داعش ته تبلیغ او د دولت ضد خبرې

محمد انور ولید : ۵ ـ ۷ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

له تېر یو کال راهیسې دا ډنډورې روانې دي او ویل کېږي چې دا دولت غیر قانوني دئ ، ځکه چې اجرأ یه ریاست په قانون کې نه شته ، د افغانستان د خلکو رأیې ته په سپکه سترګه وکتل شول ، په رأیو کې درغلي شوې ده ، واک په دوو برخو وېشل شوی  ، او تر څنګ یې دا نغارې هم ډنګول کېږي چې دا دولت بې کفایته او کمزوری دئ ، ددولت او ملت تر مینځ باور نورختم دئ ، اجرأیه ریْس خپل ـ  او ؤلسمشر خپل حکمونه چلوي ، هر ټيم خپل خپل کسان پر دندو باندې ګوماري ، تخصص ، وړتیا اوله ملت سره شوې ژمنې ټولې اوبو وړې دي ، کار روزګار نه شته ، خلک له هېواده تښتي ، د پانګوالو د امنیت د نشتوالي په خاطر پانګې او پانګوال له هېواد څخه بهر ووتل ، بډې رشوتونه ورک نه شول  ـ  بلکې لایې زور اخیستی ، د مخدرو موادو قاچاق او کرکیلې لا پیاوړې شوې ، د ناامنیو پېښې زیاتې شوې ، بیا رغونه ونه شوه ، ښوونیز ـ سوداګریز ـ دفاعي ـ  زراعتي ـ  تولیدي او نور اړوند سیستمونه سم په کار نه دې اچول شوي ، غیر قانوني کیندنې او د ځمکو غصب روان دئ ، ترورېستي پېښې ډېرې شوې ، ښه حکومتولي او سوله درک نه لري ، د ترورېستي ډلو او بریدونو زیاتی شته او کمی یې نه شته ، داعش ډله د افغانستان په (۲۵ ) ولایتو کې فعاله ده ، له عراق او سوریې څخه (۷۰ ) تنه نور داعشیان افغانستان ته راغلل او افغان دولت په پردیو مرستو ولاړ دئ .

خو اوس پوښتنه داده چې دا نو د چاکار ؤ ؟ دوی څه ډول خلک دي ؟ د چا په مشوره یې دا کار وکړ ؟ ددوی  تر شا کوم لاسونه دي ؟ ولې تر (۲۰۱۶ ) زیږدیزکال پورې په زرګونو نور امریکایي پوځیان افغانستان ته را خي ؟ لامل یې څه کېدای شي ؟ پاکستان ولې په خپلو کړو  ژمنو باندې عمل نه کوي ؟ ولې یې طالب پروژه ټینګه په ځنګ کې ور سره ساتلې ده چې کله د ترورېزم او القاعدې په ملاتړ په افغانستان کې جنګول کېږي ، او کله هم دداعش په نوم د دولت پرضد غیر انساني فعالیتونه او وژنې پرې تر سره کوي ؟ آیا ریښتیا هم په افغانستان کې د تورې جنډې لرونکي داعش نما شُبه نظامیان له عراق او سوریې څخه افغانستان ته راغلي ـ او که نه دا د پاکستان د استخباراتو همغه بدنامه طالبي پروژه ده چې سپینه لنګوټه یې په تور نقاب ـ  او سپینه جنډه یې ور ته په توره جنډه باندې بدله کړې ده ؟

اوس به موږ هم دې پېښو ته په کتو سره لږ خپل ماغزه په کار واچوو ، سوچ به وکړو چې په افغانستان کې ولې په مختلفو نومونو سره دا حالت روان دئ ؟ آیا ددې اصلي لاملونه ټول له بهره دي ـ اوکه نورکورني ابعاد هم لري ؟

که لږ د افغانستان د روانوکشالو بهیر ته پام ور واړوو وبه ګورو چې د افغانستان د ضعف ټکي ټول په کورنیو  سیاسي اختلافاتوکې سره را تغاړل شویدي ، ځکه چې ملي مشرتابه او مدیریت دواړه یې د خپلو سیالیو له امله تر سوال لاندې راوستي . د افغانستان د خاورې ، خلکو او نظام دښمنانو له همدې تشې څخه په سؤ استفادې سره له هرې خوا د کوتکو داسې مرګوني ګوزارونه روان دي چې د افغانانو ملي یووالی ، ښه حکومتولي ، ښه مدیریت ، او ؤلسي باور یې د خپلو ګټو په خاطر په خطرکې ور باندې اچولی دئ . ځکه هره ورځ د توغندیزو حملو او انتحاري پېښو ترڅنګ داعشي غدۍ هم پرځینو سیمو باندې لوېږي ، د ننګرهار د پېښې په څېر بېګناه یوکلن ماشومان د خپلو پلرونو په غېږکې په بې رحمانه ډول د وېرې او ترهې اچولو په خاطر ور وژني او مصله کوي یې ، په ماینونو سره په یوه ریموټ او یوه بټن سره لس تنه بېګنا مسلمانان هوا ته پورته کوي او وژني یې . د بغلان د پېښې په څېر د خلکو نکاح کړې ښځې په جبر او زور سره تر ډله ییزو جنسي تېریو وروسته خپل یوه ملګري ته د ښځې په ډول په نکاح ورکوي ، خواوس بیا وایي چې په (۲۵) ولایتونوکې په منظمه توګه د حکومتي ځواکونو او افغان ؤلس په وړاندې د داعش جګړه روانه ده ، ځکه دوی اوس په خپل آند د هغه با ادبه او بې ادبه مشرکینوتر مینځ جګړه روانه کړې چې دوی په لومړي سرکې له باغداد او دمشق څخه ترتهران ، منځنۍ آسیا او بر صغیرپورې  د پیرانو ، او په وروستیوکې له عربې نړۍ څخه ترکشمیره پورې د سلفیانو په نومونو په پټه د پېړیو مودو له پاره تمویلول . اوس ددې وخت را رسېدلی چې ددوی قومانده یې په عربي نړۍ کې د تل ابیب ـ او په آسیا کې د ( آی اس آی ) په لاس ورکړې ده .

ځکه تاسې همدا اوس وګورۍ چې دې ډلو په خلیجي او د افریقې په ختیځو او شمال ختیځو هېوادو، او د جنوبي او منځنۍ آسیا په هېوادوکې د افغانستان په شمول د خپل شعار مطابق د جګړې څه ډول جغرافیې جوړې کړې دي .

دافغانستان په شمالي ، جنوبي ، شرقي او شمال شرقي ولایاتوکې ددوی خپلمنځي او د حکومت پر وړاندې جنګونه ، په ننګرهار کې د طالب ، سلفي ، داعش ، حقاني ، حزب اسلامي او دولتي ځواکونو تر مینځ جګړې خپله ددې خبرې یو کره ثبوت وړاندې کوي چې په راتلونکې کې به دغه هره ډله د ناټو د غړو هېوادو د ځواکونو په ملاتړ په ټولو سیمو کې بېلې بېلې جغرافیې جوړې کړي ، هغوی به یو پر بل پسې په رسمیت وپژني ، او د سیمې هېوادونه به په ټوله اسلامي نړۍ کې سره بېل او تجزیه کړي . خو افغانستان ، سوریه ، عراق ، پاکستان ، او یمن به ددې هدف تر ټولو لومړۍ قرباني وي . ځکه خو د افغانستان حکومت په اقتصادي او نظامي لحاظ نه تمویلوي . بلکې وسلې او مهمات یې هنوز ورته تبا او برباد کړل . ( ۱۴ ) کاله یې بازي ور کړه ، تر (۲۰۲۵ ) زیږدیز کال پورې به نورې ډول ډول دسیسې او پلمې هم ور ته جوړې کړې . افغانستان به لوټ او حکومت او رعیت به یې همداسې خوار او زار او محتاج په سپېره ډاګ پاتې وي .       

اغیارغواړي په خپلو دې ډول پټو او ښکاره دسیسو سره د افغان نظام جنازه بارکړي ، ځکه خو یې په افغانستان کې د ننه او له هېواد څخه د باندې داعش ته تبلیغ پیل کړی او دافغان دولت پرضد د رسنیو له لارې په غونډوکې شکمنې خبرې کوي ، د دولت د اعتبار ختمولو اوکره کې او منفي احساساتو را پارولوله پاره خیالي له حقیقته لیرې تبصرې او منفي تبلیغات او مقالي خپروي . څو ځلې آوازې خورې شوې چې ؤلسمشر سخت ناروغ دئ ، موږ او تاسې ټولو په خپلو سترګو ولیدل چې د هفته ْ شهید په مراسمو کې یې خلکو ته د شک ور اچولو له پاره داسې شکمنې وړاندوینې وکړې چې په هغې کې یې  په دې وروستیو کې د ؤلسمشر د مړینې خبر هم خپور او ویل یې چې په افغانستان کې د قدرت خلا را مینځته کېږي ـ خو له دې تشې را مینځته کېدو څخه مخکې باید موږ دا خلا ډکه کړو ، له همدې امله خو ځینو جهادي مشرانوځانونه د خُلفای راشدینو په څېره اوکردارکې خلکو ته ور ښکاره کړل ، دوی د خلکو په زړونوکې د شک اچولو له پاره داسې مجهولې وړاند وینې وکړې چې تر لږ ځنډ وروسته د جمهور ریْس د بیا ن پر اساس هغه ټولې د درواغو آوازې او ډنډورې بېرته د ډنډوره چیانو په خوله ور ولګېدلې او دوی تر اوسه پورې همداسې چوپه خوله پاتې دي او داسې نور .

افغان دولت او ملت دواړو ته په کار ده چې نور د پردیو خلکو په تمه پاتې نه شي . ؤلسمشر اشرف غني همدا اوس د افغانستان د بیا رغونې او ملي یووالي له پاره اړین تدابیر نیولي . د کورنیو مالیاتو را ټولولو ته یې لاس اچولی . د معدني زېرمو د استخراج له پاره یې ممکنه لارې چارې سنجولې ، د تجارت په اړه یې په خپلو تولیدي ز‎ېربنا وو سمبالولو باندې پیل کړی ، تر څو تر یو بریده د پردي تورید مخه پرې ونیسي . او خپل تولید او کیفیت یې لوړ کړي . همداسې د ترانزیت تر ټولو خوندي او ارزانه لارې او بندرونه لټوي ، او زیار یې پر دې باندې دئ چې د منځنۍ آسیا د وارداتو او صادراتو لارې همدا د لاجوردو او ورېښمو لارې له افغانستان څخه تېرې او خپل هېواد ته د مالي منابعو سرچينې پرې جوړې کړي .

ملت ته په کار ده چې ددې سړي ( ؤلسمشر ) تایيد او ملاتړ دې وکړي او تر څنګ یې دې په یوه خوله په بشپړ ملاتړ ودرېږي . تر څو د نورو له باج او خراج څخه خوندي او په خپلو پښو ودرېږي . 

 

       


بالا
 
بازگشت