روژه په عباداتو او معاملاتو کې څه رول لري ؟

محمد انور ولید : ۳۰ـ ۳ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

روژه د اسلام په پينځو ارکانو کې درېیم رُکن دئ . داچې ولې روژه په کال کې یوځل ( یوه میاشت ) پر مکلفو مسلمانانو باندې د الله ( ج) له لوري فرض کړی شوې ده ، په دې کې د الله تعالی ډېر بې شماره حکمتونه پراته دي چې موږ یې دلته څو بېلګې یادولی شو :

۱ : ــ  الله ( ج ) تل پر خپلو بنده ګانو باندې مهربانه او رحیم ذات دئ . الله ( ج ) هېڅکله پر خپلو بنده ګانوباندې  د خپل بِلا کیف عادت  له مخې ظلم نه کوي . الله ( ج) د خپلو بنده ګانو په خیر او شر دواړو باندې په خپل علم قدیم سره پوه دئ . یوازې بنده دئ چې په خپل راتلونکي خیر او شر باندې هم نه پوهېږي . له همدې امله د هر هغه امر یا نهی فرمان چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو له پاره را لېږلی ، په هغوکې ډېر دنیوي او اُخروي رازونه پټ دي ، چې دغه رازونه به خامخا یا د انسان په ګټه وي ـ او یا هم په زیان . الله تعالی هم د انسان د ګټې پر  کارونو باندې انسان د هغه پرکولو باندې مأ مورکړی اود ضرر او تاوان پر مهال یې بیا انساني وګړو ته  پر نه کولو باندې امر کړی دئ .

۲ : ــ  دا چې الله (ج) مکلف مسلمان ته د روژې پر نیولو باندې امرکړی دئ ددنیا او آخرت ګټې یې په کې پرتې دي . په دنیا کې یې ګټې دادي چې د روژه تي انسان معده او وینه صافېږي . حجرات او سلولونه یې منظمه وده کوي . د وجود ټول سیستم یې له کهالت او ټنبلۍ څخه په ځوانه انرژۍ سره سر راپورته کوي . ماغزه یې په حوصله کولو او سم تدبیر او سنجش سره عادت کېږي . په زړه کې یې صله رحمي وده کوي . دوږي له حاله په محسوس ډول خبرېږي . له روژې نیولو سره پینځه وخته لمونځ او د قرآن تلاوت او نور عبادات هم تړلي . ځکه چې لمونځ د ټولوګناهونو مخه نیسي . که چېرې یو مسلمان روژه په خوله او په سمه طریقه پينځه وخته  لمونځ ادأ کړي هغه هم په جماعت سره ، نوکېدای شي چې روژه تي لمونځ کوونکی له ټولو فحشأ وو ، مُنکراتو او سرغړونو څخه پرې وژغورل شي . ځکه روژه تي انسان په روژه کې ملکوتي خاصیت ځانته غوره کوي . نفس او شیطان غلبه پرې نه شي کولی . ملا یْکې هم یوازې د خدای تعالی عبادت کوي ، هغوی یو نوراني مخلوق دئ چې پرته له عبادت څخه نه څه خوري ، نه څه څښي ، او نه هم نور ناروا کارونه کوي . همداسې مسلمان روژه تي هم د ملایْکو په څېر له خوراک څښاک او ټولو قبیحه کارونو څخه ځان ساتي او یوازې د خدای په مینه مست او د الله تعالی په عبادت باندې داسې مشغول وي چې نورو انسانانو ته یې هم خیر په کې رسېږي .

۳ : ــ  الله تعالی پر روژه تې بنده باندې افتخارکوي . په دې میاشت کې د مسلمانانو نفسونه تزکیه کېږي . ځکه دا میاشت د الهي تأدیب میاشت ده . هر څومره چې په دې میاشت کې نفسونه تزکیه شي په همغه کچه خدای ( ج) ته ور نږدې کېږي . خدای تعالی د روژه تي سوال هم د خپل ځان ـ او هم د نورو په حق کې ژر قبلوي . په روژه کې چې څوک خپل ځا ن له ګناهونو څخه خوندي وساتي د یوکال تېرګناهونه یې د روژې تر پایه پورې د روژې په برکت پرته د بنده له حقوقو څخه نور ټول بښل کېږي او داسې پاکېږي لکه ماشوم چې نوی دنیا ته راغلی وي . روژه تي په عباداتو کې همدې ته وایي .   

۴ : ــ خو د روژه تي مانا په معاملاتوکې داده چې باید پرته له ښې راکړې ورکړې او ښه سلوک څخه نور ټول هغه نارواکارونه پرځان باندې حرام کړي کوم چې په لاس او ژبه یې د نورو په وړاندې تر سره کوي . ځکه ناروا کارونه الله تعالی په هر وخت کې منع کړي او تر سره کول یې ګناه بلل شوې ده . بل لور ته روژه خپله یو فرضي عبادت دئ او  په عبادت کې ناروا کړنې هېڅ ځای نه لري . هر ناروا عمل پرته له عبادت څخه هم غیر انساني او مردود دئ چې په تعمیل سره یې د روژې نیولو عبادت هم ور باندې فاسدېږي .

۵ : ــ په روژه کې د انسانانو تر مینځ ټولې اړیکې باید په تعادل باندې ولاړې وي . په دې مانا چې په ټولو روا معاملاتو کې که هغه په حکومتي برخه کې وي ـ یا غیر حکومتي برخه کې باید د چا د حقوقو په برخه کې افراط او تفریط ونه شي . انساني حقوقوته باید په ځانګړي او ټولنیز لحاظ په درنه سترګه وکتل شي . ځکه په حقوقي لحاظ د حقوقو په نعمت کې د هر چا خپله ونډه شته چې باید په زر، زور او تزویر سره نه ترې محروم او ایسار شي او نه ترې وا خیستل شي .

۶ : ــ د شتمنو په مال کې د غریبو او بېوزلو خلکو حق دئ چې باید ترې ور یې کړي ، صدقه او خیرات باید خوارانو ، فقیرانو ، مسکینانو او بېنوایانو ته په تېره د روژې په میاشت کې ورکړل شي . صدقه او خیرات رد بلاده ، ترڅو د بډایانو په مال او اولاد کې خدای تعالی برکت واچوي او نور یې هم و پنځوي ، له آسماني او زمیني بلاوو یې وساتي ، او غریبان یې د خدای تعالی دغه فرض په ښه  سړه سینه سره ادأ کړي . ځکه شتمني او بېوزلي ، پاچاهي اوګدایي ، عزت او ذلت ټول د خدای تعالی له لوري دي . او دا ټول پر خپل بنده باندې د خدای تعالی له لوري په ژوندکې یو آزمېښت دئ . ترڅو په مشهود ډول ثابته شي چې څوک په دې الهي آزمېښت کې صبور او بریالي را وزي .

له دېنه داسې برېښي چې روژه تي انسان باید خپل واک او خپل شته په غلطو او ناروا لارو چارو کې هېڅکله هم په تېره په روژه کې  استعمال نه کړي . له واک څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي . چارواکو ته په کار ده چې روغ او ناروغ ، فاسق او فاجر ، نمامي او چغليګر(شیطان ) ، صادق کارپوه او تېر ایستونکی طفیلي باید تشخیص سره او پر تله کړي . د یوه حق پر بل باندې ونه خوري . په بیت المال کې ناروا تصرف ونه کړي . د خلکو جایدادونه او ځمکې غصب نه کړي . ملي شتمنۍ لوټ نه کړي . له هر ډول ناروا تصرفاتو څخه ځان خوندياو لیرې وساتي . تل عادل و اوسي . تر څو خدای تعالی ته د ريښتیني صبر ، زغم او تقوا له لارې ځان ور نږدې کړي او توبه یې قبوله شي .

د خدایتعالی عبادت د زړه په اخلاص ( سپېڅلي نیت ) ، او د ټولوالهي اوامرو په عملي کولوکې تر سره کېږي . نه په چل ول اودوکه ورکولوکې . ددې مانا داده چې روژه تي باید په ټولو عباداتو او معاملاتوکې خپل خدای او د خدایتعالی مخلوق ته په زړه سپین او منلی وي . ځکه عبادت د خپل خدای (ج) ، او معامله د خدایتعالی له نورو بنده ګانو سره په چل ول او دوکه باندې نه تر سره کېږي . که موږ وغواړو چې د خدای تعالی ریښتیني بنده ګان ، او د خدای تعالی د بنده ګانو ریښتیني ملګري و اوسو نو باید چې خپله ریښتینولي په عمل کې خپل خدای (ج) او خپلو همنوعانو ته ښکاره او ثابته کړو . هو ! د روژې تر ټولو ستر رول په عباداتو او معاملاتو کې همدغه دئ چې په عباداتو کې د خدای تعالی حقوق ، او په معاملاتو کې د خدای تعالی د بنده ګانو حقوق ترګونډو لاندې نه شي .   

 

 


بالا
 
بازگشت