دګډ تفاهُم ، افکارواو نظریاتو شریکولو رول

محمد انور ولید : ۹ـ ۳ ـ ۱۳۰۴ هجري لمریز کال

انسان یو داسې متفکر او د تخلیق وړ مخلوق دئ چې د خپل احساس او مسؤولیت له مخې د انساني تېرې ماضي د ښو او بدو آرشیف ته په کتو سره د خپل ځان او خپلې ټولنې د حال او استقبال په اړه مالومات را ټولوي ، ترځو له تېرو انساني بدو تېروتنو او ماتوخوړلو پندونه عبرتونه واخلي ـ او ښه کارونه یې د خپل ځان او خپلې ټولنې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو له پاره سرمشق او د خپل فرهنګ جُز وګرځوي .

خو تفکر له انساني اړتیاوو سره سم په انسان کې د ژوندي پاک احساس له مخې را ټوکېږي . اوپاک احساس بیا پرپاک تفکر باندې امرکوي ترڅو د د غې انساني تشې ډکولو په خاطرد محسوسو حواسو اجرأیه قوه یو داسې نوی شی مینځته راوړي چې انسان یې د حل لارې لټولو او موندلو په لټه کې په اندېښنه کې اچولی .

انسان د بشر ي نجات او تباهۍ دواړو تخلیقي قابلیت په ځان کې لري ، خو مأمور یوازې پر هغه ایجاد ( نوښټ )  باندې دئ چې د خدایتعالی مخلوق ته پرته له زیان اړولو او بر بادۍ څخه ګټه پرې رسول کېږي . او دغه انساني تخلیق دوه ډوله دئ :

لومړی : دا یو داسې تخلیق دئ چې په ټولنه کې د یو غوره او منل شوي نظام جوېدو له پاره یو یا څو با احساسه او متفکر انسانان یو ډول داسې فکري اصول او قوعد د وضعي دستور او فرهنګ په نامه مینځته را وړې چې له مخې یې د ټولنې د اتباعو ټولو برخو ته په کې په متوازنه او متعادله توګه برخه ورکړ شوې وي ، ترڅو د ټولنې ددغې ملي وثیقې او معروفو رواجو له مخې سیاستوال او فرهنګیان د خپلې ذمه وارۍ له مخې د خپلو ټولنو د دیني او ملي روایاتود قراأت او ذهني توحید او معاشرې جوړولو له پاره یو داسې نصاب را مینځته کړي چې معقول الهي دین او روا انساني دودونو ته په درنه سترګه په کې کتل شوي وي ، پرته درناوي څخه هېڅ ډول سپکاوی ، چل ول او دوکه په کې نه وي ، ذهنیتونه په کې ترور، مغشوش او د نورو د توطیؤ ښکار نه شي ، ترځو د صالحو اولیأ امورو ځنځیري تسلسُل په راتلونکې کې په غیر صالحو چارواکوباندې بدل نه شي .

که چېرې یو ځل د صالحو چارواکو ځای ناپاکو خلکو ته په لاس ورغۍ ـ هغوی به د ټولني ټول روا ارزښتونه او لاسته راوړنې د خپلو ناروا اهدافو قرباني کړي ، پر حقیقت باندې به د بې عدالتیو په دادګاه کې د بُطلان کرښه را کاږي ، حقیقت به محکوم کړي او د بې عدالتیو په سولي (غرغره ) به یې په دار کړي .  

دوهم : دا ډول تخلیق مادي بڼه لري چې مُخلِق انسان خپلو همنوعانو ته د ژوند د آسانتیاوو وسیلې مینځته راوړي . خو د کمیت ، کیفیت او استعمال څرنګوالی یې د وخت په اولیأ امورو پورې اړه لري ، چې هغوی دغه اکتشافي وسایْل څه ډول ، د څه هدف له پاره او چېرې کاروي .

نن ورځ ساینس او ټکنالوجي چې د پر مختللو ابعادو په لوړو پوړیو کې شتون لري ـ او بشریت ته یې هم ډېرې لوړې او پرېمانه آسانتیاوې برابرې کړې دي ، خو د عامه تباهیواو ټولوژنودګواښونو شمېر یې هم د سرتر وېښتانوکم نه دئ . ولې دا دنوح (ع ) یا آدم ثاني ګناه نه وه چې صفینة البحر ( کښتۍ) یې جوړه کړه او د انسان ، حیوان اونبات ژوند یې د ځمکې پر مخ له بحري توپان څخه پرې وژغوره . دا د ذالقرنین ګناه هم نه وه چې د یأجوجو او مأجوجو د فساد او وراني د مخنیوي په وړاندې یې اوسپنيز دېوال تاریخي جوړکړ .دا د هود هود ګناه هم نه وه چې سُلیمان (ع) ته یې د صبا د بُت پرستانو راز کشف کړ . دا د ابابیلو ګناه هم نه وه چې د ابرهه پر فیلانو یې د سّجین پاخه کاڼي ور وؤرول . دا د داؤد (ع) ګناه هم نه وه چې انسان ته یې د اوسپنې د استعمالولو تخنیک ور زده کړی . ابراهیم (ع) هم څه ګناه نه وه کړې چې د نمرودیانو بّتان یې ور ونړول . موسی (ع) هم کومه ګناه نه درلوده چې د فرعونیانو خدایانو ته یې د پای ټکی کېښود . محمد (ص) هم کومه ګناه ونه کړه چې ټول الهي وروستي فرمانونه ( قر آن عیم الشأن ) یې نړۍ ته په امانته توګه ورساوه . دا د محمد بن قاسم ګناه هم نه وه چې حساب ته یې الجبري ژبه پیدا کړې او بشر یت ته یې د حسابي آسانتیاوو برابرولو ډېر ستر خدمت کړی دئ . د صحاح سِّته محدثینو هم کومه ګناه نه ده کړې ځکه چې د رسول الله (ص) احادیث یې په ډېر دقت او سپیناوي سره غورچاڼ او تصفیه کړي دي .  انشټین هم ګناه نه ده کړې چې فزیکي کشفیات او خپلې بر یالۍ او منل شوې تجربې یې راتلونکو نسلونو ته په میراث وړاندې کړي . اډیسن هم ګناه کار نه ؤ چې برښنا یې کشف ، ټوله نړۍ یې پرې روښانه او انسان یې د نورو سیاروکشف او موندلو ته ور باندې ورساوه . همداسې ګوتمبرګ د قوې پرکشفولو، مندلیف د عناصرو د جدول په ترتیبولو، جېمزواټ د بخار پردېګ ،کرېستوف کولمب د ایورېست لوړې څوکې ته په ورختلواو د امریکې پرکشفولو ، ګاګارین په هوا کې د قدم وهلو ، آل مېسټران د فضأیي څېړنوتر تحقیقاتو وروسته پر اسلام باندې د مشرف کېدلو او نورګڼو مخترعینواو د هغوی کشفیاتو څه ګناه نه وه ، بلکي بشریت ته یې ستر ستر خدمتونه کړي دي .

دا چې د هغوی ابتکارات ، اختراعات او وده ورکول څه ډول د کومو اهدافو له پاره د تاریخ په اوږدو کې استعمال شوي ، هغه ټول د وخت د چارواکو او سیاستوالو کار او نمونه ده چې د خپل پلان ، سترا تیژۍ او مدیریت له مخې یې د تاریخ په اوږدو کې د بشریت په ګټه یا زیان سره استعمال کړي دي . چا د خپلو ټولنو او ټول بشریت له پاره خدمت کړی او چا خپلو ټولنو او ټول بشریت نه خیانت کړی دئ . ځکه چې انساني اصلي منل شوی تفکر اود هغه اړوند ټول امکانات یې د خپلو شخصي ګټو په محور را څرخولي او هر څه یې د بشري خدمت پر ضد د بشر تباه کولو له پاره استعمال کړي دي .

تاسو وګورۍ چې د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړوالی تر کومو کچو پورې رسېدلی دئ . عقلاً هم دا ایجابوي چې علم او تکنالوجيکي تخنیک دواړه باید د بشر د هوساینې ، بسیاینې او یو موټی کېدو له پاره استعمال شي ، نه د مرګ ژوبلو ، تیتولو او په خپلو کې د سره وېشلو له پاره . ددې تشې د ډکولو له پاره تل د رغنده علمي ګډ تفاهم رول ډېر اړین کار دئ . ځکه په ګډ تفاهم کې افکار او نظریات سره شریکېږي . خو دغه نظریات او ګډ تفاهم د اهل خِبره او ملي اجماع په صورت کې د سترو ملي او نړیوالو اهدافو له پاره تر سره کېږي .

افغانستان له همدغه ډول هېوادوڅخه یودئ چې د خپل ور پېښ پرله پسې امنیتي او اقتصادي ناورین د له مینځه تلو او تل پاتې سولې راتلو په خاطر د نظریاتي تفاهم او ډیالوګ یو باوري او احتیاطي باب په هره کچه پرانستل شي ، ترڅو د سیمې او نړۍ هېوادونه د همداسې رول ادأ کولو پر مټ د افغانستان په اړه کوټلي مثبت ګامونه پورته کړي ، ځکه ملتونه هم حق لري چې د افغانستان په څېر هېوادوکې د دوی د خپلو اړوندو چارواکو بېځایه لاسوهنې د خپلو ملتونود غوښتنو پرخلاف یو عمل دئ چې تر سره کوي یې . په داسې حال کې چې زموږ د لیرې او نږدې ګاونډیو ملتونه یو هم نه غواړي چې چارواکي او سیاستوال یې دې د افغانستالن پر ضد عملونه تر سره کړي .

د افغانستان په اړه د تصویري مېډیا له لارې د افغاني او پاکستاني محصلینود نظریاتو شریکول هم یو پر ځای عمل دئ چې باید دغه لړۍ همداسې غځېدلې پاتې شي . ځکه خو باید د پاکستان ملت او ځوان کول مخا مخ د افغاني ځوان کول په ژبه د افغانستان د ملت په آرمانونو او غوښتنو باندې پوه اود هغوی درد محسوس کړي ، ترڅود خپل حکومت درواغجن سیاست او د افغانانو ښکاره قربانۍ په خپلو سترګو وویني . وروسته به بیا څرګنده شي چې آیا د افغانستان په اړه د پاکستان ملت او دولت په ریښتیا سره غاړه غړۍ دي ، اوکه نه موخې او منزل دواړه یې سره بېل دي ؟

که چېرې سره یوه خوله وي نو بیا خو ټول پاکستان د افغانانو او افغانستان د خاورې دوښمن دئ ، اوکه په نظر او عمل دواړو کې سره وېشلي وي نو باید چې ملت یې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او په یوه خوله د پاکستان د حکومت او نورو سیاستوالو د غلطو اقداماتو مخه ونیسي . هو ! د ګډ تفاهم او نظریاتو شریکولو مانا همدغه ده . خو په دې شرط چې نیتونه په کې روغ  وي .

 

 


بالا
 
بازگشت