مشفق

۱۱ حمل ۹۵

سوله او اقتصادی وده یو په بل پورې تړلي

په دې وروستیو کې د جي جمع اووه (+G7)  هېوادونو غونډه په  کابل کې جوړه شوې وه. په غونډه کې پر اقتصادي پرمختګ، په بې وزله هېوادونو کې د کارموندنې د ستونزو پر حل، سولې او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر جوړېدو بحث وشو.

درپوټونو پر اساس په دې ناسته کې په تېر یوه کال کې د بېوزلو، له کړکېچ سره د مخامخ او جګړه ځپلو هېوادونو ننګونو او لاسته راوړنو ته کتنه هم وشوه .

جي اووه جمع ډله په ۲۰۱۰ کال د افغانستان په ګډون د اوو کړکېچ ځپلو هېوادونو له خوا په ختیځ تیمور کې جوړه شوه چې تر اوسه یې د غړو شمېر ۲۰ هېوادونو ته لوړ شوی دی. د دغې ډلې د فعالیتونو هدف په سیاسي، اقتصادي کړکېچونو او ناامنیو د اخته هېوادونو په منځ کې د ځینو حساسو مسائلو په اړه د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

دغونډې په پای کې دګډونوالو له لورې داسې تحلیل رسنیو ته وړاندې شو چې ګواکې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ یواځې او یواځې دجګړې په ختمېدو او سولې په راتګ سره مینځته راتلای شي، دغونډې ګډونوالو په افغانستان کې دسولې په برخه کې وروستۍ هڅې او په هغو کې دچین او امریکا ګډون مثبت او رغنده وارزاوه او ددغو خبرو د چټکېدو اودژرپایلې غوښتونکي شول.

دافغانستان زیاتره اقتصادي لګښتونه همدا اوس هم په جګړو کېږي ، ډیرۍ بهرنۍ مرستې په دفاعي او امنیتی برخو لګول کیږي او داساسي اقتصادي پرمختیا مخه هم جګړو او په هېواد کې ناامنیو ډب کړې ده.

خو دا لازمه نه ده چې موږ یواځې بهرنیو مرستو ته وګورو او په دې انتظار واوسو چې دغه یا هغه هېواد دې له موږ سره مرسته وکړي ، ځکه موږ پخوانۍ تجربې لرو او په دې ښه پوهیږو چې هیڅ لوري پرته له دې چې خپلې ګټې په پام کې ونیسې زموږ دګټو پروا نه ساتي.

دا څرګند حقیقت دی چې په هیواد کې دسولې اوثبات راوستو لپاره بیارغاونه او دافغانستان داقتصادی بنسټونو جوړښت تر ټول مهم کار بلل کیږی ، ځکه بیارغاونه او دافغانستنان داقتصادی بنسټونو جوړښت ددې لامل کیږی چې د هیواد خلک ارام اوسوکاله ژوند ولري په خپلو پښو دریدلي وي او دنورو محتاجه نه وي.

 اوږدو جګړو دهیوادډیری خلک اوس پردی قانع کړی چې خپل منځي جګړې ددوی اوهیواد په ګټه نه دي او باید په سوله او یووالي کې سره ژوند وکړي خو زیاتره شنونکي دا وایی چې دابهرنیان او په تیره هغه هیوادونه دي چې ګټې یې په افغانستان کې په جګړو کې تأمینږي  چې په ډول ډول مداخلو سره جګړو ته لمن وهي او افغانستان کې دبې ثباتۍ زمینه برابروي.

له بده مرغه هغه هیوادونه چی افغانستان ته دمرستې په نامه راغلی وو له افغانستان سره دسولې او اقتصادي بیارغاونې په اړوند هغه  مرستې و نه کړې چې دافغانستان خلک ورته هیله من وو، بلکې لاهم دستونزولامل ګرځېدلي  ځکه که په ريښتیا هم دوی مرسته کولای نو په اقتصادي اړخ کې به یې له افغانستان سره مرسته کړې وای چې تر څو دا هیواد په خپلو پښو دریدلای وای.

که چېرې دهیواد دخلکو داقتصاد ښه وې نو هرومرو دبې روزګارۍ کچه راټیټېږی خلک په سالمو کارونو بوختیږي ورسره جوخت د دولت اقتصاد او  دمامورینو عواید له قانوني لارو لوړېږي چې له دې سره تر ډېره بریده د فساد  ، بې امنۍ ، له دولت څخه دنارضایتۍ اوبهرملکونو ته دخلکو دتګ مخنیوی کیدای شوای ، امنیت وده کوله او افغانانو به په خپله خوښه دخپل هیواد چوپړ کولو او لکه دنړۍ دنورو ملکونو په شانې به یې ژوند کاوه .

هیله داده چې دسولې  دغه بهیر په پای کې بري ته ورسېږي ، چارواکو ویلي وو چې دروانې مارچ ميلادي مېاشتې په پای کې به د افغانستان دسولې په برخه کې نیغ په نیغه خبرې پیل شي خودادی دغه مېاشت هم پای ته ورسېده او دخبرو اترو د بل پړاو چې مخکیني پړاوونه یې په پاکستان او کابل کې جوړشوي وو څه څرک ونه لګېد.

 خو ناهیلي په کار نه ده هرو مرو به دغه خبرې پیلېږي او له شک پرته به پایله هم ورکوي ، ځکه چې افغان ولس او بې پرې نړېواله ټولنه څه ډول چې د جی جمع اوو هیوادونو په غونډه کې څرګند شول نور په افغانستان کې دسولې غوښتونکي دي، او کورني اړخونه خو بیخي نور له جګړو ستومانه دي، هغه کسان چې جګړه غواړي او په هغو کې خپلې ځاني او ډله ییزې ګټې لټوي نور دهیواد او خلکو له لوري مردودي او کوم هرکلی به یې ونه شي .

له نېکه مرغه یو ښه زیرئ چې په دې وختونو کې افغان ولس اوري هغه د سولې دعالي شورا او حزب اسلامی افغانستان ترمنځ  دسولې پر سرخبرې اترې دي چې په دې بهیر کې نوې هیلې راټوکوي خدای دې وکړي چې هغه هم پایله ورکړي او په همدې توګه ټول اړخونه نور دهیواد او ملي ګټو په خاطر دسولې غږ ته لبیک ووایي او جګړو ته نور دپای ټکئ کېښودل شي.

 

 


بالا
 
بازگشت