیمروز څخه د د ای کنډیو ، بامیانو ، شیبر، بغلان او تخار د کانالونو له لارې تر بد خشان بزرګ پورې ورسوله . له فراه څخه یې د بادغیس له لارې آن فاریاب ور باندې نا آرامه کړ . د تاجیکستان او ازبېکستان له لارې یې د کندز ولایت پرې ونیو . پرکونړ او نورستان خوهره ورځ پوځي توپخانې د پاکستان له خاورې چلېږې . د امریکې په مشرۍ ناټو ټلوالې افغان حکومت ته خپلمنځي سرخوږی جوړکړی او له بهرنیو مرستو یوازې دومره څه ورکوي چې د ورباندې تپل شویو تېکنو کراتانو ډالري اجارې په کې ور پوره کړي . که دا مرستې هم نه وي ، نو افغان حکومت خو د خپلو مأمورینو د یوې میاشتې تنخواه په ور کولو هم وس نه لري . دا ځکه چې د افغانانو په عایداتي سر چینو کې دوی خپله نېښونه لګولي دي .

درېیم : ـــ  نړیوال زبر ځواکونه غواړي افغان خاوره د ځان په ګټه استعمال کړي ، ځکه یې دلته زموږ په خاوره کې ناتار او ترنني ته ورته جګړه ییز سریالونه جوړ کړي ، خو پاکستان ددې تر څنګ  د یوه پرازیت ډوله وایرس په څېرخپل ځان د خوشې په خوشې تغذیې له پاره د منځنۍ آسیا زېرمه ییزو ګودامونو ته پرې رسوي . ځکه یې د نړیوالو دغه جګړه ییز پرو پوزل په اجاره اخیستی او په افغانستان کې پرله پسې نا آرامۍ جوړوي . پاکستان افغانان د خپل منافقانه حرفوي مهارت په واسطه په تفرق او نفاق کې سره سا تې . د هغوی هغه مشران چې د پاکستان د خپلې خوښې خبره یې نه ده منلې ، د افغانستان اوبه او د ډېورنډ کرښه یې نه ده ور سره لاسلیک کړې ، ددوی د خپلې خوښې لاسپو څی حکومت یې نه دئ ور سره منلی ، هغوی یې نیولي او په نامعلوم ډول یې په نا څرګندو ځایونو کې بندیان کړي او و وژلي دې . ښکاره بېلګې یې مو ږ د ملا رباني ، ملا مشر ، ملا بورجان ،  ملا عمر ، ملا برادر، ملا عبیدالله ، ملا رسول ، یاسر او داسې نورو په ګوته کولی شو .

څلورم : ـــ  پاکستان او ور سره متحد ینو یې تر اوسه پورې په افغانستان کې په مختلفو نومونوپه لکونو افغانان په شهادت ورسول .

پینځم : ـــ د افغان حکومت وسلې یې د ( ډي ډي آر ) او ( ډایاک ) په نومونو را ټولې ، خپل ځان یې ښه ډاډمن کړاو ټولې یې له کاره وغورځولې ، اصلي پرزې یې ترې و ایستلې ، او اوس یې له پردیو هېوادو څخه پر مختللو وسلو را نیولو ته هم نه پرېږدي . که له چا سره یې د و سلو کوم پروتوکول لاسلیک کړی هم وي ، هغوی یې هم تهدید کړي او قرارداد د زور له لارې بېرته یا فسخ شوی او یا هم ځنډ ېدلی  دئ . خو بل لورته بیا ځینو افغان سرحدي والیانو ته په خپل سر پرمختللې پو ځي الوتکې ورکوي . هغه متل دي چې وایي : (( پکه ـ دا دې لا بله سپکه . ))

شپږم : ـــ  پاکستان اوور سره متحدین یې هڅه کوي ترڅو پرافغان سوله باندې ملنډې ووهي . ځکه خو یې اوس د ملا رسول په ګډون هغه دوولس تنه طالبان بندیان کړي چې هغوی پرته د پاکستان له مداخلې څخه سوله غوښتله . د پاکستان ددې کارمعنا داده چې پاکستان په افغانستان کې ترهغو پورې سوله نه غواړي ، ترڅو په افغانستان کې ددوی د خپلې خوښې ګوډاګی رژیم مینځته نه وي را غلی ، د کونړونو ، علیشنګ ، الینګار او پنجشېراوبه یې دداسو د بند له پاره نه وي خپلې کړې ، منځنۍ آسیا ته یې پرته له ټکس ورکولو څخه یو طرفه ترانزیتي لاره نه وې ور ته منلې ، د افغانستان په پوځ کې ( ۳۴ ٪ ) د خپلې خوښې پو ځیان یې نه وي ور سره منلي ، د ډېورنډ کرښه یې په رسمیت نه وي پېژندلې ، د پاکستاني بې کیفیته توکو د خرڅلاو مارکېټ یې نه وي ور سره منلی ، د انګوراډي اوګوشتې په څېر سترا تېژیکې او حاکمې سیمې یې پاکستان ته نه وي ور کړې .

اووم : ـــ  د بُن د سر یال په سر کې د مجاهدینود حکومت جوړولو پرمهال د مخه د یوه طرح شوي پلان له مخې له واک څخه د حکمتیارګوښه کول ، د هغه د مغارو ژوند او تنظیم یې ورټوټه ټوټه کول او پوره یوه نیمه لسیزه د هغه تجرید او اوس یې بېرته را بلل او په وړاندې یې مخالفتونه ، شته خنډونه او مجهول تضمین او تته را تلونکې ټول ددې ښکاندوی دي چې سوله په افغانستان ، او آرامی په ټوله سیمه کې تر ( ۱۵۰ )  الی  (۲۰۰) کالو پورې د مرغه پۍ دي . ځکه د سولې او ثبات د تبر مخ د افغانستان  او منځنۍ آسیا زېرمو نیولی . ترڅو چې دا زېرمې ټولې ایستل شوې اوغلاشوې نه وي ، په افغانستان او ټوله سیمه کې به څوک  د سولې او ټیکاو مخ پرته له جنګ جګړو او مرګ ژوبلو په سترګو هم و نه ګوري .

ځکه مادي شتمني ډېر دښمنان لري ، چېرته چې مادي شتمنۍ وي ـ هلته د غلوغدۍ او نا آرامۍ هم ډېرې وي . افغانستان او منځنۍ آسیا ډېرې ځمکنۍ زېرمې لري ، خوعلمي زېرمو او کدرونو کډه ترې کړې ده . د ځمکنیو زېرمو را ایستل ، پرو سس اوکارول له علمي پانګواوکدرونواو روغ مدیریت  سره مستقیم تړاو لري . که موږ علمي پانګې ،علمې کدرونه او روغ مدیریت لرلی ، خپل اصالت موږ خوندي ساتلی وای ، نو اوس به پردۍ آسپې په موږ کې نه ځغلېدلې .

موږ د ټول افغانستان ، ټولې خاورې ، ټولو افغانانو ، ټولې خپلواکۍ ، ټولوعلمي ـ دیني او ملي شتمنیو او افتخاراتو بیه له پردیو سره د څو روپیو مرستې ،  تنخواه او څوکۍ په بدل کې ټاکلې ده ، خو د افغانستان په جګړه کې د کوساوو ، هرزه ګو وینا او نورو ارو پایي پوستو په برتله پرد یو ته یوازې د افغانستان د یوه شمالي زون بیه ډېره ارزانه پرېوتې ده . ځکه خو نن پردیو ته د افغانانو وینه او ارضي او هوایي تمامیت هېڅ ارزښت نه لري .

حکمتیار به راشي ، خدای دې رولي ، ځکه دا دده خپل وطن دئ ، ( ۴۵) کاله یې د افغانستان د آزادۍ په برخه کې قاطعانه مبارزه کړېده ، د سولې له بهیر سره به یو ځای شي ، خو د بهرنیانو ، پاکستان او ځینو کورنیو له پرد یو سره بند وکړیو نیتونه اوس هم ورته کاږه دي . ځکه دوی په افغانستان کې د حکمتیار له دریځ سره سم حکومت نه غواړي . له همدې کبله یې ښاغلي کرزي ته دستور ور کړی ؤ چې د حکمتیار ځینې کسان په څنګ کې ورته ونیسي او له حزب اسلامي څخه یې را بېل کړي ، ترڅو د افغانستان تر ټولو پیاوړی حزب له پښو پرې وغورځوي . کرزی په خپل دغه مأموریت کې بریالی شو ، خو رسمي ګټه د ملي وحدت حکومت ترې پورته کړه ، اوس هغوی ته هم د مشر جوړېدو چل ورغلی ، خو د ملت په توحید باندې لا هم نه پو هېږي ، ځکه دوی اوس د مصنوعي واک په خیالي نشو کې ور ډوب دي . خو که حکمتیار صحنې ته بېرته را ستون شي ، ټول حزبیان به پرې له سره را ټول او د نورو حزبیانو د بنجارو دوکانونه به خپله له سقوط سره مخ شي . خو شرط په کې دادئ چې که حکمتیارصاحب  له کورنۍ او سیمه ییزې دیپلو ماسۍ څخه لږ څه دباندې را ووځي او پخواني ریښتیني حزبیان بېرته قانع او پرځان را ټول کړی شي ، نه افسانوي حزبیان .

اوس خو داسې برېښي چې پاکستان د سولې په نامه په دغه ګېم کې وسله وال مخالفین پرڅو ډلو سره وېشلي ، غواړي پرهره یوه ډله باندې خپله بېله بېله معامله وکړي . او ټول د خپلو اهدافو قرباني کړي . که چېرته افغانان په ريښتیا سره په افغانستان کې خپلواکه خپلمنځي سوله غواړي ، نو حکومتي خوا ،  مخالفین ، خاموش اکثریت اوعلمي کدرونه څلورواړه اړخونه باید په دغه پروسه کې ګډون ولري . ځکه دا مهال خو له پاکستان او ملګرو یې برته ، سوله د ټولو افغانانو یوازینۍ هیله ده . افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دئ . اوس خو تورې لا لا وکړې او مړي عبدالله وکړې . داسې نه چې له افغان سولې څخه د جاغوریو کومه ( ان . جي . او . ) یا کومه شخصي پروژه جوړه شي او هر څوک شرطونه ور باندې ږدي چې که زما دا کس په کې نیسۍ ، نو زه هم مرسته در سره کوم ، که نه نو نه یې در سره کوم . او یا داچې ږیره زما او واک یې د ملا . چې په داسې حالت کې هېڅکله سوله نه کېدلی شي اونه هم تضمینېدلی شي . او ټولې غونډې او هڅې په کې بې ګټې دي . ځکه وخت به پرې تېر او ګټې اوامتیازات  به بیا د نورو وي . نه د افغانانو .

په افغانستان کې د تل پاتې ریښتینې سولې او ټیکاو په هیله .              

 

 


بالا
 
بازگشت