په افغانستان کې تعلیمي سوړه پخوانۍ ده ـ که اوسنۍ

محمد انور ولید : ۳۱ ـ ۶ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را هیسې د تعلیم په اړه هره ورځ په دولتي او غیر دولتي کچه تاوده بحثونه او خبرې روانې دي .چابه ویل: راځۍ چې سبق ووایو ! خو له نن څخه (۱۴ ) کاله وړاندې هغه وخت تعلیم ته ددغه ډول خلکو دې شعار د خلکو او ددوی د اولادونوله پاره تشویقي بڼه لرله . ځکه د طالبانو د رژیم تر سقوط پورې په افغانستان کې ( ۲۳ ) کاله جګړه تېره وه . د تعلیمي تبرخولې ته د تحمیلي جګړې لمڅی پروت ؤ . د روسي جګړې له پیل څخه تر پا یلې پورې نوي زیږېدلي افغان بچیان او لوڼې ټول تر بمونو ،  بمباریو ، مرګ ژوبلو او هجرتونو لاندې را وټوکېدل . د ناټو ټلوالې تر راتلو پورې همغه نجونې او هلکان  (۲۳) کلنې ځلموټې او ځلمیان شوي وو . هغوی له ترپ او خرپ ، ډز او غپ پرته د ښوونځۍ د زنګ کړنګول نه ؤو اورېدلي . ځکه هغوی په کلیو او ښارونوکې یوازې د جنازو ننداره کوله . هلته سبق ، معلم او ملا له کومه شو . معلم او ملا خو په پولیګون او نورو پوځي مرکزونوکې ژوندي ترګلېډرو لاندې ښخ شول . کمونېستان په افغانستان کې دداسې ستر جنایت پیلوونکي دي چې تاریخ او د افغانستان راتلونکي نسلونه هېڅکله هم هغوی نه شي هېرولی او بښلی . ځکه هغه اور چې کمونېستانو په دې خاوره کې بل کړی ـ د هغه لمبو او لوګیو سږنی ( اووه دېرشم ) کال دئ . یوازې کمونېستانو له نن څخه (۲۳ ) کاله وړاندې ځانونه ترې څنګ ته کړل ، روسانو ماته وخوړه او د خپلې بایللې جګړې سور انګار یې په لوی لاس ناټو ټلوالې ته د خپلو ذات البیني زدو بدونو او تفاهماتو په توافق کې ور وسپاره . مجاهد نما مشرانو د یوې نا مقدسې ملي ضد معاملې او تو طېْې په ترڅ کې د جهاد د اصلي وارثینو په پلمه په پټه د خپلو بادارانو په قومانده په هغوغونډوکې برخه واخیستله چې هغه اصلاً د بېنن سېوان او لخضر براهیمي په منځګړتوب د ټولو جهادي ارزښتونو او قربانیو پر ضد په ارو پا کې جوړې شوې وې .

همدغه ډلې ټپلې پرکابل ور ننوتلې ، لومړی یې ملي اردو ړنګه کړه ، بیا یې په لاندې ډول غلاګانې وکړې چې هغه د محمد امین بسمل په نامه یو کس په نښتر ویب پاڼه کې د ټول افغان سایټ له لارې نشرکړې دي .   

   دافغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه :

په ۱۳۷۱ کال کې د افغانستان دولت له نظامي اړخه د سيمې په کچه پیاوړی وسله‌وال او ښه روزل شوی ځواک، چې شمېر یې څه باندې نیم میلیون ته رسېده؛ چې له ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت، هوايي ځواک، زرهي ځواک،کشفي ځواک، سرحدي ځواک اوځمکني ځواک څخه جوړ واولاندې وسلې او پوځي وسایل لرل چې له بده مرغه لوټ شو:

لومړی: سپکه او درنده وسله؛ یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) میله.

دویم: جګړه‌يیز (محاربوي) او زرهي ټانګونه؛ تر دوه زره او پنځه سوه (۲۵۰۰) چینو ډېر.

درېیم: جګړه‌يیزې (محاربوي) شوبلې او زرهپوښونه؛ تر درې زره (۳۰۰۰) چینو او عرادو ډېر.

څلورم: توپونه یانې هاوان، زیګو- یک او ده شکه؛ شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) پایې.

پنځم: ټرانسپورټي وسایط؛ نه ویشت زره (۲۹۰۰۰) عرادې.

شپږم: سېکاف او لوژیسټکي مخابرې؛ اته څلوېښت زره (۴۸۰۰۰) پایې او عرادې.

اووم: جنګي الوتکې لکه بمغورځوونکي جیټونه، ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې؛ پنځه سوه شپېته (۵۶۰) وزره.

اتم: اوږد واټن ویشتونکي لارښودوړ سکارټ توغندي؛ اته (۸) دستګاوې.

نهم: اوږد واټن ویشتونکي لونارډ او اوراګان توغندي؛ اته ویشت( ۲۸) دستګاوي.

لسم: له ځمکې څخه هسک رایکټیو توغندي؛ یو لک (۱۰۰۰۰۰) فیره.

یوولسم: د ډول ډول وسلو مهمات؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) ټنه ډېر.

دوولسم: په ډېپوګانو کې  زړې وسلې؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) میله ډېري.

دیارلسم: د وسلو رغنځي (د ترمیم فابریکې)؛ شپږ (۶) سترې فاریکې.

څوارلسم: د وسلو او پوځي وسایطو پرزې؛ د پنځه (۵) میلیارډه ډالرو په ارزښت.

پنځلسم: په ټولو قطعاتو کې د یوه کال لپاره زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه .

افغانستان خو همدغه ډول بې وسلې او بې واکه شو . ځکه د افغانستان ټول ملت پر ټولو نظامي تجهیزاتو او وسلو باندې بلد ؤ او دغه تر شل مېلیونه زیات وسله وال پوځي ملت هېڅ ګاونډي او په افغانستان کې هدف لرونکې نړۍته  د زغملو او منلو نه ؤ ، خود به یې د القاعده او ترورېزم په نامه د بیا لاندې کولو او نیواک توطیْه ور ته جوړوله . خو ددې ډول توطیؤ د عملي کولو له پاره ترټولو ښې وسیلې او افزار د مجاهدینوځان غوښتونکي مشران او دین بدناموونکي طالبان دي چې عفوه کړي کمونېستان یې تر ننه پورې په څنګ کې ور سره ساتلي ، ټول امتیازات په ګډه په خپلو منځوکې سره وېشي او دادي اوس یې زما په څېر د ټولو اصیلو مجاهدینو او اصیلو شهیدانو دکلونو هلې ځلې ، مبارزې ، اوښکې او وینې دافغانستان د آزادۍ او اسلام ددښمنانو پر اوبو ورلاهوکړې دي . ځکه د افغان مجاهدینو مشرانو او پخوانیو کمونېستانو سیاست ـ او طالبانو دین وشرماوه . الله دې دوی ټول داسې تباه او بر باد کړي چې دا سپېڅلې خاوره ، او دا سپېڅلی ملت نور ددوی له شره خلاص شي .    

سر بېره پر دې دغوغلو خو د خپل منځې جګړو ، چور تالان او د افغانستان د بې ثباته کولو ترڅنګ یوې بلې پاکستانۍ پروژې ( طالبي رژیم ) جوړولو ته لاره پرانستله . سپین بولدک ته یې پیسې ور واستولې او د ملا ګل آخند په لاس یې ورکړې . له طالبانو سره یو ځای یې خپل رقیبان له مخې پرې لیرې کول . خو چې د کابل دروازو ته را ورسېدل بیا یې په خپلمنځي اړیکو ټینګولو پیل وکړ ، ولې وخت یاري نه ور سره کوله . پاکستان افغانستان ته د کوژک او خیبر دروازو له لارې داخل او کابل یې د سروبي ، لوګر او میدان وردګو له خوا ونیو . چې په قدرت مین خلک له مجبورۍ څخه خواجه بهاءالدین ته ولاړل . پاخه پلونه یې د طالبانو په وړاندې والوزول او غرونه په ځان پسې را ړنګ کړل . پینځه کاله هلته مېشت وو . پر طالبانواو پاکستان باندې یې زموږ هېواد ټول تاله ترغه کړ . نه وسله پاتې شوه ، او نه نوره شتمني . هېوادوال به په غازي سټېډیم کې پرته له شرعي دری ګونو محکمو وژل کېدل او بیا به په ځلور لارو کې د هغوی جسدونه او د بدن نور غړي په ملت کې د وېرې او تره هې اچولو په خاطر ځړول کېدل . د رشوتونو په زور به د خلکو تر مینځ ړندې فیصلې کېدلې او فتواګانې به یې د اردو مجلو په حواله ورکولې .

د تعلیم دروازې د ښځو پر مخ  پاکې وتړل شوې . دومره څوک نه وو چې نالوستي په اصطلاح طالب او طالبي چارواکي ته یې ویلي وای چې په پاکستان کې ولې د ښځو پر مخ د هر ډول روا او ناروا تعلیمونو در وازې خلاصې ـ او پر افغان نجونو د روا تعلیم دروازې وتړل شوې ؟ معلم ، استاد او نور اهل خِبره بانفوذه لوستي خلک یې فرار او له هېواد څخه وتلو ته اړکړل ، ترڅو دپاکستاني پوځیانو ، استخباراتو او اړونده استخباراتي مذهبي کړیوپه وړاندې کوم د شک او تردید سړی په افغانستان کې پا تې نه شي .

طالبانو خو په ریښتیا د افغانستان له مسلمان ملت څخه د تعلیم او جهاد دواړه وسلې واخیستلې . انګلیسي ، الجبر ، ، هندسه ، فزیک ، کېمیا ، مثلثات ، بیولوژي ، تاریخ او جغرافیه یې کفري مضامین بلل . خو د کوټې ، لاهور ، ملتان ، اکوړه خټک ، شبقدر ، مردان ، بنو او کراچۍ په لویو دیني مدرسوکې بیا یاد مضامین ټول تدریس کېدل . پینځه کاله یې سر په سر د ګران وطن بچیان له تعلیم او تعلُم څخه په لوی لاس ځکه ایسارکړل چې دوی د طالبانو لیکې ور باندې پیاوړې کولې ، ځکه لوستي او باسواده خلک خو له نالوستو او له سیاسته ناخبره طالبانو سره نه یو ځای کېدل . هلته په پاکستان کې د ښځو تعلیم روا ـ او جهاد ناروا دئ ، خودلته په افغانستان کې د ښځو تعلیم ناروا ـ او جهاد روادئ . دېته وایي د پنجاب سنګ منطق .

اوس خبره داده چې آیا دا یوازې طالب ؤ چې پر تعلیم باندې یې ملنډې وهلې دي ـ او که ترهغوی د مخه او له هغوی وروسته هم دغه ډول تعلیمي سوړې موجودې وې ؟ که موږ لږ وړاندې د تعلیم او تعلُم په اړه د امیر شېر علي خان د دورې تاریخي پس منظروګورو ـ هلته به په ډاګه موږ ته څرګنده شي چې د تعلیمي منفي تضاد بنسټ چا مینځته را وړی . ځکه د حضرت محمد ( ص )په زمانه کې خو تعلیم پر نر او ښځه دواړو باندې که څه هم  هغه به په چین کې ؤ فرض ؤ ، خو شرط په کې داؤ چې د ښځې تعلیم به د خپل شرعي محرم ترڅنګ یا کوم بل داسې مطمیْن ځای کې ؤ چې د هغې عزت او ټول شرعي درناوی به په کې خوندي ؤ . ځکه چې د ښځې د بدن دښمنان په هره زمانه کې د هغې د ناروا استعمال په خاطرډېردي . چې دغې ناروا استعمال د اېدز د ناوړه او لا علاجه ساري ناروغۍ په څېر ټولنیز تباه کوونکي ناورینونه او فساد ونه مینځته راوړي .

اوس به راشو د امیر شېر علي خان د زمانې د تعلیمي ستونزې اصلي مطلب ته چې هلته پر عصري او دیني زده کړو باندې څه ډول رباب وهل کېده . امیر شېر علي خان تعلیم اوتعلُم په لوی لاس د خپلو ګټو، بقأ  او پردي ملا په خاطر په دوو کته ګوریو باندې وېشلی ؤ : لومړی ـ رسمي تعلیم : دغه ډول تعلیم په خاص تعلیمي نصاب سره ددولت له خوا په عصري علومو روان ؤ . مصارف ، کتاب ، قلم ، ډوډي  ، ځای او ښوونکي ټول ددولت پر غاړه وو . خو ددې پرخلاف بیا خصوصي تعلیمات ټول په جوماتونو کې په ډېر زاړه نصاب سره د زاړه ملا له خوا پر مخ وړل کېدل . ددوی په تعلیم کې هېڅ کوم نوی مېتود نه تر سترګوکېده ځکه لیک په کې ستره ګناه بلل کېد له . بس هر توری به د قرآن د تورو په څېر ټکي په ټکي د صرف میر غوندې به یادو یادېدل . همدلته د طالب او مکتبي تر مینځ دمزو چړچو او محرومیتونو پر سراختلافونه را ټوکېدلي او د اړدوړ ټوله توره دوره همداسې په بې سوادۍ کې تر تیاره کېږدۍ لاندې تېره شوه . د شا ه امان الله خان په دوره کې د آزادۍ له څرک لګېدو سره سم بریتانوي استعمارګرو د خپل غچ اخیستو له پاره یوځل بیا همغې تعلیمي وسلې ته لاس کړکومه چې د وخت حکومتونو د کلونو له پاره په جوماتونوکې ایساره ساتلې وه . ( دخصوصي تعلیم طالب جان اود دم او منتر همغه زوړ ملا در یادوم چې له کلي او سیمې ورآخوا یې د مالوماتو نه لرلو له امله دنورې دنیا په موجودیت باندې له سره عقیده نه لرله . ) هغوی یې وهڅول او د عصري او دیني علوموډېوه یې ور باندې مړه کړه او دحقیقت پرخوله باندې یې د سکوت اوکفر ټاپه ور ولګوله .

خو وروسته د یحیی کورنۍ هم پرته له داؤد خان څخه کوم داسې پلان له ځان سره نه درلود چې د افغانستان خلک له تیارو پرې را وباسي ، ځکه دوی هم دا ملت (۴۴ ) کاله د فقر ، لوږې او بېسوادۍ په درانه خوب پرله پسې بیده ساتلی ؤ . د دیموکراسۍ او ددوی د واک وروستۍ لسیزه هم داسې وه چې دوی نور دا ملت بیده تر خپل واک لاندې نه شوای ساتلی ، د ملت ویښ او فعال لاسونه یې له خپل ګرېوان څخه لیرې کول ، ځکه یې د قلم او بیان داسې آزادي ورکړه چې ډېره سؤ استفاده بیا چپیانو ترې وکړه ، چې آخرد (۱۳۵۷ )لمریز کال د غوایي په (۷مه) د یحیی د کورنۍ په پای ته رسېدو تمامه شوه .

د ثور له اوومې بیا دثور تر اتمې نېټې پورې بیا افغانستان د خپلو خامو افغان سیاستوالو له لاسه د پخواني شوروي اتحاد په نامه د تزاري روسیې تر مشرۍ لاندې د وارسا د ټانکونو غوبل ځای شو . څه علمي پانګې چې افغانستان درلودې هغه ټولې د پردیو تحمیل شویو جګړو د اور او مهاجرتونو قرباني شوې . ډېرې علمي څېرې مو د اسلام او کفر په نومونو  له لاسه ورکړې . روسان خو د افغانستان د غلاکولو ، پینځلسم ایالت جوړولو ، د امریکې د مخنیوي په خاطرګرمو اوبوته د رسېدلو ، او ددې هېواد دټولو دیني او ملي ارزښتونو د له مینځه وړلو له پاره راغلي وو . خو افغاني کمونېستانو بیا تر هر څه مخکې دېته لومړیتوب ورکړی ؤ چې باید د پردیو مفکورو مړي او د هغوی لادینه مکتبونه وستایل شي ، ټوله ورځ به یې په مارکسېزم ، لینېنېزم او هورا باندې ستوني وشکېدل ، او د هېواد بیا رغونه ، تعلیم او تعلُم د ډېرو فرمایشي مارشونو له کبله ترې پاتې وو .

د ثور اتمه بیا ټوله په خپلمنځي اختلافاتواو جګړو باندې را پیل شوه . ددوی ټول ترکیز په ژبه ، سمت ، قوم او مذهب باندې ؤ ، چې متأ سفانه دا لړۍ همدا اوس هم ښه په زور کې روانه ده . دوی هم د تعلیم اوکره کولم په اړه هېڅ کار نه دئ کړی . بس دومره کار یې وکړ چې هر چا د خپل ځان ، او خپلې ډلې له پاره معاشونه او بجټونه په کې تر لاسه کړل ، نو ر نه مکتب ؤ او نه هم کتاب ، معلم او شاګرد وجود درلود . هغه سیمې خو له سره په دې کتار کې نه راځي چې په لوی لاس پردۍ جګړه ور باندې تحمیل شوې او دا دوې نیمې لسیزې د هغوی لوڼې او زامن له تعلیم څخه بې برخې ساتل شوي . چې په دې توطیْه کې د بهرنیانو او پاکستان پوره لاس دئ ، ځکه چې تر پرون پورې په دې سیمو کې د طالب او القاعده په نوم ـ او اوس د داعش په نوم د دې جګړې اور همداسې بل ساتل شوی او خوراک یې هم د همدغو افغاني سیمو بچیان دي .

اوس چې دا (۱۴ ) کاله د لومړي بُن د نیمګړي قرارداد له مخې د افغانستان مؤقته اوعبوري ادارې ـ او ور پسې دری ځلې د ؤلسمشرۍ انتخابات تر سره شول ، هم په دې هېواد کې د تعلیم دښمنان ډېر وو او کم نه شول . ځکه چې په دغه څوارلس کلنه موده کې افغانان د داسې تعلیمي نصاب څښتن نه شول چې له مخې یې له اوسنیو اړتیاوو سره سمه تعلیمي تنده پرې ماته شي . دا نصاب همغه د داؤد خان د زمانې ، او د هجرت د وخت یو مېکس نصاب دۍ چې د اوسنیو تعلیمي اړتیاوو جوګه هېڅکله هم نه شي کېدلی . بل داچې د جوماتونو همغه خصوصي تعلیم لا هم د نورو هېوادونو او استخباراتو په ؤلکه کې دئ او افغان دولت ونه شوای کولی چې د خصوصي تعلیم واګې په خپله ؤلکه کې واخلي . په میلیاردونو ډالره تعلیمي مرستې یې د حکومتي حرفوي غلو په لاس ورکړې ، هغوی هغه ټولې مرستې وخوړلې او اوس یې له موږ سره بل هېڅ بدیل هم نه شته . نو څنګه به د خصوصي تعلیم دا تشه ډکه کړو ؟ اوڅه ډول به خپل افغان بچیان د پردیو استخباراتي قفسچو را وباسو ، ترځود پردیو انتحاري وسکټونو پرځای خپل سبق ته په ټولګي کې کښېني ؟

د طالب په نامه خو یې زموږ د ټولنې دا قشر له خپل ملت سره وجنګاوه او هغه یې داسې بدنام کړ چې په راتلونکې کې به یې په اولادونو پسې هم څوک اقتدأ ونه کړي . ګني دوی خو لا پرځای پرېږده .

خو اوس یې بله فتنه را پورته کړې او هغه داچې د ټولو مسلمانو هېوادو ځوانانو او د هغوی کورنیو ته یې د افغانستان په شمول په ډله ییزه توګه د پناه ورکولو غولوونکي اعلانونه وکړل ، ترڅو هغوی او د هغوی اولادونه دا پلا څه موده وروسته د یهودي او عیسوي په نومونو په دې خاوره کې د خپلو شومو اهدافو له پاره د یوې وسیلې په توګه استعمال ، له خپلو وروڼو سره یې وجنګوي اویو پر بل یې مړه کړي ، د خپلمنځي بدیو سلسله یې راتلونکې ته و غځوي . او دوی خپلو موخو ته ځانونه ور باندې ورسوي . هو ! اروپا او نورې غربي نړۍ ته د افغانانو او نورې اسلامي نړۍ د ځوانانو ور غوښتل بله هېڅ توجیه نه لري .

په کار خو داده چې ژر تر ژره باید افغان چارواکي او سیاستوال دې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي او افغان ماشومانونو ته په کاملاً ملي روحیه د منل شوي ملي او دیني نصاب په چوکاټ کې د تحصیل زمینه برابره کړي او د پردیو استخباراتو او مافیایي کړیو له زندانونو یې راوباسي او په افغاني ټولګي کې یې افغاني تعلیم ته د خپلو وروڼو او خویندو تر څنګ کښېنوي . همدغه د خلاصون لاره ده .     

 


بالا
 
بازگشت