شخړه ییز انځور

محمد انور ولید :   ۳ـ ۹ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

 

په کلي کې د اوبو پر سر د دوو ګاونډیانو د شخړې وضعیت له پیل څخه تر پایه پورې انځورکړﺉ ، او یا د کومې بلې داسې شخړې انځور وکاږۍ چې تاسو په خپلو سترګو لیدلې او یا تاسو خپله آزمویلې وي .

·        په نوموړې شخړه کې ښکېلې خواوې څوک دي او یو له بل سره څه اړیکې لري ؟

·        شخړه څنګه او په څه ډول پیل شوه ؟

·        د شخړې په اړوند د دوی متقابلو کړنو او عکس العملونو کوم مرا حل طی کړي دي ؟

·        ددوی ذهني او د اړیکو حالت څه ډول دﺉ ؟

·        اوس شخړه په څه حالت کې ده ؟

·        شخړه څنګه حل شوه ؟ ( د زر، زور او تزویر له لارې ـ او که د دواړو خواوو په رضأیت او ګډ توافق سره ؟ )

·         ښکېلې خواوې پرې راضي دي که څنګه ؟ 

 

 

د شخړې اغېزې:

 

شخړې په ناسمو ( نا متوازنو) ټولنیزو اړیکو کې مینځته راځي چې هم خپله بد لون مومي اوهم د خلکو په اړیکو کې بد لونونه را مینځته کوي او پر ټولنیز حالت خپل اغېز پرې باسي .  خو نوموړې اغېزې په لاندې څلوروبرخوکې را مینځته کېږي :

 الف : شخصي ( ځانګړې) برخه :

موږ د ټولنې د وګړو په توګه له شخړو څخه په مثبت یا منفي ډول اغېزمن کېږو . شخړه زموږ پرجسمي حالت ، عزت النفس ، عاطفي ثبا ت ، ادراکي ظرفیت او روحاني حالت باندې اغېزې کوي . چې نوموړې اغېزې زموږ په شخصي ژوند او ټولنیزو اړیکو کې ځان ښکاره کوي .

ب: د اړیکو برخه :

ددې برخې اغېزې په مخامخ اړیکو کې د مفاهمې څرنګوالی ، د ټولنیزو ډلو تر مینځ د عصبي ، توکمي ، نژادي او فکري نږدېوالي او لیرې والي د مسایْلو او پېښو په اړوند د هغوی په سم یا ناسم ادراک ، د هغوی په وېرو ( ډارونو ) ، هیلو ، نه هیلیو  او د قدرت او صلاحیت په کارولو کې ځان ښیي .

ج: د جوړښت برخه :

دا برخه موږ ته دا را ښیي چې خلک یو له بل سره څرنګه خپلې ټولنیزې ، اقتصادي ، سیاسي ، او سازماني اړیکې جوړوي ، ترڅو انساني لومړنۍ اړتیاوې پرې لیرې ، سر چینې ور ته برابرې او د ټولنې د وګړو او ډلو په اړه پرېکړې وکړي . په همدې برخه کې د ډېرو شخړو اصلي علتونه ځای لري . د ډېرو ټولنیزو شخړو رېښې په همدې برخه کې پرتې او په متقابله توګه همدغه برخه پر ټولنیزو شخړو باندې خپلې اغېزې لري .

د: دودېزه ( فرهنګي ) برخه :

کله چې شخړې د مادي زیانونو تر څنګ د غلطو رواني دردونو او زخمونو له یوې ټولګې سره ملې( غبرګې ) شي ، د شخړو له پاره یو کلتوري بنسټ او یا د شخړې کلتور مینځته راوړي . په هره کچه چې شخړې اوږدېږي ، په همغه کچه د شخړو کلتور هم ور سره اوږدېږي ، پخېږي ، وده کوي او ټو لنه په مختلفو شخړه ییزو لیکو باندې سره وېشي چې هره لیکه شخړې ته د خپل نظرد زاویې له کنجه ګوري او د شخړې بېل قراءت ، تحلیل او تفسیرکوي .

د یوه مشترک تعریف پر مخ لارې بند وي . د شخړو کلتور د شخړو د حل ، سولې او پخلاینې په لار کې بندیزونه او خنډونه را مینځته کوي .

په بل عبارت ؛ د شخړو د تحرک او دوام له پاره د سون ( سوخت ) مواد برابروي . (( لکه د افغانستان د خاموش اکثریت بې دفاع اوغریب ملت اولادونه چې د جګړه ییز بې تعریفه اورلمبو ته په مختلفو آنو بهانو را کاږل کېږي ، د تعلیم مخه یې نیسي ، مجبوروي یې ، پرهغوی باندې بمونه تړي ، ځانمرګي واسټونه وراغوندي ، پردي اولادونه ور باندې وژني ، د کرأیي جنګیالي پر وینو او د یتیم او کونډې پر اوښکو یې خپل سوړ تجارت کوي ، له استخباراتي چینلونو څخه په خپله دغه ډول پروژه کې له بردیو استخباراتي کړیو خپل بجټ ترلاسه کوي اوخپل اولادونه د هغوی په بیه په پرمختللوهېوادونو اوتعلیمي مؤسسوکې د راتلونکو زعامتونو له پاره تعلیم کولو ته پرې لېږي ، خپلې مزې چړچې پرې کوي او نه پرېږدي چې شخړې سړې شي . ځکه چې ددوی او ددوی دکورنیو ، ډلو او هېوادونو په کې ګټه ده . ))

اوس راځم دېته چې موږ څنګه کولای شو په خپل هېواد کې دې ناورین ته د پای ټکی کېږدو ؟  

اړینه بولم چې ددې کار له پاره موږ باید ترهرڅه مخکې لومړی د یوې با کیفیته ملي پالېسۍ او پلانګذارۍ پرمیکانیزم جوړولو باندې کاروکړو ، ترڅو د هغې پالېسۍ او پلان له مخې موږ وکولای شو په ګام په ګام پړاوونو کې په بنسټیزه توګه دایْمي سوله په خپل هېواد کې ټینګه کړو :

 

 ´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

له شخړوسره د تعامل اړین تدابیر

که چېرته موږ د خپل ورځني ژوند او تېرو تاریخي شخړو پیل او له هغو سره د ښکېلو خواوو ترمینځ د معاملو پایلو ته په ژوره توګه پام وکړو اوپه پوره پاملرنه او خورا دقت یې مطالعه اوغورچاڼ ترې را وباسو ، وبه ګورو چې په پیل کې شخړه د یوې موضوع ، مسْلې یا کومې پېښې پرسرچې اکثراً د نظر یاتي ، تصویري  ، تعبیري او تفسیري اختلاف بڼه لري پیل شوې او یا پیلېږي .

دغه اختلاف زیاتره د موضوع په اړه د مالوماتو ( پوره او روښانه مالومات ، ناقص او مبهم مالومات او یا غلط یا تحریف شوي مالومات ) او د مفاهمې په څرنګوالي پورې اړه لري . دا ټول هغه موارد دي چې د پېژندنې وړ او د ځینو مهارتونو د کارولو له لارې موږ کولای شو نوموړو اختلافاتو او شخړو ته بېله دې چې د تاو تریخوالي او جګړو خواته و خوځېږي په سوله ییزه او مدیریتي توګه حل لارې ومومو ـ  او حالت ته یې بدلون ورکړو .

له هر اختلاف او شخړې سره جوخت د مدیریت کولو ، حل لارو او بدلون فرصتونه موجود دي . له شخړو سره د نغښتو فرصتونو څخه هغه وخت ګټه پورته کېږي چې موږ اختلافات اوشخړې ښې سره پرتله او وپېژنو ـ  او له هغو سره د تعامل تر ټولو مناسبې کړنې غوره کړو ـ تر څو پر مټ یې له شخړو سره د مناسبوکړو وړو او مهارتونو اړونده کارونه موږ د تاو تریخوالي اوجګړو له ورانوونکو اونه جبیره کېدونکو زیانونو او دردونو څخه خوندي وساتي .

له تشدد او جګړو څخه د خوندیتوب وقایوي ( حفاظتي ) تدابیر له موږ سره مرسته کوي چې د شخړو له پېښېدو څخه پرې خبر شو او له هغو سره داسې چال چلند وکړو چې شخړې منفي خوانه ترې ونه خوځېږي . ځکه نوموړي تدابیر له موږ سره د شخړو په مدیریت ، حل او بدلون کې مرسته کوي . موږ باید پردې پوه شو چې کوم حالات ، ذهنیتونه ، کړنې او پرېکړې د شخړو د را مینځته کېد و ، منفي خوځښت ، او د تشدد لوري ته په هڅه کې دي .

موږ پر دې باندې پوهېږو چې په هره شخړه کې ښکېلې خواوې او د خواوو پلویان ، موضوع ، او په موضوع پورې اړونده اړتیاوې اوغوښتنې ، ارزښتونه ، موخې ، د حل فرصتونه ، د ګټلو او بایللوهیلې اووېرې ، سترا تیژیک تفکر او د پایلو د وړاند وېینې عناصر موجود وي . چې د همدغوعناصرو تعا مل او یو پربل یې اغېزې د شخړو د مثبت او منفي خوځښت سبب جوړېږي .

د شخړو د مخنیوي ، مدیریت ، حل او بدلون له پاره په شخړه پورې د اړونده پورته یادوشوو عناصرو ژوره پېژندنه ډېر اړین کار دﺉ . ډېری مشران او رهبران د شخړو له عناصرو او د هغوی د اغېزو څخه په بې خبرۍ سره  او د شخړو د حل له فرصتونو څخه د غفلت له امله په خطرناکو جګړو کې را ښکېل کېږي . ( په دې وروستیو کلونوکې موږ د دنیا لوی مشران ولیدل چې ډېرې ورانوونکې جګړې یې په انساني ټولنو باندې ور تحمیل کړې او دادي پایلې یې زموږ په مخکې هم پرتې دي . )

یوه بله بنسټیزه موضوع چې له شخړو سره د معاملې د مناسبو او یا نا مناسبو کړنلارو په غوره کولو کې مهمه ونډه لري ـ هغه په شخړو کې د ښکېلو خواوو د ذهني حافظې نقشه ، انګېرنې ، کړنې اود چاپېریال ، کلتوري فکتورونه دي . د شخړو د ښکېلو خواوو د ذهني حاغظې نقشه ، آنګېرنې اوعادتونه په خپل وار د کلتوري چاپېریال او ورځنیو تعاملاتو په مینځ کې شکل ( ځان ) پیدا کوي .

 

موږ د ژوند له چاپېریال څخه دا زده کړه کوو چې :

ـــ   له ستونزو ، اختلافاتو او شخړو سره څه ډول چال چلند وکړو ؟

ـــ   څه ډول خپلو موخو ( جوړ جاړي ) ته په کې  ورسېږو؟

ـــ   څه ډول موږ خپلې اړتیاوې ترلاسه کړو... او نور ؟

ـــ   آیا له نورو سره اړیکو او یا د نورو اړتیاوو ته په عادي حالت ، د شخړو په پیل ، مینځ او پای کې  موږ کومه پاملرنه کړې ده که نه ؟

ـــ   د شخړې د خوځښت په مختلفو پړا وونو کې مو د ځاني کنټرول وضعیت ( غُوسه، هیجانات اوتفکر...، قضأوت او انصاف ، د خپل ځان او نورو درناوی ) په کوم حالت کې دﺉ ؟

ـــ   د مخالف لوري وضعیت څه ډول ارزولی شۍ ؟

ـــ   له شخړو سره د معاملې د انتخاب ( غوراوي ) په سبک ( طریقه ) کې مو په شخړوکې ښکېلو عناصرو ته کومه تحلیلي پاملرنه کړې ده که څنګه ؟

ـــ   له شخړو سره د تعامل د روښ په غوره کولو کې مو د احتمالي ورانیو د تصور او وړاند وېینې په هکله دمخه څه فکر کړی ، او یا یې کوۍ ؟....

زموږ په ټولنه کې له شخړو او اختلافاتو سره د پایلو عامه انځور موږ ته د ا را په ګوته کوي چې له بده مرغه ډېری شخړې د تاو تریخوالي او جګړو خواته ور اوښتې ـ ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي اوتخریبي پایلې یې ترشا پاته دي چې دغه پایلې او لاسته راوړنې موږ ته زموږ د ټولنې د ځینو مشرانو ،  د خپلو ذهني نقشو ، پرېکړو او کلتوري چاپېریال او کړو وړو څرنګوالی را په ګوته کوي .

ددې له پاره چې له شخړو سره د مناسبو عملونو روا نې لارې چارې په ډاګه شي یو شمېر بېخپوره اقداماتو (کړنو) ته اړتیا ده . دغه کړنې باید لومړی له شخړو سره د تعامل مناسبې لارې موږ ته را وپېژني ، او بیا پردې لارو باندې روان شو او خپل دې عمل ته ترهغو پورې وده ورکړو ترڅو له شخړو سره په دې تعامل کې د نغښتو فرصتونو په را سپړلو او بر سېره کولو کې مرسته را سره وکړي ، چې پر مټ یې بیا په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو راوستو پر خوا آسانتیاوې پرې برابرې شي .

 

 


بالا
 
بازگشت