مشفق

 ۱۹ / حوت /۹۴

دسولې د خبرو ځنډیدو کې غټ تاوان دی

هیواد کې د خلکو وژل کېدل، ټپیانېدل او ناامنی د سولې او د سولې د خبرو اترو د چټکوالي  د بهیر اړتیا لا ډیروي.

په وروستیو کې چې کله څلور اړخیزې غونډې وشوې او په وروستۍ غونډه کې له مخالفینو سره  د مخامخ خبرو وخت هم په ګوته شو نو د خلکو هیلې د سولی د خبرو اترو او د دغه بهیر د بریالی کیدو لپاره زیاتې شوې، متأسفانه په هغه نېټه چی باید خبرې شوې وای دګڼو عواملو له کبله ونه شوې خو په دې اړوند ناهیلی هم ښودلې شوې نه ده .

دولتی چارواکو او د سولې د شورا مشر ویلی چی د خبرو لپاره هیله مندی شته او دب هرنیوچارو وزارت مرستیال هم ویلي چې کیدای شي دغه خبرې له ټاکل  شوي وخت نه د یوڅو ورځو په ځنډ سره ترسره شي. له بل لوری د انګلستان هیواد هم کله چی دبهرنیو چارو وزیریې کابل ته راغلی ؤددغه بهیر دچټکتیا او آستانتیا لپاره د ۱،۴ میلیونو ډالرو مرسته وکړه ، پردې برسیره پاکستانی پوځی مشر هم څو ورځې مخکی افغانستان ته راغی او د سولې د خبرو په اړوند یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې، مخالفینو هم دسولې خبرې په کلي ډول نه دی رد کړي بلکه یو شمېر شرایط یې ورته په ګوته کړي چې کیدای شی د خبرو اترو او اړیکو له لارې دغه شرایط هم دحل لاره ومومي. مهمه خبر داده چې دافغانستان خلک هم په کلکه د سولې دبهیر د بریالي کیدو غوښتنه لری او نه غواړي چې راتلونکی پسرلی یې هم لکه د نورو کلونو په څېر په هېواد کې جګړې او وژنې روانې وي.

 که په وروستیو کې امنیتی پېښو او په بیلابیلو ولایتونو کې جګړو اوستونزو او د مخالفو وسله والو بریدونه ته پام وکړو نو د دغه حالت دوام ټولو لورو په تېره بیا بې وزلو افغانانو ته په زیان دي.

څومره چې وخت تیریږی او په هیواد کې دبې امنۍ بهیر دوام مومي هومره دافغانستان خلکو او په ټوله کې زموږ دهېواد هریو بنسټ  ته کلک زیانونه رسېږي. چې جبران یې ورځ تربلې ستونزمن او ناشونی کېږی.

کله ناکله ځېنې ځان غوښتونکې ډلې او افراد له دغه بهیر سره مخالفت څرګندوي او په دې اړوند خپل ځانګړې دلایل وړاندې کوی، دلته اوهلته په رسنېو کې له دې بهیر سره د نه ملاتړ اعلان کوی او د هغه په وړاندې مخالفت کوي. د بېلګې په ډول یو شمېر حلقې اوسني مخالفین نه بښېدونکی بولی او وایې چې تر وروستی بریده دې د دغو ډلو دله مېنځه وړلو هڅه وشي او کله دی هم له هغوی سره سوله نه کیږی چې دڅېړونکو او هیوادپالونکو له اړخه ددوی دغه غوښته او نظر ناسم او بیخی بېځایه دی داهم له دې کبله چې په جګړو سره کله هم دافغانستان ستونزې نه دي حل شوي.

پنځه  دیرش کاله کیږی چې په هیواد کې جګړې روانې دي، یو لوری اوبل لوری د جګړې له لارې هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځان ورسوي خو داسې کله هم ونه شول. په همدې توګه به په راتلونکی کې هم دجګړې له لاری افغانستان ته کراری رانه شی او هغه څه به افغانان ونه ویني چې د دوی د ډیریو  هیله مندی او غوښتنه ده.

نو اوس ددې هیواد او خلکو غوښتنه ده چې سوله دې  هیواد ته راشی او دې موخې ته درسېدو ټولې لاری چاری باید ګړندې شی. چې په دې اړوند هم نړېوال او هم افغان دولت اوهم ددولت مخالفین مکلفیت لری چې دافغانانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

دا یو حقیقت دی چې هغه له وړاندې شرطونه چې بېلابېلې خواووې یې اعلانوي دا د جګړو په خبرو اترو کې معمول وي چې هرلوری باید خپل نظروړاندې کړي خو له شرط مخکې باید خبرې پیل شي  نوکله چې خبرې کیږی بیا په دریځونو کې خامخا بدلوونونه رامېنځته کېږی. کیدای شی کله چې دسولې خبرې په رېښتېنې توګه پیل شي نو دا بهیر بل ډول شی او د ښکېلو لورو په نظرونو کې هم بدلون رامېنځته شي.

د سولې عالی شورا چې اوس د افغان دولت له لوری د سولې بهیر د پرمخ بېولو او د دغه بهیر د چټکولو لپاره مکلفه شوې دنده لری چې له ټولو اړخونو سره مخامخ یا له نورو لارو خبرې اترې پیل کړي. او د سولې بهیر ته چټکتیا ورکړی. هره ورځ چې تیریېږی په لسګونو تنه وژل کیږی او زموږ اقتصاد ته څومره زیان رسیږی همدا څو وروځو کې که چیرې دجګړو تلفاتو ته نظر وشي ډیر زړه خوږونکی رقم جوړوی . په نورو هیوادونو کې که چېرې دافغانستان دیوې ورځې په کچه تلفات رامېنځته کیږی نو هلته ډیر بدلونونه راځي او دچارې حل لټول کېږي خو افغانستان لکه چې دبلې نړۍ هیواد وی؟ دلته هره ورځ په همغه کچه انسانان وژل کیږی او بدلون په نظر نه راځی.

که دهرې ورځې تلفات وشمېرل شي بیا دهغې اوونیز تلفات وشمېرل شي بیا میاشتنی او کلنیزه محاسبه وشي سرسامونکی رقمونه جوړوی نور باید له دی هیواده د جګړې لمن ټوله شی او په هره بیه چې کیږی باید ټوله شي ، ټول اړخونه باید په دې راضی شی چې دافغانانو وژلو ته دپای ټکی کېښودل شي او که دابدمرغۍ دوام ومومی نو پایله ېې ټولو ته څرګنده ده چې څه به وی.

دستونزو نه دوتلو لارهمغه دسولې لاره نیول دی او په هره بیه چې کیږی باید سوله په هېواد کې قایمه شي

په دې هیله چې دسولې لپاره هڅې ګړندی شي او په دې اړوند ټولې خواوي خپل زیارونه پیل کړي که داسې ونه شی زموږ دبدمرغیو بهیر به همداسې روان وي او افغان اوسنی نسل او ان چې راتلونکی نسلونه به د جګړو دب دمرغیو له کبله کړېږي.

    ---------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت