دافغان اوپاکستاني طالبانودایتلافونو ترشا څوک دي؟

محمد انور ولید :  ۱۵ـ ۹ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال سرو روسانو هم پر بې دفاع افغانانو باندې بې رحمه او بې خرته ځمکنۍ او هوایي حملې کولې ، درانه (۲۰۰۰) کیلو یي ، آتشي او ذروي بمونه به یې ور باندې غورځول . روسانو ته هم په افغانستان کې د خپلو شومو اهدافو له پاره کور ، ګور او پېښور دری واړه یو وو .

په افغانانوکې دوی ته ښه او بد ددوی په قاموس کې نه وو ، ځکه ددوی ددې جغرافیې خاوره ، هوایي حریم ، ځمکنۍ زېرمې او له افغان خاورې څخه نورو سیمو او سمندر ته د رسېدو په موخه د خېز د تختې په څېرکار اخیستل په کار وو نه افغانان . له همدې کبله یې د افغانستان خلکو ، خپلواکۍ ، د خاورې تمامیت او نظام ته احترام نه درلود . هلته روسي سره ښکېلاک پر روسي ضد افغانانو باندې بسمچي ( اشرار ) نوم اېښی ؤ ، د افغانستان په جغرافیه کې یې په اصطلاح ځمکني اصلاحات پیل او سوخوز اوکلخوز یې په کې جوړکړل ، د خانانو او زمیندارو ځمکې یې پرکارګري ملېشو باندې ووېشلې ، د کور ـ کالي ـ ډوډۍ تر شعار لاندې یې د افغانانو کورونه ړنګ او پرځای یې( ډله ییز قبرونه ـ په خپلو وینو لړلوجاموکې کفن ، د پټو زندانونو تورې ښمڅې او دزندانونو تور سلولونه ) پر افغانانو باندې ډک کړل .

خوکله چې روسانو له افغانستان څخه د روسیې پرخوا د خپلو پوځیانو پرله پسې جنازې ، خپله پوځي ماته شوې روحیه ، د افغانانو ورځ تر بلې کلکه اراده او د پرله پسې قربانیو ژوندي احساسات ، افغان مجاهدینوته د مسلمانو افغان پوځیانواو پوځي قطعاتوپرله پسې تسلیمېدل ، په روسیه کې د روسي واکمنو د غلط سیاست پر ضد د روسي کورنیو پرله پسې غبرګونونه اوله افغانانو سره د نړیوالو ملاتړ په خپلو سترګو ولیدل ، نړیوالو غیر مستقیمه مداخله وکړه او افغانانو ته د امریکې سټېنګر توغندې ورسېدل ، نو روسانو هم د افغاني لوړ مورال او لوړې پوځي تېکنالوجۍ تر لاسه کولو له کبله خپله ماتې په افغانستان کې ومنله او خپل پوځونه یې له خپل حضور څخه نږدې لس کاله وروسته په بشپړ ډول له دې هېواده وایستل . ځکه دوی وډارېدل چېرې نه چې ددوی پوځونه هم د انګرېزي مکناټن یا کېوناري په څېر په افانستان کې له مینځه ولاړ شي . ځکه افغانستان تل د پردیو قبرستان ؤ او دئ .

همداسې پاکستان هم پینځه کاله په دې هېواد کې خپلې پوځې آســـــپې وځغلولې . بس افغاتنستان نور د تورلنګیو غوبل ځای ؤ . د ټوپک سالار او پاټکي په نوم یې د طالب د پروژې په نامه خپل پوځیان ترتورغنډۍ ، اوحیرتانو پورې ورسول . لرغوني توکي یې ټول لوټ کړل . وسلې او مهمات یې یووړل . پر دین او دیني قشر باندې یې د خلکو باور را کم کړ. د طالب له لاس څخه یې کتاب واخیست ، د کتاب او تعلیم پرځای یې ټوپک په لاس کې ورکړ ، ور پسې پاکستاني پوځیانو د طالب په نامه هر ډول ناروا او غیر شرعي کارونه د طالبانو د نظام تر چتر لاندې په افغانستان کې تر سره کړل ، چې ګټې د پاکستان پو ځیانو او سیاستوالو په کې وکړې ، خو په کې بدنام یې له سیاست څخه لیرې او ناخبره افغان طالبان کړل . چې باید دوی دا کار نه وای کړي . ځکه دوی ته خو د شاه امانالله تاریخ ښه ور معلوم ؤ چې انګرېزانو د استقلال په ټس کې څه ډول ملایان او د سقاو زوی استعمال کړل ، چې آخر یې بیا هم هغوی یو پر بل باندې مړه کړل او دوی خپل یو داسې کس د خپلمنځي معاملې په صورت کې را وړاندې کړ چې د روسانو ، فرانسویانو او انګرېزانو ټولو پرې موافقه وه .  

خوکله چې د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلافي ځواکونه افغانستان ته د طالب رژیم ړنګولو په پلمه را تلل ، نوترحملې دوې دری ورځې وړاندې پاکستان خپل پوځیان اوجنګیالي په خپلو هیلیکوپټروکې ترې وایستل . دوی یې په سپېره ډاګ تر بشپړې ماتې خوړلو پورې ورته پرېښودل او دوی د امریکې او ایتلافي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد ودرېدل . ځمکنۍ او هوایي لارې یې ورکړې ، او د طالبانو په اړه یې ټول استخباراتي معلومات ور سره شریک کړل . اوس چې نړیوال ځواکونه د امریکې په مشرۍ افغانستان ته راغلي او پوره (۱۴ ) کاله یې په افغانستان کې د منځنۍ آسیاد هېوادو زېرموته په اتظارکې د ترورېزم د له مینځه وړو، دیموکراسۍ ، ښې حکومتولۍ ، د افغانستان د بیا پر پښو درولو ، سیاسي او پوځي ملاتړ او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په پلمه دلته تېرکړل ، په میلیاردنو ډالر له افغانستان سره د مرستو په پلمه پردیو جیبونو او بانکونو ته ولوېدل ، ځکه اوس امریکایانو( سیګار ) خپله دا خبره له مېډیا سره شریکه کړې ده چې په افغانستان کې د یوې وړې امریکایي ډلګۍ مصارف تر ( ۱۵۰ ) میلیون ډالرو پورې وو . خو افغانستان ، افغان نظام او ټول افغانان هماغسې د تېر په څېر ترکورنیو او پردیوګواښونو او پټو او ښکاره بریدونو لاندې بند پاتې دي .

د نړیوال حضور په موجودیت کې افغانانو ښه ورځ و نه لیدله ، نه یې ډاډمن امنیت محسوس کړ ، نه د مخدره توکو له تولید او قاچاق څخه پرې خلاص شول ، نه انساني قاچاق پای ته ورسېد ، نه بنسټیزه او حیاتي بیا رغونه په کې وشوه ، نه له اداري فساد څخه خلاصه ښه حکومتولي په کې را مینځته شوه ، نه له پردیو وارداتو پرې خلاص شول ، نه د خپلو صادراتو څښتن شول ، نه د خپل تولید څښتن شول ، نه د بېکارۍ له امله په کې دکار روزګارڅښتن شول ، نه په کې هوسا شول ، نه په کې بسیا شول ، نه له پردیو مشروطو کلنګونوڅخه په کې خلاص شول ، نه یې د سرخلک چا خپل کار او خپل مدیریت او پلان عملي کولو ته په قلاره پرېښودل ، نه په اقتصادي ـ نظامي او سیاسي لحاظ د کومې مرجع له لوري په صداقت سره تمویل شول ، نه د چا زړه ور باندې خوږېږي او نه څوک د صداقت لاس ورکوي . همدلته ده چې دا مهال افغانانو پر نړیوالو باندې خپل باور له لاسه ورکړی . ځکه دغو نا بللیو په خپل سر راغلیو پرتو مېلمنو له پېله تر ننه پورې د افغانستان د ملت او دولت دواړو سترګو ته خاورې ور وشیندلې ، دولت او ملت دواړه یې غولولي دي او یوازې خپل کار ( غلا ) یې کړی ، د ترورېستانو حامي هېوادونه ـ او د افغانستان په نامه د خپلې خوښې تپل شوي عناصر یې تمویل کړي ، د افغانستان خاوره او عام ؤلس یې د خپلو اهدافو  قرباني کړی او په افغانستان کې يې د جنګ مودې په یوه او بله پلمه ِغځولې دي او بس .

افغانستان په شته کورنیو امکاناتوکې له تېرو (۱۴) کالو را هیسې د ناسم مدیریت او رهبرۍ له امله په لوی لاس د نړیوالې ټولنې په شتون کې دګاونډیانو اواستخباراتي کړیو د پرله پسې لاسوهنو په صورت کې تر بنګله دېش هم ( ۵۰ ) کاله شاته لوېد لی . داچې تر دې وروسته به څه پېښېږي ، د هغې په اړه لاندې څو ټکو ته ستاسې پام را اوړم :

۱ : ـــ امریکا لومړی روسان پر مجاهدینو ، او مجاهدین یې پر طالبانو باندې مات کړل . د عربو بحیرې ، هند سمندرګې او آرام سمندر اوبه یې ټولې امریکې او متحدینو ته ور پاتې شوې . چې اوس هلته له آرام سمندر څخه تر اطلس او قیانوس پورې د امریکې (۸۰ ) سترې جنګي اوبتلې ځای پر ځای دي چې پخوا د امریکې يه تاریخ کې هم دومره ډېرې جنګي بېړۍ چېرې نه وې خوځېدلې . خو اوس چې امریکې او متحدینو یې په اشغال شویو سیمو او هېوادو کې لکه پشۍ پر موږک باندې لوبې پیل کړې ، نو د اشغال شویو سیمو اوهېوادو خوا هم بلې خواته مخ ترې اړولی . ځکه هغوی په خپلو هېوادو کې داسې قبله نه غواړي چې په زور او زیاتي سره پرسجده باندې پردیو ته پرځمکه چپه ولوېږي او پر واک او شتمنیو یې ملنډې ووهل شي .

۲ : ـــ  امریکایانو د صادقانه سیاسي ، اقتصادي او نظامي مرستو پرځای افغانستان ته شا ور واړوله او د افغانستان د بیا رغونې او نظام جوړونې پرځای یې د افغان نظام په بې ثباته کولو اوکاواکه کولوکې له ترهګرو او پاکستان سره ډېرې مرستې وکړې . هغوی یې تجهیز اوتمویل کړل ، او په بدل کې یې افغان دولت د پرله پسې جنګي پروژو جوړولو له امله له پښو پرې وغورځاوه . اوس چې د نوازشریف او را حیل شریف په مترقبه او غیر مترقبه شکل ورغوښتلو سره هغوی ته په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو نور نوي پروګرامونه د بندو دروازو تر شا ورکړل شول ، نو دا بیا په افغانستان او سیمه کې د امریکې او پاکستان د چارواکو او ملتونو خپله غلطه پاليسي ، خپله سترا تيژي او خپله ذمه واري ده او په افغانانو باندې هېڅ اړه نه لري . وروستی ځواب به یې هم دوی خپله وایي . او بیه به یې هم دوی دواړه خپله پرې کوي .

ځکه د طالب تحریک تر پرده لاندې پروژه د ملاعمرپه نامه جوړه شوې وه ، له هلمند څخه یې د دوو جغرافیو جوړولو ټټر وهلی ؤ ، خو ملا دادالله منصور خپل سر په کې وخوړ او پروژه یې هم ختمه شوه ، کله چې ملاعمر یې ختم کړ ، بیا یې د ملا اخترمحمد منصور پروژه پیل کړه ، د هغه ذمه واري دا وه چې په افغانستان کې به دوې جغرافیې جوړوي ، پيل یې له بغلان او کندز څخه وکړ ، خو څه وخت چې هغه هم ناکام شو ، نو ور پسې یې د ملامنصور پروژه هم وتړله ، او پر ځای یې نور کسان وټاکل شول . خو پر هغوی پسې څو نورې مرموزې بانفوذه څېرې هم په طالبانو کې شته چې پرله پسې به یې صحنې ته را وړاندې کړي .

همداسې په حکومت کې هم دېته ورته پروژې شتون لري چې یو پر بل پسې را وستل کېږي او په واکمنو ایجاره شویو څوکیو باندې ګومارل کېږي ، کله چې هغوی بدنام شي بیا یې پر ځای نور داسې کسان را وړاندې کوي چې د افغانستان خلکو ته یې اصل او نسل له سره ور معلوم نه وي . تر څو یې چې پېژني ـ د قانون تر چتر لاندې یې تورې او سپینې ټولې ور پرې کړې وي . هو ! دا تېر ( ۱۳ ) کاله خو همدا حال ؤ چې د افغانستان واک یې چرسیانو او د هغوی انډیوالانو ته په واک کې ورکړی ؤ ، او هېڅوک پرې خبر هم نه وو چې دا خلک پر فساد او مافیایي کارو سر بېره نور هم معتاد دي . افغانستان په داخل او خارج کې ډېر ملي مدرونه لري خو د هغوی خولو ته قلف ، او لاس او پښو ته یې سیمه ییزې او نړیوالې زوالانې ور اچول شوې دي . افغانستان هغوی ته ضرورت لري ، افغانان یې غواړي ، خو سیمه ییز او نړیوال ذیدخله عناصر یې نه غواړي .

۳ : ـــ  هغه سټېنګر توغندي چې امریکې پاکستان ته د روسانو د پوځي ماشین فلجولو په خاطر ورکړي وو ، هغه پاکستان له مجاهدینو څخه هم بېرته ټول کړل او ځینې یې لا له وړاندې د خپلو اهدافو له پاره ترې ګرځولي وو . پاکستان هغه وخت له روسانو څخه ځان پرې بچ کړ ، خو اوس یې د امریکایانو په وړاندې د طالب په جامه کې پر امریکایي پوځي تېکنالوجۍباندې د امریکایي سټېنګرتوغندیو په واسطه بریدونه  پیل کړل ، چې ښکاره بېلګه یې موږڅو اوونۍ وړاندې د ( F _ 16   ) امریکایي جنګي الوتکې را غورځول په ګوته کولی شو . خو امریکې پر دې سر بېره پاکستان ته ( اف ـ ۱۶ ) نورې جنګي  الوتکې هم په رشوت کې ورکړې . زغره وال جنګي ګاډي یې هم پر پاکستان باندې و پلورل .  دا په داسې حال کې ده چې امریکې افغانستان څه پر پاکستان ، څه په خپلمنځي جګړو او څه په خپله بې وسلې کړ.

۴ : ـــ  امریکایانو له پېله له پاکستان سره پر افغان خاوره ، افغان نظام او افغانانو باندې خپلمنځي سودا بازۍ وکړي . هغوی یې له تېرو (۳۷ ) کالو را په ایسته استعمال کړل . د افغانستان د جګړي او له مجاهدینو سره د مرستو په پلمه یې نړیوالې مرستې په خپلوجیبونوکې ترې واچولې ، خپل پوځي اوملکي تأسیسات یې ور باندې ورغول ، خپلو پوځیانو ته یې ډبل معاشونه ، د هغوی د تفرېح کولو ، عیاشیو ، تېلېفونونو ، ټپي کېدو او قرباني کېدو غرامات یې له همدې پیسو ترې ورکړل ، د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو او شومو موخو له پاره یې د جګړې ډګر افغانستان جوړکړی ؤ ـ او دئ . چور تا لان او د لرغونو توکو او ځمکنیو زېرمو غلاګانې له افغانستان څخه وشوې ، په کې په مېلیونونو مړه او ژوبل افغانان شول . دولتي اوغیردولتي تأسیسات او نهادونه د افغانانو په کې له مینځه ولاړل ، پردۍ جګړه پر افغانانو باندې ور وتپل شوه ، په میلیونونو چاودېدونکي توکي د لکونوافغانانوپه بیه په کلیو ، ځمکو او غرونو  راغونوکې وکرل شول چې له کبله یې څاروي په څړځایونو ـ او انسانان په کلیو او بانډوکې ترې په امن نه دي او د مېلیونونو ځارویو او لکونو افغانانو برحق ژوند یې په ناحقه ترې واخیست . په ښکاره خو روسان ، پاکستانیان او امریکایان ووتل ، ولې ددوی په لاس کرل شوي ماینونه اونور چاودېدونکي توکي د افغانانو په خپله ځمکه کې د بېګناه افغانانو په وړاندې تر ننه پورې جنګېږي .

۵ : ـــ  داچې د افغاني او پاکستانې طالبانو تر شا څوک او کوم لاسونه کارکوي ، هغوی هم معلوم دي . ځکه چې د جګړې ماشین په افغانستان او ټوله سیمه کې د امریکایي اقتصاد پر ډالري ښکر و باندې ولاړ دئ . که د امریکې اقتصادي همیانۍ ، تخنیک او استخباراتي پرسونل نه وي ، پاکستان هېڅکله هم د جګړې د ماشین چلولو وس او جرأت په ځان کې نه لري او نه یې ویني . او امریکې په سیمه کې خپله دغه زړه پُرزه ( پاکستان ) له تېرو ( ۳۷ ) کالو را هیسې د هند ، چین او روسیې د نظامي کړیو شلولو په خاطر له ځانه سره فعاله ساتلې ده . له همدې امله خو یوازې پر پاکستان باندې خپله پانګونه کوي ، هغوی د نورو په وړاندې د مقابلې او تهدید په خاطر حمایه کوي او د افغانستان په څېر بېوزله هېوادونه د خپلو اهدافو له پاره پاکستان ته نذرانه او ډالۍ ورکوي . ځکه امریکا پتیلې ده چې ګني د پاکستان له لارې به د چین د اقتصادي ودې ، د هند د مخ پر ودې نظام او د روسیې د نفوذ مخه ونیسي . مګر پاکستان له همدې پلمې سره جوخت په افغانستان کې خپلو ناروا حملو ته زور ورکړی ، ډله ییزې ناکامې حملې یې وکړې ، پاکستاني او افغاني طالبان یې سره یوکړل ، ترڅو پر مټ یې وتوانېږي چې د افغانستان یوه برخه په اصطلاخ افغاني طالبانو ته وسپاري ، افغانستان په دوو جغرافیو سره ووېشي  او امریکې ته په آسانۍ سره د بدخشان د پروژې فعالولو موقع په لاس ورشي او دوی منځنۍ آسیا هېوادوته پرته له ټکس ورکولو څخه د ترانزیت خوشې لاره په شمال شرقي افغانستان کې پیدا کړي . خوامریکایي چارواکي خبر نه دي چې امریکې په خپلو اقتصادي ، سیاسي ، نظامي او استخباراتي ګونیوکې د خپلو دوستانو ( انګلیس او کاناډا ) په مشورو سره د پنجاب موږکانو ته ځای ورکړی او هغوی اوس ځالې په کې جوړې کړې دي ، چې هم یې سوړې په کې وکړې او هم یې ځانونه په کې وپړسول . ولې په دې لوبه کې د تل له پاره په سیمه او نړۍ کې امریکې خپل باور له لاسه په کې ورکړ . پو ځیان یې په روحي او فزیکي لحاظ ناروغه شول ، د جنګي ماشین ډېره بودجه یې خپلې امریکایي مافیا او پاکستان وخوړله ، امریکایانو خپل فرصت په افغانستان او سوریه کې له لاسه ورکړ . ځکه دا ځل روسانو او چینایانو د امریکې په وړاندې په ځواکمنه توګه سرونه را پورته کړل . هغوی هم په یو شکل د اشکالو د افغانستان په جګړه کې ځانونه ښکېل کړي . او د امریکې د جګړې مدیریت او قومانده یې ور بې اغېزې کړه .  

۶ : ـــ  افغانستان ، افغان نظام او افغانان مظلوم دي ، ددوی مظلومیت ټول د پردیو ظلمونو او مداخلو زيږنده دئ . خو د افغانانو او د نړئ د ټولو مظلومانو دا خصلت دئ چې پرځمکه څوڅوځلې لوېدلي او بېرته پورته شوي ـ د خپل مجبوریت او مظلومیت زولانې یې د خپل هوډ او حُریت په څټک ور ماتې کړې ، ځواکمن شوي ، خپل اصالت اوخپلواکي یې ژوندۍ  او خوندي ساتلې او بیا یې د سیمې او نړۍ نور لوېدلي ؤلسونه هم له ځانه سره را پورته کړي ، د خپلواکۍ خوند یې هغوی ته هم ورڅکلی .  د همدې اصل له مخې افغانان هم د هغې ورځې را رسېدو په تمه دي چې د خپل ملي یووالي په شتون کې خپل سر لوړی ملت د ظلم او بر بریت له تیاروڅخه د خپلې روښانه ، هوسا او بسیا راتلونکې خواته را وباسي . ځکه خو یې چارواکو په سیمه کې روسیې او هند ته د نظامي مرستو تر لاسه کولو په خاطر لاس ور اوږد کړ . روسانو ته په کار ده چې د امریکایانو او پاکستانیانو په څېر اوسنۍ ـ او خپلې پخوانۍ تېروتنې دلته بیا په افغانستان کې تکرار نه کړي . په صداقت سره دې افغانانو ته دا ځل دغه مرستې پرله پسې پرته له څه قید او شرطه ورکړي . له دې موقع څخه دې ګټه واخلي او د افغانانو په کورنیو  ، کلتوري او مذهبي چاروکې دې نورې ګوتې نه ور وهي . ځکه په افغانستان او ټوله سیمه کې اوسنۍ سیالي او جګړه د ځمکنیو زېرمو او اقتصادي پر مختګ پر سرد استخباراتي علمبردارانو تر قیادت لاندې روانه ده . چې د مافیایي ، قاچاقي ، نظامي ، او سیاسي کانالونو او مجراګانو له لارې خپلو موخوته ځانونه ور باندې رسوي .

خوکه د نړۍ د وچې څلور لاری سترا تیژیک افغانستان هر لوري په صداقت سره د خپل ځان ملاتړی کړ ، هغه به دا لوبه وګټي . او که یې له لاسه ور کړ ، دغه لوبه به وبایلي . افغان چارواکو ته په کار ده چې په پوره درایت او بصیرت سره د نړیوالو له ملاتړه ځانونه برخمن او د خپلو ملي منافعو له پاره په خپل بین الافغاني روغ مدیریت کې سالمه ګټه واخلي .  د یو آزاد ، هو سا او بسیا افغانستان په هیله

 

 


بالا
 
بازگشت