مشفق

۱۳۹۵ کال د حمل ۲۵

د کوکنارو کرکیله او مخدره توکي لاهم پرځای پاتې ستونزه

 

سږ کال دکوکنارو داړولو کمپاین نه دی ترسره شوی:

دکوکنارو نشه يي توکو ستونزې اوس هم د انديښنې  په کچه په افغانستان کې شته چې دا دولت ته د جګړې ترڅنګ یو سترچلنج بلل کیږي، یو شمېر رپوټونه چې په همدې شپو ورځو کې خپاره شوي داسې جوتوي چې ګواکې د تیر ۱۳۹۴کال په وروستیو او د سږکال دوري ترمېاشتې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د پخوا په شان تریاک کرل شوي او د سږني کال ځانګړنه یی داده چې د دولت له خوا هیڅ ډول ممانعت یې په وړاندې ښودل شوی نه دی. یو شمېر رسنۍ د دولتی سرچینو او په تیره بیا د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت د چارواکو په حواله لیکي چې ګواکې  دغه وزارت د تریاکو دله مېنځه وړلو دکمپاین لپاره کافي پیسې نه درولودې نوځکه تراوسه پورې یې په وړاندې جدي غبرګون نه دی ښودلی او هغو کروندګرو چې پخوابه یی هم تریاک کرل او سيمه یې ددې توکې د حاصل کولو لپاره مساعده ده بیایې هم تریاک کرلي او ان چې لانورو ډیرو خلکو هم په دې چاره لاس پورې کړی دی.

رسنۍ رپوټ ورکوي چې سږ کال په ۲۰ ولایتونو کې تریاک کرل شوي چې تر ټولو زیات یې د هلمند په ولایت کې کرل شوي دي.

  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو  وزارت په هيواد کې دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې  مرکز دى چې دغه وزارت په تیرو کلونوکې  په دې  اړوند یو شمېر برياليتوبونه  درلودل  خو د هيواد په ځينو سيموکې ناامني ددى سبب شوې ده چې ددغې پديدي جرړي  ونه ايستل شي او سږکال یې دا لا بله بدمرغی چې دبودجې دنه شتون له کبله د تریاک اړولو پروګرام نه دی عملي شوی.

دبدیل معیشت پروګرام لا عملی شوی نه دی

بدیل معیشت هغه  يواځنی پروګرام دى چې کولاي شي  بزګران  دکوکنارو له کرکيلي څخه منع کړي چې له بده مرغه په دې برخه کې هم لا تراوسه  بریالیتوبونه او د نظر وړ لاسته رواړنې نشته.

   هغه برياليتوبونه چې دمخدره توکو سره د مبارزې په لاره کې   ترلاسه شوي دي تراوسه کافي نه دي او لاډېرې ستونزې په لاره کې دي. اړونده څانګې وایې  دکوکنارو په سلو کې پنځه نوي کرکيله  په ناامنو ولايتونو او په  سلو کې پنځه يې دسختو لارو لرونکو سيمو کې  ترسره کيږي دغه راز داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې  دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو پرخلاف په عملياتوکې هم زياتوالي راغلى دى. خو ستونزه له هماسې پرځای پاتې ده او ورځ تر بلې ناوړه حالت ته رسېږي.

یوه مسأله چې لا په اړوند یې جدي ګامونه نه دي اخستل شوي  هغه د معیشت بدیل په برخه کې د مرسته کوونکو هیوادونو پوره او لازمه مرسته نه کول دي.

افغانستان یو بېوزلی هیواد دی، زموږ بزګران او ځمکه وال ځېنې وخت له ډېر مجبوریته پرځمکو کوکنار کري اوددې لپاره چې دوی دهغو له کښت نه لاس واخلي په کارده چې هغوی ته دبدیل کښت په برخه کې مرسته ترسره شي.

له بده مرغه نړېواله ټولنه هم په دې اړوند ژمنې کوی او دمرستو اعلانونه کوي خو په عمل کې بیا څه نه ترسره کوي .

که چېرې ددولتي چارواکو دا خبرې چې دافغان دولت مخالفینو ته دکوکنارو دکښت او قاچاق له اړخه پیسې لاس ته ورځي سمې وي نو که په اړوند یې تصمیم ونه نیول شي راتلونکې پایلې به یې دزغم وړ نه وي.

دافغانانو له لوري د مخدره توکو کارونه :

 یو بله ستونزه چې دمخدره توکو په اړوند لاهم زموږ په هېواد کې موجوده ده هغه په خپله دافغانانو له لوري دمخدره توکو کارول دي، دهغو ارقاموله مخې چې خپاره شوي ویل کیږی چې تریو نیم میلیونو زیات کسان په هیواد کې په مخدره توکو روږدی شوي دي، او تردرې میلیونو پورې نور کسان دغه توکي کاروي چې دا په خپله دافغانانو لپاره ستره غمیزه ده چې اړونده  څانګې یې باید په اړوند جدی پاملرنه وکړي.

څه باید وشي؟

که چېرې مخدره توکي بهر ته ځي، که چېریې کرل کیږي ددې په وړاندې مبارزه هم مهمه ده خو دمخدره توکو کارول په خپله دافغانانوله لوري ترټولو غټه ستونزه ده چې مسولیت یې  خپله افغانانو او افغاني برخو ته راجع کیږی چې په دې اړوند ددولتي څانګو ترڅنګ زموږ رسنۍ ، روزنیزې او ښوونېزې برخې، کورنۍ ، دینی عالمان او ټول با احساسه هیوادوال دنده لري چې په مخنیوي کې یې ونډه واخلي.

داهم ستره بدنامي ده چې افغانستان په نړېواله کچه بیاهم دمخدره توکو په کرلو کې لومړی مقام ولري.

له دې نه چې دافغانستان بدنامي، له روږدي کېدو نه دخپلو هیوادوالو دساتلو او ژغورلو او په ټوله کې د مخدره توکوله شر نه خپل ځان او هیواد خلاص کړو  پکار ده چې د مخدره توکو سره د مبارزی په چارو کې ګړندي، پلان شوي او کوټلي ګامونه هم د دولتی برخو، هم د نړېوالې ټولنې  او هم د عامو افغانانو له لوري واخستل شي.

-------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت