فاروق فردا

فاروق فردا
سیاستوال او ژورنالیست
++++++++++++++


دننګرهار د نجات د پاره یو غږ : مه پرېږدئ چې له ننګرهاره ټول افغانستان ته خطر پېښ شي!!!!


دننګرهار ولایت پتمنو ولسونو، سپین ږیرو،مشرانو،معززینو، دینی عالمانو، مخورو، خویندو او میندو او د افغانستان ولسمر ښاغلی محمد اشرف غنی !
په ډاګه یې وایم چې افغانستان د یویې لوتوطیې قرباني دی.دا لویه توطیه، لویه لوبه ده چې کلونه کلونه وړاندې سابقه لري او وروستی هدف یې دادی چې د افغانستان خوار اولسونه دې دا سې وي چې بچې یې بیسواده پاتې شۍ،روغتون ونه لري ، سړک ونه لري، برښنا ونه لري او د تل دپاره د خوار ژوند سره خوار او ذلیل له دې دنیا لاړ شي. څو د نړيوالو کميټو توطیو یو دبل پسې ترسره او دوی وکولای شي د یوه خوار او سوالګر افغانستان له لارې د خپلو سیالانو سره د حساب تصفیی ته راووځي. دوی به په دې اړ و دوړ کې له یوه طرفه د افغانستان لاند ځمکې بډاینې غارت او لوټ کړی شي او له بلې خوا د افغانستان او نورو ولسونو باندې چې د جګړو قربانیان دي خپلې وسلې خرڅې او خورا بې حسابه ګټې تر لاسه کړي . له درېېمې لارې څخه خپلو رقیبانو ته په سیمه کې داسې ستونزې او پروبلمونه را مینځ ته کړي چې باید تل د دوی د «هو» او «نه» تر امر لاندې وي.
دا چې دتوطیو سازمانونه او ښکیلاک ګر ځواکونه د رقیبانو سره په سیالئ کې ، دې هدف ته رسېږي او که نه؟ بېله خبره ده ،خو دا په یاد ولرئ چې د افغانستان جګړه ځپلې هېواد او له جګړې څخه یې ستړي خلک ددغوهدفونو داور په لمبو کې سوځېدونکي دي او تر هر چا زیاد به نور زیانونه هم وزغمي.
درنو مشرانو،
د عربي مملکتونو تیل مخ په خلاصيدو دي او دوی غیر له دې، بل څه نه لري چې د توطیو د کمیټو خولې پې ورډکه کړي. اوس دهغو د مهارولو د پاره یو اسراییل کفایت کوی چې په سیمه کې ورته لنګر اچولی وي او عربان ورڅخه سر ونه خوځولای شي.
-
تاسو د عراق ،لیبیا،تونس،مصر حوادث ولیدل . په څه نومونو ونومول شول او بالاخره نتیجه یې څه شوه. دکوم په اصطلاح «بد» پر ځای کوم «ښه» رامینځ ته شو؟ د دې دپاره چې د عربو مشران په بهرنیو بانکونو کې خپلې پېسې ونه غواړي، سرونه یې څه چې هیوادونه یې هم له لاسه ووتل. اوس د سوريي پيښو ته نظر وکړئ. چې دیوه قانوني نظام د پرزونې دپاره څه اقداماتو ته لاس اچول کېږي؟.
-
منځنی آسیا د یوې مهمې او استراتېژیکې نقطی په توګه یوه لاس نه خوړل شوې سیمه ده چې هم نفت لري ، هم ګاز او هم سره او سپین زر یا پومبه چې دانسان د پایښت سره سم ارزښت لري.
درنو ورونو او خویندو.
-
یوازی د قزاقستان د زیر زمینی منابعو ارزښت د ټولې اروپا له منابعو څخه څو چنده زیاد دي.دا د توطیه ګرانو نه خوښېږي.
-
فدراتیفه روسیه د نړئ شپږمه برخه تشکیلوي. هماغومره چې د دې هیواد ارتوالی خورا ډېر دی، اقتصادی منابع یې هم زیاد دي او دومره زیاد چې امریکا، المان، فرانسه، انګلیستان او نور نور هیوادونه یې دچا خبره ګرد ته هم نه رسېږي. دڅو څو هیوادونو د مساحت په انډول د روسيي یوازې سایبیریا ده چې د نړئ له غني زیرمو څخه شمېرل کېږي. ښکېلاک ګرهیوادونه او نور سازمانونه له کلو کلو ورته غاښونه چيچي او نه یې خوښېږي چې د داسې یوستر او عظیم ارزښت خاوند په نړئ کئ یوازې یوه روسیه وي.
توطیه ګرانو دپاره د ې زېرمو ته رسېدل،له افغانستانه پرته بله لاره نشته او زموږ د هیواد قرباني کیدل هم په همدې خاطر دی.که نه هیڅوک د هیچا د پاره مړ شوی ندی.
آیا تر دې دمخه چې څلویښت هیواده په افغانستان کې حضور پیدا کړي، دتروریزم کچه څومره وه؟.انتحاري چا پیژاندل؟آيا په افغانستان کې همدومره کوکنار کرل کېدل لکه چې اوس کرل کېږي؟
آیا تاسو ته دا پوښتنه نده پیدا شوئ چې زموږ د لوګر دعینکو د مسو کان ولې نه را سپړل کېږي؟، له سپین بولدکه تر کندهار ښاره پورې زموږ د تیلو دزېرمو د را ایستلو دپاره ولې زمینی نه برابرېږي؟ دشمال د ګازو دراایستلو د پاره ولي انکشافات نه تر سره کېږي؟. دکونړ لرګي مو ولې د سون موادو په بیه ارزول کېږي؟، زموږ د وسپنو کان چې یو سر یې په افغانستان او بل یې تر ایرانه رسېږي ولی نه را ایستل کېږي؟ دلاجوردو،زمردو او نورو قیمتي ډبرو کانونه مو ولې د غیر فني او لوټمارو په لاسو نو کې دي.دکونړپر سیند د برښنا بند ولې نه جوړېږي؟ او داسې نورې نورې او نورې لويې شتمنئ چې افغانستان یې لري هیچرته به هم نه وي. خو خلک یې خوار او زار دي.
د توطیو سازمانونو چې د امریکا په شمول یو شمیر هیوادونه رهبري کوي او د افغانستان په ګډون د حکومتونو تر شا نور حکومتونه دي او هغوې ته امر ونهی صادروي ، نه غواړي چې ددې هیوادونو خلک د خپلو منابعو خاوندان شي. هغه باید د دوی لاس ته ورشي، دوی باید هغه را وباسي او ځانته یې خرڅ کړي.
نن کندز د شمالي ولایاتو څه چې د شمالي ګاونډیانو د پاره د خطر ستر زنګ دی او که یې مخه ونه نیوله شي تاسو به وګورئ چې په منځني آسیا کې څه ډرنامې پېلېږي؟چې زیان به یې زموږ د شمالي ولایتونو او ټول هیواد محروم ولسونه کاږي.
که چېرې کندز همداسې د داعش او طالب په لاس کې پاتې شي تاسو به ووینئ چې د شمالي ولایاتو حالت کومې خواته ځي؟.دهر ولایت وراني د ټول هیواد وراني ده.تاسو د کندز د سقوطه سره ولیدل چې د قومي او قبیلوي شخړو لمنې وغځېدي چې راتلونکی یې ښه ارزولای شئ.
نن زموږ د شینوارو سیمه په غمیزه کې ده؟دا دهغې برنامې پېل دی چې کندز پکې اول شوی دی.دا درد او دا اور په ننګرهار کې کور کور ته رسېدونکی دی.که په ننګرهار کې اکثره اوسېدونکي پښتانه دي نو بیا به وګورئ چې په دې پښتنو کې څومره خیلونه ، طایفې ،قبیلې او عشایر را پیدا کېږي چې یو د بل وینو ته تږی کینول شوی وي.
دا به هغه وخت وي چې ننګرهار مو هم لا لسه وتلای وي او پخپله به پخپل لاس د لوی افغانستان د ورانیدلو زمینې برابرې کړي وي.دا به یو تاریخي شرم او ننګ وي او دا به هغه نه جبرانیدونکې پېښه وي چې د افغانستان د ټول ملت لاسونه به د ننګرهار خلکو تر ګریوانه پورې اوږده وي.
درنو ورونو ،مشرانو او ځوانانو،
ننګرهار د ورانیدلو په درشل کې دي.دا په یاد ولرئ چی هیڅوک به یې بیا درته جوړ نه کړي.د ننګرهار زرغونه سیمه به داور لمبو وسوځي او په ژړا ژړا زمو پر غیرتونو او همتونو پورې به وخاندي.
نور به دننګرهار زراعتي او نګه حاصلاتو خاوندان نه یو او نه به دننګرهار شاعرانه فضا او فرهنګ دپاره د لوړتیا مجال او زمینه برابره شي.په ماتو زړونو به یو وبل ته ګورو اوهیڅ به مو له لاسه نه کېږي.
زرغون ننګرهار به سوځېدلې کرونده شي چې بیا به د هیچا په کار هم نه وي.
درنو ننګرهاریانو،
دننګرهار د نجات او خلاصون دپاره لا فرصتونه او زمینې شته.راځئ چې دا زمینې او فرصتونه درک کړو څو له لاسه مو ونه وځي اوویاړلی ننګرهار مو همداسې د برم او ویاړ د فرهنګ او کلتور بیلګه وساتو.
درنو مشرانو او کشرانو ،
زه دننګرهار دیوه بچي په صفت چې په دې ولایت کې مې خاپوړي کړی، لکه ټول افغانستان ، ننګرهار هم خپل زړه او ځیګر بولم او ددغه ولایت ودانیدل د ټول افغانستان ودانیدل او وراني یې د ګران افغانستان ورانیدل ګڼم. ځکه نو تاسو ته لمن در اچوم چې په دې مقطع کې هر څه یوې خواته پرېږدو او د ننګرهار د نجات د پاره لاس په کار شو.د غلو،داړه مارو،ګټه لتوونکو،تنبلو او بیکاره چارواکو(چارچورانو) مخه ونیسو او دننګرهار ټول مسوولیت پر خپله غاړه واخلو.
د افغانستان ولسمشر ته هم زما مشوره داده چی د کندز ولایت څخه د غټ عبرت اخیستلو سره، د ننګرهار ولایت ته پوره پام واړوي او د دغه ولایت د نجات او آبادئ د پاره چې د لوی افغانستان د انګړ دروازه جوړوي،لاس په کار شي.
زه باور لرم چې د ننګرهاریانو د غوښتنې او درایت په نتیجه کې ،موږ پر ټولو ستنزو بری مومو.
والسلام


 

 


بالا
 
بازگشت