د سیمې او نړۍ اسخباراتي لوبه اود افغانانو هره ورځ وژنه

ابو دانیال : ۱۷ ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال 

لسګونه کلونه تېر شول چې په افغانستان کې پردۍ جګړه روانه ده . ډېرې میندې بورې ـ او هروه ورځ د افغانانو کور ته جنازې ور روانې او د ویر او ماتم ټغر یې په کور کې غوړېدلی وي . له چا سرونه پرې شوي او یوازې تنې یې خاورو ته سپارل کېږي ، او د چا بیا یوازې سرونه په تابوت کې اېښي او خاورو ته سپارل کېږي او تنې یې نه وي . د خينو مړي مثله شوي او یا خو چورلټ سوځېدلي وي ، او ځينې نور یې بیا مفقود الاثر وي .نه یې ګور ، او نه یې هم ځای ځایګی معلوم وي .  یو یې لا ښخ شوی نه وي چې د بل جنازه یې پر ځای کوزه شي . بس غم د پاسه غم دئ . چې دې پر له پسې روان حالت له ټولو افغانانو څخه د آرام سا اخیستې ده .

سیمه ییزو او نړیوالو دوستانو په دوستۍ دوستۍ کې افغانان په سیمه کې د خپلو استخباراتي لوبو قرباني کړي دي . د هېچا سر ـ مال او ناموس خوندي نه دئ . نن ورځ دفتر او سنګر ، پټی او کلی ، ښوونځی او دوکان ، کور او ګور ټول افغانانو ته یو دي . د افغانانو امنیتي وضعیت دا مهال ډېر مغشوش دئ . هېڅوک نه پوهېږي چې درنګ ساعت وروسته له څه ډول پېښې سره مخ کېږي .

په افغانستان کې د پردیو له خوا دغه پردۍ جګړه په لوی لاس پر افغانانو باندې ور تحمیل او تپل شوې ده . ځمکه د افغانانو سوځي ، اور پر افغانانو باندې بل دئ ، په کې وریت افغانان شول ، خو پر افغانانو باندې دغه راوستی غم د سیمې او نړۍ استخباراتو ته پوره اختر دئ . ځکه جګړه پردۍ او بیه یې افغانان پرېکوي . د بېګناه افغانانوله معصومو وینو، اوښکو ، مرګ ژوبلواو نورو مالي او ځاني خسارو اړولو څخه د سیمې او نړۍ استخباراتي کړۍ د خپلو ناروا موخو ترڅنګ خوندونه اخلي .

که چېرې دا لوبه د افغانستان د نابودۍ له پاره پیل شوې وي ، نو مانا یې داده چې د نړۍ د نابودۍ پېلامه به هم له افغانستانه پیلېږي . ځکه چې د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو د نړۍ رغولو او آرامۍ ته ملا نه ده تړلې ، بلکې د نړۍ په نا آرامۍ او تبا ه کولو پسې راوتي دي . که چېرې دوی په ريښتیا د نړۍ په آرامولو ، آبادۍ او یوکولو پسې راوتي وای ، نو لږ تر لږه به یې د آسیا په زړه ( افغانستان ) کې داسې پرله پسې پوځي عملیاتو او ټرېنېنګونوته  د خپلو شخصي ګټو له پاره ادامه نه ور کوله  ، او جګړو ځپلی افغانستان به یې په لوی لاس نور نه وراناوه .

(۱۴ ) کاله تېر شول چې نړیوالو د خپلې پوځي جنګي بېړۍ لنګر په افغانستان کې اچولی او د ترورېزم د مخنیوي په پلمه یې خپلو جګړو ته زور ورکړی . په داسې حال کې چې د ترورېزم د تمویل ځای او اصلي منبع هم ور مالومه ده . ولې سره له دې بیا هم دوی په مېخ اونال دواړو باندې ګوزارونه کوي . یعنې ترورېزم یې ښۍ او پاکستان یې چپه سترګه ده ، خوګناهکار یوازې افغانستان او افغانان دي . ځکه چې دوی دا (۱۴ ) کاله پرله پسې په دې خاوره کې پرته له ټکس ورکولو خوشې پراته دي . خو په دغه تېره موده کې یې پرته له خپلو پوځي آسپوځغلولوڅخه نه په افغانستان کې امنیت راوست ، نه یې بیا رغونه وکړه ، بلکې ددوی په موجودیت کې افغانستان نور هم بې وسلې او وران شو . وسلې او مهمات یې ټول د بهرنیو توطیؤ ښکار شول . ترورېزم وده وکړه ، اوتر ټولو مجبور او وږی پاکستان د تهدید او ځپلو پرځای د افغانستان او نورو ګاونډیانو په وړاندې نور هم په پوځي او مالي لحاظ حمایه او تقویه شو .

که موږ د کابل په شاه شهید سیمه کې د تېرې پنجشنبې شپې بمي حملې ته په مسلکي توګه وګورو دا به په ډاګه را ته څرګنده شي چې کابل اوکابلیان یوځل بیا چا دشپې په یوه بجه په خپلو بېګناه وینوکې ولمبول ؟ آیا دا ریښتیا هم موټر بم ؤ اوکه له هوا څخه کومه آسماني بلا پر دې سیمه را پرېوته ؟ ځکه موټر بم خو ( اووه ) متره ژوره کنده هم په ځمکه کې نه شي جوړولی ؟ افغان چورلکې ولې را نسکورېږي ؟پر افغان پولیسي مرکزونو باندې څوک حملې ترسره کوي ؟ د افغان سولې په وړاندې څوک د څه له پاره خنډونه را مینځته کوي ؟ د ملي اردو د عسکرو سرونه دکوم وحشت او دهشت ( وېرې او ترهې ) اچولو له مخې پرې کېږي ؟

پاکستان په ښکاره د سیمې او نړۍ د استخباراتو په ملاتړ له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پیل کړې . د طالبانو مشر ملا عمر او نور مشران یې پاکستان مړه کړل . داسې ویل کېږې چې ملاعمر په کراچۍ کې یوه مرمۍ په  ټنډه ، او دوې مرمۍ په سیمه باندېویشتل شوی  او بیا یې زابل ته راوړی او هلته یې ښخ کړی دئ ، خو د ملا عمر ورور او د ملا عمر زوی هغه را سپړلی او په خپلو سترګو یې لیدلی دئ چې هغه په ډزو سره وژل شوی دئ . خو خبره داده چې دوه نیم کاله ناپوهو او بې علمه طالبانو څه ډول په غیر شرعي پردۍ قومانده دغه ناروا جګړې ته د جهاد نوم ورکړی ؤ او د څه له پاره یې خپل ځانونه او نور مسلمان افغانان وژل ؟ 

له دې ټولو داسې برېښي چې افغانان د سیمه ییزو او نړیوالو توطیْه ګرو له خوا تر فشار لاندې دي ، ترڅو د ډېرو کلونو له پاره د پیاوړي خپلواک حکومت څښتن نه شي ، په خپلو پښو ونه درېږي ، له کوم بل چا سره دوستانه  اړیکو نیولواو راکړې ورکړې ته پرې نه ښودل شي ، لازمه معیاري او خود کفأ زده کړه ونه لري ، او نه هم له کومې خوا آرامي احساس کړي . بس د نړیوالې ټولنې په پلمه به یې سیمه ییزه او نړیواله دابة الارض تر ډېره پر سینه باندې ور ناسته او تل به د مایحتیاج داسې کوپوني نیم ژواندې سا په کې چلېږي چې هېڅکله هم د آرام احساس په کې نه وي .

ځکه خو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې تر وزرو لاندې هره ورځ د وینو لښتي بهېږي . کله د بشري حقونو په پلمه د ښځو د حقونوتر نامه لاندې پروژې مخې ته را وړاندې کړي ، کله د قضأیي سیستم بدلولو خبره را پورته کړي ، کله د انتخاباتي سیستم جوړولو په پلمه دسیسه او فتنه را پورته کړي ، کله د فدرالي نظام جوړولوخبره را لوڅه کړي او افغانستان په څو زونونو را ته ووېشي ، کله په یوه نظام کې د واک تقسیمولو شرمښي وېش راته وکړي او د افغانستان د خلکو مېلیوني رأیې او قانون ته په سپکه سترګه وګوري ، کله مافیایي بانډونه په افغانستان کې را ته فعال کړي . کله پانګوال تښتوي ، کله انساني قاچاق او ځانوژنو ته مخ کړي ، کله پردیو ملېشو ته دستور ورکول کېږي چې پر افغان خاوره او سرحدونو باندې حملې تر سره کړۍ . کله د ( اې ) ، ( بي ) ، ( سي ) ، (ډي ) او (آر) خود ساخته استعماري پلانونه پر افغان خاوره باندې تطبیقول غواړي ، کله مذهبي توطیْې او کله هم ملي توطیْې د ملي یووالي ړنګولو په خاطر را ته جوړې کړي .

په نړۍ کې نړیوال کنفرانسونه د افغانستان په نامه جوړ کړي او بیا همغه پیسې په خپله واخلي او په خپلو استعماري شومو پلانونو له پاره یې د افغانستان پر ضد لګوي ، خو بیا وایي چې ګواکي موږ دومره او دومره ډالر افغانستان ته ورکړي . په داسې حال کې چې د نړیوالو تر دغه نا چیزه مرستو یې افغانستان ته تاوانونه زیات ور اړولي دي . نړیوالو تر اوسه پورې افغانستان ته د خپل پوځي حضور یوه روپۍ هغه ټکس هم نه دئ ورکړی چې اندازه یې لسګونواو سلګونو میلیاردو ډالرو ته رسېږي .

دوی په خپل پوځي زور سره دلته پراته دي او دا هېواد یې اشغال کړی . نړیواله ټولنه د افغانستان د خاورې ، نظام او ټولو شتمنیو ټولواکمن ځان بولي . پاکستان ته هم دوی دستور ورکوي چې پر افغان حکومت باندې د خپلو موخو له پاره فشار راوړي تر څو ددوی ناولي شرطونه مني . خو دا باید په یاد ولري چې افغان بچیان به هېڅکله د چا زور او تزوویر ته تسلیم نه شي . ځکه افغانستان یو داسې ډنډ دئ چې وګړي یې په استعماري ډانګونو سره نه بېلېږي . هسې خوشې دې بې اوماچه ځانونه نه خولې کوي . او نه دې د افغانانو وخت ضایْع کوي ، افغانان دې پرېږدي چې خپل ځان په خپله ورغوي . ځکه که د نړیوالو غماضانوپه خوله رغېدلی دا دری نیمې لسیزې به رغېدلی ؤ . خو داسې ونه شول .    

 

 


بالا
 
بازگشت