خپلواکه اغېزمنه سوله صداقت او اغېزمن مدیریت غواړي

محمد انور ولید : ۷ ـ حمل ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

د یو ویشتمې پېړۍ په دغه دوهمه نیمایي لسیزه کې نړۍ اقتصادي او سیاسي معاملاتو ته مخه کړې ، خوانسانان ټول رغنده معاملاتو ته اړتیا لري ، دغه معاملات د رغنده روابطو ټینګولوپه صورت کې د د یپلو ماتیکې ژبې له لارې د یو بل د باوراو اعتماد په صورت کې تر سره کېدای شي ، چې اعتماد یو د بل په وړاندې د حسن نیت ښکاره کولو له لارې  په لاس را وړل کېږي .

نړیوالو له یو بل سره د نږدې کېدو او وصال دروازه موندلې ده ، خو پر دغه لاره باندې د ډاډمن تلو راتلو له پاره سیمه ییزامنیت او ثبات ته اړتیا لیدله کېږي . ځکه امنیت او ثبات د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ټینګېدواو بقأ له پاره یو داسې ذمه وار ډاډمن کوَر( پوښ ) دئ چې په هغې کې د ټولو هېوادونو ، سیمې او نړۍ ټوله تلپاتې سوله ، اقتصادي وده اوسیاسي اړیکې خوندې کېدای شي . پس امنیت او ثبات راوستل او ساتل د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونواو چارواکو خپله انساني دنده ده .

د سیمۍ او نړۍ د سره نږدې کېدو ، وصال او تلو راتلو دغه سترا تيزیکه دروازه افغانستان دئ چې ټوله سیمه او نړۍ یې د خپل سترا تیژیکي مو قعیت پراساس له یو بل سره تړلې اود لیرې پرتو سیمو نړیوال ستر ستر تمدنونه یې د تاریخ په هره مقطع کې سره آشنا کړي دي .

افغانستان په نړۍ کې یو لرغونی پېژندل شوی مسلمان هېواد دئ چې تاریخې مخینه یې تر لس زره کلونو ، او متمدن اړخ یې له (۵۰۰۰) کلونو هم ور اوړي . ولې پر اسلام باندې د مشرف کېدو نېټه یې نږدې ( ۱۴۰۰ ) کالو ته ورسېده چې باید نړیوال او سیمه ییز هېوادونه یې د نړیوالو قوانینو مطابق ارضي تمامیت ، خپلواکۍ ، کلتور ، مذهب ، ثبات او استقرار ته درناوی ولري .

د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې او نړۍ له ثبات او امنیت سره تړاو لري . که په افغانستان کې سوله ، ثبات او امن وي ورسره په ټوله سیمه او نړۍ کې سوله ، ثبات او امن را تلای شي . او که په افغانستان کې بې ثباتي او نا امني وجود ولري ، په حقیقت کې ټوله سیمه او نړۍ ور سره نا امنه او بې ثباته کېدای شي ، ځکه چې د آسیا وچه یو وجود ، افغانستان د ټولې آسیا زړه او د آسیا نور هېوادونه یې نور سیستمونه دي . که چېرته د هېوادونو دغه زړه  روغ وي ـ ټوله آسیا ور سره روغه ده ، او که دا هېواد ناروغ وي ـ په حقیقت کې ټوله سیمه او نړۍ ور سره ناروغه کېدای شي .

اوس چې افغانستان ته د خپلو سرحدي منفذونو څخه د بې ثباتیو او نا آرامیو ډول ډول وایرسونه او پرازیت ور د ننه کړی شوي او زموږ د هېواد ټول کورنی معافیاتي سیستمونه  یې له ګواښ سره مخ کړی دئ ، پر افغانستان مینو، خبیرو او مکلفو افغانانو باندې د خپلې ملي او دینې وجیبې له مخې فرض عین ده چې خپل هېواد ته په خپل ټول جسمي او فکري قووت او صدا قت سره د خپل سر په بدله رېښتینې سوله او ثبات وارولي . او د سیمې او نړۍ مشرانو او چارواکو ته په کار ده چې د سیمه ییز او نړیوال نظم د تعادل ، استقرار ، دوام او خپلو جیو پو لیټیکي او اقتصادي اړیکو د غښتلتیا له پاره د افغانستان په سوله ، ثبات او استقرار کې د زړه له کومي فعاله او اغېزمنه مثبته ونډه واخلي .

افغانستان یوغرنی ، غریب او د تاریخ په هره مقطع کې پردیو ورباندې تپل شویو جګړو ځپلی یوداسې هېواد دئ چې تل یې ځمکه د باروتي فیلانوغوبل ځای ، او آسمان یې د آزمایشي باروتو په ورېځو کې پټ وي .له نظام جوړونې در واخله ـ تر سو دا ګریزو ،  کرنیزو ، بیا رغونو ، پوځي ، تعلیمي ، روغتیا یي ، او کلتوري برخو پورې غرضي لاسوهنې په کې کېږي . خپل برخلیک ټاکلو ته په خود جوش حالت سره نه پرېښو دل کېږي . له همدې کبله د سیمې او نړۍ له متمدن کار وان څخه یو وروسته پاتې هېواد دئ .

اوس  نړیواله سر مشریزه پردې باندې پوه ده چې په افغانستان کې له امنیت ، سولې او ټیکاو را تلو پرته د نړۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې له خنډونو او ستونزو سره مخ کېږي ، نو ددغو خنډونو د لیرې کېدو او ستونزو هوارېدو له پاره هم د افغانستان سوله ، ثبات او بیا رغونه دوی ته لومړیتوب دئ او دغه په لاس ورغلی فرصت باید له لاسه ورنه کړي . چېرې نه چې دلومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې په څېر سیمه اونړۍ بیا ځلې د متحدینو او متفقینو ، ناټو او وارسا په پکتونو سره ووېشل شي او په لسګونو مېلیونه انسانان په کې یو ځل بیا د اتومي جګړو خوراک شي .

له ټولو افغان مشرانو زما دا غوښتنه ده چې نور دې په خپل ملت ، خپله خاوره او خپله خپلواکۍ باندې خپل دغه سخت زړونه نرم او و سوځوي ، د خپل منځي اختلافاتواو پردیو له توشو او نا څیزه امتیازاتو او مالي امکاناتو څخه دې نور تېر شي ، خپل هېواد او خپلې ملي شتمنۍ دې نورې پراجنبیانو باندې نه تاله ترغه کوي ، په خپلو کې دې سره یولاس او یوه خوله شي ، عزت ، خپلواکي او پر مختګ  دری دواړه په یو والي کې دي ، له ځانځانیو او مخالفتونو څخه څه نه جوړېږي . نړۍ ته دې د خپل ملي یووالي له آدرسه یو لاس پورته کړي ، یوه ژبه دې ورته وکاروي ، یو واحد افغانستان یوازې یوه مشراو یوه اعلی سر قو ماندان ته اړتیا لري . په ډېرو قصابانو کې د سولې غوا مردارېږي ، ځکه اوس دلته هر کس او ناکس خپل ځان د سولې علمبردارګڼي ، نن ورځ د افغانستان کړکېچ  د مؤمن خان ښامار جوړ شوی ، هرسړی را ځي او یوه تړانګه د خپلې کا ذ بې شاهکارۍ د ثبوت وړاندې کولو له پاره ترې باسي . په داسې حال کې چې ترکاڼي د بیزو کارهم نه دئ .

کنزهرڅوک وایي ، خو خوله د غلام فاروق غواړي . دلته هر چا د سوله مارپټه پرخپل مټ باندې تړلې او وایي چې زه افغانستان ته سوله راولم ، په داسې حال کې چې په سوله کې داسې کسان هم شته چې دوی خپله د جګړې د روان بهیر یوه غوښنه برخه دي . خوداسې څوک هم په کې شتون لري چې د خپلو کورونو کورنۍ لانجې حلولی نه شي خو د افغانستان سیمه ییزې او نړیوال شموله لانجې ته بیا ځکه بډوهلي ولاړدي چې دلته سپین چکونه پرې ترلاسه کولی شي . په داسې حال کې  چې دوی له یوې خوا د سولې کولو استعداد نه لري او له بل پلوه یې د افغانستان سوله د خپلې کورنۍ د درامد یوه اهمه برخه او ( ان . جي . او. ) جوړه کړې ده .

بل لور ته داسې سازمان یافته کورنۍ مافیایي ډلګۍ هم شته چې د کینه کښو ګاونډیانو له خوا په افغانستان کې واک ته د هغوی د رسېدو او د افغانستان د بې ثباته کولواو کاواکه کولو له پاره په منافقانه ډول دېکتې کېږي او تمویلېوي . هغوی هم د افغان سولې په وړاندې په پټه او ښکاره په نظام کې د ننه د موریانې په شکل ستر خنډونه جوړکړي دي او نن ـ یا سبا ارګ ته د ننوتو له پاره خوا وشا پنډ پراته دي .  ډوډۍ د افغانستان خوري او کار نورو ته کوي .

خو بل لور ته په سیمه او نړۍ کې هم دا سې حکومتونه او چارواکي شته چې هغوی د افغانستان په نا آرامۍ او بې ثباته کېدو کې خپلې شخصي ګټې ګوري ، ځکه خو یې په افغانستان کې خپله استخباراتي جګړه ییزه لوبه پیل کړې او فغانستان ، افغان نظام ، افغا نان او د هغوی ټول روا حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي . دوی هم نه غواړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي . ځکه خو ځینو افغان ګاونډیانو ته دستور ورکول کېږي چې د افغانستان په بې ثباته کولو او نا امنه کولوکې لا ډېرې ګوتې ووهي .

افغان ګاوندیان هم له افغانستان څخه د خپلو بې کیفیته توکو پلورلو یوسیمه ییزمصرفي مارکېټ جوړکړی ، ترڅو هېڅکله هم افغانستان د خپل تو لید خواته مخ نه کړي او دومره یې له خپلو شتمنیو سره سره په غربت کې وساتي چې هېڅکله له کند ، کچکول او فقرټولولو څخه خلاص نه شي ، افغان ګاونډیانو په تېره پاکستان د افغانانو هغه سرشارې زېرمې هم خوشې په خوشې په پټه او ښکاره ترې یو وړې  ، اوبه یې دوی خوشې استعمال کړې ، برښناني او کرنیزې ممکنه پروژې یې دوی ورفلجې کړي او د تل له پاره یې د پولۍ ټک ته کښېنول . له همدې کبله دوی په خپلو هېوادوکې د افغانستان له پاره د سولې پرځای تر ننه پورې د نا امنیواومرګ ژوبلو پروګرامونه جوړوي اوخپل ناوړه شرطونه پرافغان حکومت باندې ورتپل یې هدف دئ ، ځکه خو په افغانستان کې له دې چینلونو څخه سوله نه راځي .

بل لورته  له تېرو (۱۳) کالو را هیسې افغان چارواکو د افغانانو د وینواواوښکو په بدل یوازې خپل ځان تمویل کړی ، له افغان دښمنانو سره یې د جوال خوله نیولې ، په میلیاردونو ډالر یې په خپلوکې سره ورک او په پردیو بانکونوکې ځای پرځای کړل ، اداري فساد ، مافیا او د ستاره افغان په څېر بې دینیواو بې حیأ ییو ته یې وده ورکړه ، هغوی یې په څنګ کې ور سره نیولي وو، اودې ملت ته یې د خپل واک ترچترلاندې بازي ورکړې وه . زموږ ملت هم یو عجیب اوغریب ملت دئ چې په پټو سترګو یې یوه نا پېژانده او په منفي اړخونوکې آزمویل شوي داسې سړي ته پرله پسې رأ یه ورکړه چې هغه دا خاوره ، خلک اوخپلواکي ټول وپلورل  . جود او سخا ، کان او مکان ټول یې و پلورل .

اوسنی حکومت هم د تېر حکومت یو داسې ځای ناستی دئ چې د تېر حکومت څخه اداري فساد ، نا امنۍ ، غربت ، بې تعریفه دیمو کراسي اومجهوله سوله په میراث ورپاتې دي . دوی د ( تحول او تدؤم + اصلاحات او همګرایي ) په نامه په ګډه یو داسې حکومت جوړکړی چې په اصلاحاتو او تحول دواړو پسې له تېرو دوو کالو را په ایسته د خلکو سترګې پوچې را ووتلې ، خو نه مثبت اصلاحات را غلل ـ او نه هم کوم مثبت تغیراو تحول په کې را مینځته شو . راتلونکې هم معلومه نه ده چې سباته څه پېښېږي !

د سولې ترننی خوله تېرې یوې نیمې لسیزې را په ایسته غږول کېږي ، غږ یې اورېدل کېږي  ـ خو سوله لا هم ځکه محسوسه نه ده چې ږیره زما ـ اوواک یې د ملا . سبق مې په خپل کورکلي کې ویلی ـ خو د پګړۍ ( دستار بندۍ ) مراسم مې د بنو د هندوله خوا را باندې ترسره کېږي ! نو څنګه به داسې سوله مینځته را شي چې هغه هم خپلواکه او اغېزمنه وې ، هم صداقت په کې موجود وي ،او هم د روغ مدیریت له خوا پر مخ یووړل شي . ځکه خپلواکه ، خود جوشه او اغېزمنه سوله خو صداقت او اغېزمن خپواک مدیریت غواړي . که د ا سې ونه شي ، په افغانستان کې تلپاتې منل شوې سوله او یو واحد قیادت ناشوی برېښي .

د یوموټی خپلواک افغانستان او تلپاتې سولې په هیله .

  

  

        


بالا
 
بازگشت