عبدالرووف  ليوال

 

محبوب القلوب

په دې ورځوکې دافغانستان په هکله ډیرغټ خبرپه کندز کې دجګړې ، ورانۍ اودخلکودوژنې خبردی خوددې تر څنګ په ټولنیزوسایټونوکې یوناموثق ،بوږنونکی خبردډاکترناشناس دمړینې په هکله خپور شوچې افغانان اودګاونډ هیوادونه یې ولړزول ، خوسمدلاسه له ډاکترناشناس سره دآزادۍ راډیومرکې دا خبردرواغ اوناسم زبات ته ورساوه .

ددې کاذب خبرخپریدل یوشی زبات ته ورسول  او هغه داچې ډاکترناشناس افغانانواودګاونډ هیوادونوخلکوته یو محبوب القلوب هنری استوره ده .

دښاغلی اومنلی ډاکتر ناشناس لنډ ژوند لیک :

ډاکتر محمد صادق فطرت ناشناس دکوټې دژوب دملابابړکاکړله کهول نه داسې یوه شجره لری :

محمد صادق ولد محمدرفیق ولد ذین العابدین ولد ملا عبدالرووف ولد ملاعبدالرحیم اخندزاده ولد ملاحبیب الله اخندزاده ولد ملا فیض الله ولد ملا بابړکاکړ .

ددوی کورنۍ دکوټې ښار له ژوب نه کندهار ته راغلې وه  اوبلاخره ددې کهول یوه سنښته دمعصوم هوتک درنې کورنی پورې هم تړلې ده .

دډاکترناشناس بی بی مورشجره دازبکستان دخجند ښارساداتو ته رسی چې ډیرپخوا زمانو کې له خجند نه دقندهارارغنداب ته راغلی اوبیا یې هلته ځمکې اخیستې دی .

دافغانستان نومیالی عالم اونابغه علامه ‍پوهاند عبدالحی حبیبی دډاکتر ناشناس له تربورانواوورته نږدې کس دی .

دښاغلی ناشناس پلار محمدرفیق خان چې خصوصی زدکړې اودارالحفاظ یې لوستی وو په افغانستان کې دلمړنی بانک بنسټ ایښودونکی مجید زابلی نږدې ملګری و ، هغه  هم سوداګر اودکراچی په ښار کې دمجیدزابلی ددفترمنیجرپاتې شوی .

ډاکتر ناشناس په ۱۳۱۴کال دقندهار په یوه روحانی کورنۍ کې وزیږید ، هغه وروسته لمړنۍ زدکړې په هندوستان کې دډیلی ښار په (میلې ) ښوونځی کې سرته ورسولې چې دهیندوستان مسلمان ولسمشرارواښادذاکرحسین دناشناس داردواوفارسی ژبې استاد وو.

وروسته چې افغانستان ته راغی نو ثانوی زده کړې یې دحبیبې عالې لیسې اوتجارت لیسه کې ترسره اوبیا دکابل پوهنتون دحقوقواوسیاسی علوموپوهنځی داقتصاد له څانکې فارغ شو-  بیا خپله دوکتورایې له پخوانی شوروی اتحاد نه په پښتو ژبه کې لاس ته راوړه .

ډاکترناشناس د (بیباک ) – (پرواز) او (پاک طینت) تخلصونه هم کارولی دی .

هغه دافغانستان دراډیودبهرنیوخپرونودمدیر په توګه هم دنده ترسره کړې اودنورودیپلوماتیکو دندوسربیره دافغان موزیک درییس په توکه هم پاتې شوی .

ډاکترناشناس اوس له خپلې درنې کورنۍ سره په لندن ښار کې میشت دی اوداونۍ پنځه ځلې لامبوته هم ځی ، هغه دافغانستان دمعاصرې موسیقی په هکله دڅیړنې اوکتاب په لیکلوسخت بوخت دی آن تردې چې له رسنیو سره دمرکې وخت هم نه لری.

دناشناس په هکله زما خاطرې :

په ۱۳۵۷کال کله چې زه دپوهنځی دلمړی کال زده کړیال وم ، دهمدې کال دزمری په میاشت کې په لوګر کې داورښت له امله یوسخت سیلاو راغی ، ډیر کورونه په اوبو لاهو اوډیر خلک بې کوره اوبې وزلی شول – په همدې وخت ډاکترناشناس چې هیڅ وخت په کوم واده یا محفل کې لیدل شوی نه وو دسیلاب ځپلو مرستې ته را ودانګل اوسیلاب ځپلوته یې دپیسو دراټولولپاره لومړنی او آخرنی کنسرت په غازی اسټیدیوم کې په لاره واچاوچې میلیونونه روپې راټولې شوې .

زه دبایسکل په ذریعه دلوګردمحمد آغې له ولسوالۍ نه ددې کنسرت لیدو لپاره راغلی وم .

په دې کنسرت کې یو چا دډاکتر ناشناس نه وپوښتل چې څرنګه یو نامتو هنرمند شوې؟

هغه په ځواب کې په دری ژبه ورته وویل :

(( درزمان شاه جهان پادشاه هیندوستان هنرمنددرباری بود که به دربار میرفت ومیسرایید ، یک رفیق صمیمی این هنرمند بسیار اصرار میورزید که اورا بادسته ی هنری اش به دربار ببرد تا یګانه آرزویش (دیدن دربار شاه)برآورده شود . هرچه هنرمند برایش میګفت که خودت موسیقی بلد نیستی ترا چه ګفته به دربار ببرم ؟ ولی او دست بردار نبود. بلاخره هنرمند برایش ګفت ترا میبرم به شرطیکه یک هارمونیه را جلوت میګذاری وتا آخربزم خودرا تکان نمیدهی )).

همان شب مجلس دربار بسیار عالی بود ، شاه به هرکدام ازهنرمندان تحفه ی درنظر ګرفت زمانیکه به نزد چهره ی جدید رسید برایش ګفت [ همه رفقای توخیزک وجستک میزدند ولی خودت ساکت دستهایت را بالای هارمونیه ګذاشته بودی کمال درچی بود؟ ] او جواب داد(همه رفقایم عقب سُرسرګردان بودند ولی من سُررایافته بودم )

ناشناس هم به شخص پرسنده جواب داد من هنرمند نیستم ولی سُررایافته ام.

دناشناس دډنګروالی په هکله ټوکه !  دده له قوله :

(په هغه وخت کې چې په شوروی اتحاد کې دیپلومات وم ، دکمیس اخیستلو لپار یوې مغازې ته ورغلم دمغازې څښتنې را څخه وپوښتل چې دغاړې نمبر دې څودی ؟ ماورته وویل ۱۳نومغازه دارې راته وویل ((وبخښی تاسو دکوچنیانو مغازې ته تشریف یوسی ))

ښاغلی ناشناس ته دلوی خدای له دربار نه داوږد عمرغوښتونکی یم .

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت