ملي یووالی د افغانستان د بقأ تضمین دئ

محمد انورولید: ۱۱ـ حمل ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

افغانستان د آسیا په زړه کې یو داسې تاریخي هېواد دئ چې هم د جغرافیوي موقعیت له مخې ـ او هم د جیو پولیټیکي اړیکو له رویه په سیمه او نړۍ کې خورا ستر ستراتیژیکي اهمیت او رول لري . خو د افغاني تاریخ په اوږدو کې یې سیاسي مدیریت کله روڼ ـ او کله هم پیکه په ګوته شوی . چې پایلو یې هم منفي اړخونه له ځانه سره لرل او هم مثبت . په منفي ټولو اړخونو کې افغانستان په فزیکي ، سیاسي ، مردمي او اقتصادي لحاظ د نړۍ له متمدن کاروانه وروسته ساتل شوی ، خو په مثبتو بدلونونو سره یې تل سیمې او نړۍ ته پرته له څه تبعیض او توپیره په مادي او معنوي لحاظ ګټه رسېدلې او د سیمې او نړۍ ډېرو فکري او جسمي مظلومانو د هغوی د لاس او ژبې په برکت د فکري حیات خپلواکې اوبه څښلې دي .

بلخ ، هرات او غزنی د نړۍ له سترو علمي او فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېدل . د سیمې او نړۍ خلکو به په همدغو مرکزونو کې خپلې زده کړې کولې چې دوخت و چارواکو د مثبت او سالم مدیریت ، بصیرت او درایت له برکته اوس په جنوبي او مرکزي آسیا کې خواو شا ( یوولس سوه مېلیونه ) وګړي د اسلام په دین باندې مشرف دي . په  افغانستان کې داسې ستر شخصیتونه هم وو چې آن اروپا ، منځنی ختیځ ، لوی هندوستان ، مصر او د خلیج هېوادونه یې د غفلت له خوبه را پاڅولي او د خپل آزاد خیاله فکري او علمي سمندر په اوبو یې تنده ور ماته کړې ده .

دا ځکه چې د هغوی هوډ داؤ چې په خپل حکومت ، خپل هېواد ، سیمه او نړۍ کې انساني یووالی راولي . دوی په ریښتیني ډول د ملي او انساني یووالي علمبرداران وو . پخوانیو افغان مشرانو تر هر څه وړاندې لومړی خپل ځانونه جوړکړي وو . د ريښتینو مشرانو خواص او خویونه یې د ځان عادت ؤ . که به بل ځای ته روان شول هم به یې له ځان سره اخلاق او د ريښتینو مشرانو خواص له ځانه سره وړل . ډېر فتوحات ( سوبې ) یې د خپلو اخلاقو له برکته په نسیب شوې دي . هغوی به خپل ټول پلانونه او سترا تيژي ګانې د اوږد مهال له پاره په خورا ښه سنجول شوي دقیق کیفیت په صداقت او ملي قوت سره جوړول او عملي کول . همدا لامل ؤ چې هغوی به په خپل کورني او بهرني سیاست او کړنلاروکې په هوډمنه او نه ستو مانه کېدونکې توګه تل بریالي وو ، چې کارنامې یې اوس هم د دوست او دښمن دواړو له خوا ځکه ستایل کېږي چې دوستان ور باندې ویاړي او نوم یې په زرینو کرښو ژوندی ساتلی ، او دښمنان د هغوی له انساني کارنامو او شاهکاریو سترګې نه شي پټولی .

هو ! هغوی د خپلو وختونو تر ټولو ښه مُدبر مشران او مُدیران وو . هغوی به یو د بل په وړاندې توطیْې او دسیسې نه جوړولې . یو د بل به کلک ملاتړي وو . د نرو او ښځو دواړوپه زړونو کې یې ځای درلود . خپل ملت ، سیمه او نړۍ یې د خپلې پوهې ، پولادین عزم ، ریښتینې مشر تابه ، صداقت او باور په غښتلو تارونو سره تړې وه . دوی به تل د لوېدلیو او مظلوموخلکو مزدوران ـ او پر ظالمانو او زوروروباندې باداران وو . دوی به خوارانو او غریبانو ته خپله وینه ور کوله . ځکه خو یې ټول ملت په سر او مال دواړو سره په کاملاً ملي روحیه اوامرو منلو ته غاړه اېښې وه . ځکه خو به د کمیت په لحاظ ددوی ډېر واړه ګروپونه د سیمې او نړۍ په ډېرو لویو ځواکونو باندې هم بر یالي کېدل .

له همدې ځایه موږ ته پته لګېږي چې د هغو افغان مشرانو د تصمیم نیولو په مرکزونوکې د پردیو استخباراتو ځالې نه وې . ددوی شوراګانې به سوچه افغاني الاصله او له پردیولاسوهنوتل پاکې وې . له کورنیوجګرخونیو به تل بېغمه او پام به یې تل د عامه ملي ګټو خواته ور اوښتی ؤ .

خو کله چې ددوی په ګټلي میراث باندې د نفاق او ځانځانیو بلا ورګډه شوه او د پردیو سیمه ییزو دسیسو خپسې یې د واک پرستوني باندې پل ورکېښود ، له هغوی څخه یې د ملي واکمنۍ او ملي تفکُر واک واخیست او د نازو او کرېشموپه مصنوعي خوب یې بيده کړل . نو بیا یې لومړی په خپلوکې په ټوټو او توکړو سره ووېشل ، وروسته یې هدفي ځنځيري ترورونه او وژنې په کې تر سره کړې ، ور پسې یې یو له بل سره په جګړو اخته کړل ،  چې په پایله کې یې پلار ګټلي هر څه د خپل قدرت ( ارګ ـ یا مرګ ) په نشه کې له لاسه ورکړل . آن تر دې چې تورو مسلیانو یې د افغان کور په انګړ کې د ننه کرښې ور ته را کاږلې او دافغان کور دعوا یې وکړه .

دادي اوس د پخوانیو تېروتنو له امله پردیو زموږ په کورکې د خپلو ګټو له پاره له دری نیمو لسیزو را په ایسته اورونه بل کړي او د سون توکي یې هم خپله افغانان او د هغوی شتمنۍ دي چې له امله یې تر ننه پورې ( دوه نیم مېلیونه ) خلکو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړی ، تر ( اووه مېلیونو ) زیات په کې مهاجر او بې کوره شول ، ( یو نیم مېلیون )  معیوب او ناقص الاعضأشول ، ( تر شلو مېلیونو) زیات په کې وږي ـ تږي ـ بېکاره ـ بې روزګاره او محروم شول .

خو په بدل کې یې له ( اوو  اتو سوو څخه نیولې بیا تر زرو کورنیو پورې ښې چاغې شوې . ځکه دا ( ۳۵ ) کاله کېږي چې هغوی د جګړې او سیاست په ټولو اړخونو کې په مختلفو نومونو او القابو سره د شهیدپه وینو او هډوکو ـ او د یتیمانو ، کونډو او مظلومو افغانانو په تړمو تړمو اوښکو او عفت باندې خپل سوړ تجارت کوي او ټول په کې په داسې حال کې لک پتي ، مېلیو نران او میلیاردردان شول چې پخوا یې په آسمان ستوری ـ او پر ځمکه ښوری نه درلود ، او د پلار به یې ایله دومره درمند ؤ چې د کلي د سپی لکۍ به یې تر حق الله هم وتلې وه . اوس د کورني واک د عزل او نصب ټولواکمن هم همدغه کورنۍ دي . ځکه چې واک یې قبض کړی . او په افغانستان کې واک دوی ته داسې برېښي لکه څوک چې یو چرګ ونیسي ـ او بیا ووایي : ( دا چرګ چې دئ یو مارغه دئ ، چې چا ونیو د هغه دئ . )

په داسې حال کې چې ځاني او مالي قربانۍ خو تر دوی نه نورو عادي او غیر مطرح افغانانو ډېرې ورکړې دي . خیر چې له نړیوالو او سیمه ییزو چینلونو سره یې اړیکې نه لرلې . دا کومه ګناه نه ده . ګناه خو پرهغو ملي نوامیسو باندې ده چې د مېلیونونو افغانانو د وینو ، اوښکو او ځاني او مالي قربانیو په بیه تر لاسه شوي وي ـ خو بیا یې څو تنه حرفوي غیر ؤلسي دلالان د خپلو شخصي ګټو له پاره په غلا او پټو معاملوکې په وړیا او خورا شرمېدلې بیه پر نورو باندې وپلوري .  

چې په دغه ډول تفکُر ـ دغه ډول نیت او دغه ډول چلند سره هېڅکله هم ملي یووالی مینځته نه شي را تلای . د ؤلس او حکومت تر مینځ بې باوري ، بېزاري ، او سره پاشل کېدل له همدې ځایه پیلېږي .

 که چېرې افغان مشران په ریښتیا سره ملي یووالی غواړي ـ نو لومړی دې په خپلو کې سره یو موټی شي ، بیا دې په واک کې نور افغانان هم ور سره شریک کړي ، ځکه په داخل او خارج کې موږ داسې تعلیم یافته او په کار پوه مسلکي افغان ځوانان لرو چې د ګوندونو او کړیو له اړوندو کسانو څخه په هر څه کې رسېدلي او پوه دي ، خو یوکمی په کې شته او هغه دا چې داسې ځوانان له واکمنو میراثي ګوندونو سره راجسټرارشوي نه دي .

بس همدغه د هغوی ګناه د ه .

حکومتي چارواکي دې له افغان مخالفینو سره د ریښتینې داْیمي سولې او جوړ جاړي له پاره د خبرو او تفاهم بېخپوره یوه داسې دروازه پرانيزي چې وروسته بیا ښکېل هېوادونه اوکړۍ د خپلو مفاداتواو امتیازاتو تر لاسه کولو په خاطر د افغان وسله والو مخالفینو مشران له ځان سره ګرو ګان و نه ساتي . کله یې چې دا ګام واخیست ، وروسته دې هغوی هم په تدریجي او بین الافغاني ډول په واک کې ور ګډ کړي ، تر څو لومړی اوربند ، ور پسې د خبرو او تفاهم چاري او بیا امن او ملي یووالی مینځته ور باندې راشي .

کله چې په واک کې له ریښتینو ورګډېدو سره ملي یووالی راولي ، ور سره جوخت د افغانستان د بقأ او عزت ضمانت هم په کې شته . چې په هغه صورت کې به بیا د سیمې او نړۍ هېڅ طاقت په چپه او بد نیت ورته ونه ګوري . ځکه په ملي یووالي کې د افغانستان د بقأ تضمین پروت دئ .

 

 


بالا
 
بازگشت