دافغانستان  دخپلواکۍ  97کليزه دی ټول ملت ته مبارک شي

اعليحضرت امان الله خان او دافغانستان خپلواکي


اعليحضرت امان الله خان او دافغانستان خپلواکي دشاه امان الله خان مقبره په ننګرهار کېامان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې د محمودطرزي له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په ۲۷کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال دفبروري ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدي او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د۱۹۶۰زکال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایي د مېاشتې له ۵ سره سمون خوري دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه

داوه پوره لنډمالومات.

درنو دوستانودا ورځ د مامول په توګه را زي افغان ولس ددی وياړلې ورځی په ياد  لمانځغونډې جوړوي خو په دی تيرو اونويمو کلونو کې زموږ په هېواد کې خورا زيات سياسي اونظامي ادلون بدلون رامينځ ته شود لويديز نه تر ختيځ پوری زبرځواکونه دی هېواد ته راغلل او خپلې وسلی په  بی دفاع افغان ولسونو وچلولی په ميلونونو خلک شهيدان ، معيوب،  بی کوره او کډوالۍ ته اړباسل شوه.

ويليام شکپېير ليکي : ( ژوند يوازې يو تېرېدونکى سيورى او بېوزله لوبغاړى دى ،چې يو ساعت دصحنې پرمخ راڅرګند شي ،ځغلي . په شور ، زوږ او هيجان راځي او وروسته يې هېڅ غږ نه ترغوږو کېږي ، يوه زړۀ راښکونکې اوله زوږه ډکه افسانه ده ،چې يو بېړا او احمق يې لولي او هېڅ معنى نه لري .  )) (٢ ) خپلواکي او استقلال دانسانانو طبيعي حق دى.

زموږ  دهېواد ولسونه د خپلې خپلواکي جنډه د خپلو وينو په سرولمبو ساتلی په تشو لاسونو يې د نړېوالو زبرځواکونو سره په پوره مېړانه جنګيدلي دلته يوه شاعر وطني شعرځای کول غوره بولم .

خپلواکي

ننګ دی ناموس دی غيرت ده خپلواکي
په دنيا کې لوی نعمت ده خــپـــــــلواکي

وږي تږي پراته خپل وطن کې ښـــه يو
زمونږ حيا زمونږه پت ده خپــلــواکـــي

جـــــهـــل ده، تــيـــاره ده غــــــــلامي
رڼــــــا ده هدايــــــت ده خپــلــواکــــي

که زرکاله وي ژوندون په غلامۍ کې
پرې بهتره يو ساعت ده خپــلــواکـــي

چا په خــــپــلــه خوښـــــه ندی رابښلی
مونږ اخستی د سرونو په قيمت ده خپلـواکـي

About these ads

درنو دوستانو د مورتيمورډيورنډ په هند کې د برتانيا دبهرنيو چارو وزيردامير عبدالرحمن د وخت دافغان امير سره په پوره چلوټې دافغان په خاوره نارسمي کرښه باسلی ددی کرښې ۱۲۳ کلونه تير شول حقوقي اړخ نه لري ولی د پاکستان نظاميګره اداره د کرغړنې کرښې دواړه خوا ولسونه سره جلا ساتي وژني اوددوی روا حقونه دوسلی په زور په خپله ولکه کې ساتي هر وخت ددی کرښې د نه منلو په سر جنګ جګړی کيږي ټول ولسونه د څو اونيو وړاندی دافغان ملي پوځ او پاکستاني ميلشو تر مينځ د طرخم په او شمشاد د غرولمنو اود خيبر په درو کې دپاکستاني مليشو يرغل وځپلو دا کرښه زموږ دولس لپاره د ناسور زخم دی موږ به هله پوره ازادي ولرو چی ددی کرښی دواړه خوا پراته ولسونه د پنجابي واکمني ختمه شي ددوی لاسوهنی بندی شي موږ دوروڼو په شان ګډ ژوند وکړوزه په دی باور لرم چی افغان ولس به بيا د ملالۍ ميوندی خوګېاڼۍ په شان اتله د غازي شاه امان الله خان په شان اتل به دولس دازادی جنډه پورته کړي دا ناولی کرښې به له مينځه يوسي اود پوره ازاد خپلواک افغانستان جنډه به په خيبرپه اټک، په پامير ورپيږي.

 محمداقا کوچی

20160730

 

 

         

 


بالا
 
بازگشت