عبدالرووف لیوال

 

اسلامی افراطیت = سپک اسلام

ترمپ وویل ((مسلمانان چې له اوبواوخوړونه روژه نیسی ، دانسانانوله وژلودې هم روژه ونیسی)).

داخبره افراطی مسلمانانو (داعش – بوکوحرام – طالب – لشکر طیبه – الشباب –   اسلامی ډلو –  اسلامی حزبونو –  اسلامی جمعیتونو –  اسلامی حرکتونو اونورو اسلامی تنظیمونو) ته څومره غټ پیغوراودشرم ځای ده که شرم ولری .

زه چې دځوانانودلوړو زده کړوپه بهیر کې دنده لرم ، ګورم چې ورځ تر ورځې ځوانان په اسلامی مناسکوریشخند اوملنډې وهی اوداسې اوتې بوتې وایی ((زه باباکوم اسلام ! اسلام یانې وحشت اودهشت – اسلام مانا دسرغوڅول – اسلام په جبرنکاح ( کوټ ولسوالۍ ) او اسلام ...دا اودا......))

هرڅومره دلیل ورته وړاندې کړې ، هغه به له فیس بوک نه داسلامی ډلوله کړنوداسې مستنده ویډیو درته وښایی چې اسلام پریږده له انسانیت نه به دزړه تورشی .

هغوی داهم وایی هغه ځوانان چې په سمندرونوکې دنهنګونو خوراک شول اویااوس په یورپ کې درپه دره خاورې په سرګرځی ، وزګارتیایې دلیل نه دی (ولله خیرالرازقین ) اصلی لامل یې اسلامی وحشت اودهشت دی چې په هیواد اوسیمه کې مسلط دی .

هغوی ته دلیل وړاندې کوې چې شکر الحمدلله اسلامی دولت لرو اوشریعت نافذ دی، دې خبرې سره دوی لا هم په غصه شی اووایی چې اتیا سلنه همغه پورته ذکر شویو ناولو نه دولت جوړدی اوخلک یې برمته کړی داسلام دنوم لاندې بډې اخلی ‎( له تور نه به سپین درته جوړ کړی) اسلامی غصب اواسلامی اختلاس اوفساد په درز کې روان دی – ملی شتمنی (کانونه اونور) په بډه وهی اوبیا به درته غوړمبیږی هم (ما جهاد کړی).

که چیرې په دولت کې دې کوم کاربندشی یادماستری دګرې سره دنده وغواړې؟

داسې کړنې به ووینې چې زړه به دې له اسلام اوتنظیم نه تورسی اویا به دې په رشوت سره کار اجرا سی بیا به درته وایی دا خوڅه دکمونستانودور نه دی چې کارونه به یې تاسو ته مفته اجراکول هغه زمانه تیره شوه چې کوپون به دې خوړ.

دسترګو لیدلی حال اوانځور یې په څو کرښو کې . تمت البلخیر

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت