محمد انور ولید

 

جګړه :

د جګړې لغوي مفهوم :

ــ  له تاو تریخوالي څخه ډکه قهر جنه مجادله او مبارزه، اغتشاش او مقابله د جګړې مفهوم لري.

ــ .... د متخاصمو ډلو تر مینځ فزیکي ټکر او تصادم د جګړې معنا ور کوي چې مرګ ژوبلې هم ور سره ملې وي.

د جګړې تعریف :

جګړه د قامونو، ګوندونو او حکومتونو تر مینځ یوه منظمه وسله واله، قهري، ارادي مبارزه او مجادله ده چې اصلي موخه یې پر مقابل لوري باندې د خپلو غوښتنو منل او یا د مقابل لوري له مینځه وړل دي.

جګړه اکثره وخت د دوو یا زیاتوموقفونو د متقابل شدت څخه را پیلېږي. قهرجنې ( تُندې ) ډلې اکثره وخت له شدت څخه یو د بل پر وړاندې کار اخلي او د مقابل لوري د له مینځه وړو او ورکېدو له پاره شدید موقفونه ځانته غوره کوي. ولې دا فکر هډو ور سره نه وي چې ګني مغلوبه ډله به هم کوم وخت د انتقام او بدلې فکر ته وده ور کړي. ( یو کال، سل کله وروسته) به د کسات او بدلې په مقصد یوه ورځ را پاڅي یا به خپل هدف تر لاسه کړي او یابه هم خپل ځان په کې بایلي. خو په دغه دواړو حالاتوکې دواړو لوریو ته لږ ـ یا ډېرځاني او مالي تاوانونه هم رسېږي. او یا دواړه خواوې دومره په خپلو کې سره کاواکه شي چې پردي د پيشو په څېر ور باندې ټوپ کړي او د دواړو سرونه د مرغۍ په څېر وخوري. د کوم هدف له پاره چې دوی په خپلو کې سره دښمنۍ کوي، هغه هدف هم پردي خلک ترې یوسي.

 

د جګړې موخه ( هدف) :

ـــ  د سیاسي واک او قدرت په ګوته کول، ساتل یا قدرت ته رسېدل.

ـــ  د دښمن ماتول او ځپل.

ـــ  د ټولنیز نظم د تأمینولو په خاطر جګړه د یوازینۍ وسیلې په توګه کارول.

ـــ  د پردیو زېرمو او پردیو ملي عایْداتو او لرغونو توکو غلاکول.

جګړه یوه د مخه پلان شوې منظمه، وسله واله، قهري، ارادي مبارزه او مجادله ده چې د دولتونو، ؤلسونو او ټولنود وګړو او ډلو ترمینځ د سیاسي، اقتصادي، قومي، ژبني، مذهبې او یا شخصي ګټو د تر لاسه کولو او ساتلو په موخه را مینځ ته کېږي.

جګړه له شدید تاو تریخوالي، ځاني او مالي تلفاتو( زیانونو ) سره مله وي. جګړه د سیالو خواوو تر مینځ یو د بل په وړاندې له زور څخه د کار اخیستو ـ او په مقابل لوري باندې د خپلو غوښتنو منلو ته وایي.

په دغه نړۍ کې چې موږ په کې اوسېږو جګړې ډېر اوږد تاریخ لري چې په مېلیونونو انسانان په کې وژل شوي، ژوبل او کډه شوي دي.

 

د جګړو انګېزې:

 

جګړې له ډول ډول انګېزو څخه سر را پور ته کوي چې سترې انګېزې یې په لاندې ډول دي :

·        د ژوند د اړتیاوو پوره کولو، ساتلو او پر سیالو خواوو د واک لرل.

·        د رقیبو خواوو له مینځه وړل.

·        اقتصادي ګټې، فتوحات، په طبیعي زېرمو باندې کنټرول.

·        د وس او قدرت ښوول.

·        له وېرو څخه خلاصون. د ارزښتونو تحمیل او یا دفاع.

·        د نظامي صنعت او تولید ګټو( پطء او پلور ) ته بازار موند نه. د ځوان نسل ( ۱۵ــ ۲۹کلنو) زیاتوالی او ؤزګارتیا.

·        تبعیض، عدالت او انساني حقوقو ته نه پاملرنه.

ځینې څاروي ( حیوانات ) هم جګړه سره کوي، خو د هغوی جګړه د خپل ژوند یا خوراک له پاره واقع او تر سره کېږي. د لوږې، تندې، درد، ګرمۍ او یخنۍ احساس په ځان کې لري، خو شعور او عقل نه لري. ولې ددې پر خلاف ـ انسانان د خپل ژوند او خوراک له پاره ډېرې منابع او زېرمې لري. انسانان د ځمکې پر مخ یوازیني موجودات دي چې د تفکر او تعقل په خورا پر مختللي استعداد ( آی. کیو ) باندې سمبال او مجهز شوي دي. انسانان کولای شي چې خپل پرمختللي  استعدادونه په کار واچوي اوپه مشترکه توګه د نړۍ له زېرمو څخه په خپل ژوند او نظام کې ګټه پورته کړي. نه دا چې د ځناورو په څېر له یو بل سره وخوري.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت