مشفق

اداري فساد او دنړیوالوسازمانونو ډنډورې

څه ډول چې ښکاري د اداري فساد سره دمبارزې په اړوندهم دنړېوالې ټولنې اوهم افغان دولت ترمنځ  له ډېرې مودې راهیسې ناندرۍ روانې دي، او په دې وروستیو کې دشفافیت نړېوال سازمان  په افغانستان کې دیوشمیر نورو نړیوالو سازمانو دمعلوماتو او محاسبې پر بنسټ یوراپور خپور کړی چې افغانستان ته یې  دنړۍ په کچه دفساد په برخه کې له سومالې او شمالي کوریا وروسته دریم ځای ورکړی. خو څه ډول چې لیدل کېږي دغه سازمان هغه ډول چې لازمه ده او زموږ دهيواد واقیعتونه دي خپله دغه سروې دومره هم په بې طرفانه توګه نه ده ترسره کړې.

 داسې هم نه ده چې په افغانستان کې اداري فساد نشته بلکه شته او دا دهرجګړه ځپلي او دجګړې په حالت کې د یو هیواد ځانګړنه وي چې دناامنی په موجودیت سره ستونزې او ادارای فساد په دغه ډول هیوادونو کې موجودې وي او افغانستان هم یو له همدغو هیوادونه څخه دی ، خو خبره د نوموړي سازمان راپوردی چې ددوی په قول په یو شمیر واقعیتونو او دیو شمیر نړیوالو سازمانونو له خوا په نمرې ورکونو سره جوړ شوی.

په هغه راپورکې کې چې دغې مؤسسې خپور کړی لیدل کیږي چې تقریباً ۱۲ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې داداري فساد په اړوند خیالی نمرې ورکړي او په دې توګه یی منځنۍ  توګه زموږ لپاره له سلو نه یولس نمرې ټاکلی او بیا په نړیواله کچه دریم په اداري فساد ککړهیواد معرفي شوي یو . دشمالی کوریا او سومالې هم همدا حالت دی ، داچې دغه ډول سازمانونه  دخپلو دغه ډول سروې ګانو ترشا څه پلانونه او پروګرامونه لري دلته ډیر بحث نه پری کوو،  خو په نړیوالو منازعاتو کې جنجالونو ته په لیدو سره  دشمالي کوریا په څیرهیواد ته د ډیرې ټیټي نمرې ورکول او بیا وروسته دافغانستان نوم راتلل خپله یو غټ سوال رابرسېره کوي؟ او داڅرګندوي چې په دې اړوند ډیر هم عالادنه چلند نه دی شوی بلکه دغه ډول سروې ګانې کیدای شي دځانګړو موخولپاره ترسره شوي وي .

پخوا دحامد کرزي  دولسمشرۍ په موده کې هم نړېوالو سازمانونو  تل پر افغان دولت داداری فساد تورونه  لګولی او په وړاندې یې افغان دولت هم په نړېواله ټولنه داداری فساد تور لګولی او دلیل هم دا راوړی  هغه پیسې چې افغان دولت ته دمرستې په نامه ورکول کیږی اتیا سلنه یې دنړېوالو سازمانونو له لاری لګول کیږی ، دغه راز هغه قرار دادونه چې دنړېوالې ټولنې له خوا افغاني یا هم نورو څانګو سره تړل کیږی په کې اداري فساد موجود دی، او هغه پېسې چې افغانستان ته دمرستې په نامه راځی په یو نامه اوبل نامه بېرته دبهرنیو او یاهم اشخاصو جیبونو ته لوېږی. خو دغه په اصطلاح نړیوالو سازمانونو کله هم په نورو هیوادونو داتور ونه لګاوه او یوواځې افغان دولت ته یې ګوته نیولې ، په داسې حال کې چې همدااوس هم په هیواد کې نړیواله ټولنه وجود لري.

یو هېواد کې چې وروسته له نږدې څلورو لسیزو جګړو نوې دولتي تجربې آزمویې ، اداری فساد یو طبعی بهیر دی چې دنړۍ په نورو هېواد نو کې هم وجود لری او ان هغه هیواد ونه چې دولتونه یې قوی بنسټ لری هلته هم تر یو بریده اداری فساد موجود دی. سل په سلو کې دفساد ورکول ستونزمنه خبر ده ، دغه راز دافغان دولت چارواکي وایې چې دولت تل دادرای فساد سره دمبارزی دبهیر ملاتړ کړی او په دې لار کې مصمم هم دی ، دوی دغه راز وایې چې اداری فساد په خپله دافغانستان دولت په زیان هم دی او باید چې ترې ورک شی. خو نړېواله ټولنه یوه غټه ستونزه لری هغه داچې لومړی خو فساد په خپلو ادارو کې نه مني او تل په دې اړوند پړه پر افغان دولت وراچوی او ورسره جوخت هغه سازمانونه چې ځان نړيوال بولي واقیعتونو ته نظر نه کوي او خپلې سروې ګانې او راپورنه که څومره نادقیق او په ناسمه محاسبه ولاړ هم وي خپروي یې او پروایی نه ساتي، او حقیقت هم همدادی چې له دوی نه به بیا څوک پوښتنه وکړي چې دا راپور دی سم دی او که ناسم ؟ او یاڅوک او کومه  ټولنه او بنسټ به دوی ته سزاورکړي په هغه صورت کې چې ددوی راپور ناسم وي ؟  نو ځکه دوی یواځې یوه سروې خپروي او دهغه لپاره یو شمیر اسناد هم وړاندې کوي چې پړه پرنورو ورتپي.

 داچې خپله نړيواله ټولنه ولې فساد نه منی دا هم دلیلونه لری، یو مهم دلیل یې هم دادی چې نړېواله ټولنه په افغانستان کې منسجم عمل نه کوی ، ډېر هیوادونه اوبېلابېلې انجو ګانې او سازمانونه وجود لری چې یو پر بل کنترول نه لری او نه هم یوبل ته راپور ورکوی بلکې هریو پر خپل سرعملونه سرته رسوی ، چې په دې سره دغه نړېوال نهادونه نه یواځې داچې خپل فساد دخپلې بدنامی دپټولو لپاره پټوی بلکې له دې نه چې دبل له فساد نه هم خبر نه دی دهغه په هکله هسې پرته له اساسي محاسبې یوڅه  وایې!

له بل لوری دنړېوالې ټولنې دغه ډول راپورونه که هره جنبه لري خو دبې پرې شنونکو په اند دا یوه ګټه هم لري چې افغان دولت لانور هم داداري فساد په برخه کې کړنو او په وړاندې یې مبارزې  ته متوجه کوي او  کېدای شی په افغانستان کې داداری فساد کچه ډېره راټیټه کړي.

متاسفانه چې دنړیوال شفافیت سازمان هغو کړنو ته چې په دې وروستیو وختونو کې داداري فساد دله مېنځته تلو په برخه کې په افغانستان کې ترسره شوي هیڅ دقناعت وړ نمره بندی نه ده کړې ، دملي یووالی حکومت سره له دې چې په کې فساد دانکار وړ نه دی او له شک پرته چې په ډیرو بنسټونو کې لا دغه شومه پدیده موجوده ده خو ، هغه یو شمېر کړنې یې دتایید او له فساد سره دمبارزې په برخه کې جوتې دي چې له دا ۱۸ مېاشتو را په دې خوا ترسره شوي .

دکابل بانک مساله چې له اوږدو کلونو یې دفساد دوسیه ګرځیده راګرځیده په اړوند یې پریکنده پریکړه وشوه دفساد عاملین بند ته واچول شول او ترې دپورونو زیاته برخه بېرته دولت ترلاسه کړه او دولتي چارواکو ادعا وکړه چې په ډیره لنډه راتلونکې موده کې به دغه پورنه په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

په همدې توګه ددولتی چارواکو ټاکل نسبتاً په شفافه توګه ترسره شول دهرې مهمې ادارې مشر دهغو له ډلې وزیران له یوې اوږدې او برخلیک ټاکونکې مرکې وروسته د لیاقت او شایسته ګی په اساس تریو بریده  وټاکل شول .

دتدارکاتو ملي کمیسون جوړېدل بله هغه پرمختیا وه چې داداري فساد دراکمولو په برخه کې ډیره مهمه وه او کوم معلومات چې دولت په دې برخه کې ورکړي دادي چې تراوسه پورې دغه بنسټ دخپلو څلويښتو څخه په زیاتو غوڼډو کې دنږدې سل میلیاردو افغانیو په ارزښت قراردادونه منظور کړي او ترډیره بریده یې دپخوا په پرتله په دې برخه کې د فساد مخه نیولې .

دغه راز د تیر میلادي کال د سپپټامبر دمېاشتې په لومړۍ نېټه، د افغانستان د روڼتیا څار سازمان له خوا د شاوخوا 400 دینی عالمانو په ګډون له فساد سره د مبارزې ملي ناسته ترسره شوې او همدغه  بنسټ د افغانستان په پانګې اچونې چاپېریال کې د آسانتیا ادارې په ملاتړ او د حج او اوقافو وزارت په مرسته، په ملي کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې (د روڼتیا په لور خوځښت) په نوم یو کمپاین هم  په  لاره واچوه چې په دغه کمپاین کې 2500 تنه مذهبي مشران د اسلامي مفاهیمو په ګډون د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مفاهیمو په اړه او د افغانستان د قوانینو په رڼا کې فساد او له فساد سره د مبارزې د لارو چارو په تړاو روزل شوي دي.

په قضایی او امنیتي برخو کې عزل او مقررۍ ، دښارجوړنې وزارت او نورو ادارو دفاسدو اداروې دلوړرتبه مامورینو نیول کېدل، وچارواکو د شخصی دارایی ثبتېدل، دپاسپورت اخستلو په بهیر کې دچټکتیا رامېنځته کيدل، دهیواد په ګمرګونو کې د وړ اشخاصو ټاکنه  او په لسګونو نورو اقدامات هغه څه دې لاتراوسه ترسره شوي او دولت ژمنه کړې چې په دې برخه کې به لانور څه هم ترسره کوي. خو دا کړنې په دې مانا نه دي چې هرڅه په ښه لوري روان دي او د شافیت دنړېوال سازمان راپور بیخی ناسم دی . افغانستان کې په ډیرو برخو کې دهغو له ډلې نه داداري فساد په برخه کې لا پریمانه ستونزې شته خو داسې نه ده چې دله مېنځه تلو لپاره یې اراده وجود نه لری . داداري فساد بشپړ له مینځه وړل یوه ملي او نړیواله ټینګه مبارزه او همکاري غواړي چې افغان ولس په راتلونکې کې ورته هیله من دی.

ښه داده چې نړيوال سازمانونه دې دنیوکه کوونکو او اندېښنه زیږونکو راپورنو پرځای افغانانو سره مرسته وکړي څو چې په دې مهم ملي رسالت کې چې هغه په ټولو اړخونو کې دفساد له مېنځه وړل او راکمول دي  بریالي شي.

افغانان دې ته هیله من وو او دي چې افغانستان به آباد شی او وبه کولای شی دنړېوالو په شان په ټولو عرصو په تیره بیا اقتصادی عرصه کې وځلیږی ، خو تېرو تجربو وښوده چې تراوسه پوری لا دا هیله پوره شوې نه ده.

 

 


بالا
 
بازگشت