مشفق

۴ حمل ۹۵

د زده کړې بهیرمو لاډېره پاملرنه غواړي  

دا دی نوی تعلیمی کال پیل شو، او داکال په داسې وخت کې پیلیږی چې په هیواد کې دسولې دبهیر دبری او په دې اړوند دخبرو اترو لپاره هیله مندی زیاتی دي، دغه راز نوې اقتصادي او پرمختایی پروژي هم په ډیر برخو کې ترلاس لاندې دي چې په عملي کیدو سره یې انشأ الله ښې لاسته راوړنې درلودلای شو.

په دا تېرو پنځلسو کلونو کې ویل کیږي چې  د دولت لویه لاسته راوړنه دښوونې اوروزنې په برخه کېوه   چې پر ې حساب کیدای شی. دهیواد په ښوونځېو کې د زده کوونکو شمېره له یو نیم میلیونو څخه دادی نږدې یوولسو میلونو تنو تنه رسېدلې چې خورا ستر  زیاتوالی جوتوی. دنجونو زده کړه بله ستره لاسته راوړنه ده چې د هیواد په تارېخ کې یې ساری نه لیدل کېږي. دغه راز دښوونځیو دودانیو، دښوونکو شمېره، دکتابونو او درسی وسایلو زیاتوالی، دخصوصی، او دیني  ښوونځیواومدرسو  جوړېدل، دسواد زده کړې او حیاتی سواد وده ، بهر کې دزرګونو تنو افغان زده کونکواو محصلینو زده کړه ښوونکو ته دلوړ معاش او داوسېدو دځای ورکول نورې لاسته راوړنې دي.

دلاسته  راوړنو ترڅنګ ستونزې لاهم شتون لری په تېره بیا ځینو ولایتونو کې د امنیتی ستونزو له کبله دیو شمېر ښوونځیو تړل کیدل اوسوزېدل، د زده کوونکو لپاره د لوست ځای او صنفی خونو او ودانیو نه موجودیت، د ښوونکو تخصصی کمزوري او کمي لږوالی، دنجونو دزدکړو په وړاندې دترانسپورتي، او عنعنوي ستونزو شتون اود ښځینه ښوونکو نشتوالی، دعصري درسي وسایلو نه شتون بهر ته دلږشمېر زده کوونکو  لېږل او دلوست دکیفیت ټیټوالی هغه ستونزې او شکایتونه دي چې خلک یی په ولایتونو کې عنوانوی او په دې لارکې ددولت دپاملرنې غوښتونکی دي. دستونزو په هکله دهیواد جمهور رییس هم کله یی چې نوی تعلیمی کال پیلاوه یادونه وکړه او ژمنه یی وکړه چې په دې برخه کې به جدي ګامونه اوچتوي.

زده کړه دیو هېواد او ټولنې بنسټ وي که موږ وغواړو چې زموږ هېواد دپرمختللو هیوادونوپه کتار کې راشي، که موږ وغواړو چې زموږ هیواد له نورو هیوادونو سره سیالي وکړي، که موږ وغواړو چې زموږ هېواد  کې ریښتنې سوله او امنیت ټینګ شي نو په کار ده چې زده کړې ته کلکه پاملرنه ترسره شي.

له بده مرغه پخوانیو جګړو زموږ ډیر شمېر هیوادوال له زده کړې بې برخې کړي دی همداوس زموږ په هېواد کې دزده کړې کچه دډېرو هیوادو په پرتله ټیټه او کمزورې ده، کله چې له افغانستان څخه شوروی پوځونه ووتل او بیا وروسته مجاهدین واک ته ورسېدل زموږ غټې ستونزی چې وروسته بیا رامېنځته شوې دکمزورې زده کړې او دناپوهی له کبله وې. موږ په خپل لاس دخپل دهیواد بنسټونه وران کړل ، موږ ونه شوای کولای چې هغه ډول حکومت او هغه ډول ملي یووالی چې دیو هیواد دوګړو او پایښت لپاره په کار وي ویې لرو. دښې حکومتداری نه موجودیت، ملي ارزښتونوته پام نه کول دا ټول دپوهي د کچې دټیټوالی نتیجه وه. چې اوس په کارده داسې ونه شي، ټول افغانان په ګډه باید دخپل هیواد دستونزو لرې کولو ته متوجه شي.

پوهه یوازې په کمیت نشی لوړېدلای چې ووایو دومره ښوونځي لرو او دومره زده کوونکي مو ښونځیو ته ځي بلکې تر هغه زیات دپوهې کیفیت ته باید پاملرنه وشي. دپوهې دکیفیت لوړېدل داسې غواړی چې لوړ کدری سیستم او ښه کدرونه ولرو چې په دې اړه ددولت اکاډمیک او دلوړو زده کړو برخې زیات مسؤلیت لري.

زموږ هیودوال دې هم څه ډول چې افغا ن ولسمشر دنوي تعلیمی کال دپیل په مناسبت په خپله وینا کې ورته اشاره کړې دښوونې او روزنې له بهیر سره ټینګه  همکاري وکړي وسله وال مخالفین هم باید نور دښوونې اوروزنې دلارې خنډ نه شي، ښوونځی ونسوزوي او زموږ هېواد وال له زده کړې  نه بې برخې نه کړي.

افغانان وروسته له اوږدو جګړو باید پوهیدلی وی چې ښه ژوند، سوکاله اوسرلوړی هیواد څومره ښه وي او څومره خوند لری او څومره کولای شی دبدمرغیو مخنیوی وکړی.

په کار ده چې ټول خپل لاسونه سره وکړو او دهیواد دبچیانو په روزنه کې هغه ډول چې داوسنی عصر تقاضاده او هغه ډول چې زموږ دین او ملی ګټې یې غوښتنه کوي زیار او هڅې ترسره کړو.

زموږ دزده کړې بهیر که هغه دولتی دی او یاخصوصی ښې پاملرنې ته اړتیا لري ځکه دهیواد راتلونکی پوری تړلی دی، که چېرې غواړو روښانه راتلونکی ولرو ، که چیرې غواړو خوښ راتلونکی نسل ولرو ، که چیرې غواړو چې هم مو اوس او هم دراتلونکی بریالیتوبونه ترلاسه کړي وي نو دپوهې او زده کړې بهیر ته په کلکه پاملرنه کوو او په دې لاره کې به خپل وخت ، خپله پانګه او خپل شته ټول امکانات نه سپموو.

 

 


بالا
 
بازگشت