محمدآجان غلجی

 

دبیساری لیکوال او سپیڅلی شخصیت ډاکټر اکرم عثمان په ویر کی !

 

ډاکټر اکرم عثمان د بی جوړی لیکوال ٬ وتلی ادبی څیړونکی ٬ بی بدیله ویونکی او دکلماتور په حیث ټولو افغانانو په تیره فرهنګی ټولنی ته مشهوره څیره ده  او چاته یی د ورپیژندلو ضرورت  نه احساسیږی ٬ په بله ژبه هغه په خپل اوچت شخصیت ٬ عالی خصوصیاتو ٬ ارزښتمنده ایجادیاتو  ٬ ښکلی غږ او بیشمیره انسانی ځانګړتیاو دټولنی هر قشر ٬لا هر وګړی ته په خپله  ځان ورپیژندلی . له نیکه مرغه هر افغان هغه په ښه نامه پیژنی او مینه ورسره ښیی  ٬ ډیر کم کسان و او دی چی د اکرم عثمان پشان د افغانانو پیاوړی حمایت ولری او د یو لوی اکثریت په تیره د فرهنګی چاپریال لکه لیکوالو ٬ شاعرانو ٬څیړونکو ٬ مورخینو ٬ هنری څیرو ٬او په ټوله کی د لوستی قشر دومره محبوب واوسی ٬ دا دده  خوشبختی او حق ده .

ډاکتر اکرم عثمان په هیواد کی د لنډو کیسو له بنسټ ایښو دونکو نه وو٬ دهغه  کیسی د هر بل کیسه لیکونکی په پرتله خوږی  ٬ ژوری  ٬ دخلکو په ژبه  ٬ داولس  له ژوندانه سره پییلی او هر لوستونکی و اوریدونکی ته د پوهیدو او خوند اخیستو وړ دی په تیره  چی د مرحوم په ویندویی او استثنایی آواز واوریدل شی ٬ هغه د کابل په چاپریال او د کابلیانو د ژوندانه په خصوصیاتو ٬ کلچر رسمونو او روایاتو هومره  ژور بلد و چی باور یی نشی کیدای ٬ خدای بښلی عثمان د فطرتی استعداد او همدی بلدتیا په مټ وتوانید داسی جذابی او ښایسته کیسی ولیکی چی ساری یی لا زموږ په معاشره کی نشته او ډیر شمیر کیسه لیکونکی د هغه په پله روان دی او روان به وی  ٬ دډاکټر صاحب یو شمیر کیسی فلم شوی چی له کلونو راهیسی لیدونکی لری او یقین شته چی تر اوږدی راتلونکی به خلک له  دی کیسو او دده له داستانونو د جوړو شویو فیلمونو لوستونکی او لیدونکی پاتی شی .

له کیسه لیکنی علاوه  ډاکټر صاحب نامتو ادبی څیړونکی هم پاته شوی چی پدی برخه کی دده هستونی نه هیریدونکی  او د ملی فرهنګی پانګی قدرمنه برخه ده ٬ هغه یو لړتاریخی لیکنی او څیړنی هم تر سر ه کړی چی په خپل وار ارزښتناکه او قیمتی پانګی شمیرلی شی .

نوموړی ډیر پیاوړی ویونکی او د شعر ځانګړی دکلماتور و ٬ داسی چی بل کم څوک یی پدی باره کی سیال کیدای شی ٬ هغو چی دده په رویایی ښکلی آواز کی کیسی ٬ تبصری یا شعرونه اوریدلی یا لیدلی بی له شکه زما ددی برداشت تایید کوی .

په وروستیو کی د ډاکټر صاحب تاریخی رومان د ،( کوچه ما )، تر نامه لاندی مینه والو او ټولنی ته ډالی شو  ٬ دا اثر په خپل ډول کی تر اوسه بیساری دی  او هسی چی وتلی څیړونکی صبور الله سیاسنګ پدی باب ویلی ٬( کوچه ما  د افغانستان د معاصرو ادبیاتو تر ټولو ستر رومان دی )٬ دا رومان چی په دوه ټوکو کی څه د پاسه٬۱۴۰۰٬ مخه لری  زموږ په ټاټوبی کی د وروستی نیمی پیړی د څپاندو او لالهاندو پیښو  واقعی داستان ٬ پیاوړی ترجمان او په ظریفه ژبه بیان دی .  فصاحت ٬ امانت داری ٬ خوږه ژبه ٬ سادګی  ٬ دقت  او دپیښو په انځورولو کی وړتیا  ددی ارزښتناک اثر ځانګړتیاوی جوړوی .

په همدی څوویرجنو ورځو شپوکی چی د ډاکتر عثمان له رحلته تیری شوی ډیر شمیر لیکوالو او دقلم خاوندانو د هغه د آثارو ٬ لیکنو ٬ داستانونو او د ارواښاد د ادبی فرهنګی مقام په اړوند پوره لیکنی او څیړنی په وطن او د نړی په ګوټ ګوټ کی خپری کړی چی د هغه د کړنو  په رابطه د مینه والو تنده ماته کړی او له بلی خوا ددی باشرفه انسان حق اداکړی ٬ نو زه ځکه پدی  اړوند خپلی خبری لنډوم  او د ډاکټر صاحب د یو مخلص په حیث د هغه د لوړ او بی بدیله شخصیت  په باب څه ناڅه ویل غواړم ٬

ډاکټر اکرم عثمان په ۱۳۱۶ هه ش کال د هرات په ښار کی نړی ته راغی ٬ کابل کی ستر شو داستقلال او حبیبی لیسو کی یی لوست وکړ ٬ دحقوقو او سیاسی علومو په رشته کی د ایران د تهران په پوهنتون کی د دکتورا تر کچه خپل تحصیلات بشپړ کړل ٬ په افغانستان راډیو ٬ د اطلاعاتو او  کلتور  او  بهرنیو  وزارتونو کی یی رسمی دندی لرلی او  دافغانستان د لیکوالو د اتحادیی مشری یی هم کړی ٬ له تقریبآ درویشت کاله راپدیخوا یی په سویدن کی د هجرت شپی ورخی تیرولی  ٬ د ۲۰۱۶ ع کال د اګست په ۱۱ نیټه یی د مغزی سکتی په وجه سا ورکړه .

ډاکتر صاحب په شخصی ژوند او مناسباتو کی د هغو عالی انسانی ځانګړتیاو خاوند و چی د ډیرو کمو کسانو په برخه کیدای شی  . سادګی ٬ سپیڅلتیا ٬ادب ٬ ورین تندی ٬ احترام او دروندوالی یی په خټه کی ځای درلود .

 له کمو او لویو سره په مواجهه کی یی داسی تواضع لرله چی د هر چا تعجب او احترام به یی هڅاوه ٬ په عمل کی کمینه ٬ بی کبره او خاکساره سړی و . له کلانکاری ٬ کبر ٬زیان رسولو او هر ډول فتنه ګریو مبرا شخصیت او داوچتو انسانی سجایاو لرونکی کس و . لویه حوصله ٬ په ټولو لوریینه ٬ ښه نیت  او نیک عمل  یی له ذاتی خصوصیاتو ځنی و ٬ له کوم مریض او مغرض نه غیر می له چا هم د هغه په باب بد یا سپکه نده تر غوږ شوی ٬لا نیوکه می هم نده اوریدلی ٬ په ټوله کی ډاکتر صاحب یو مهربانه ٬ د پاک زړه خاوند ٬ صمیمی  او د ژوند تر پایه  بی انتها پر کاره  په لوستلو او لیکلو بوخت پاته شو  او پدی توګه یی شاته لویه قیمتی پانګه چی دده ارزښتناکه داستانی ٬ څیړنیز ٬ تاریخی او علمی هستونی آو آثار دی نننیو او راتلونکوته په میراث پاته شول او پدی توګه یی ابدی ژوند تر لاسه کړ ٬ کلونه او پیړی به تیری شی  خو اکرم عثمان به د خپلو هستونو په مټ دراتلونکو تر منځ لکه د تیرو علمی ٬ هنری او ادبی مشاهیرو په څیر ژوند کوی  .

له هیواد او خلکو سره مینه د هغه په خټه کی نغښتی وه٬ دوطن ښیراځی او داولس رفاهیت یی ستر ارمان و چی نیمګړی پاته شو ٬ دده لیکنی او آثار ددغو آرمانونو ګواه دی ٬ اروا ښاد د باوقاره ژوندانه تر پایه د فرهنګ د ودی او خپل اولس په بی ریا چوپړ کی پاته شو  . بی له شکه زموږ ټولنه بیا په خاصه توګه فرهنګی کړی به خامخا او تر ډیری مودی دهغه د هستونکی نقش نه شتون احساسوی .

د ډاکتر اکرم عثمان له هستونو دا آثار تر اوسه خپاره شوی : -

د لنډو کیسو ټولګی : - 

———————

۱- وقتیکه نیها ګل میکنند ٬ ۲ - درز دیوار ٬ ۳ - مرداره قول اس  ٬ ۴ - قحط سالی ٬ ۵ - باز افریده  .

 رومان : - 

————

کوچه ما ٬ په دوه ټوکه او څه د پاسه ۱۴۰۰ مخونو کی .

څیړنیز آثار : -

——————

۱ - روابط دیپلماسی افغانستان و اتحاد شوروی .

۲ - مقدمه یی بر چګونګی نهضتهای مشروطه خواهی .

۳ - شیوه تولید آسیایی و تیوری دوره بندی تاریخ .

۴ - چګونګی تحول تاریخ در خاور زمین .

۵ - افغانستان وآسیای میانه در چمبره بازی بزرګ .

همداراز د هغه په لسګونه مقالی او څیړنیزی لیکنی تر اوسه په هیواد او بهر کی  خپری شوی دی .

د ډاکتر اکرم عثمان د لیکوالی دډګر پهلوان او دانسانیت ستری سپیڅلی څیری  د ابدی  خاموشی په نسبت د هغه با وقاره کورنی او د هیواد فرهنګی ټولنی ته د زړه له کومی تسلیت وایم او ده ته د رب العزت له در باره د جنتونو هیله کوم . انشاالله 

 

 


بالا
 
بازگشت