مستحکم

د امریکا راتلونکي انتخابات او د دغه هیواد د ټوټه کېدو پیل

دامریکی دراتلونکو انتخاباتی کمپاینونو په بهیر کی ددغه هیواد ددواړو ګوندونو دکاندیدانو له لوري داسې څرګندونې ترسره کیږي چی تراوسه پوری ددغه هیواد په انتخاباتی بهیر کی لیدل شوې نه وې . د جمهوري غوښتونکی ګوند کاندید ښاغلی ترامپ خو لانورهم له معمول څخه اخوا تللی په امریکا کی کی یې له ټاکنو څخه وروسته دپراخ مدنی پاڅون او ددغه هیواد ددولت دله مینځه تلو او اړدوړ خبرې کړي. دبی بی سی انترنتی سایت د اګست دمېاشتی ددوهمې نیټې په خبرونو کی داسی یو رپوټ خپور کړی چی په کی ویل شوی ترامپ خپل انتخاباتی سیالې کلینتن ته د ابلیس خطاب کړی او دایی هم ویلی چی ممکنه ده دامریکا په راتلونکو انتخاباتو کی پراخه درغلي ترسره شي. رپوټ د ترامپ له خولی زیاتوی که چیری په ټاکنو کی تقلب وشي نو دوی ته به دټاکنو پایلې دمنلو وړ نه وي او دوی به په دی صورت کی پراخ مدنی پاڅونونه ترسره کړي او له دی سره به اساسی قانون معطل شي او بیا به په امریکا کی کوم دولت موجود نه وي.

رپوټ همدا راز وایی چی په انتخاباتو کی داډول څرګندونې تراوسه پوری سابقه نه لري . شنونکی وایی چی د ښاغلی ترامپ دغه ډول څرګندونی له ورایه دا جوتوی که چیری نوموړی په ټاکنو کې ګتونکی شی خو ښه ترښه او که ګټونکی نشي نو د ټاکنو پایلی به د درغلیو په په دلیل چی دی وایی حتمی به ترسره شي ونه مني. ترامپ دا څرګندونې په داسی حال کې کوي چی په امریکا کی داوباما په مشری دموکرات ګوند حکومتی واګ په لاس کی لري نو که چیری ترامپ چی جمهوری غوښتونکی دی دناکامی په صورت کی ددرغلیو ناره پورته کړی ډیر شمیر ګوندي وال او رایه ورکونکی به یی ورسره ومني. او که چیری ترامپ ټاکنی وګټی له همدااوسه داسې څرګندونی کوي چی له واکه وروسته به په امریکا کی ددی هیواد دخلکو دبیلوالی او ان دجغرافیی د بدلیدو زمینې برابری کړي.

همدا اوس د امریکا یی ولس ترمنځ واټنونه ښه ډیر شوي ، هره ورځ وژنی په تیره بیا دتورپوستو او پولیسو ترمنځ نښتی چی تراوسه یی سلګونه خلک له مېنځه وړي او په دغه هیواد کی یی لاریونونه او دخلکو غبرګونونه هم راپارولي ، دمسلمانانو او لږکیکو پر وړاندی روښانه اوجوت تبعیض چی دښاغلی ترامپ په انتخاباتی کمپاین کی هم له ورايه څرګند ؤ، اقتصادي ژورې ستونزی او کړکېچونه، د پانګوالو او عادی خلکو ترمنځ ژور واټن چی ورځ تربلی پر ډیریدو دي، پراخی نړیوالې ستونزی او مخالفتونه چی امریکا ورسره په همدا اوس حالت کی مخامخ ده او ترټولو مهمه ددغه هیواد جګړیزی بوختیاوی په افغانستان ، عراق ، لیبیا او دمنځني ختیز په یو شمیر هیوادونوکی هغه څه دي چی له پخوا څخه ډیر بدولونونه جوتوي او ددغه هیواد دخلکو عامه ذهنیت او اقتصادی ، سیاسی ، امنیتی او ټولنیز حالت ورځ تربلی دکړکیچ او ناخوالو پر لور راکاږي.

ترکومه ځایه چی دامریکا انتخابات په تیره بیا په وروستیو لسیزو کی لیدل شوي داسی تود رقابت چی ان کله کله ددښمنۍ کچې ته رسیږی پخوا نه دی لیدل شوی چې دا په خپله جوتوي دامریکا حالت دبدلون پرلور درومي.

دامریکا پراخ نظامی ګډون په ناټو او نورو پوځی برخو کی دهغه له ډلی نه په ډیرو هیوادونو کی دپوځي اډو موجودیت ، په اروپا يی اتحادیه کی وروستی بدلونونه، دترکیی هیواد وروستی کودتا چی د نوموړي هیواد چارواکی یی په امریکا او په امریکا کی موجودو ترکی مشرانو پوري تړي ، له روسیې سره په اوکراین او منځني ختیز ، ختیزی اروپا او نورو برخو کی جنجنالونه او دروسیې هیواد دپوځي او اقتصادي ځواک پیاوړي کیدل ، له چین ، ایران ، شمالی کوریا، دجنوبی امریکا له یو شمیر هیوادونو او دنړۍ په نوروبرخوکی له هیوادونو ، پوځي ډلو او ګوندونو سره دامریکا پراخ مخالفت ... هغه څه دي چی دامریکا او ددغه هیواد دروانو سیاستونو په وړاندی یی ډیر چلنجونه رامېنځته کړي. په خپله امریکا کی هم نور ولس دپخوانی حالت زغم له لاسه ورکړی او اوسني سیاسی اوټولنیز جوړښت نه ستومانه شوي. په دغه هیواد کې ډیری داسی سیمی دي چی خلک یی خواري کښ دي اقتصادي او ټولنیزی او فرهنګی لاسته راوړنی یی تر نورو برخو او ایالتونو ډیری دي خو داوسنی جغرافیوي او سیاسي جوړښت له کبله مجبور دی چی د ددولتی حکامو دتصمیمونو په خاطر له خپلو ګټو امتیازاتو تیر شي او د امریکا د ستراتیژیکو غوښتنو لپاره یې قربانی کړي، چی په دغه هیواد کی د یوې خاصی طبقی ګټی تأمینوي.

پورتنیو عواملو او نړیوالو حالاتو ته په کتو سره همدا راز دډیرو شنونکو په اند چې دامریکا متحده ایالات به هم لکه دشوروی اتحاد غوندې چی څوکاله مخکی د سیاسی اختلافاتو ،جګړو او اقتصادي کمزورتیا له کبله تجزیه شو په څو برخو وویشل شي.

 

 


بالا
 
بازگشت