مشفق

 ۱ /جدی /۹۴

داقتصاد دپیاوړتیا لپاره باید له خپلو طبیعی زیرمو څخه ګټه پورته کړو

جګړې اوناامنی هغه ستر لاملونه دي چې نه پریږدي زموږ هیواد اقتصادی وده ترلاسه کړي ، خوداباید په دې مانا ونه اوسي چې موږ لاس ترځنې کینو او خپلو اقتصادي سرچینو ته پام ونه کړو او ګته ترې پورته نه کړو !

زموږ اقتصاد دنورو ګڼو عواملو ترڅنګ کولای شي د معدني زیرمو څخه دګټې اخستنې له لارې وده وکړی . زموږ دسږکال ملي بودجه چې ولسي جرګې ته وړاندې شوې او متاسفانه تراوسه تصویب شوې نه ده او دولسي جرګې په غونډه کې رد شوه یواځې دوه ویشت په سلو کې له کورنیو عواید تأمینیږي او اوه اویا په سلوکې بیا هم زموږ پراختیایی او عادي بودجه په بهرنیو مرستو اتکأ لري ، چې زموږ همدغه په بهرنیو مرستو اقتصادي اتکأ زموږ دیوشمیر ناخوالو او بدمرغیو لامل ګرځی او زموږ استقلالیت او خپلواکی تر سوال لاندې راولی .

په هیواد کې دنوي سیاسی پړاو یعنی دطالبانو دحکومت له راپرزیدو څخه وروسته یو څو کاله موږ مجبور وو چې په بهرنیو مرستو متکی واوسو خودادی چې پنځلس کاله نږدې له هغه وخت څخه تیریږي لازمه نه ده چې بیاهم زموږ دهیواد ملی بودجه پربهرنیو مرستو اتکأ ولري ، دغه راز باید دراتلونکو کلونو لپاره په دې برخه کې منظم او سنجول شوي پلانونه او پرواګرامونه ولرو څو چې زمو ملی عواید ډیر شي او اقتصاد مو په خپلو پښو ودریږي .

داقتصادی ودې لپاره چې دافغانستان لپاره مهمه ده یوه هم دهیواد له معدنونو څخه ګټه اخستنه ده، چې له نیکه مرغه زموږ هیواد په دې برخه کې ډیر غني هم دی .

زموږ په هیواد کې دنړۍ اوسیمې په کچه ستر ستر کانونه اومعدنونه وجود لري چې که چېرې ګټه ترې پورته شي په بشپړ ډول دنورو له احتیاج څخه خلاصېدلای شو او زموږ ملي بودجه به که خدای کول څوبرابره له اوس نه زیاته او له کورنیو عوایدو  څخه له دې لارې تامین شي .

 دوه ستر کانونه چې مخکی یې قرارداودنه لاسلیک شوي خو لا تراسه یې کار نه دی بشپړ شوی او داستخراج اوګټې اخستنې مرحلې ته نه دي رسېدلی هغه د لوګر ولایت دعینکو دمسو کان او بل یې بامیانو ولایت دحاجیګ داوسپنې کان دی چې دنړۍ په کچه ستر کانونه شمېرل کیږي او ارزښت یې  سلهاوو میلیارده ډالره اټکل شوی دی باید هرڅه ژر چې کیږي ګټې اخستنې ته چمتوشي او دلارې موانع لرې شي . له دې نه علاوه دغزني ولايت دزرکشانو ودسيمې دسرو زرو او مسو کانو نه چې ددغو کا نونو تخمينې ارزښت څه نا څه ديرش مليارده امريکا يي ډالره دي چې په را تلونکى کې د افغا نستان د کانونو دفعاليت له سترو فعاليتونو څخه بلل کيږي دغه راز د هرات ،غزني ، نيمروز او فراه په ولايتو نو کې دليتيم کان . دکانو اوپطرولیم وزارت دمنابعو له قوله چې افغا نستان کيداى شي د نړۍ د هيوادونو ترمنځ د ليتيمو د تو ليد په برخه کې مخکښ وي ، د دولت دسا حوي ما مورينو داټکل له مخې یادشوي کانونه دڅه دپاسه ٦٠ مليارده امريکا ئې ډالرو ارزښت لري. په همدې ډول  دهلمند ولايت دخانشين ولسوالۍ ارزښتناک اونيوبيمو منرا لو نو کان بله هغه سرچینه ده چې دهیواد اقتصاد ته غټه ګټه په لاس راوړي . ما هرانو په افغانستان کې دځمکنې اونيوبيمو ګټورو منرا لو نو ارزښت څه دپاسه ٨٩ مليارده ډالره اټکل کړی او ارزښتناکه خاوره ې د خانشين په سيمه کې شته په نړۍ کې زيات نه موندل کيږى . د مسو هغه کانو نه چې په لو ګر ولايت کې دعينکو د مسو دکان دشمال په استقا مت موقعيت لري دکارپوهانو دنظريو له مخې دغه کان له او سنې کان څخه زيات رسو بي مس لري  چې د نړۍ دمسو اوکوبالت له سترو منابعو څخه بلل کيږى . د هرات ولايت دمسو کان  ارزښت څه نا څه ٢٩ مليارډه ډالره اټکل شوى دى،  دسرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ دمسو سترکان چې ورته څيرمه دډبرو سکرو کان اوسيند شته زيات اقتصادى او ارزښتناک دي چې دکارپوهانو په آند دغه شان کان کولاي شي د سرو زرو ، مسو ، سربو او زنګ په برخو کې دنورې  نړۍ  اړتيا وي هم  تأ مين کړى.له دې نه علاوه په لسهاوو نور غټ او واړه کانونه او طبعی سرچینې لرو چې زموږ داقتصاد لپاره ډیر ګټو تمامیدلای شی . که چیرې خپلې ملي بوجې ته وګورو نو په ټوله کې دکال څلورونه تر پنځو میلیارډو ډالرو اټکل کیږی او که چیرې دیادشوو کانونو ارزښت ته وګورو هریویې څوبرابره زموږ دملي کلني بودجې څخه زیات ارزښت په کې نغښتی چې له دغو منابعو څخه ګته اخستنه او عوایديې په ملي بودجه کې زیاتول تر ډیره برید موږ پرځان بسیا کوي او له اقتصادي کمزوتیا څخه مو راباسي . چې خدای دې وکړي دچارو مسؤلین په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي اوله ستونزو سره سره دهیواد اقتصاد دځان بسیایینې پرلور بوځي . 

خو کله له بدمرغه  داسې هم شوی چې زموږ همدغه کانونه او طبیعی زیرمې زموږ په تاوان تمام شوی او هغه له دې کبله چې بهرنی مداخله ګر ځواکونه او هم ځېنې طامع هیوادونه افغانستان ته دسولې او کراری په سوچ کې تر هغه نه دی چې له همدغو طبعی زیرمو نه دوی ته دګټې زمینه برابره نه شی خو دا دافغانستان دخلکو کار دی چې مغرض ځواکونه وپیژنی او دخپلو ملی ګټو لپاره کاروکړی او څه ناڅه وکولای شی له اقتصادی اړخه پرځان متکی او خپلواک شو.

 

 


بالا
 
بازگشت