د شخړې ( منازعې ) مفهوم

محمد انور ولید : ۱۷ ـ ۸ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

کله چې موږ د شخړو او سولې په اړه په کومه روزنیزه ناسته کې له ګډون کوونکو سره دا لاندې پوښتنه شریکول غواړو ، مجبور یو په کې ووایوچې :

کله تاسې د کومې منازعې یا شخړې نوم اورۍ ، ستاسو په ذهن کې کوم ډول تصور رامینځته کېږي ؟ هغوی به خامخا زما ددې پوښتنې په ځواب کې ډول ډول ځوابونه ووایي او تبصرې به ور باندې وکړي . کېدای شي یو به یې داسې ووایي :

کله چې موږ د شخړې یا منازعې نوم اورو ، نو په اتوماتیک ډول زموږ په ذهنونو کې د تاو تریخوالي او جګړو ناولې څېره سر را پورته کوي او زموږ نه خوښېږي چې د شخړو او منازعو نوم واورو....

که له دې وروسته بیا موږ همدا موضوع لږ څه ژوره وڅېړو ، نوعلتونوته به یې په لاندې توګه خپل پام ور واړوو :

تاسې پوهېږۍ چې ولې زموږ په ذهن کې د شخړو او منا زعو نوم له تاو تریخوالي او جګړو سره تړل شوی دﺉ ؟ دا یو رو ښانه حقیقت او دلیل یې دا دﺉ چې زموږ په ټولنه کې له ډېری  شخړو سره په داسې تو ګه چلند شوی اوکېږي چې بیا همغه شخړې د ناسم چال چلند په وجه په تاو تریخوالي او جګړو بد لې شوې او زموږ د تاریخ زیاته برخه یې د شخړو او جګړو په داستانونو باندې ډ که کړې ده .

خو انسا ني ځوځات یوالهي ناطق ، عاقل او منطقي مخلوق دﺉ چې ذاتاً د مینې او قهریې دوې قوې الله تعالې په کې ځای پرځای کړې دي . مینه یې د ( رُ حماءُ بینهُم ) په خاطر، او قهر یې د تعقل د فیصلې پر اساس له خپل برحقه حق څخه د د فاع په خاطرد ټولو انساني حقوق العبا د و په رعا یتولو او تعمیل سره په کې ځای پرځای کړې دي . خو د قیقاً دغه دواړه قوې د حیوان صفته کارونو د تعمیل له پاره نه دي ورکړشوې .

که چېرې دغه دواړه قوې ( مینه او قهر )  په انسان کې نه وای ، نو یو پر بل به یې ترحم او صله رحمي نه کوله . او که د غضب او شدت قوه خدای تعالی نه وای ورکړې ، نوبیا به یې د زور مندانو څخه نه خپل او نه هم د بل حق غوښتلی شوای . ځکه خو اختلاف او شخړه په حقوقي مسایْلو کې ذاتاً بده نه ده . ولې بیا هم کله چې زور مندان حق ته غاړه کېږدي  نو بیا خو باید سوله ور سره وشي .

له شخړو سره زموږ تعامل اوکړه وړه خپله شخړه تاو تریخوالي او یا سولې ته هڅوي . په دې خاطر دا په موږ پورې اړه لري چې له اختلاف او شخړې سره څه ډول چال چلند وکړو . له اختلاف او شخړو سره مناسب تعامل هغه وخت شونی دﺉ چې تعمیل یې پر عدل او قسط باندې ولاړ وي .

·         موږ باید شخړه او سوله ښه سره پر تله او و پېژنو او د اختلاف ، شخړو او سولې له حالت سره سم د دیني ، انساني او اخلاقي اصولو رعایت په کې عملي کړو .

·         د مناسبو وسایْلو ( اسبابو ) د کارونې مهارتونه ترلاسه کړو .

که موږ شخړه او سوله سره وپېژنو او د شخړو د مدیریت ، حل او سولې جوړونې وسایْلو ته پراختیا ورکړو ، بیا به د راتلونکو نسلونو له پاره د سولې ، امن ، ډاډ او له ویرونو څخه د خوندي ژوند لارې په کې روښانه شي .

هغوی به بیا په خپلو کې لومړی اختلاف ، شخړه او د عواوې په ژوره توګه تحلیلوي ، په حل لارو او بد لون کې به یې هڅه کوي او له تا و تریخوالي او جګړو څخه به یې ساتي . ځکه چې په بشري ټولنو کې داسې ، او دېته ور ته نورې پېښې بیا پېښېدونکې دي او راتلونکي نسلونه د تمهید په څېر له هغو څخه د خپلې راتلونکې له پاره کار اخلي .

 

 

(اختلاف او منازعه):

اختلاف په تصویري او ذهني کچه د ښکېلو خواوو ترمینځ د یوې موضوع په هکله ښکاره یا پټ توپیر ته وایي . پټ اړخ یې لومړی په ذهني ډول محسوسېږي . خو کله چې نوموړی توپیر د مخالفت په ډول را څرګند او په فعاله توګه په خوځښت را شي ، بیا نو هغې حالت ته منازعه ویل کېږي . او منازعه په اصل کې د اختلاف دوهم پړاو دئ چې د ټکر او تصادم په وجه یې درېیم مولود مینځته راځي .

منازعه په لغت کې د نزعې، ایستلو او له یو بل څخه د جلا کېدو په معنا ده . همدا رنګه ؛ ددوو شیانو له ټکر( تصادم ) ، سولولو ( مښلو ) او له هغه څخه د یو درېیم شي مینځته راوړل هم د منازعې په نوم سره یادېږي . په چینایي ژبه کې منازعه د خطر او برابر فرصت په معنا ده . ددې مفهوم دادﺉ چې که ښکېلې خواوې له منازعې سره په مناسبه توګه چلند وکړي د حل ، پېژندنې او نویو شیانو د را مینځته کېدو او را ښکاره کېدو فرصت له ځانه سره برابروي . که ذیدخلې خواوې له منازعې سره نا مناسب چلند وکړي ، نو متقابل لوري به له خطر سره مخ شي . اختلاف او منازعه په فکري لحاظ له یو بل څخه لیرې ښکاري ، خو په برخورد کې یو بل ته ډېرسره نږدې او د هغو تر مینځ  ډېر نږدې واټن شته . ځکه  اختلاف او منازعه دواړه متحرک ، فعال او خوځنده خصوصیت او قاتبلیت لري .

 

تعریفونه :    

·         د دوویا زیاتو ډلو ترمینځ د دوو یا زیاتوموضوعاتوپرسرتوافق نه لرلو ته اختلاف وایي .

·         اختلاف د دوو خواوو د غوښتنو اوموخو ( اهدافو ) د نه موافقت او تقابل څخه عبارت دﺉ .

·         منازعه هغه غبرګون ( عکس العمل ) دﺉ چې متقابلې ( ښکر په ښکر یا سیالې ) خواوې یې د یوې موضوع پرسرد مخالفت په توګه یو د بل په وړاندې څرګندوي .

په ټولنیزو اړیکو او ژوند کې اختلاف او منازعه د ژوند ډېر مهم واقعیتونه دي چې معمولاً د نویو مفکورو او پېښو د را مینځته کېدو سبب ګرځي . اختلاف ، منازعه او سوله د ژوند طبیعي برخې دي ، خو تشدد اووسله وال مخالفت او جګړې بیا انتخابي دي چې تل د زورواکو له خوا پرکمزورو باندې تحمیلېږي . خو موږعاقل او مکلف انسانان بیاکولای شو چې له تاو تریخوالي ، مسلحانه تقابل او جګړو څخه ځانونه لیرې وساتو او یا لږ تر لږه د هغو مخنیوی وکړو . دا اړینه نه ده چې که اختلاف او نه موافقت او منازعه د تاو تریخوالي او جګړو سبب شي ـ  د زیان پر ځای به د ګټې او یا د نویو شیانو د را مینځته کېدو سبب شي .

په بله وینا : که له شخړو سره د تعامل په بهیر کې د شخړو د مخنیوي ، مدیریت ، حل او بدلون مناسب  وسایْل ، تګلارو او انساني ارزښتونو او مشترکو اعتمادونو ( عقایْدو ، وجیبو ، اخلاقو ، مسؤولیتونو ، ځاني کنټرول.... او نورو) ته درناوی وکړو ، نه یوازې دا چې پر مټ به یې د تشدد اوجګړو مخه ونیول شي ، بلکي زموږ پر مخ به د نویو فرصتونو ، لازیاتو پېژند نو ، حل لارو او بد لون د لارو چارو د پراختیا دروازې هم پرانېزي .

 په اسلام کې د اصلاح له پاره اختلاف رحمت بلل شوی . او د منازعې د سوله ییز حل له پاره یې مسلمانان دې ته هڅولي دي چې د منازعو یا شخړو د حل له پاره د الله تعالی او رسول الله (ص) لارښوونو ته مراجعه وکړي . ځکه چې که د اسلام د دین په متن اوشرح کې کومه ستونزه اوغوټه وي ، نو د هغې د خلاصون غورچاڼ د امت مسلمه په اجماع او قیاس سره هم تر سره کېدای شي . لکه تابعینو ، تبع تابعینواو مجتهدینو چې د امت په اجماع او قیاس سره شرحې او متن ته په کتو ځینې ګونګ مسا یْل رو ښانه کړي دي .

د اسلام په مبارک دین کې د ښکېلو خواوو له اختلاف سره د تعامل آداب او د حل معیارونه په پراخه توګه بیا ن ـ  له  هغو څخه په ګټې اخیستو باندې امر شوی دﺉ . ددې معیارونو او آدابو هدف د اسلامي پخې ورور ولۍ ساتنه ، او همداسې له تاو تریخوالي ، دښمنیو او جګړو څخه د مسلمانانو او ټولو انسانانو څنګ ته کېدل او ساتنه ده . همدا رنګه له یووالي څخه د سر غړونې او غفلت پایلې هم په روښانه ډول بیان او له هغو څخه په کلکه تو ګه د ډډې کولو امر شوی دﺉ . ځکه چې مسلمانان په اسلام کې یو د بل وروڼه بلل شوي ، او که تر مینځ یې کومه لانجه وي ، نو باید د مصلحینو ډله یې په عدالت او قسط سره تر مینځ روغه جوړه وکړي .

په اسلام کې مسلمانان په خپل مینځ ، او له نورو انسانانو سره په اړیکو ، او له اختلاف سره د مجادلې پر وخت په فردي او ټولنیزه توګه په ډېره نېکه او ښه طریقه چې د (بالّتي هی احسن ) الفاظ ور ته استعمال شوي ، مأمور شوي دي .

له همدې کبله مسلمانان مکلف دي چې له اختلاف سره د تعامل مهارتونه او د اخلاقي ارزښتونو زده کړې او رعایت د اسلامي ورور ولۍ د ساتنې او له نفاق څخه د مخنیوي په موخه عملي کړي .

د بېلګې په توګه :

که موږ خپله د اختلاف او شخړو د تعامل پر وخت د اسلامي ورور ولۍ او سوله ییزو اړیکو د ساتلو له پاره د حق او عدالت غوښتونکي شو ، یو بل ته غوږ شو  ، او په درناوي او ریښتینې تو ګه د ځان او خپلو اړتیاوو څرګندونې وکړو ، د انساني کرامت درناوی وکړو ، د ضرر رسولو او ضرر قبلولو له مخنیوي سره سره صبر ، حلم ، ایثار ، عفوه، او سوله ییز ارزښتونه پیاوړي کړو، له بخیلۍ او حرص څخه ځانونه وساتو، پر یو بل باندې لورېینه او د یوبل اړتیاوو ته لاس رسی عملي کړو ، له نفاق ، کینې ، لوړتیا غوښتنې( پر بل باندې د ځان اوچت بللو ) او.... نورو څخه ځان وساتو ، نو ښکاره خبره ده چې اختلاف به په سوله ییزه توګه حل او بدلون به مینځته راشي او د شخړو ، تاو تریخوالي او جګړو مخه به پرې ونیول شي .

که چېرې اختلاف په شخړه باندې واوړي نو بیا هم نوموړی اختلاف او شخړه د مدیریت ، حل او بدلون وړده . په دې حالت کې هم یو شمېر لار ښوونو ،  وړتیاوو او مهارتونوته اړتیا ده چې د هغو مناسب کارونه به د تاو تریخوالي اوجګړو څخه مخنیوی وکړي . له همدې کبله اړینه ده چې موږ مسلمانان باید له یوې خوا د شخړو د مدیریت ، حل او بدلون په لار ښوونو ، وړتیاوو ، زده کړو او په مناسبه توګه د هغو کارولو ته پراختیا ورکړو ، له بلې خوا له ټولنیزو شخړو سره د مناسبو تعاملاتو له پاره اغېزمنو سیستمونو ( قوانینو ، لوایْحو، پالېسیانو، قضاء، محکمې، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو د عامه خدماتو.... ) اصلاح او پراختیا ته اړتیا شته . ترڅو له فساد څخه مخنیوی پرې وشي او عامه خدمات په ريښتیني ډول پراختیا ومومي . نوموړي موضوعات هغه مهم او اړین توکي دي چې له هغو څخه غفلت او سر غړونه به په ټولنه کې تاو تریخوالي او جګړو ته لاره هواره ، او تل به یې جاري وساتي . د تاریخ په اوږدو او اوسنۍ نړۍ کې دا له ورایه ګورو ، هغو ټولنو چې له اختلافاتو او شخړو سره یې  په مناسبه او سوله ییزه توګه چلند کړی ، او د تاو تریخوالي او جګړو مخنیوي ته یې پاملرنه کړې ده ، د سولې او پراختیا پر خوا روان دي .

 

                                      [ اختلاف ] ، > [ شخړه (منازعه) ] ، > [ تاوتریخوالی(جګړه) ]   

                         ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په اسلام کې ټول بشري ژوند د اسلام پر بنسټ [ الهي احکامو(امر او نهی) ، موعظو ، پند او حکمت ] سره پیل شوی . او مسلمانان له یو بل سره په سوله ییزو اړیکوکې د ورور ولۍ په ژوند کولو باندې مأمور شوي دي . په اسلام کې د ژوند کولو ، یو والي ، ورور ولۍ ، جوړونې ، ساتنې اوځواکمن ملاتړ له پاره په ډاګه عقیدتي ارزښتونه او عملي مسؤولیتونه اووجیبې ټاکل شوې او له اختلاف سره د چال چلند د روښانه لارو ، دسپلین او د اخلاقي ارزښتونو رعایت ( په پام کې نیول ) اړین ګڼل شوي دي .

په اسلام کې اختلاف ددیني مسایْلو د غور چاڼ له پاره رحمت بلل شوی دﺉ .

(( الله تعالی پر مسلمه امت باندې ددې رحمت او پېرزوینې د دوام په اړه په تابعینو او تبع تابعینو کې داسې نخبه امامان را پیدا او وټوکول چې هغوی د الله تعالی دغه خوښ کړي دین ته د مستشرقینو تراستعدادونو لوړخدمتونه ترسره کړي دي . په دې اړه د امام بخاري رحمه الله علیه د هغو دیني کارنامویادونه کوم کومې چې ده په خپل ژوند کې تر سره کړې دي :

((هغه مهال نوموړي وروسته له (۱۲۰۰۰۰) احادیثو یادولو دری ورځې سر پر سر یوخوب ولیدلو چې د رسول الله (ص) پرقبرباندې ډول ډول حشرات را ټول وي ، او رسوالله (ص) امام بخاري رحمه الله علیه ته وایي چې دا حشرات له ما لیرې کړه ! امام بخاري رحمه الله علیه خپل دغه مکرر خوب خپل استاد ته ووایه . هغه هم دده د خوب د تعبیرپه اړه همدا مشوره ورکړه چې : له آنحضرت (ص) سره هر ډول خلکو ناسته پاسته کړې او تر رحلت وروسته د پیغمبر (ص) په احادیثو کې ډېرې لاسوهنې شوې دي . باید صحیح ترین او مستند ترین با اعتباره احادیث له مشکوکو او بې سنده احادیثو څخه بېل اوغورچاڼ شي . امام بخاري د همدغو احادیثو په غورچاڼ اوکره کولو باندې پیل وکړ او په بخاري شریف کې یې د مستندو احادیثو ټولګه اوغورچاڼ ترې را وایست . ځکه خونن له اصلي متن ( قرآن کریم ) څخه وروسته پر بخاري شریف ډېر ترکیز او ټینګار کېږي . پر دې پسې بیا پینځه نور د احادیثو معتبرکتابونه د ( مسلم ، ترمېذي ، اوبو داؤد ، نسایْي او ابن ماجه ) په نومونو د وخت علماء وو ترتیب کړل ، لله الحمد چې اوس د مسلمه امت له پاره په دې اړه هېڅ ستونزه ، شک او شبهه نه شته . هرڅه رڼه دي . له دې سره  د یهودو او نصاراوو ټول درواغ اوټولې توطیْې خنثی شوې . دوی په قرآن کې د تورات اوانجیل په څېرلاسوهنې نه شي کولی اونه خوله قرآن څخه اوسنی تېلمود او بایْیبل جوړولای شي . دوی چې په خپلو ټولو توطیؤ کې ناکام شي نو بیا یا قرآن کریم سوځوي ، یا یې د بشرد حقوقو ، دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په پلمه د آیتونو بې دلیله ، او بې منطقه ړوند تردید کوي . او یا هم د سلمان رُشدی په څېر د آیات شیطاني په نوم کاریکاتورونه را باسي. خو پر دې سره دوی هېڅ هم نه شي کولی ، ځکه د قرآن او احادیثو حرف حرف پر خپل ځای قایْم او دایْم پاته دﺉ .)) د مسلمانانو تر مینځ هم د شخړې په حالت کې دغه د الله تعالی (ج) اوامرو اود رسول الله (ص) لارښوونو ته مراجعه شوې ، او په خپل مینځ کې پرسوله کولو باندې امر ور ته شوی دﺉ . همدغه پیغمبري لار ښوونې او الهي اوامرد شخړو د مدیریت ، سوله ییز حل او بدلون له پاره بنسټیزاصول دي چې په پاملرنه او تعمیل سره به یې د سولې په ساتنه او د جګړو او تاو تریخوالي په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړي .

که شخړه تاو تریخوالي او جګړې ته داخله شي او ښکېلې خواوې ونه شي کولای چې خپلې شخړې سره حل او فصل کړي ، نو بیا د نورو مسلمانانو دا وجیبه او دنده ده چې د جګړې وضعیت په خورا دقت او ځیرکتیا سره په سوله واړوي . خو په دې ټولو فعالیتونوکې عدالت او انصاف د سولې د تأمین له پاره تر هر څه اړین بلل شوی . او عدالت او انصاف یوازې په اسلام او د اسلام په اصولي دین کې دﺉ ، نه په نورو لا دینه پرېکړو کې .

دلته یوه خبره په ډاګه کېږي چې د اختلافاتو او شخړو د سوله ییز حل له پاره په اسلام کې د وړ تیا وو د پیاوړتیا له پاره په پراخه تو ګه آسانتیاوې را مینځته شوې دي . همدا علت ؤ چې د لومړي دور مسلمانانو او د پیغمبر (ص) د مبارک ژوند په زمانه کې اختلافات او شخړې هېڅکله تاو تریخوالی او جګړې د سرو کرښو خواته نه دي رسېدلې . آن تر دې چې د مکې مشرکینو به هم تر بعثت مخکې ، او له بعثت وروسته پر پیغمبر (ص) باندې خپلې فیصلې کولې او لانجې به یې ور باندې حل کولې . ځکه هغه ته دوی خپله د امین لقب ورکړی ؤ . همد لته ده چې په سوله کې عدالت یو داسې ستر امانت دﺉچې باید وساتل شي . ځکه په اسلام کې د خپلمینځي شخړو ، تاو تریخوالي او جګړو بېخپوره رېښې او منابع له مینځه ځي . او مسلمانان یې د ورور ولۍ ، عدالت ، انصاف او اخلاقي ارزښتونو په پام کې نیولو او تعمیل سره مأمورکړي دي .

 

تمرین:  

کله چې د کومې موضوع په هکله ستاسې او کوم بل چا تر مینځ د نظر اختلاف را مینځ ته شي :

الف :  څه ډول لومړی په منازعه او بیا په تاو تریخوالي باندې اوړي ؟

ب :  تاسې د خپل ځان او مقابل لوري د اختلاف ، منازعې او تاو تریخوالي حالات د خپلواحساساتو او اړیکو د وضعیت بدلېدو په اړه خپله تشریح کړﺉ ؟

 

 


بالا
 
بازگشت