د ټولنیزوستونزمنومسؤولیتونومدیریت اوحل لارې

محمد انور ولید :۱۱ ـ۲ــ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

په دې خو ټول پو هېږو چې هر مکلف انسان په خپل ذات کې دوې دندې ( مکلفیتونه ) لري چې باید له خپلې وسې سره سم یې پرته له څه ځنډ او ډیل نه په صادقانه ډول په خپل وخت باندې ترسره کړي ، ځکه د راتلونکې ضمانت له هېچا سره نه شته او معلومه نه ده چې سبا ته څه پېښېږي .

ددغو دواړو وجیبو ترسره کول د غیر مکلفو ( ماشومانو ، لېونیانو ، اسیرو او دېته ورته نورو) خلکو کار نه دئ . بلکې دا د هغه چا کار دئ چې په خپله ټولنه کې په ټولوغوره شرعي صفاتو متصف او یو لړعقلي ، علمي او جسمي  ځانګړنې او خواص په کې موجود وي .

دداسې انسانانو دندې اومکلفیتونه دادي چې په خانګړي ډول به د خپل خدای ( ج) حق الله په عبادت تر سره کولو کې ورادأ کوي . له مصنوعي بُتانوبه لاس په سرکېږي . مرسته اولارښوونه به هم له همغه خپل رب څخه غواړي د چا په بلا کیف لاس کې چې د ده روح ده . ځکه انسان د همغه معبود برحق دعبادت له پاره پیدا کړی شوی چې هغه ابدي او اذ لي  ذا ت (ج) والد ، ولد ، کوف ( سیال ) اوهېچاته اړتیا نه لري .

هغه د ژوند یو موجوداتو په څېرنه په کوم فایلم ، سب کېنګ ډم ، کېنګ ډم او خېل پورې تړلی دئ چې العیاذ بالله له چانه تولد کېږي ـ لویېږي ـ زړېږي او پناه کېږي . بلکې هغه داسې ذات دئ چې د هستۍ ټول عالمونه یې پیداکړي ، په خپلو مصنوعاتو کې یې د تولد ، تناسل او تکثرخاصیتونه ځای پرځای کړی دي ، هغوی ته یې د ځوځات د را ټوکېدو ، ودې ،  لویوالي ، تکثر ، پنځېد و ، زوړوالي او له  مینځه تلو قابلیت ورکړی دئ .

هغه ذات چې په دې دنیا پردوست اودښمن دواړو باندې ځکه مهربانه دئ چې له ځمکې ، هوا ، اوبو او ټولو شته عناصرو څخه یې د ټاکلي ژوند تر پایه پورې ګټه اخلي ، رزق یې خوري ، ولې په آخرت کې پرخپلو دوستانو مهربانه اوپرد ښمنانو یې رحم نه شته .

هغه معبود چې د حساب او کتاب په ورځ مالک الیوم او مالک د جزأ ورته ویل کېږي . سلیم عقل هم پرېکړه کړي چې مسؤولانه عبادت او پرستش هم باید د همداسې یوه خدای وشي چې د هغه جمالیه او ذاتیه ټول صفات دده په نورو مخلوقاتو کې څوک نه لیدلی شي او نه یې محسوسولی شي .

قانون او د ستورته یې انسان باید پرته له تمرد او سرغړونې څخه غاړه کېږدي . اوامر یې پرځای او له منهیاتو یې ځان لیرې وساتي . په ټولو مؤمن بهِ شیانو یې په اجمالي او تفصیلي ډول په صداقت سره ایمان راوړي ترڅو د حقوق الله د تعبدي اړخ  مسؤولیت او دَین یې ادأ شي .

که څه هم انسان ذاتاً حُراو د کرامت څښتن پیدا کړی شوی ، خو د بل انسان د غلامۍ له پاره نه دئ پیدا شوی ، په کار خوا داده چې انسان باید د بل انسان له مجبوریتونوڅخه ناوړه ګټه وا نه خلي . ځکه د الله تعالی ټول انسانان له یوې خواڅخه نه له یوې خوانه نیمګړي دي . هېڅوک د ژوند په ټولو برخو کې بشپړ او بریالي نه دي . شاه ګدا ته او ګدا شاه ته ، رعیت شاه ته او شاه رعیت ته اړتیا لري ، عسکر افسر ته اړدئ او افسر پرته له عسکر څخه افسري نه شي کولی . بزګرکرکیلې ، ځمکې ، اوبو ، سامان آلاتو او ابزارو ته اړدئ ، او ښاریان خوراک څښاک ته . رعیت نظام ، قانون او مسؤولې مرجع ته اړتیا لري اوحکومت رعیت ته اړ دئ . لنډه دا چې ټول انسانان ـ که هغوی واکمن دي ـ یا بې وسه او بې واکه . ټول له یو بل سره ندیم او ندم دي . ځکه هرڅوک په تفاؤت سره د خپلو اړتیاوو پوره کولو په خاطر خپل ـ یا د بل کارکوي او د خپل کار په بد ل کې مزد او اجر د خپل مایحتیاج لیرې کولو په خاطرلاسته راوړي . چې همدې ته د معاملاتو اړخ ویل کېږي .  

ځکه د تعبدي اړخ ترڅنګ انسان د خپلمنځي انساني معاملو مسؤولیت هم پرغاړه لري . او دغه د نغد یا جنس معاملې تل د یو بایْع او مُشتري تر مینځ صورت مومي . بایْع او مُشتري دواړه تل په خپلو معاملاتو کې د آزمېښت پر پوله سره ولاړ وي . که له دواړو خواوو سره صداقت او ریښتینولي نه وي ، نو دغه معاملې هېڅکله هم سرته نه رسېږي . بلکې پر بد یو او مرګ ژوبلو سره اوړي .

څرنګه چې انسان یو فراموشکاراو ظلوم الکفار مخلوق دئ ، نو دوی تل باید د خپلو معاملو پر وخت غیر فاسق اوغیر فاجرمسلمان شاهدان د یوه سند د لیکلو په صورت کې تر خپل مینځ سره حاضرولري . ځکه هرانسان د خپل سرکشه نفس او شیطان په څېردوه پټ نا مريْي خپل سري مشاورین او دښمنان په څنګ کې لري . د هغوی د غلطو مشورو په صورت کې انسان ګمراه اوخپله لاره ورکوي چې له داسې دښمنانو څخه د نجات یوازینۍ لار پر کتاب الله او سنت رسول الله (ص) باندې عمل کول دي او بس .

دا چې انسان د پاني نړۍ په آزمېښتي ډګر کې ژوند کوي ، نو دا ژوند تل له ستونزو او کړاوو نو څخه ډک دئ اوهره ستونزه ترحل لارې موند لو پورې له اشتباهاتو څخه ډ که وي . د دغوکړکېچو نو او خنډونود له مینځه وړو او ستونزوهوارولو له پاره یوې درېیمګړې قانوني مرجع ته اړتیا لیدله کېږي چې د قانوني چوکات او شریعت په رڼا کې د انساني نظام د محسوس ثبوت له پاره حق  حقدار ته په کې ورسېږي .

خود معاملاتو دغه ډول ټولنیز ستونزمن کارونه تر سره کول او حل لارې یې د ټو لنیزو مسؤولیتونو په غوره قانون مداره ځواکمن مدیریت ، پلان او ملي سترا تیژۍ عملي کولو پورې اړه لري . غوره مدیریت د وضعي دستورترڅنګ د آسماني دستور په رڼا کې د غوره ملي حکومتدارۍ په عملي شتون کې ثبو تېدای شي .

د ملي وحدت اوسنۍ حکومتداري که څه هم د اصلاحاتو ، ښې حکومتولۍ ، تحول او تداؤم له شعارونو څخه جوړه شوې ، خو بیا هم ستونزې ، داخلي او جانبي عوارض په کې شته چې په وړاندې یې خنډونه ـ او په مینځ کې یې داسې علتونه موجود دي چې آن مشروعیت او ثبات ته یې هم په ځینو حالاتو کې زیان ور اړولی دئ . ځکه اصلاحات ، تحول او تداؤم ؤلس ته سم تعریف شوي نه دي چې موجوده اداره څه ډول اصلاحات ، څه ډول تحول او څه ډول تداوم غواړي ؟ آیا دغه اصلاحات ، تحول او تداؤم په افغانستان کې د افغاني ټولنې له پاره پر مثبته خوا روان دئ او که پر منفي ؟

که چېرته مثبته بڼه ولري ، نو یوازې په اقتصادي برخه کې ترتدارکاتو پرته افغاني ټولنه خولکه باران ته د وچ اوړي تږې شودیاره نورو ټولنیزو ، کلتوري ، دیني ، پوځي ، امنیتي ، سیاسي ، تجارتي ، مدني ، حقوقي او د شفافي اورڼې حکومتولۍ فعالو او ژوند یو تضمین شویو برخو ته هم اړتیا لري . په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې هم روانې دي چې تراوسه پورې د ځینو دولتي اداروغټ او پړسېدلي چارواکې له خپلو خزانه دارانو څخه په خپل سر په مېلیونواولکونوافغانۍ اوډالرپرته له څه سند څخه اخلي او د خوارو درپه دره مأمورینو په معاشونو باندې یې په میاشتو میاشتوخپل بېزنېس روان اوجاري ساتلی . د امیر دوست محمد خان په څېر یې د ورتړلې خونې سیاست ځانته غوره کړی ، څوک نه ور باندې پوهېږي چې دوی پرڅه باندې لګیا دي ؟ آیا دوی په ريښتیا د ملت کارونه پرمخ وړي ، او که د جمهورریْس له سترګو پټ په نورو زدو بندونو، ملي ضد توطیؤجوړولواو په دولتي حسا سو پستونو اودولتي سیستم کې د خپلو خپلوانو او خپلو کسانو پرځای پرځای کولو باندې لګیا دي ؟

که داسې وي ـ نو دا خو نه اصلاحات دي او نه ښه حکومتولي ، نه کوم مثبت تحول دئ او نه هم د مثبت تداؤم بهیر . دا اصلاً په دولتي سیستم کې همغه د حق اوعدالت د ( پینځه څلوېښت ) کسیزې شورا او ور سره نورو اړوندو ماهروحرفوي کسانوایتلافي ځای پرځای کول دي چې هېڅکله به یې د ملت په نامه ملت ته پرته له تاوان څخه کومه ګټه ونه رسېږي .

داسې لیکنې هم نشر شوې چې ګواکي ؤلسمشرپه ملت کې د ننه ؤلسي بېس اونفوذي قاعده نه لري . د خپل واک دوه کاله وخت هم هغوکسانو خوشې ورباندې تېرکړی چې واک ته د رسېدو له پاره د منتظره کماندو یي قطعې په څېر په دوو پښو ناست دي . دغو مجاهد نما عناصرو ټول جهاد ، جهادي ارزښتونه او ځاني او مالي قربانۍ د روسا نو او زرتشتیا نو په قومانده بدنام او له خاورو سره خاورې کړل . خو دجمهور ریْس ټول ترکیز پربهرنیانواوهغو مالي منابعو باندې دئ چې په هېواد کې د ننه د شته امکاناتوله لارې د کورني درآمد وسیلې ورته جوړېدای شي . خو اوس مهال هغه مالي امکانات هم تقسیم پردوو دي او د ؤلسمشر د تحول او تداؤم پروګرامونوته یې له هرې خوا د جهاد او جهادي مشرانو په پلمه دامونه اېښي . څوک یې وزې خوري ـ او څوک یې روژې خوري . چې دا یوه یې هم د ټولنیزو ستونزمنومسؤولیتونو مدیریت اوحل لارې نه تمثیلوي .

موږ دفاعي پړسېدلي خیالي تشکیلات لرو . د تمویل ، تجهیز ، جنګ ، جګړو او بریاووغږونه زمزمه کېږي ، خو پایلې یې د افغانستان پرخاوره د پردیو توغندیزوبریدونواو پوستوپه خوشې کولو سره بدرقه کېږي . هره ورځ د یوې برخې خاورې خوشې کولو خبر اورېدل کېږي . د کرنیزو او نورو کورنیو تولیداتواوځمکنیوزېرمو د آمارواوارقامو خبرونه خپرېږي ، خود تولیداتو صادراتي او د خرڅلاو مارکېټ مو په کې نه موندل کېږي . اوځمکنیو زېرموته خو له هرې خوا کورنیو ـ سیمه ییزواو نړیوالو مافیایي موږکانو سوړې ورجوړې کړې دي . پرد ین او کلتورموله هرې خوا تېري را روان دي ، خو چارواکو یې د خپل واک پرمهال پټه خوله نیولې وي ، کله چې له دندې لیرې کړی شي ، وروسته بیا ځان سپین باز جوړکړي او د خپل بام واورې هم پر نوروباندې ورغورځوي .

د ملي اقتصاد په خورجینو کې د ملي وحدت دانه خوروآسپو داسې خولې ورټیټې کړې دي چې آن د امیر عبد الرحمن خان د وخت وربشې هم دوی وخوړلې . پینځلس کاله کېږي چې خوار، بې دفاع او یرغمل شوي افغانان د نړیوال ګبین ترڅنګ له لوږې مازیګرڅملي اوله تندې د خپلو سیندونو له غاړې مړه شول . نا امني ، په پردیو نظامي ټرېنېنګونوکې د کېمیاوي ، بیولوژیکي او اتومي وسلو د کارولو له امله مرګ ژوبلې او ډول ډول سرطاني او د زړونو سوري کېدو ناروغۍ خود افغانانوپه تقدیرکې د امنیتي تړونونو پر بنسټ ورته لیکل شوې دي .

سوله د افغاني ، سیمه ییزو اونړیوالو بالرانو او شوټرانو په ګډه لوبه کې په افغانستان کې د جنګ جګړو اوږدولو له پاره ( منفي یو سل اتیا درجې ) شاته ولوېدله . دا چې په دې لوبه کې به داځل پر چا باندې څه ډول معاملې کېږي ، ځواب به یې د طالبانو د مشرانو په څېر وخت ته پرېږدو . خو خبره داده چې پرافغانستان باندې مین به څو نور زاړه کړي او څو واړه .  

 

        

        


بالا
 
بازگشت