فاروق فردا

 

 د فاروق فردا نوی شعرونه

خوب

ما خوب لیده بیګاه چی لېرې کړي دي سپېدو
پېچاوڼی د تیارو 
خندا ورته پر شونډو خوروله د تودې رڼا څرکونو
دوی رډ ورته کتل
چې کله به د لمر د غلچکیو د هیندارو سترګکونو کې خورېږي؟
ما خوب لیده بېګاه چې د اسمان پر شنې لمنې،
سپوږمۍ حیا پر کاڼو وه ویشتلې ،
او بربنډه پرته وه
رودل د سحر ژڼ یې لېونو په شان تیونه
دا مسته وه له خیاله
بل کړی د حیا د لوپټې پر غم یې اور وو
بېباکه له هر څه وه،
راښکل یې له مستۍ نه د سحر غېږې ته ځان.

ما خوب بېګاه لیده چې مې نیمزالو ګناهونو
د خدا ی د رنګ په جام کې
دچا دنندارې مستو شېبو په شنو مچکو یې دمه کړ
نتلي ثوابونه.
ما خوب لیده بیګاه دغره له سره را الوتی دی شمال
راوړي د یار د تن د خواږه عطرو مشالونه
تاوېږي او اسمان د شپې د جړ اوربل له سېوري نه را باسي ،
چینه د خندا وړي د رڼا تږیو ته منګول کې
د ورېځو په تبجنو پاغوندو مینځي د ستورو د ویدو ویدو شېبو تږي مخونه.

ما خوب لیده بېګاه چې دافق بلاربې خنداوې زنګېدلې د ځنګله دشنو وږمو د پېچکیو پر ټالونو
سهار ته یې راښکل دساړه ذهن د بڼو پر ستنو لار.

بېګاه مې لمر لیده چې د شفق پر مصلی باندې لمانځه ته
پرېمینځي د غاټولو دنورسو خنداګانو د وږمو پر شنې چینې مخ او لاسونه.
دتا د تن پر څانګو 
نڅېږي زما له تنه د تودو پرخو غوټۍ 
او ستا دخندا جام دیوه غړپ پسې نیولي تږي لپې.
ما خوب لیده بېګاه را رسېدلی دی یو څوک
دخدای شعر یې پر ژبه
دهاغه د نور له وړانګو یی غونچې غونچې پر لاس ،
جاروځي پسرلي څخه د ژمي د سړې حیا حجاب ته
او ږدي د شپې پر مخ د لمر چينه کې د سهار وللي خالونه.
د ۲۰۱۶ کال د جولای دمیاشتی ۱۵ 
مسکو

غزل

ویسا د شپې کمڅونه د سحر پر لمن خاندي
دپرخو سترګکونه دي د لمر پر لمن خاندي

پر سترګو کوي غورځې درڼا ورېښمین شمال یې
دچا دښکلا سېوری د نظر پر لمن خاندي

پېڅل څه دي مستانو ته عذاب د دوزخونو ؟
شیخ هم اوس په لمانځه کې دساغر پر لمن خاندي

ګوګل کې ستوه کېږي د سپرلو د څاڅکو سا
شېبې چې د وعدو د مازیګر پر لمن خاندي

منګی به بیا کړي وللی پر پیغام د تا دلپو
اوبه له خوشحالۍ نه دګودر پر لمن خاندي

کالي را وروي بیا د سپوږمۍ نتلي څڼې
پاولي د سراښو ستورو د دلبر پر لمن خاندي

چئ ښکاري دوشاله کې د جانان دمخ ښکلا وې
انځور د خدای د ګوتو د هنر پر لمن خاندي

په تراړه ستا د حسن کې فردا زړګی کړ ېوه
ګانده دهیلو ساد به یې د کر پر لمن خاندي
مسکودجولای ۶ کال ۲۰۱۶

 

 

+++++++++++++++

 

دري غزلي

 

غزل

الوت د اورپر سیند کوي ، سر زوري دې کوترې
دزړه د کوربلۍ باندي انځورِي دي کوتري

پاولۍ پرشنې لمنې د اسمان چې نه شرنګېږي
نیولي په مښوکو سپوږمۍ، ستوري دې کوتري

لا هو یم له مودې څخه د زمول نظر په سیند کې
خپلواکې د ساحل له قیده هوري دې کوترې

ګوکل کې مې د زړه ډېوه روښانه ولې نه وي
دچا ښکاري ترناو څخه راپورې دې کوترې

د خدای دعفوی نغوته پر نیمزالې رڼا راوړي
پوهېږم پرښتې سپيني که توري دي کوتري

زاهد دې د تزویر د وعظ لومي کړي را ټولې
دخدای له نعمتونو نه معموري دي کوترې

 

غزل

 

مکیز یې پر وږمو کوي تعبیر زما دخوب
خندا یې د ښکلا لري تفسیر زما دخوب

رنځړی پر بلۍ کړمه د یار د پل مچک
دچا له غاړې تا وبه کړي زنځیر زما د خوب؟

دحسن په اور بله کړه تا شمع زما د ژواک
ناغه په دې کې ته شوې که شوګیر زما د خوب؟

سولند نظر نيولې ده ګلمخ ته یې ځولۍ
باڼه به یې منګول کې وړي تاثیر زما دخوب

یوغږ یم څوک مې اوري ددې کڼکو د ځنګله ؟
چې وسپاري د خدای په لاس تقدیر زما د خوب

آخر به په لاس راشي د اوږمک د مخ ایاغ !
روژه به خم کې ډوبه کړي مسیر زما د خوب

د جون ۲۵ مه د شنبې ورځې د پيشنمي نه وروسته

 

غزل

 

څاڅکی شې د پرخو او دا لمر لپو کې ونیسې
وخاندې سپېده شې او سحر لپو کې ونیسې
ستوری شې د زلفو دماښام له څنډې وزېږې
ستړی لالهانده مازیګر لپو کې ونیسې
سېوری د نظر مې تا له بدو سترګو وساتي
سترګو کې مې واوسې نظر لپو کې ونیسې
ما روژه پيېلې وي دورېځو په لیندو دتا
ته مې پر بلۍ دخیال اختر لپو کې ونیسې
ستا په الاهو شي آزانګې د همتونو خپور
سېورې د شمشاد شې او خیبر لپو کې و نیسې
چا ویل چې تنده په وړو پیالو ماتېږي نه
ګوټ د یوه جام شې سمندر لپو کې ونیسې
تږی ستا دحسن د رڼا دګوټ په طمع شي
شپه کې ته سپوږمۍ شې لر او بر لپو کې ونیسې
ستا دمخ ګلپاڼه کې د بڼ تعبیر ته کینمه
ته سپرغۍ سپرغې شي او لوی غر لپو کې ونیسې

 

 

 


بالا
 
بازگشت