پردۍ جګړې نورې ودروۍ ، افغانان بنسټیزه خپلمنځي سوله غواړي

محمد انور ولید : ۱۰ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

په نوره نړۍ کې چې د طبّي دارو ګانو وخت تېر شي ، پر استعمال باندې یې بندیزوونه لګېږي . او له قانون څخه سر غړوونکو ته یې سختې سزا ګانې ټاکل شوې دي . په سواګریزو توکوکې د بې کیفیته څيزونو پر واردولو او صادرولو او پېراو پلور باندې بندیزونه لګول شوي او هېڅوک د خپل بازار نظام د بې کیفیته مالونو پر سر نه خرابوي . په امریکا ، افریقا او نوره نړۍ کې د تور ، سپین او نورو نژادنو تر مینځ توپیرونه او د برلین په څېر د تفرق دېوالونه ځکه له مینځه یوړل شول چې نور یې د قراردادونو نېټه پوره شوې وه ، ننورځ ټوله نړۍد همزیستۍ او نړیوال کېدو پر خوا روانه ده .

خو په افغانستان کې پوره (۳۷) کاله کېږي چې پردۍ جګړې په کې روانې دي . د مرګ ژوبلو بیه یې په خپل سر او مال سره افغانانو پرې کړه ، په مېلیونو افغانانو خپلې ککرۍ په کې وخوړلې ، په خپل هېواد کې د سولې او آرامۍ آرمان یې ګور ته ور سره وېوړ ، کونډې او یتیمان یې بې سر پرسته ، بې تعلیمه ، بېکاره ، بې روزګاره ، بې واکه او وږي تږي ترې پاتې اوکورونه یې ړنګ شول ، خوګټې نورو په کې وکړې .

ممثلې جنګي ډلې هم په خپلو کې لومړی د خپلمنځي اخلافاتو له کبله پر څو څو ډلګیو سره ووېشل شوې ، یو پر بل یې سره بې واکه او بې وسلې کړې ، چاته یې د مالي مرستو ویالې ور خوشې کړې ، څوک یې د غرونو او دښتوقو ماندانان وټاکل . د چا له پاره یې له افغانستانه بهر د سیاسي فعالیت زمینې برابرې کړې . چاته همدا اوس د تخت او بخت زمینې برابرول او غوړې وعدې زمزمه کېږي . او پر چا یې د سکون او آرام خوب حرام کړی او د برخلیک په تذکره کې یې ورته د زندان تور سلولونه ـ یا د ځمکې خېټه لیکل شوي دي . د زېرموپر درمند باندې یې خپله دوی د پاسه خپلې باروتي او د لوړې نا انډوله پوځي تکنالوجۍ پښې ور اېښې دي  . د اور لمبو یې آن د آسیا او افریقې وچې هم وسوځولې . خو متمدن افغانان ریښتینې سوله غواړي . داسې بین الافغاني سوله چې ټولو افغانانوته د منلو وړ وي . نور په خپله خاوره او خپل کورکې په پردیو انګارونو باندې خپل ځان او خپل اولادونه نه خو وریتولی او نه هم زغملی شي .

افغانان باید دا ځل د ريښتینې سولې په هېنداره کې د خپل روښانه برخلیک اصلي انځور وویني . داسې سوله نه چې د پردیو شومو اهدافوتر ناولي سیوري لاندې د افغانانو ټولې هڅې پر اوبو په کې لاهوشي . سوله بین الافغاني وي . داسې سوله چې د متقابلو خواوو ( افغان حکومت او مخالفو وسله والو طالبانو ) تر مینځ د هر لوري خپل خپل آدرس په کې معلوم ، پېژندل شوی او منل شوی وي . واحده خپلواکه اداره یا ارګان  ولري ، ترڅو په خود ارادیت او قاطعیت سره په یوه ژبه د خپل لوري څخه استازیتوب وکړی شي . چېرې نه چې افغان حکومت له خپلو افغان مخالفینو سره د سولې خبرې کوي ، خو واک او د خبرو چوکاټ او آجنډا یې له پردیو استخباراتو سره وي او بیا هره خبره د هغوی له اشارو سره سمه د نورو په ګټه له خولې را باسي .

افغان طالبان همدا اوس ځکه ترشرعي پوښتنې لاندې دي چې دوی د پردیو استخباراتو په خوله پوره دوه نیم کاله ولې د خپل رهبر پر مړینه خوله پټه نیولې وه ؟ آیا دغه دوه نیم کاله دوی ته له کومې مذهبي مرجع څخه فتوا ګانې ورکول کېدې چې په افغانستان کې یې په لکونو بې ګناه مسلمان افغانان په شهادت ور باندې ورسول او په زرګونو خپل جنګیالي یې ور باندې قتل کړل ؟ آیا ددوی د خپلو جنګیالیو دا ځان وژنې د اسلام له اساسي او اصولي دین سره څه اړخ لګوي ؟ امیر المؤ منین خو هم مړ ؤ ، نوپه افغانستان کې دا د جهاد د روا والي او ځانمرګي بریدونو فتوا چا ورکوله ؟ استخباراتي مفتیانو ـ که بل چا ؟ په ګونګ او مجهول صورت کې خو فتوا ور کول هم د اسلام له نظره نا جایْز ( ناروا ) دي .

او که د طالب مخالفینو شورا د ملامحمد عمر آخوند پر وژل کېدو باندې خبره وه ، نو بیا یې ولې شرعاً خپل امیر نه معلوماوه ، ترڅو احکامو یې ددوی په آند شرعي بڼه خپله کړې وای ؟

اوس خو شک دئ چې آیا ملا محمد عمر آخوند ریښتیا هم په خپل طبیعي مرګ مړدئ ، اوکه نه د چا له خوا وژل شوی ؟ که چېرې په خپل طبیعي مرګ سره مړ وي نوو لې د دومره لوی سړي مړینه تر ننه پورې پټه وساتل شوه ؟ په داسې حال کې چې د هغه مړی باید د نورو افغان مشرانو په څېر په درنو مراسمو سره خاورو ته سپارل شوی وای . او که چېرې د سیاسي زدو بندونو تر شا په مرموزه توګه په کومو مغرضو لاسونو سره وژل شوی وي ، نو باید طالب مشران د خپل مشر مړی له شکمنو خلکو څخه وغواړي ، تر څو د طبیعي او غیر طبیعي مړینې څرنګوالی یې په ډاګه شي . که نه نو په دې کې خو بیا ځینې طالب مشران هم تر سوال لاندې را ځي ؟ ځکه د طالبانو مشر تابه همدا اوس دری ټوټې ده . یوه برخه یې د غلجیو ، بله یې د درانیو او درېیمه متفرقه ډله یې له داعش او القاعده سره یو ځای شوې ده . نو په افغانستان کې به  ریښتینې سوله  ددغو درېیو آدرسونو له لارې څه ډول مینځ ته راشي ؟ په داسې حال کې چې پر دغو درېیو واړو ډلو باندې دومره بهرني ښکاره اثرات او نفوذ وجود لري چې د خپلو مشرانواو خپل ځان د برخلیک او اظهار په اړه یې هم د سکوت ټاپې پرخولو باندې ور لګېدلې دي . ترڅو چې پردیو استخباراتي شبکو یې د مړینې اظهار نه ؤکړي ، تر هغو پورې طالبانو هېڅ هم نه ویل .

دسولې خبره خو په افغانستان کې د افغانانو ، افغان حکومت  او افغان مخالفینو له پاره یوه ملي مسْله ده . لکه څنګه چې د ټول افغانستان د مېشتو تبعه افغانانوپه استازیتوب د افغانستان دولت د سولې خبره کوي ، همداسې د ټولو افغان وسله والو مخالفینوواحد آدرس او واحده واکمنه ژبه هم باید کره او ثابته شي ، ترڅو له پردیو سیمه ییزو فشارونو پرته پرسوچه بین الافغاني دایْمي سوله باندې په خپله اراده د خیر خبرې سره پیل ـ او د تل پاتې سولې کلک بنسټ په خپلوکې د وروڼو په څېر سره کېږدي . چې پر مټ یې بیا په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې امنیت راشي . خو ددې پروسې د عملي تطبیق له پاره تر هر څه مخکې سراسري اوربند ته اړتیا ده . ځکه اوربند د سولې له پاره د جګړې پر اور باندې د هغواوبو پاشل دي چې پر مټ یې په ډاډ منه توګه افغانان خپله په سوله کې ونډه اخیستلی او سوله را وستلی شي . له همدې امله وسله وال طالبان باید دغه پردۍ جګړې نورې ودروي ، ځکه افغانان نور په خپل هېواد کې د جګړې پرځای خپلمنځي بنسټیزه دایْمي سوله غواړي . نور بس دي پردي سپي خو د بېګناه افغانانو په غوښو باندې ماړه او لېونیان شول . په دښتوکې د افغانانو په ککرو باندې وحشي ځناورو فټبالونه وکړل ، په بې هدفه پریو جګړو کې د خپلومړوجنازوته نور د پای ټکی کېږدئ . راشۍ ټول په یوه افغاني محور سره را ټول او په خپلو کې تر یوه بیرغ لاندې د ریښتیني ملي وحدت په بڼه  د سولې آزاد ژوند سره پیل ـ  او ړنګ افغانستان خپله سمسور او آباد کړۍ . هو ! د افغانانو د دیني او ملي پخلاینې او ملي یووالي ریښتینی راز په همدې کې دئ .

  

 


بالا
 
بازگشت