د بېوزلو افغانانو اختر څنګه نمانځل کېږي ؟

محمد انور ولید : ۱۳ ـ ۴ ـ ۱۳۹۵ هجری لمریزکال

ټوله انساني نړۍ خپلې خپلې اخترې او بېل بېل رواجونه لري چې په نمانځلو باندې یې هر څوک د خپل دود دستور سره سم خوښي ښکاره کوي . څوک دا اخترې د خپلو مذهبي مراسمو له مخې نمانځي ، څوک یې د خپلو آزادیو او نوښت سالګېرې د یادبود په توګه تازه کوي اوځوک د خپلو قهرمانیو ورځې په کې تجلیلوي . خوهرڅوک خپلو اخترونو ته په بېلو بېلو وختوکوکې  ځانګړې تیاریانې نیسي ، اود خپل دین او آئین سره سم د خپلو اخترونو په مراسمو کې ګډون کوي ، جشنونه کوي ، د تفرېح ځایونو ته ځي ، مېلې کوي ، مزي کوي ، چړچې کوي . ځکه د کرېسمېس اخترونه او مېلې بېله بڼه لري ، د نوروز زرتشتي او جمشیدي مېلې بېل رنګونه او پروګرامو نه لري ، د چینائیانو او جاپانیانو اخترې بېلې بڼې لري ، د هند وانواخترونه بېل وي ، خو د مسلمانانو اخترې بیا له ټولو هغو سره بېل تو پیرونه لري .

د مسلمانانو اخترې دوې دي :

کوچینی یا د فطراختر، لوی یا د قربانۍ اختر .

کوچی اختر د هغو (۳۰ ) یا (۲۹ ) ورځو فرضي روژې نیولو نه وروسته په سنتي ډول پیلېږي چې مکلف مسلمانان د الله تبارک وتعالې له دې لوی ځاني تعبدي آزمون څخه په ژوندۍ بڼه را وتلي وي . یو د بل د حال اواحوال څخه د ځان خبرولو، له یوبل سره د مرستو ، همدردیو، همدلیواوله جوړناجوړڅخه د ځان خبرولوپه خاطر په هغو عید ګاه او نورو جامع جوماتونو کې سره را غونډ ېږي ، د اختر لمونځ ادأ کوي چې هلته د اختر د لمانځه ادأ کولو د وجوب شرطونه پوره وي . کله چې د لمانځه ادأ کولو له پاره سره را ټول شي ، له یو بل سره د زړه خواله کوي ، شتمن د خوارانو او فقیرانو له حال څخه ځانونه خبروي اودخیر، خیرات ، زکات او صدقاتوله لارې د لوېدلیولاس نیوی کوي .

پرماشومانواوکورنیوباندې یې زړه سوی کوي . خو پرحکامو باندې یې واجبه ده چې خپل اود خپلو کورنیواخترد غریبواو لوېدلیوخلکو له کورنیو سره شریک کړي ، چېرې نه چې یوې خوا ته چارواکي له خپل رسمي آدرسه د بیت المال له کیسې څخه د پیسو نمایشي بنډلې وېشي اوبلخوا د بېوزله هېواد والو د ځینو کورنیو ماشومان وږي تږي او لوڅ لپړ د خلکو په دروازو کې د یوې مړي وچې ډوډي په ارمان وچې خولې او شکېدلي ګرېوانه ولاړ وي ، د هغوی له کورونو څخه ددغو مظلومو اولادونو پر سپنګو د ډول ډول خوراکونو او کبابونو بویونه لګېږي . ډول ډول جامو ته یې حیران حیران ګوري . او د خانانو او شتمنو اولادونه ملنډې ور باندې وهي .

بل د قربانۍ اختردۍ ، ځکه دا هم داسې اختر دي چې په ابراهیمي سنت کې موږ ته په میراث را پاتې دئ . د دې اخترد فلسفې له مخې موږ الله تعالی له ډېر ستر آزمون څخه ژغورلي یو، ځکه چې انسان د خپلو ګرانو اولادونو له ذبح کولو پرې خوندي ساتل شوی ، په دغه نړیواله اسلامې برنامه کې چې په ځاني او مالي عبادت پورې تړلې ده ، مکلف مسلمان د کلي ، ښار ، سیمې او نړي له مسلمانانوسره په کې لیدلی او کتلی شي ، ترځان ښکته ، له ځان سره برابر او تر ځان پورته خلک په کې لیدلی شي . پر خپل ځان ، او د وجود پر خپله هستۍ باندې شکر باسي ، او د الله تعالی په امتحان کې له خپل خدای (ج) څخه د بري تمه لري . د کلي ، ښار ، هېواد ، سیمې او نړۍ په کچه شتمن او بډای خلک له بېوزلو سره د انساني همدردي او اسلامي اخوت له مخې تعاون او مرستې کوي . 

هو ! اختر خو همدې ته وایي .

خو داسې نه چې پردۍ او تپل شوې جګړې پر خپلو خلکو باندې پرمخ وړي ، د پردیو ګټو له پاره یې مټې را بډ وهلې وي ، خپل خلک وژني ، خپل کورونه او خپلې زېربناوې د بل په اشاره له مینځه وړي . کونډو ، یتیمانو او بېوزلوهېوادوالوته د وینو ، اوښکو، سړو اسوېلیواومرګ ژوبلو ډوډۍ ، سر پنا او کالي د خپلو ځانمرګو بریدونو په کمال ښکاره کولوکې ورپه برخه کوي . یا پردۍ ځمکې غصبوي . په انساني او د مخدرو موادو په قاچاق کې برلاس لري . د خلکو په ناموسونو باندې جنسي تېري کوي او یا په ناروا سره په اختلاس او رشوت لاس پورې کوي . له واک څخه ناوړه ګټه اخلي . د قامونو او ملتونو حقوق په بډه وهي . له پردیو سره یې پرسرناروا معاملې او زدو بندونه کوي . د خلکو په وړاندې یې روژه او په خپلو مخفي ځایونو کې یې بوزه اوعبادت یې سیاسي او ملت یې وږی ، تږی او بې کوره بې روزګاره وي ، د کور په مخکې یې د خپل شهید شوي ورور، مور، زوی ، خور، لور،  او خاوند پر ها ژلې جنازه ورته اېښې وي ، هره ورځ او هره ګړي یې د غم ټغر په کور کې غوړېدلی وي ، خو چارواکو یې په (۱۰۰۰۰ ) افغانیو یوازې یوه تېکتایي او په (۱۵۰۰۰ ) ډالرو باندې یو جوړ درېشي را نیولې او اغوستې وي . نو دا بیا د شرم بل ځای دئ چې خارجیان هم ور پورې خاندي ، خوپه اخترکې بیا له ټولو مخکې حق په جانب هم همدی صیب ناست وي  نو دا بیا د د اسې مسلمان نه په مسلمانۍ باندې دلالت کوي  ، نه یې عبادت دئ او نه هم اختر، ځکه داسې خلکو خو د روژې ، عبادت ، او ټول انسانیت بریدونه او حدود له بېخه ایستلي ، او هېڅ خای یې ځانته حریم نه دئ په کې پرې اېښی .

الله ( ج) دې موږ ټولوته انصاف راکړي او موږ ټولو ته دې خدای پاک په نېکیو باندې هدایت وکړي . او نور دې خدای پاک زموږ ددې مظلوم ملت څخه د پردۍ جګړې دغه تپل شوې توره تیاره ور ټوله کړي ، تر څو په نږدې راتلونکې کې یو ځل بیا موږ افغانان په خپلو کې د خوښیو او وروریو اخترې سره و نمانځو . آمین ثم آمین .       

 

             

         


بالا
 
بازگشت