مشفق

۱۷ حمل ۹۵

ښه ښوونه او روزنه د پرمختګ لامل وي

زده کړه او پوهه هغه څه دی چې د هر هیواد او ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي، له نېکه مرغه زموږ د هیواد خلکو هم اوس دغه ټکی ته پوره پاملرنه کړې او دادی وروسته له اوږدو جګړو او ناخوالو له یوې لسیزې نه زیاته موده وشوه چې زده کړې بهیر مو په هیواد کې ښه شوی.

د۱۳۵۷ کاله له کودتاه وروسته چې د هیواد بدمرغۍ پېل شوې ورسره جوخت زموږ د زده کړې بهیر ، ښوونځیو، پوهنتونونو او مدرسو ته ډېر تاوان ورواوښت ، زموږ ډیر شمیر هیوادوال مهاجرشول او هم د جګړو له کبله په مرکز او ولایتونو کې زموږ ډیر شمیر ځوانان له  زده کړې محروم پاتې شول. سره له دې چې په هېواد کې دننه او له هیواه بهر زموږ یو شمېر ځوانان په زده کړو بوخت وو، خو ښکاره خبره ده چې دغه بهیر نورمال حالت نه درلود او دنوې نړۍ سره یې پوره توپیر درلود، د مجاهدینو او طالبانو د واک په بهیر کې هم هیواد کې د زده کړې ترلاسه کولو بهیر ناسم او له ستونزو سره مخ وو، اوس چی موږ تر یو بریده په دې برخه کې ښه شوي یو او سره له دې چې بیا هم په هیواد کې جګړې دوام لري خو له کمي اړخه موډیر شمیر ځوانان درسونو ته ځي او خپل لوست کوي .

د نوي ۱۳۹۵هجری لمریز کال له پیل سره د هېواد په سړو سیمو کې د ښوونځیو لوستونه هم  پیل شوي او هم دکانکور د آزموینو دنتیجو په اعلان سره زموږ هغه شمېر هیوادوالو چې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو ته آزموینه ورکړې او بريالي شوي  دي  خپل لوستونه به که خدای کول پیل کړي.

په ننۍ نړۍ کې د تکنالوژۍ، علم او پوهې مقابله روانه ده . ځواک اوقوت له هغه چاسره وي چې پوهه ولري. ستونزې، جګړې ، بدمرغۍ، تنګلاسي، احتیاج او د نورو له خوا تر پښو لاندې کېدل دا ټول په هېواد کې د علم، پوهې او فن د نشتوالي له امله کېږي .

حقیقت دا دی چې  په هرهېواد کې د سولې خپلواکۍ او امنیت اصلی لامل همدا معارف او ښوونه او روزنه وي ، پوهه او زده کړه هغه  څه دی چې د هرهېواد او ټولنې د پرمختګ پرې حاصلیږي.

د هیواد د ښوونې اوروزنې او د لوړو زده کړو د برخو پرمختګ د هیواد نورې برخې هم هیله منې کوي خو لاهم یو شمېر ستونزې په دې برخه کې لرو: په یوشمېر سیمو کې لاهم د ښوونځېو تړل کېدل، په یو شمېر ځایونو کې ښوونځېو ته د ودانیو نه شتون ، د ښوونکو د پوهې دکچې ټيټوالۍ، د لازمو درسي وسایلو نه شتون، د خصوصي او دولتی ښوونځېو او پوهنتونونو ترمېنځ په ځېنو برخو کې توپيرونه، بې امني، اقتصادي ستونزې او یو شمېر نورې نیمګړتیاوې لاهم زموږ د معارف او لوړوو زده کړو  په وړاندې خنډونه دي چې له مېنځه تلل یې وخت، پراخې هڅې او پاملرنه غواړي.

هغه څه چې د هېواد خلکو ته په کاردي هغه دا دي چې خپل اولادونه باید لوست ته ولیږي ، ډېری په دې سوچ کې وي چې زده کړه یواځې د مادي ګټو دلاسته راوړلو لپاره کېږي او خپلو اولادونو ته وایې چې ته باید زده کړه وکړې یا پوهنتون ته ولاړ شې چې ښه کار او پېسې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې زده کړه یواځې د مادیاتو دندې او پیسو د لاسته راوړلو لپاره نه وي، زده کړه په یوه ټولنه کې ښه اخلاق خور وي، زده کړه دهوسا ژوند د لارو چارو لپاره زمینه برابروي ، زده کړه د دین په چارو کې انسان بلدوي، زده کړه د مادیاتو اود پیسو د کارولو لار په ښه توګه جوتوي، په زده کړې سره د هیواد فرهنګ او دودونه وده کوي، په زده کړې سره له نورو هیوادونو سره د سیالۍ روح ژوندی کیږي ، په زده کړې سره اجتماعی اداب او ټولنیز پرمختګ ته زمینه مساعدېږی ، په زده کړې سره د متمدن او هوسا ماحول جوړیدو زمینه مساعدیږي، په زده کړې سره خصوصی اقتصادی برخې وده کوي ... نو یواځې زده کړه د پیسو لپاره نه وي، د نړۍ په کچه له اقتصادی اړخه په پرمختللو هیوادنو کې هغه کسان چې په شخصی کارونو بوخت دي ټول یې زده کړې لري او زده کړه او روزنه یې د ژوند اساسی برخه جوړوي، له همدې کبله د هېواد ټولو خلکو ته په کارده چې له دولتی څانګو سره په څنګ کې د هیواد د پرمختګ او سرلوړي لپاره د پوهې او معارف برخې ته خپله پاملرنه باید لا ډېره کړي.

اوس په نړۍ کې  د فکر او تکنالوژی جګړه ده ، که چېرې موږ څومره فزیکی زور ولرو او څومره خلک ولرو خو که چېرې نور ډرون او بې پیلوټه الوتکې ولري نو نه یواځې دوی خپل ځانی تاوان څخه ځان ساتي بلکې په لږ فرصت او آسانه توګه خپلې موخې په لرې سیمو کې  ترلاسه کولای شي  چې دا دپوهې او دتکنالوژۍ برکت دی چې نن نړېوالو ځان پرې سمبال کړی.

افغانان هم له چانه کم نه دي هغوی هم په نورو ډګرنو کې او هم دپوهې په ډګر کې کولای شی سیالي وکړي چې دسپورت په ډګر کې زموږ ښې لارسته راوړنې یې یوه بیلګه ده ،  او دا په هرافغان بچي ده چې دخپل هیواد دسرلوړی او دفاع لپاره په هغه ډول پوهه ځان سمبال کړي څه ډول چې داوسني وخت غوښتنه ده.

داسې وخت وو چې افغانانو په خپل سر بل سر نه درلود دنړۍ پرسر مو سیاسی جغرافیا او نخشه ډیره لویه وه او هم مو ډېرو سترو ځواکونو ته د مټو په زور ماته ورکړې وه او ډېر شمېر نیواکګر مو له هیواده مات او ګوډ او شرمېدلي وشړل خو کله چې د تکنالوژۍ وخت شو نو ډېرو کمزورو شیطانی ځواکونو هم کولای شول موږ ته ډېرې ستونزې رامېنځته کړي او افغانان ډېر وزوروي.

په دې هیله چې زموږ هیواد هم د نورو برخو ترڅنګ د معارف او لوړوزده کړو په برخه کې چې د مدن  کلی ده ښه پرمختګونه  ترلاسه کړي. او د افغانانو کومې هیلې چې د هېواد د بیا آبادولو، د خلکو د ژوند د سمون او پرمختګونو لپاره موجودې دي په ښه توګه ترسره شي.

-------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت