محمد شفیق  " حقپال "

څه ډول لیکوالي زده کړو؟

لیکل او لیکوالي هغه څه دي چې د انسان له معاصر ژوندانه او غوښتنو سره اړین برېښي . که چېري غواړو خپل هدفونه ترلاسه کړو له نورو سره اړیکې او پرهغوی یې اغیزې ضروري دي او د دغې اغیزمندي د رامېنځته کولو له پاره باید چې دلیک له لارې له نورو سره د اړیکو وړتیا ولرو او یا خپل اهداف دلیک له لارې نورو ته بیا ن کړو .

دلیکوالی هنر یا فن په خپله یو شمېر وړتیاوې غواړي چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو:

مخکې ترټولو باید چې د نورو لیکوالانو لیکنې ولولو په تیره بیا ښه لیکوالان هغه کسان چې یو څه دویلو له پاره په خپل ذهني آرشیف کې له ځانه سره لري.

دلیکوالي له پاره داهم ضروري او حتمی نده چې پوهنتون مو لوستی وي او یا لوړې زده کړې ولرئ.

هیڅ لیکوال دمور له ګېډې لیکوال نه وي زېږیدلی یواځې دمطالعې او لوستلو له لارې کولای شو لیکوال شو.

لیکوالي یو شمېر پړاوونه لري چې ترټولو مهم یې له ادبي اړخه سمه لیکنه ده یعنې چې املأ او انشأ مو سمه وي ، فکري بډاینه ، په موضوع تمرکزکول ، واقعیتونو، غوښتنو ، اړتیاوو ته اشاره کول دلیکوالي نورې برخې دي چې په پام کې نیولو سره یې موږ کولای شو لیکوالي وکړو. که غواړئ چې ښه لیکوال شئ نو باید ډېر زیار وباسئ که زیار او زحمت پر ځان نه شی منلی نو ښه دا ده چې لیکوالی ته مخه و نه کړئ.

لاندې ټکي په لیکنو کې مراعات کړئ :

له ماتو او ګوډو د خولې خبرو په څېر له لیکلو ډډه وکړئ. موږ دوه ډوله ژبه کاروو: یوه د ویلو ژبه او بله د لیکلو ژبه چې په دې دواړوکې د محلي لهجې او منل شوې کتبي ژبې تر مینځ فرق دی، ځکه د لیکلو ژبه ځانته ډول لري، نوزموږ لیکنه هم باید د لیکلو معیاري ژبه ولري نه د ویلو.  د کلمو له ډیر تکرار نه ډډه وکړئ، ساده او د لوستلو وړ لیکنه وکړئ، د کلمو په کارونه کې دقت وکړئ . جملې مو باید لنډې وي. خو په لیکلو کې د مذکر، مؤنث، مفرد، جمعې ،جماداتو، حیواناتو، مایعاتو، تېرې ماضي، اوس او راتلونکي او د یاګانو او واوونو تر مینځ باید توپیر موجود وي .

د دې لپاره چې ښه لیکوال واوسو نو باید چې له خپلو پینځه ګونو خواصو نه ګټه پورته کړو. د بېلګې په ډول : باید په خپله لیکنه کې هرڅه  ښه ووینو،  ښه یی واورو، ښه یې وڅکو، ښه یې حس کړو او ان چې کله یې باید ښه لمس هم کړای شو .

رپوټ لیکنه، دلیکوالی بل پړاو دی چې دیوې موضوع یا پېښې جزیْیاتو ته لیکوال ورننوځي او هغه څه یې چې اوریدلی او یالیدلی ، هغه لیکي.

مشرح یا تفصیلي لیکنه هغه  پړاو دي چې لیکوال باید تمرین ورته ولري. په دې برخه کې  دوخت، ځای، ځانګړتیاوو، تاریخي واقعیتونو .... او نورو خصوصیاتو ته پام وکړئ او موضوع په داسې تفصیل سره ولیکئ چې هم لوستونکي ته نوي او ګټور معلومات ورکړي او هم په زړه پورې وي. که هغه هرڅومره اوږدیږي لوستونکی ډير نه باید ورباندې ور باندې ستومانه نه شي.

د لیکوال کېدو له پاره ښه دا ده چې لیکوال خپلې خاطرې ډیرې ولیکی، د ورځنیو پېښولیکل یو ښه تمرین دی چې په دې برخه کې یې ترسره کوئ.

خپله لیکنه باید مستنده او پرمعتبرو ویناوو متکی ولیکئ، په آیتونو، نبوي احادیثو، متلونو، د لویانو پرخبرو، شعرونو... استناد وکړئ.

یو څه چې د پوهانو په نظر ستاسو لیکنه خوندوره کوي د کیسو ، ټوکو، او طنزونو ځایول په لیکنه کې دي، په تیره بیا ریښتنې کیسې لوستونکي ته په زړه پورې وي اوستاسو لیکنه لولي.

که غواړئ چې لیکوال شئ نو یواځې ولیکئ حتی که خپله مو هم نه خوښېږي او څوک یې وهم نه لولي بیا یې هم ولیکئ . په دې توګه به مولیکنه درسره پاتې شي او یووخت چې ښه وتلی لیکوال شوې نو بیا به یې له سره ولیکې. کمپیوتر هغه لاسته راوړنه ده چې ستاسو لیکنه تلپاتې کوي او دساتنې لاره یې آسانیږی، په داسې ځای کې خپله لیکنه چې کمپیوټري شوي وي وساتئ چې بل وخت یې په آساني سره ومومی .

په لیکنو کې مه احساساتي کېږئ ، او تنفر په کې مه ځایوی، که غواړی چې لوستونکی مو راضي وساتئ خپلو لیکنو کې له محبته ډکې خبرې ځای کړی. هغه متل دی چې وایی : ( خبرې چې له زړه پورته شي په زړه کېني ) له زړه یې ولیکئ او دزړونو له پاره یې ولیکئ.

په هغه څه چې پوهیږئ هغه ولیکئ ، هغه څه چې ښه نه پرې پوهیږی هغه مه لیکئ هغه بل وخت ته پریږدی . کله موچې په هغه برخه کې معلومات ډېر شول بیا پرې لیکنه وکړئ.

خپله لیکنه څو ځلې ولولئ  په دې توګه به هم خپلو تیروتنو ته متوجه شئ او هم به مولکینه لانوره ښه پخه شي.

د لیکنو له پاره د یوه دلیل په لټه کې واوسئ ، تل د لیکنوله پاره انګېزه او هدف ولرئ. تل د خپل هدف په چاپیریال کې لیکنه وکړئ . هغه څه ولیکئ چې زړه موغواړي ، هغه څه ولیکئ چې ثواب پرې ترلاسه کیدای شي او هغه څه ولیکئ چې کله ستاسو پیغام څوک ولولی نو ستاسو زړه پرې خوښ شي.

د خپلې لیکنې په علت باید پوه شئ، ولې یې لیکئ؟ ، دچا له پاره یې ليکئ ؟ څومره ګټه لري؟  بې ګټې او بې هدفه لیکنه مه کوئ.

په لیکنو کې لنډیز ته پام وکړئ هغه مطلب چې په لنډو جملو اولیکنوکې خلکو ته رسولای شئ لازمه نه ده چې اوږده یې ولیکئ او لوستونکی ستومانه کړي. ان که ښه لیکوال هم درنه جوړ وي لنډه او له مفهمومه ډکه لیکنه وکړئ. هغه لیکنه چې په لنډو ټکو کې په منطقي ادبي ژبه خپل مطلب څرګندوي خلک یې ډېره خوښوي.

ساده یې ولیکئ خو هسې سرسري یې مه لیکئ ،کوښښ وکړئ چې ستاسو لیکنه باید له خپل اصلي مسیر نه ډیره  لرې نه شي. ځکه چې بیا به نه تاسې او نه هم لوستونکي هدف ته په کې ورسېږي .

د دې لپاره چې ښه لیکنه وکړئ  نو  سمې خبرې وکړئ ، داسې خبرې لکه څه ډول چې لیکئ یې او همدا ډول روانې او له مفهموم او واقعیته  ډکې خبرې .

که د لیکوالي په لومړنیو پړاوونو کې یې ، نو خپلې لیکنې مو یوه ښه او پوه لیکوال ته وروړی چې درته اصلاح یې کړي. پام مو وي! چې حسود او بې حوصلې لیکوال ته خپلې ليکنې ونه ښیئ له لیکوالي به مو زړه در تور کړي!

دښو لیکنو له پاره له تشبیهاتو څخه ګټه واخلئ. مهمې او پيغام راوړونکې کلمې کیدای شي د مترادفو کلمو په تکرار سره ولیکئ .

په خپلو لکینو کې لکه څه ډول چې مو وویل املا او انشأ او هغه څه علامې او اشارې چې په ليکنو کې مهمې دي ورته پام وکړئ . لکه ۱-  ټکی(. ) ۲ -  شارحه ( : ) ۳- سوالیه یا پوښتنیزه  ( ؟ ) ۴ـ  کامه یا غړوندئ( ؛ ) ۵ـ ندایه یا تعجب (!) او نور.

لیکنه مو روانه او د امکان په صورت کې داسې ولیکئ چې لوستونکی یې که په اوچت آواز ولولي خوند ترې واخلي.

دلیکوالۍ دپيل له پاره یوه لاره هم لنډې ليکنې دي  لکه یو چاته لیک استول، مکتوب لیکل، عریضه لیکل، د رخصتي رقعه لیکل... دي . زیار وباسئ خپلې همدا لیکنې سمې کړئ او په خپله یې تل ولیکئ،  نوروته یې هم ولیکئ.

د خپلو لیکنو په مېنځ کې پاراګرافونه مشخص کړئ . یعنې کله چې یوه موضوع او ورسره جمله ختمېږي نو ټکی ږدی او د خط له سره لیکنه پیلوی.

جملو ته یو له بل سره متناسب ارتباط ورکړئ.

داسې کلمې وکاروئ چې ستاسو مخاطبین ورسره بلد وي، د خپلې پوهې ښودنه مه کوئ داسې لغات مه کاروئ چې خلکو ته یې معني ډیره مأنوسه او څرګنده نه وي که لیکی یې هم نو ورسره جوخت یې مترادفه او هم معني کلمه هم ولیکئ. لکه همدا پاس ( مأنوس، څرګند)

تاسو له ژباړې یا ترجمې سره هم بلد یاست لکه دعظیم الشأن قران ترجمه د احادیثوترجمه او د نورو ژبو پښتو ژبې یا بلې ژبې  ته اړول، چې په ترجمه کې باید ژباړن یا ترجمه کوونکی له دواړو ژبو سره ښه آشنا وي. ژپاړن باید د ژباړې په وخت کې له قاموسونو، دایره المعارفونو او نورو منابعو څخه ګټه پورته کړي .

دژباړې یو مهم اصل دادی چې باید د ژباړې په متن کې د لیکوال د خبرو اصلي مفهموم او دهغه پیغام ځای شي. ژباړه خپله یو بحث دی چې ګران لوستونکي کولای شي په دې اړوند ځانګړو کتابونو او مضامینوته مراجعه وکړي.

 

 


بالا
 
بازگشت