حقیق  

 ۱۴ / سنبله /۹۴

دوه مهمې غونډې او هیواد ته یې ګټې

پخوابه کله چې دافغانستان په هکله  مهمې غونډې او  کنفرانسونه جوړېدل نو په بهرکې به جوړېدل لکه دبن کنفرانس، دتوکیو کنفرانس، دپاریس کنفرانس  یا دلندن کنفرانس خو اوس دادی دافغانستان په هکله مهمې غونډې او کنفرانسونه  دلته خپله په  هېواد  کې دننه اوپه کابل کې جوړېږي چې په دوو وروستنیو کې یې   دډیرو هیوادونو او نړېوالو  مؤسسو استازي راغونډشوي وو.  دغه دوه غونډې چې یو پر بل پسي په کابل کې جوړې شوې   لومړنۍ یې دسیمه ایزو همکاریو ( ریکا) شپږمه نړېواله غونډه وه او بله یی هم دلوړوپوړو رسمي استازو غونډه یا (سام) چې دواړه دافغانستان لپاره مهمې وې .

ددې غونډو یوه مهمه لاسته راوړنه او  ځانګړنه خو همدا وه چې دننه په افغانستان کې جوړې شوې او داخبره داجوتوی چې  افغانستان اوس هغه ظرفیت په لاس راوړی چې نړیوال کنفرانسونه رهبری کړی او دهغه لپاره طرحې  او پلانونه  وړاندې کړي  ، هغه بهیر  چې ددې غونډو له لارې  یې لارښوونه وشوه هغه داوه چې   افغانستان به ددې جوګه کړی چې دنړیوالو مرستو دښه او پرځای لګښت جوګه شی. اوهم به داسې شرایط زموږ هیواد ته مساعد کړي چې دسیمي په اقتصادي او ترانزیتی شاهرګ باندی بدل شي .

خود غونډو دپایلو د پوره بري لپاره باید راتلونکی ته انتظار وویستل شی هیله داده چې افغان اداره ځان داسې ثابت کړی چې نور نو په خپلو پښو ددرېدو توان یې لاسته راوړی وی او وبه کولای شی چې په راتلونکی کې مستقل ، واکمن  او پرځان متکی واوسي.

جمهور رئیس غني هم په دواړو غونډو کې ویناوې کړي او د خودکفایي د طرحو د تطبیق په خاطر یې د افغانستان پلانونه تشریح کړي دي .

 

هغه ویلی چې ( په بېلابېلو برخو کې مو د اصلاحاتو بهیر پیل کړی دی، لکه د ملکي خدماتو د سیستم اصلاح، سي بي آر، په عدلي او قضایي سیستم او ګمرکونو کې اصلاحات او د کابل بانک د قضیې حل، د خصوصي سکتور اصلاحات او پیاوړي کول مو یوه بله برنامه وه او په همدې موخه په پام کې دی، چې په راتلونکي کال کې  په افغانستان کې د نړیوالو او سیمه ییزو شرکتونو د پانګونې د هڅونې په موخه یو پراخ کمپاین پیل کړو.موثره بودجه جوړونه زموږ د حکومت د اصلاحاتو دویمه برنامه ده،  د اداري فساد پر ضد د مبارزې د بهیر چټکول او د پروژو د لګښتونو مدیریت هم په هغو اصلاحاتو کې شامل دي، چې د نړۍ له هېوادونو سره یې موږ ژمنه کړې.)

ښاغلي غني دغه راز ویلي :(چې موږ باید د ستونزو او فرصتونو انډول درک کړو، خپل عمده مشترکین تشخیص او راتلونکې ته په دقت سره وګورو ترڅو په جغرافیایي او سیاسي خنډونو لاس بري شو او د راتلونکې په لور مخ پر وړاندې ولاړ شو ،  افغانستان ته خپل موقعیت ستونزې پیدا کړې وې، هیله  ده چې دغه مهم موقعیت وکولای شي  په راتلونکو کلونو کې د سترو ګټو خاوند شي.)

دافغانستان خلک هم هیله من دي چې دافغانستان نوی حکومت په خپلو ټولو کورنیو ننګونو بری ترلاسه کړي او هغه فرصتونه چې په بهرني اړخ کې زموږ هیواد ته په لاس راغلي له هغو نه هم ښه ګټه پورته کړي. د دغو ګټو یوه ښه بیلګه دبهرنیو هیوادونو اقتصادي مرستې دي چې له افغانستان سره یې کوي او په دې توګه زموږ جګړه ځپلي هیواد کولای شي په خپلو ستونزو لاسبری ترلاسه کړي او دنورو پرمختګونو په لور یون پیل کړي.

شنونکی دغه دواړه غونډې داسې ارزوي چې که چیري افغان دولت وکولای شی له هغو نه ښه ګټه پورته کړي او داسې میکانیزم ولري چې د نړیوالو ژمنو څارنه وکړي او دهغو دعملي کیدو لپاره وخت په وخت اقدامات ترسره کړي او دغه راز نړیوال دې ته وهڅوي چي خپلو ژمنو ته پام وکړي نو له شک پرته به افغانستان ته ښې لاسته راړنې ولري . شنونکی داهم  وایی چې افغان دولت باید له نورو هیوادونو څخه دخپلو ملی ګټو لپاره ګټه پورته کړي او داسې نشی چي دغه غونډې زموږ دکمزروي مدیریت له کبله موږ دنورودګټو لپاره وکاروي.

دداسې غونډو جووړول که په خپل ذات کې دهیواد لپاره ستره لاسته راوړنه ده او افغانستان په نړېوالو مسایلو کې مطرح کوي نو له پریکړو او ژمنو یې ګټه اخستنه دهیواد لپاره لا ښه امکانات دي چې په اوس وخت کې دافغانستان لپاره مساعد شوي.

ښه خو دا وه چي افغانستان دنورو محتاج نه وای او په اقتصادي برخه کې پرځان متکي وای  خوتیرو ناخوالو او جګړو زموږ دهیواد یو شمیر امکانات له مینځه وړی چې موږ نشوکولای تریو وخته په بشپړه توګه په خپلو پښو ودریږو ، خو دا په دې مانا هم نه ده چی موږ به دکلونو او اوږدې مودې لپاه همداسې په نورو متکي واوسو او مجبورا دنورو دمرستو له کبله دهغوی یو شمیر غوښتنې هم ومنو .

زموږ هیواد ښه امکانات لري څه ډول چي په دغو غونډو کی هم مطرح شول چی دافغانستان له لارو څخه ګټه اخستنه چې جنوبي او مرکزي آسیا به سره تړي او دغه راز چین به له مرکزي او لویدیزې آسیا سره له ځمکني لارې او داور ګاډي دپټلی له لارې و تړي ، دغه راز دافغانستان له لاری دانرژۍ لېږدول او لنډه داچې دوریښمو او لاجوردو دلارې بیا جوړیدل ښه فرصتونه دي چي کولای شو ترې ګټه واخلو او هیواد دخودکفایی او پرځان بسیاینې لورته وکاږو.

یو ټکی ډير مهم دی چې بیا هم امنیت دټولو چارو په سر کې راځي چې له هغه پرته به زموږ ټول پروګرامونه له ګټې پرته پاتې وي او دغه غونډې او برنامې به یواځې هیلې او تشریفاتي مسایل وي. که دولت دی او که نړېواله ټولنه او سازمانونه ترټولو مخکی باید دامنیت مسألې ته پام وکړي ، سره له دې چې یو شمیر شنونکی دا وایی چی دافغانستان امنیت دسیمی او نړۍ دهیوادونو په غبرګون پورې تړلی اوهمدغه هیوادونه دي چې زموږ دجګړو عوامل برابروي په تیره بیا ګاونډیو هیوادونو ته داقتصادی ګټو دفرصت مساعدول به هغوی  دې ته اړباسي چې دافغانستان په امنیت کې رغنده کار وکړي. مګر دا دټولو امنیتی مسایلو پای نشي کیدلای ځکه دغو هیوادونو ته ددوی سیاسی اوږدمهالې ګټې او سیمه یزې سیالۍ له افغانستان څخه داقتصادي ګټې اخستنې څخه مهمې دي نو ټوله اتکأ دې په دې مساله نه کیږي چې هغوی به دخپلو اقتصادي ګټو لپاره ګواکې دافغانستان دامنیت زمینې مساعدې کړي . باید چې په دې اړوند رغنده نور لازم ګامونه واخستل شي او په تېره بیا دسولې بهیرچې دافغانستان دامنیت لپاره ډیر مهم بلل کیږي دبریالیتوب تربریده ورسول شي .

 

 


بالا
 
بازگشت