حکومت دې پر ملي څوکیو وړ افغانان وګوماري

محمد انور ولید: نېټه : ۱۹ ـ ۳ ـ ۱۳۹۴ لمریز کال

پخوا به چې پاچاهان له خپلو ندیمانو سره یو ځای په ښکارپسې ووتل نو د هوا مرغان او نور وحشي ژوي به یې ښکارکول . خو په دې کارکې به هرو مرو له ښکار ځای څخه بېرته ډک لاس را تلل . ځکه پاچاهانو به د ښکار له پاره داسې بازان ، تازیان او ښکارچیان هم له ځانه سره لرل چې د بازانو مښوکې به یې ښکته کږې ، د تازیانوخولې به یې تورې او د ښکارچیانو غشي به یې له ټک سره سم پر خپل هدف باندې لګېدل . پرتسمه ناست سترګې تړلي باز به د خپل څښتن په اشاره پر خپل هدف باندې غوټه وهله او ښکار شوی شی به یې په خپلو منګولوکې د خپل څښتن مخې ته امانت واچاوه . تازي به ښکار په خوله کې تر څښتن پورې را ورساوه . او ښکاریانو به په نښه کړی ښکار د خپل پاچاه په حضور کې کېښود .   ولې د رباري مسلکي شاعرانو به هم داسې شعرونه د لارې لنډېدو په خاطر ورته زمزمه کول چې یوه مسرع به یې ښکارته له روانېدو سره سمه تمامه شوه ، او بله به یې نخجیر ( ښکارځای ) ته تر رسېدوـ او یا به تر هغې هم ورآخوا اوږده شوه ـ خوتمامه به نه وه . د بېلګې په توګه لکه بیدل چې ویلي :

برانگشت عصا هردم اشارت ميکند پيری

که مرگ اينجاست يا اينجاست يا اينجاست

عمرخوړلیو پاچاهانو به هم چې کله داسې مسرعې واورېدلې ، ترکاڼي سخت زړونه به یې نازک ، پر خپل ملت به یې زړه وسوځېد او د آخرت هغه مُجسم حساب کتاب به یې سترګوته ودرېدکوم چې ددوی د واک پرمهال به د خپل مظلوم ملت پردوی باندې دین(پور) پاته ؤ .

پټې سترګې غلام باز ته خو بیا د خپل بادار په لاس کې بندې چرمي تسمې پرسرڅوکۍ او مقام ورکړ شوی ؤ .  هلته به د خپل بادار امر ته پرتسمه داسې ور ناست ؤـ تابه ویل چې د علامه اقبال لاهوري پرقبرباندې د بُت په څېر بې روحه کوم عسکر ولاړ دئ .

خو ښکاري تازي به یې هم تل د اصحاب کهف د قِطمیر په څېرد خپل بادار مخې ته سر په خپلو پنجو ور اېښی ؤ، سترګې به یې نه رپولې اود خپل بادار د قوماندې په انتظار به یې دوې سترګې څلور شوې .

ولې ښکارچي ندیمان به یې بیا دومره په ادبي نازک خیالۍ کې ور سره مله وو تابه ویل چې همدا اوس اصحاب صُفّه شپه ورځ په نبوي مسجدکې د رسول الله (ص) د چوپړ له پاره ځانونه وقف کړي او لاس په نامه یې امر ته په انتظارناست دي . د هغه وخت پاچاهانو خو خپل دربار له هماغسې وفاداره خلکو ډک کړی او د خپلې پاچاهۍ برم او عظمت یې پرې ساتلی ؤ . د هغوی ( قوت و لایموت ) همغه ددوی د خپل لاس او خپلو مټو ښکار ؤ . نه یې پر ملي شتمنیو غرض درلود ، او نه یې هم پردي ملکیتونه غصبول .

مګر په افغانستان کې له تېرو (۲۲) کالو را هیسې د څوکیو ، پردیو مرستواو ملي شتمنیوښکارچیان بیا بل ډول دي . دوی ټول ډېرې حق په جانب ښکلې څېرې ـ پستې او نرمې ژبې لري . په حِلَم ، چل ول جوړولو او مکرکې تخصص لري . دوی په ډېرتزویري مهارت سره د افغانستان ټول سیاسي مشران د تاریخ په هره مقطع کې تل په خپله ګټه استعمال کړي او غولولي دي .  د رسمي خانقأ ملي حلواوې ـ نذرانې اوکلنګونه ټول همدغو مصنوعي مریدانو ترې وخوړل ، خو د ناروا بِدعت ،ګُمراهیو، نا امنیو او بد نامیو، مرګ ژوبلو او بېکاریوکندې ته یې بیا تر ننه پورې غریب ملت ور وغورځاوه .

پوره څه د پاسه دوې لسیزې وشوې چې د واک دغه ځنځیري کړۍ کله په یوه نامه ، اوکله هم په بل نامه په مصنوعي توګه واکوالوګدیوته د ر سېدو له پاره د ترلاسه کړیو امکاناتو په صورت کې د دولت په دری ګونو قوواووکې یو د بل په تایْید سره تر اوسه پورې په ډېر مهارت ځانونه ننباسي ، تر څو هلته  له خپل موقف څخه په ناوړه استفادې سره ملي ضد قراردادونه وکړي ، رشوتونه واخلي ، نور ناروا تصرفات وکړي ، دولتي اوغیردولتي ځمکې اوجایْدادونه غصب کړي ، په اداري فسادکې ښکېل شي ، د مخدرو موادو په قاچاق کې خلاص لاس ولري ، د بهرنیو مرستو په تالا ترغه کولوکې ونډه ولري . خو داکسان په اختلاسونو باندې داسې روږدي او معتاد شوي دي چې د ملي شتمنیو او بانکونو پیسې بیا آن د خپل پلار او نیکه میراث او شخصي ملکیت ګڼي .

تاسې د کابل بانک مخکینۍ او د ښارجوړولودې وروستۍ پېښې ته ښه ځیرشۍ چې فساد په لویو سوړوکې له پېله را پیل شوی ؤ ، زور او قووت یې وموند ، خوانشاء الله چې په وړو سوړو بندولوـ او د سرچينو په وچولو سره به په نظام کې دغه دېره شوی فساد نورکډه کېدو ته اړشي . ځکه د ملي وحدت حکومت نورداسې پر فساد ککړې ادارې نه غواړي او نه یې زغملی شي چې د بدنامیو ، فساد او بدمرغیو دا ډول ککړه هوا دې د ملي تنفسي جهازسیستم ته ور داخله او د تېر په څېر دې یو ځل بیا دخپل ملي تنفس جهاز او ټول وجود پرې ناروغ کړي . ځکه د فساد او فتنو دغه ګردجن اوکرغېړن وایرس پرته له دوامداره تغیر راوړونکو اصلاحي واکسینوپر بل څه باندې له مینځه نه ځي ، خپل مقاومت او عکس العمل ښیي او تر بیا پورې د ګوک ( حلزون ) په څېرپه غِلافونو کې ځانونه نغاړي . کله چې محیط ورته مساعد شو ـ بیا له سره په خپله ناروا تغذیه باندې پیل کوي . ځانونه به دوی په کې وپړسوي ـ په کې خوار به ملت او بدنام به حکومت شي . افغانان باید ملي څوکۍ او مرستې ښکار نه کړي . حکومت دې پر دغو ملي څوکیو ملي وړافغانان وګوماري ،  دولت دې نه پرېږدي چې دغه ملي څوکۍ او شوې مرستې نور پرازیت ډوله عناصر ځانته ترې ښکارکړي .

 


بالا
 
بازگشت