۸/۹/۹۴

مشفق                                 

د چاپیریال ساتنه دټولو دنده

په فرانسه کې داقلیم دبدلون ترنامه لاندې کنفرانس چې زموږ دهېواد په استازیتوب دهیواد جمهور رییس په کې ګډون لري یو مهم پیغام لري او هغه داده چې دځمکې د اقلیم بدلون دټول بشریت لپاره یو ګواښ دی ، که همدا اوس هم ډیر هیوادونه یوله بل سره دښمنۍ لري او ډير خلک په جګړو کې دخصومت له کبله وژل کیږي خو ککړ چاپیریال  او دهوا تودخه چې له کبله یې زموږ چاپیریال ته ستونزې پیداشوي ټولولوریو ته د ستونزو ناروغیو او ناخوالو ګواښ پېښ کړي چې له مېنځه وړل یې هم دټولو دنده ده .

دفرانسې له کنفرانس نه داسې هیلې کیږي چې ستر هیوادونه په تیره بیا هغه صنعتي هیوادونه چې ترټولو ډیر یي چاپیریال او اقلیم ته ستونزې پېښې کړي په دې اړوند یو کوټلی هوډ وکړي او دبشریت ژوند نو ر له ګواښ سره مخامخ نه کړي.

 هغه ګازونه چې دګلخانه یی ګازونو په نامه یی شهرت موندلی او ویل کیږي چې دځمکې په اتوموسفیر کې یې  ان داوزون سطح ته یې زیان اړولی او دتودوخې درجه یې پرځمکه کې لوړه کړې چې له کبله یې ګنګلونه ویلي شوي ، وچکالي او تودوخه رامینځته شوې او په ډیرو سیمو کې دسیلاونو ،توپانونو او طبیعي پېښولامل شوی باید چې په کلکه یې مخه ونیول شي او دا دسترو صنعتی هیوادونو کار دی چې داکار وکړي او خپل رسالت دبشریت په وړاندې او دځمکې داوسیدونکو په وړاندې ادأ کړي .

 داچې دفرانسې کنفرانس او نورې نړیوالې غونډې څه پریکړې کوي او څه تصمیمونه نیسی دا پریږدو هغو ته خو داچې موږ په خپل هیواد افغانستان کې څه کولای شو او څومره کولای شو دچاپیریال دککړتیا مخه ونیسو چې نیغ په نیغه زموږ دهیواد په اقلیم او هوا اغیزه لري باید هم خلک او هم دولت خپل پام په کلکه ورته واړوي .

له نیکه مرغه سږ کال دغبرګولې دمېاشتې  ۱۵ چې د جون دمېاشتې له پنځمې  سره برابره وه په نړۍ کې دژوند دچاپیریال ساتنې دورځې په توګه پیژندل شوې  او هرکال نمانځل کیږي ، افغان دولت سږکال په خپل نوښت سره او همدې موضوع ته دلاډیرې پاملرنې لپاره دچاپیریال ساتنې ورځ دچاپیریال ساتنې په اوونۍ واړوله چې ښه ګام دی، خو یواځې داونیو او ورځو لمانځنه او نومول  او په کنفرانسونو کې ګډون کول زموږ ستونزې نشی حل کولای باید په دې اړوند عملي ګامونه واخستل شي.

د خاورو، اوبو او هوا پاک ساتل او د ځنګلونو، ورشوګانو او شین چاپيریال خوندي کول په حقیقت کې زموږ ټولوملي، اخلاقي او انساني دنده ده . په نړۍ کې اوس دژوند چاپیریال ته یو څه پاملرنه کېږي او همدا دفرانسې کنفرانس یې یوه بیلګه ده دغه رازبېلابیل هیواد په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه او پانګې اچونې لري ، خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې لاهم دچاپیریال ستونزه یوه غټه ستونزه بلل کیږي . همدا اوس کومه هوا چې زموږ دهیواد په پلازمېنه کابل کې ده په هیڅ ډول ددغه ښار اوسیدونکو ته مناسبه نه ده سره له دې چې حکومت یو شمیر اقدامات کړي خو تراوسه لا هغه ډول چې لازمه ده هغې کچې ته دغه اقدامات نه دي رسیدلي چې دقناعت وړوي. دچاپیریال ساتنې د خپلواکې ادارې رامینځته کیدل ، په کابل ښار کې په رسمي دفترونو کې د پنجشنبې دورځې رخصتي ، دشنو ونو او بوټو کرل ، دبې کیفته تیلو دواردولو مخنیوی ، زړو موټرو ته دجواز نه ورکول او یوشمیر نورې کړنې هغه اقدامات دي چې دولت تراوسه تریو بریده  سرته رسولي خو د هوا ډیرې ککړتیا ته په پام سره لایی هم ډیره ګټه نه ده کړي او باید چې دغه اقدامات نورهم پراخ شي .

شنونکي دښاری مناسب ژوند رامینځته کول ، دښار پراخول ، له کوڅو او ډګرونو څخه دناولو      اوناکاره توکولو لرې کول ، دښارونو له مرکزي برخو څخه ددولتی ادارو لیږدول ، دواټونو پخول ، د ابورسولو او کانالیزاسیون سیستم معیاري کول ، د ښارد کثافاتو په وقت سره پاکول او مناسب ځای ته یی انتقالول ، په ښارکې د لا ډیرو بیت الخلأ ګانو جوړول ، دشنو ونو او بوټو لا ډیر کرل ، سهار او ماښام دواټونو په مینځ کې اوبه شیندل... هغه اقدامات دي چې دولت یی باید ترسره کړي څوچې چاپیریال ساتنې ته ګټه ورسوي . دغه راز خلکو ته د ژوند دچاپیریال ساتنې په اړوند معلومات او درسنیواو تبیلیغاتو له لارې دعامه پوهاوي زیاتول ، دښاري عالی فرهنګ دودول ، په ښوونځیو او پوهنتونو نو کې زده کوونکو ته په دې اړوند معلومات ورکول او دچاپیریال ساتنې په برخه کې دهغوی روږدي کول ، له بهرنیو تجربو څخه ګټه اخستل ، په دولتی دفترونو کې پاکی ته پاملرنه او په دې اړوند دمجازاتو او مکافاتو او سالم رقابت رامېنځته کول ، د چاپیریال پاکونې په اړوند د اشرونو او داوطلبانه کارونو دودول او ډیرول ، له بهرڅخه پرهغو توکو دراوړلو بندیز لګول چې روغتیا او چاپیریال ته تاوان اړوي ، دچاپیریال ساتنې دبهیر سره دمرستې لپاره دنړیوالو مرستو جلبول ، په خپله افغاني بودجه کې چاپییریال ساتنې ته زیاته ونډه ورکول او نور اړوند کارونه هغه اقدامات دي چې دولت ، خلک او  ټولنیزې برخې  باید ورته پام وکړي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي.

زموږ هرهیوادوال باید پردې پوه شی چې دخپل ژوند چاپیرل خپله دځان دګټې لپاره جوړ کړو ترڅو دناروغیو ،  مرګونو او له دې بابته دنورو رامېنځته شو بدمرغیو مخه ونیسو.

رسنیو او خلکو ته په کارده چې یواځې په یادولو او تشریفاتي او سمبولیک کارونو کار نه سمیږي باید چې دچاپیریال دساتنې په اړوند ټول اړخونه رغنده کړنې ترسره کړي که نه په هیواداو په تیره په ښارونو کې دتخنیکي او ترانسپورتی وسایلو او نفوسو په زیاتیدو سره به خدای مکړه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شو.

ټول نړېوال او په تیره بیا افغان حکومت باید دراتلونکو وختونو او نورو کلونو لپاره په دی اړوند عملي او پراخ  پلانونه جوړکړي. موږ نه یواځې پردې مکلف یو چې داوسني نسل د ژغورنې روغتیا او چاپیریال سوچ وکړو بلکې دلسیزو او کلونو وروسته خپلو راتلونکو نسلونو دژوندانه په فکر کې هم  شو .

 

 

 


بالا
 
بازگشت