عبدالرووف لیوال

 

ترکیې خواته روسی وږمې

وروسته له هغه چې اردوغان له پوتین څخه د(سو) الوتکې دویشتلوپه هکله بخښنه وغوښته اوویې ویل چې ((داکاردترکیې یوه مخالف پوځی سرته رسولی)) ، نوله هماغه مهاله دترکیې په لوردروسیې له خوادوږمورالوتل پیل شول .

ددې وږمودراالوتلولاملونه به په لنډه توګه په ګوته کړو :

الف : مخکې له دې نه چې اردوغان په مرمرې هوټل کې دکودتاچیانوتربریدلاندې راشی ، دروسی اطلاعاتوله خواهغه ته خبر ورکړ شوچې تربریدلاندې راځی اودا دهغو غږیزو څپونچوړووچې دکودتاچیانوله مخابراتی چینل نه دروسی اطلاعاتی ځواکونوله خوااوریدل شوی وو.

ب : دمرمرې هوټل نه تر استانبول پورې دې اردوغان الوتکه دایرانی جت الوتکوله خواسکور(بدرګه) شوې وه ترڅوله برید لاندې رانشی ، چې دروسیې په سپارښتنه داکارسرته رسیدلی وو.

ج : دا چې وروسته له کودتازبات شوه چې روسی (سو) الوتکه رښتیا هم دیوه کودتاپلوی له خوا ویشتل شوې وه .

د: په ناټو کې دکودتا پلوی جنرالانو شتون چې دوی په افغانستان کې دنده ترسره کوله اوپه دوبۍ کې ونیول شول .

ه : داچې ترکیې څو ځلې له امریکې نه وغوښتل چې فتح الله ګولن دکودتا مشردامریکې له پنسلوانیا ایالت نه دوی ته وسپاری ، خو امریکې ځینې ډډه وکړه اوپه ځواب کې یې وویل چې دفتح الله ګولن داستردادلپاره کوټلی اوکره اسنادولپاره اړتیا ده چې وښئ په کودتا کې هغه لاس لری .

ز : داچې دناټوپه سازمان کې دترکیې دغړیتوب مخالفت زیات شو نوداهم زبات ته رسوی چې دروسیې اوترکیې نوې اړیکې په ناټو اوامریکې ښې نه دی لګیدلی .

ح : په ترکیه کې درسنیو په اړه (پوتینی ) چلند چې داڅوورځې اردوغان غوره کړی یعنی دواک اوسانسورراتلل په ترکی رسنیو.

و : دP.K.Kبهیرنرمښت وروسته له کودتا هم دپاملرنې اوسوچ وړبریښی .

نودپورته لاملونوپه نظرکې نیولوسره که چیرې دترکیې دکودتادزلزلې لکۍ غښتلې نه وی اوبابیړی ونکړی ، نوبیا ددوهم اتاترک راتلل اوله نړۍ سره دترکیې په اړیکو کې داتیا درجوبدلون اټکل کیدای شی .

سرچینې : ګلوبل ریسرچ – ګزارشنامه ی افغانستان اوبهرنۍ منابع .

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت