عبدالرووف لیوال

 

سره قطعه

دڅووورځوراهیسې په هلمند کې یوتقریباْ کوماندویی ځواک چې پرمختللې اونوې وسلې لری د (سرې قطعې ) په نوم دیسانت شوی .

دیسانت مې په دې خاطر وویل چې همدې زیږون سره جوخت پاکستانۍ افغانی الاصله چورلکه چې پخوا مولوی صاحب کباړپاکستان ته سوغات ورکړې وه هم موږباندې را نازله شوې .

ددې دواړورانازلیدل خو له آسمانه نه دی شوی اونعوذوبالله ملایکې هم دې کارونوته زړه نه ښه کوی ، خودانوی نوښتونه دغرب اوپاکستان دی ،چې خپلو موخوته رسیدولپاره بې عقله طالبان اوهغه عناصرچې کسباْ یې له انسانیت  او    افغانیت سره دښمنې رااخیستې ، استعمالوی .

غربیان په څولاملونو غواړی چې افغانستان کې سوله رانه شی او پاکستان   موږته راشکاری (ورکیش –کیش) راوینسه زویه !

الف : که چیرې افغانستان کې سوله راشی ، دهغوی شتون ته په سیمه کې حاجت نشته اودوی دا له سره نه غواړی .

ب : که چیرې افغانستان ته سوله راشی ، دهغوی وسلې اوپوځی تاکتیکونه به چیرته وآزمایل شی .

ج : که چیرې افغانستان کې سوله راشی ، نودادغربیانودسیالانو (چین ، روسیې اوایران ) په ګټه تمامیږی اودوی دا له سره نه غواړی .

د: غرب غواړی چې افغانستان دبیزو ټپ وی اوپه دې توګه خپلو پوځی اډوشتون ته لاره هواروی ، ترڅوپه خپلوتدارکاتوسره له دې ځای نه دوسلوال ګواښ له لارې روسیه ، چین اوایران ترخپل چترلاندې ولری .

ه :  هغوی نه غواړی چې اسلام غښتلی پاتی شی نودصهیونستی مفکورې پراساس ، مسلمانان په خپل مینځ کې دطالب ، داعش ، جمعیت ، حزب په نوم جنګوی .

و : امریکا غواړی چې په افغانستان کې دمخدره توکو له لیارې هم خپله سوداګری اوهم دروسیې اویورپ ځینې هیوادونو ته داسې سر خوږی پید اکړی چې (ایطوربکشیش که خونش نریزد) اودسیالی له ډګر نه یې لرې وساتی.

عبدالرووف لیوال.   

 

 

 


بالا
 
بازگشت