مشفق

۴حوت ۹۴

دسولې  په برخه کې نویوپرمختیا و ته خلک هیله من دي

په دې وروستیو کې دسولې په اړوند خوځښتونو ښه زوراخستی ، دسولې په برخه کې څلور اړخیزې خبرې دادی څلورم پړاو ته هم ورسېدې او وروستۍ غونډه یې په کابل کې جوړه شوه. په تیره غونډه کې دسولې لپاره دلارې په نقشې او داځل هم دمخالفو لوروسرو دنیغ په نیغه خبرو په اړوند بحث شوی او وخت ورته ټاکل شوی دی . له یادو هڅو سره جوخت دادی دسولې دعالی شورا په جوړښت او تشکیلاتی برخه کې هم بدلون راغلی او ورته نوی مشرتوب ټاکل شوی دی .

سوله په اوس وخت کې دافغانستان ستره اړتیا بلل کیږی ، جګړې اوورور وژنی ډېرې بدمرغۍ زموږ هېواد ته راوړی ، هره ورځ افغانان وژل کیږی ، کورونه یې ورانېږی، هستۍ یې تباه کېږی اونه یواځې داچې داوس لپاره دغه جګړې زموږ لپاره ستونزې زېږوی دراتلونکی لپاره هم موږ ته غټې ستونزې پرځای پریږدی . که څومره په جګړو وخت تیریږی دغومره زموږ دهیواد په بېلابېلو بنسټونوته هم داوس او هم د راتلونکی لپاره زیان رسوي.

داچې دسولې دعالی شورا نوي تشکیلات هم اعلان شوی او دسولې په اړوند خبرې او ناستې هم خپل اساس پړاو ته رسېدلي اوس نو دسولې دعالی شورا دنده ده چې دسولې لپاره هڅانده کاروکړی  او ټول خپل ځواک دسولې او دغه بهیر ته دمرستې لپاره په کار واچوي.

خلک انتظار لري چې دغه شورابه دسولې لپاره هغه څه ترسره کوي چې په هغه سره به ددوی ستونزې حل کیږی او نور به دجګړو او بدمرغیو ټغر له دې هیواده ټولېږی.

یو څه چې شنونکي او عام خلک غوښتنه لري هغه دادي  چې دسولې دشورا په تشکیلاتي بدلون سره باید په تګلارو او عمل کې هم بشپړ مثبت بدلون رامېنځته شي. دسولې عالي شورا چې داڅوکاله کېږي فعالیت کوي خو دنظر دخاوندانو په اند هغه ډول چې لازمه وه او دخلکو هیلې وې دغې شورا کومې کړنې ترسره نه کړې ، یواځې کارونه یې رسنیز وو او یوشمېر کسان په کارکې ګومارل شوي ووخوداځل دخلکو تمې ډیرې دي او ددغې شورا غړي هم باید خپلو دندو ته په کلکه پاملرنه وکړي او جدي مثبت او رغنده بدلون په کې رامېنځته کړي.

داسمه ده چې سوله ویل په خوله اسانه کلمه ده او په لیکلو کې هم دومره ستونزه نه غواړي خو دغه هدف ته رسېدل دافغانستان شرایطو ته په کتو سره ستونزمنه خبر ده او ډېروهڅو ته اړتیا لری . هغه متل دی چې وایې په( ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږیږی) نوسمه ده چې ووایو یواځې په خبرو ، جرګو، دشوراوو په جوړولو، مجلسونو، پرېکړو ، مطبوعاتی کنفرانسو او نورو سوله نه شی راتلای بلکې عملی کارونو ته اړتیا لری او په دې اړوند ترټولو مهم کار داعتماد فضا رامېنځته کول ، متقابلولوروترمنځ دیوبل غوښټنو ته پام کول ، داوربند تأمینول او په پای کې  دټولې جګړې بیخي ختمول دي.

څه ډول چې لیدل شوي یو شمېر حلقی او ډلې له زړه نه غواړی چې زموږ په دردیدلی هیواد کې سوله رامېنځته شی په تیره بیا یو شمېر رسنۍ او تبلیغاتی وسایل په دې اړوند ناوړه تبیلغات هم کوی . خو دوی ته باید وویل شی چې آیا په پخوانیو جګړو کې مو څه ګټه وکړه ؟ آیا په ریښتیاهم زموږ کومه ستونزه دجګړو له لارې حل شوه؟ آیا پرته له سولې په جګړه به  دافغانستان ستونزه کومه دحل لار ومومی؟ څرګنده ده چې ددې ټولو پوښتو ځواب منفی دی او دامسأله  اوس ثابته شوې هم ده نو هغه څوک چې دې غږته لبیک نه  وایی ګواکې دافغانستان او زموږ دملی ګټو دښمنان دی اوهم داسلام دسپېڅلې دین له اړخه مردود ګڼل کیږی.

دسولې مخالفین نه یواځې داچې یو شمېر بهرني حامیان لري بلکې په کورني اړخ کې هم یوشمېر حلقې شته چې  دغه بهیر سره خپل مخالفت څرګندوی.

یوشمېر سیاسی مشران او ددوی ویندویان  کله ناکله وایی چې دجګړې یو طرف بیخی باید له مېنځه ولاړشي په تیره بیا دفاشیستی نظریاتو پلویان غواړي په دې توګه جګړو ته قومي رنګ ورکړي او کله ناکله داسې څرګندوي چې فلانۍ وسله واله ډله چې په فلاني قوم پورې اړه لری ددی لپاره چې نور نو خپل پخوانئ حاکمیت او واکداري ونه ساتي باید په بشپړه توګه له مېنځه یووړل شي ، هغوی له اوسنۍ رامېنځته شوې فضا څخه په اصطلاح ګټه پورته کوي او جګړه دخپلو مخالفینو دځپلو لپاره ښه زمینه بولي او په همدې علت پرې  ټینګارکوي او سولې سره خپل مخالفت څرګندوي . په داسې حال کې که همدغه ډلې هم پوه شي نو کله به داثابته نه شي کړای چې جګړه ددوی لپاره کراري او آرامښت راوستلای شي. بل داچې دوی به  کله هم له دې لارې خپلو ناوړو اهدافو ته ونه رسیږي داځکه چې دافغانستان ډېری خلک اوس دسولې په ارزښت پوه شوي او په دې هم پوهیدلي چې پرته له سولې دوی ته له کومې بلې لارې ګټه په لاس  نه شي ورتلای.

په هرصورت ددی خبرې یادونه مو ځکه وکړه چې دسولې درنه عالی شورا چې په دې وروستیو کې اعلان شوې پردې هم پوه شی چې دسولې مخالفین په ډېرو اړخونو کې موجود دي او دغه شورا دې په خپلو هڅو اوزیار سره مسایلو باندی ځان خبر کړي ، هم دې ستونزې درک کړي هم دې دستونزونه دوتلو لپاره لارې چارې ولټوي.

حقیقت خبره ده چې ددغې شورا پر اوږو ستر او دروند بار پروت دی داځکه چې اوس نو ټول اولس هغوی ته ګوري، چې دغه شورا به دسولې په هکله څه وکولای شي. که چېرې خدای مکړه دغه شورا او دسولې په اړوند وروستۍ څلور اړخیزې ناستې  هم نه بریالی کیږي او ددوی هڅې ګټور ځای دسولې په اړوند نه نیسي نو دا به بله ستره ضایعه وي دافغانستان دملت لپاره اوهم به په دې سره ډېر سوله غوښتونکي دناهیلیتوب او مایوسۍ په ټغر کیېني.

اوسنیو شرایطوته  چې کتل کیږي له یوې خوا په جګړو کې زیاتوالی راغلی اوله بل لوري دافغانستان ډیری خلک نور له جګړو او روان حالت نه ډیر ستومانه شوي  ، نو له دې کبله دسولې اړتیا ډیره زیاته لیدل کیږي او په دې برخه کې ټول اړخونه باید چې خپل فعالیتونه لا چټک کړي اوپه دې برخه کې دې نور دوخت له ضایع کیدو څخه مخنیوی وشي.

------------------------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت