عبدالرووف لیوال

 

امریکه ، ترکیه شنډوی

 

ددوهمې نړیوالې جګړې وروسته امریکې دشوروی له ګواښ نه دساتنې په خاطر په ۱۹۵۹ کال کې ددفاعی ډال دجوړیدوپه خاطرله ترکیې سره داټمی انرژۍ دسمبالتیا تړون لاس لیک کړ .

په همدې کال د ترکیې اوامریکې تر مینځ هوکړه وشوه تر څوامریکا د (جیوپتر) په نوم درې ستراټمی کوپړۍ لرونکی توغندی د (سیغلی) په هوایی اډه کې چې (ازمیر) ښارته نږدې ده ځای پرځای کړی .

وروسته دې همغږیولاپراختیا ومونده اودترکیې په جنوب کې د(ادانا ) په سیمه کې د(انجرلیک ) داټمی وسلو اډه پرانیستل  شوه  اوهمدې سره دشوروی دمینځینی واټن ویشتونکی بالستیک توغندیولمن دترکیې له پولو څخه ټوله شوه .

دې سره ترکیه په یورپ کې دمتحده ایالاتو په ستره انډیواله بدله شوه اوکه چیرې شوروی غوښتل چې په مدیترانې اویا هم دخلیج په سمندرګی کې کومه سپین سترګی وکړی ، نو له ځنډ پرته به دغبرګون سره مخامخ شی .

په ترکیه کې دسږکال دجولای د۱۵مې کودتا یوترینګلی حالت رامنځ ته کړاوترکیې دانجرلیک امریکایی اډه د۵۰۰۰سرتیروله خوا کلابنده کړه ، سره له دې چې دترکیې دولت دانجرلیک کلابند کول داډې دامنیت په خاطروبلل خو دې ترینګلی حالت دامریکې ورږورځیږه کړل او دا یې وانګیرله چې ترکیه دمصر اوعربورادیکالو مسلمانانو سره ښې اړیکې لری او له روسیې سره هم نوې دښو اړیکوریباری پیل کړې اوبرسیره پردی دعثمانی ترکیې دامپراتوری دبیا احیا خوبونه  هم وینی ، - له بد بتره خوداخبره  وه چې ددې هوایی اډې ترکی بولندوی په کودتا کې دلاس لرلو په تور ونیول شو .

نوامریکې وپتیله چې د انجرلیک له اټمی اډې نه پښې سپکې کړی .

دامریکې په کالیفورنیا ایالت کې دپوځی زدکړوشنونکی (جیفری لیویس) امریکا غږ ته وویل (دابه ښه الواک نه وی چې موږدترکیې په دې ترینګلی سیاسی روان حالت کې هلته اټمی وسلې ولرو).

امریکا دترکیې دانجرلیک په هوایی اډه کې شاوخوا پنځوس B61هستوی غټ بمونه لری ، دادپال بمونونه ځواکمن دی چې په پوځی دکتورین کې دهغو ځای پر ځای کول او کارونه له سره منعه ده اوامریکه داسې ښئ چې ګواکې دامریکې مشرتابه یې اجازه نه ده ورکړې .

په دې اډه کې سربیره ددفاعی ډال توغندی په ځمکه کي په نیم ډوب حالت کې قرارلری چې په آسانه ونه لیدل شی.

سرچینې : دVOAڅیړنیزه خپرونه  - ګلوبل ریسرچ .

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت