د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ کاليزه :

درنو هېواد والو لومړې تر هر څه د ولس غږ د خپرونۍ په استازيتوب تاسو ته د هېواد دخپلواکی د ۹۶ کاليزی مبارکي وايم .

دا کاليزه د نورو دری لسيزو په شان د ستونزو ډکه د ناهيلو سره مل ده، د پخوا په شان د وطن  دبچيانو ويني تويږي هره ورځ د جنازو او غمونو خبرونه خپريږي  ،د خوښې د لمانځغونډو پر ځای په هديرو او کورونو کې ژړاوی واويلاوی وي په هديرو کې د خويندو مينو او ځوانو کونډو قطارونه روان اود خپلو شهيدانو سره د تل لپاره دالله پاماني کوي.

ګاونډيان اود سيمې هېوادونه زموږ د بربادی لپاره نوی پروژی ډيزاين کوي ، د سولې لپاره په نوم يوه د سولی عالي شورا په تيرو ۱۳ کلونو کې فعاليت کوي پاېله صفر ده،۸۰۰ ميلونه ډالر پردی پرسه مصرف شوي خو يو ځل د يوي مشرتابه په غوښتنه د پاکستان په مري کې ددواړو خواوو ناسته وشوه،دا ځل په چين يا پاکستان کې کيږي.ولی زما په اند په رښتني توګه پاکستا ن  نه غواړي په سوله راشي که د طالب پروژه ماتی خوری داعش را ټوکول شوی، پاکستانۍ طالب خو فعال دی خپله اياس اي زموږ پر حريم راکېټونه وروي په ټول افغانستان کې اور بل دی ، په داخل کې هم زموږ واکني ستونزی لري.

 اول دا دسولی په نوم شورا کوم کار نشي کولای دا ټول هغه کسان دي چی د اي اس اي سره ملګرتوب کړی وو .که څوک سوله غواړي بايد اول د پاکستان ته کلک ځواب ووايي بيا په شورا کې ژور بدلون راولي د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو ته په شورا کې ځای ورکړي.

2 کله چی د سولی خبری تودی شي ورسره  سم يو شمېر بهرني هيوادونه او داخلي کړی د هېواد دټوټه کيدو اوازی او طرحی رامينځ ته کړي.

د بلې خوا داخلي مافيا  فسادکونکي، قاچاقبران،  ځمکوغاصبين چی په سوله کې هر څه د لاسه ورکوي حساب کتاب ته تا ټېل وهل کيږي نو په سبوتاژ او تخريب پيل کوي .

زه د حل لپاره لاری چاری وړاندی کوم :

1 د کميسون اجل بدلون د وړ کسانو ګمارل

2 بين الافغاني خبرو پېل اوربندکول، د غيری قانوني وسلو جمع کول،.

3 د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه او ملاتړ.

4 د سيمی هېوادو ملاتړ جلبول.

5 د خلکو د پوهاوي او ملاتړ لپاره د يوی لوی غونډی را بلل اوله دوی سره سلا او مشوره کول.

6 د سياسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنو استازو او نورو زيدخلو خواوو سره سلا او مشوره کول يو ضروري کار دی.

7 د ملل متحد تر مشری لاندی د ټولو خبرو او لوځنامو کول او نړېوال ضمانت کول ،

8 د جنګ جګړو له امله بيکاري زياته شوی ټول ځوان نسل که زده کړی هم کړي څوک کار نه ور کوي وزارت خانی هم په واسطو او روشوت کسان پر دندو ګماري د ظرفيتو د لوړتيا او بيکاری د مخنوي لپاره چی د سولی په روستلو کې پوره مرسته کولای شي بايد جدی کار وشي.

محمداقا کوچی

کابل                    افغانستان

۱۳۹۴کال            د زمري ۲۸

 

 


بالا
 
بازگشت