مشفق

۸ عقرب ۹۴

دسولې په اړوند دمستقیمو خبر و انتظار

دافغانستان خلک خو هسې هم دادرې نیمي لسیزې دسولې په انتظاردي او په دې برخه کې دکورنیو او بهرنیو رسنیو خبرونه څاري او کله یی هم هغه هیلې چې په ریښتینې توګه په هیواد کې سوله تأمین شوي وي تر دا اوسه نه دي ترسره شوي خوڅه ډول چې وایې بې هیلې ژوند ستونزمن او غمجن وي نو بیاهم هیلې لرو او دریښتنې سولې په انتظار یو .

داڅه موده کېږي چې دسولې په اړوند څلوراخیزې غونډې روانې دي او څلورمه ناسته یې چې به کابل کې ترسره شوه په رسمي اعلامیه کې یې وویل شول چې په نږدې راتلونکی کې به دپاکستان هیواد په اسلام آباد کې دسولې نیغ په نیغه خبرې پیل شي . سره له دې چې را پوره څرګنده نه ده چې دغه خبرې به ترسره شي او که نه خو ددولت لوري په دې اړوند یوه اعلامیه صادره کړې چې په کې ویل شوي : ((د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پالیسي سوله ییزه وه او له تېرې یوې لسیزې څخه زیاته موده کې یې د طالبانو له ډلو او ټولو وسله والو مخالفینو څخه غوښتي دي چې سوله ییز ژوند ته ور وګرځي او د هېواد په بیارغاونه کې ونډه واخلي. د افغانستان دولت یو ځل بیا له طالبانو او ټولو وسله والو افغان ډلو څخه غواړي چې جنګ او تاوتریخوالی پرېږدي، د بې ګناه خلکو وژنه ودروي، د هېواد له وراني څخه لاس واخلي او د سولې له مستقیمو خبرو سره چې په پام کې ده د روان کال د کب په منځ کې ترسره شي، یو ځای شي.

د افغانستان دولت په دې باور دی چې د جنګ دوام د افغانستان د ځورېدلو خلکو د ژوند او سوکالۍ له زیانمنولو پرته بله پایله نه لري او دا د هېواد د وروسته پاتې والي لامل او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې ودې پر وړاندې خنډ بولي او له دې امله هیله لري چې د طالبانو د بېلابېلو ډلو رهبري او ټول جنګي ګروپونه د سولې د خبرو لپاره له نوې رامنځته شوې فضا ګټه واخلي او سوله ییز ژوند غوره کړي.))

له دغې اعلامیې نه څرګندیږي چې یو لوري په ریښتنې توګه ددغو خبرو لپاره لیواله او ورته چمتوالی لری او دسولې له دغه غږ سره افغان ولس هم ملګری دی.

اوس نو ټولو خواووته لازمه ده چې دافغانستان دښې راتلونکې په فکر کې شي او دریښتنې سولې او دهېواد دآبادۍ لپاره کوټلي او اساسي ګامونه واخلي. چې دغه لوړ هدف یواځې او یواځې په هیواد کې دسولې په ریښتینو هڅو سره عملي کیدای شي. په اوس وخت کې داسې ښکارې چې دښکیلو لوريو دریځونه دسولې په اړوند سره دومره هم لرې نه دي ، پخواهم دسولې په اړوند ناستې شوې وې خو د طالبانو دمشر ملامحمد عمر دمړینې په برالاکیدو سره ستونزې په کې رامېنځته شوې ، ددواړو لورويو استازي هم تل دسولې خبرې کوي او ورته چمتوالی لري هغه واړه واړه شرطونه چې وړاندې کیږي هغه هم دحل لاره لري او کیدای شي چې وروسته له خبرو اترو دحل اساسي لار ومومي. او کیدای شی هغه لږ واټن هم چې په دریځونو کې موجود دي دوخت او دناستو په ترسره کیدو سره رالږ شي .

هرډول ستونزې په دې برخه کې په دې مانا نه دي چې سوله په افغانستان کې ناممکنه ده ترټولو مهم ټکی چې موږ دسولې لپاره امېدواره کوي هغه دافغانستان دعامو خلکو اراده ده چې نور نه غواړي په هېواد کې یې جګړې وي او هغه لاسته راوړنې چې په بېلابېلو برخو کې دهغو له ډلې نه په اقتصادی او دبیا رغاونې او آبادی په چارو کې مو لاسته راوړي بېرته له لاسه ورکړي.

 لکه څرنګه چې تل ویل شوي په هره ټولنه کې ترټولو ځواکمنه قوه په خپله دهمغې ټولنې خلک وي چې کولای شي خپل پایلک وټاکي او دافغانستان خلک نور له جګړو او ناخوالو ستومانه شوي او پوهېږي چې جګړې دوی ته له بدمرغی او ناکراری بل څه نه راوړي.

 داسې هم نه ده چې موږ دسولې دراوستولپاره امکانات او میکانیزمونه نه لرو، بلکې ددغې نېکمرغه داعیې لپاره ښه پوتانشیال په بیلابیلو برخو کې شته چې په دې اړوند لا له پخوا کار ترسره شوی خو لازمه ده چې په کارونوکې نوښت ، چټکتیا او خوځښت رامینځته شي.

یو له هغو امکاناتو چې همدااوس په هیواد کې دسولې دبهیر دچټکولو او ښې پایلې دلاسته راوړو لپاره لرو هغه دسولې عالی شورا ده چې دهیواد دبېلابیلو اړخونو له مخورو کسانو څخه جوړه شوې او په دې وروستیو کې یې دمشرتابه په پلاوی او یو شمېرغړو کې بدلون هم راغلی ،  ددغې شورا دنده ده چې دسولې لپاره هڅانده کاروکړی او خپلې هڅې نورې هم باید ګړندی کړي  او ټوله خپله انرژی دسولې او دغه بهیر ته دمرستې لپاره په کار واچوی.

خلک انتظار لری چې دغه شورابه دسولې لپاره هغه څه ترسره کوی چې په هغه سره به ددوی ستونزی حل کیږی او نور به دجګړو او بدمرغیو ټغر له دې هیواده ټولېږی.

دخبرو په اړوند دوسله والوطالبانو دویاندانو څرګندونې چې دڅلور اړخیزې غونډې په اړوند درسنیو له لوري خپرې شوې په کې جوته شوې چې ګواکې دوی لا له نیغ په نیغه دخبرو په باب خبر نه دي،  نو خدای دوکړي چې په راتلونکې نږدې وخت کې دوی هم ښه خبر شي او په تیره بیا قطر هیواد ته دراحل شریف او نوازشریف او دغه راز دچینایی پلاوي له سفرونو څخه اوس دوی هم خبر شوي وي او داسلام آباد غونډې ته چمتوالی ونیسي.

اوسنیو شرایطوته  چې کتل کیږی  دسولې اړتیا ډیره زیاته لیدل کیږی او داچې دغه سوله به څنګه راځی او ښکېل اړخونه به څه ډول دسولې خبرو ته سره کېني دا اړه لري خپله په افغانانو پورې که هغه په دې اړخ کې دي یا په هغه اړخ کې چې پرځان زړه وسوځوي او دخپل هیواد دبربادی او دپردو له خوا دنیواک زمینه دې نوره نه مساعدوی . که څو ک افغانان وي او هیوادنۍ غرور لري ، خپلواکي پرې ګرانه وي او غواړی چې دیو سرلوړي ملت په توګه په نړۍ کې راڅرګند شي او هیڅ ډول دغلامی رسۍ یې په غاړه کې نه وي نو یواځنی لار بین الافغاني تفاهم او سوله او دهغو لپاره دزمینو مساعدول دي چې یادو شوو موخو ته مو رسولای شي.

 

 


بالا
 
بازگشت