د باحکمته الهي صنعت ( انساني هستۍ ) وژلوته چا ملا تړلې ده ؟

محمد انورولید : ۱۲ـ ۲ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

آیا تراوسه پورې چا لیدلي چې کوم وحشي ځناوردې خپل کوم همنوع ځناوروژلی وي ؟ نه ! هېڅکله نه !

ځکه هغوی که هرڅومره د انسان په څېرعاقل اوعالم هم نه دي او خپلې لوږې پسې اخیستي وي ، خو بیا هم زمري خپل زمری ، پړانګ خپل پړانګ ، لېوه خپل لېوه ، سرکوزي شغال خپل شغال ، ټپوس خپل ټپوس ، باښه خپل باښه ، سپي خپل سپی او حتی مکارګیدړهم خپل ګیدړنه دئ وژلی . نوعاقل اوعالم انسان څنګه خپل بل همنوع انسان وژني ؟

په داسې حال کې چې د مادي هستۍ حیه اوغیرحیه ، فقاریه اوغیرفقاریه ، ټول موجودات د انسان د معروفې ، متوازنې او منصفانه ګټې پورته کولوله پاره پیداشوي ، ترڅوله یوې خوا خپل سوله ئیز ژوند ته دوام پرې ورکړي ، بل لورته د راتلونکونسلونوله پاره د خدمت جوګه شي او له بل اړخه د کائناتو د عالم ځوځات او تخم د ځمکې پرمخ همداسې بډای او پنځېد لی پاتې شي . ځکه په سم استعمال کې یې محسوسې ګټې او په ناسم استعمل سره یې محسوس تاوانه لیدلي دي

ددې توازن ساتلو له پاره انسانانود بشري تاریخ په اوږدوکې د خپلو تجربوله مخې ځینې وضعي دساتیراوقوانین خپلواخلافو (راتلونکو نسلونو) ته په میراث پرې اېښي ترڅوانساني سټه یې د خپلې راتلونکې د لارې مشال کړي . که نه نو انسان خو د خپل عقل اوعلم ترڅنګ دوه نور داسې دښمن ( نفس او شیطان ) هم لري چې هره شېبه یې د هلاکت کندې ته ور ټېل وهي .

په داسې حال کې چې د انساني ژوندانه په مختلفوجادوکې د انساني ماشین چلولواصلي ، تخنیکي او مسؤول ډرایورد خپل ویښ ضمیراو وجدان د ترافیکپه وړاندې ته دده خپل عقل دئ . ځکه انسان د بشري الهي هستۍ اونورو اړوندو کائناتو په یو مخیزه او ځانګړې تباهۍ باندې مسؤول او مأ مور نه دئ ، بلکې عاقل انسان ددې ټولو د خیر ښېګڼې رسولو مسؤول او مأمورګڼل شوی .

انسان هم د همغه یوه الله (ج) صُنع او مخلوق دئ او نور کائنات هم . الله ( ج ) ته یو نفس او ټوله نړۍ یو دي . که یوه نفس ته له مړینې نجات ور کړۍ ، لکه ټولې نړۍ ته چې مو نجات ورکړی وي ، او که یو نفس مو وواژه ـ لکه ټوله نړۍ چې مو وژلې وي . څوک چې الهې طبیعت ورانوي ، انسانان او ژوي د خپلو شومو مافیایي او استعماري اهدافو له پاره له مینځه وړي ، ترهغو ستر جاني د ځمکې پرمخ بل نه شته .

ځکه داسې حیوان صفته او آن ترځناورو ورآخوا انسانان چې د فطري الهي قانون او انساني معروف وضعي دستورخلاف عملونه ترسره کوي . هغوی ته په انساني معاشره کې له عرف سره سم د ننه ځای نه شته .

الله (ج) خپله په خپل کلام الله مجید کې ویلي چې : ((څوک په ناحقه کوم نفس په قتل ورسوي ، هغه به په جهنم ( ترټولوسخت ترین دوزخ ) کې وي . )) بل ځای یې فرمایلي : (( ستاسې ژوند په قصاص کې دئ . )) خو د ېته په پام سره چې قصاص بد لې او انتقام اخیستو ته نه ویل کېږي ، بلکې قصاص د ېته وایي چې په کوم لاس اوکومې ګوتې باندې کوم کارتر سره شوی وي ، همغه به کټ مټ سزا ویني ، خو داسې نه شي کېدای چې ښي لاس ګناه کړې وي او سزا یې کیڼ لاس وویني . یا داچې یو سړی یو چا وژلی وي ، او سزا یې د هغه مزدور ، بل کس او یا د هغه کورنۍ او ټبر ته ورکول کېږي .

طالبانو، استعماري ځواکونو، کینه کښو پاکستاني ، اېراني او روسي ګاونډ یواو نورو مافیایي کړیود هېچا  زموږ د هېواد پر بېګناه خلکو باندې زړه ونه سوځېده ، زموږ ډېر بېګنا ه هېواد وال ( نر، ښځې ، ماشومان ، سپین ږیري ، علمأ ، ملکي مأمورین اوامنیتي خلک ) یې پرله پسې له تېرو( ۳۸ ) کالورا په ايسته په بېرحمانه توګه په شهادت ورسول او د افغانانود وژلو دغه لړۍ همداسې غځېد لې روانه ساتل شوې ده .

دادي اوس یې زموږ د یوه تنکي ځوانیمرګ (۱۴) کلن زلموټي اباسین برحق ژوند هم ترې واخیست . ډېرو خلکو یې پرشهادت خپله خواشیني وښودله . او ډېرو نورو یې له کورنۍ سره خپله غمرازي ښکاره کړه . نو دا چې قاتلینو د اباسین د ژوند شین پسرلی ور نیمه خواه او د هغه د راتلونکوهیلو او اسروغوټۍ یې پرخپل بېرحمه خزان باندې ورژولې ، هغه بیا ځلې نه را مښکه کېږي .

خو پوښتنه داده چې له دغه ډول دابة الارض څخه د پاتې نوروهېوادوالوژوند څنګه ژغورل کېدای شي اود ژغورلو مسؤولیت به یې د چا پرغاړه وي ؟ اوس خوګوته ټوله اولیاء اموروته نیول کېږي . ځکه واکمن نظام یوه مسؤوله مرجع اوخلکود خپل سر، مال اوناموس خوندي کېدو په بدل کې خپله رأیه ورکړې ده .

که چېرته په کورد ننه ـ اوله کوره د باندې د هېواد والوامنیتي مصؤنیت ( خونديتوب ) نه وي ، نو بیا د مسؤولې مرجع په صفت د حکومت نوم هم ترسوال لاندې دئ . ځکه حق الله اوحقوق العباد دواړه د یوې سالمې مسؤولې مرجع په صورت کې را ژوندي اواعاده کېدای شي .

د افغانستان اسلامي دولت ته په کارده چې له ترورېزم سره د وسله والې مبارزې ترڅنګ پرځان باندې د خپلو خلکو باور زیات کړي ، د هرډول مافیایي ډلو ټپلومخه دې ونیسي ، د خدای تعالی دین دې پرخپل ځان اوخپلواتباعوباندې حاکم کړي ، ترورېستان اونورسړي تښتوونکي دې د خپلواعمالوپه سزا د محمدي شریعت له مخې ورسوي ، د اسلام دین ته دې په درنه سترګه وګوري ، محمدي دین او د یني ارزښتونه دې د خپلوګټواوموقف له پاره ترخپلو ـ یا د بل تر پښولاندې نه اچوي .

مخکې تردې چې د ملت له خوا له حکومت سره حساب کتاب وشي ـ لازمه ګڼم چې حکومت له خپل ځان سره خپله حساب کتاب وکړي . ځکه د حکومت واکمن موقف د ټولوهېوادوالوسترامانت دئ ، او په امانت کې خیانت کول یوه نه بښونکې ګناه ده .

که چېرته څوک دداسې ګناه مرتکب شي ـ هېڅوک د هغه ګناه نه شي ورته بښلی ، ځکه چې د بنده د حق بښل پرته له همغه بنده څخه چې ظلم ورباندې شوی ـ خدای تعالی (ج) خپل ځانته د هغه د بښولو او چاته د ورهبه کولو حق نه دئ ورکړی ، نو یو بنده به یې بل ته څه ډول ور و بښلی شي ؟ نه ! هېڅکله نه !

ولې د یوې مسؤولې مرجع په توګه حکومت مجبور دئ چې د اباسین اود اباسین په څېرد نوروشهیدانود کورنیوحق د قاتلینو پرقصاص کولو سره ورادأ کړي ترڅودعربو د اوس او خزرج او یا هم د افغانستان د ځینوقبائیلي سیمو په څېرد سلګونوکلونوغځېدلوبدیوتسلسل ور سره قطع شي . ځکه د قاتلینوقصاصول او یا د شهیدانو د کورنیو له خوا د هغوی بښل خپله د شهیدانو د کورنیوحق دئ ، او دا حق له دوی څخه نه شاه اخیستلی شي او نه هم ګدا . ځکه دا حق هغوی ته خدای (ج) ورکړی دئ . خو حکومتي چارواکي یې پر سر باندې هېڅ ډول معامله له هېچا سره نه شي کولی . که یې وکړي ـ نوهغه چارواکی خَسَرَ دنیا والآخرة شو.

زما له حکومته دا تمه ده چې د خدای تعالی حدود ( قصاص ) پردغه ډول جنایتکارانو باندې تطبیق کړي . ترڅو د نورو مافیایي بانډونوله پاره هم د عبرت درس شي . کېدای شي پردې سره د مافیا لاسونه زموږ له هېواده ورلنډ شي . د حدودو په تطبیق کې د حقوق بشر کمپاین ته هېڅ اړتیا نه شته . ځکه حقوق بشرخپله ډېرې داسې ښکاره نیمګړتیاوې لري چې مظلوم یې یوه سترګه دئ او ظالم یې بله . خو د قضأ وت محصله یې په کې تر منفي صفر هم ور ښکته وي . چې اسلامي شریعت بیا دغه ډول قضأ وت ته د شک په سترګه ګوري ، په داسې حال کې چې په اسلامي شریعت کې شک او تردید اوحیله ټول مردود ګڼل شوي دي او حکم یې په قطعي ډول باطل دئ .

                                                     ( والله علی ما نقول وکیل)    

 

        


بالا
 
بازگشت