مشفق

۱۳ /عقرب /۶۴

دبې روزګارۍ په کمېدومو ستونزې هم کمیږي

په دې وروستو کې رسنیو د کاراوټولنیزو چارو وزارت دمسؤلینو له خولې خبر ورکړی چې دسعودي عربستان هیواد ته د ۲۵۰۰۰ کسانو په شاوخواکې به افغانان دکار لپاره دغه هیواد ته  ولېږل  شي . دنوموړي وزارت چارواکو اعلان کړي چې په دې اړوند په جزییاتو کار روان دی. که چیرې دغه شمېر افغانان په اوس وخت کې دکار لپاره سعودي عربستان ته ولېږل شي ، مطمیناً به په هیواد کې دبې روزګاري کچه تر یو بریده راټیټه شي. دغه راز مخکې هم ویل شوي وو چې دقطر هیواد ته به هم یو شمیر افغانان دکار لپاره ولېږل شي او په دې اړوند افغان دولت ژمنه کړې وه چې دپام وړ کړنې به ترسره کړي .

دڅېړنو پر بنسټ په افغانستان کې تر پنځو  میلیونو نه زیات کسان بې روزګاره دي ، چې دبې روزګاری دغه کچه ډېره لوړه او دخواشینۍ وړ ده. دملګرو ملتو دسازمان سروې ګانو ښوولې  چې دافغانستان اویا په سلوکې نفوس ځوانان جوړوي او په ځوانانو کې بیا ډېری بې روزګاره دي ، ان هغه کسان چې منځنۍ او لوړې زده کړې لری هم  له بې روزګاری نه سرټکوي. داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو که له بده مرغه زموږ ډیر شمیر ځوانان بهر لپاره دتګ اراده لري او یاهم یو شمیریې همدا اوس په قاچاقي لارو نورو هیوادونو ته تللي دي.

په همدې ډول زموږ ډېر شمېر خلک دکار موندلو لپاره هرکال ګاونډیو هیوادونو لکه  ایران او پاکستان ته هم ځي برسېره پردې  عربي یو شمېر هېوادونه ، اروپا او شمالي امریکا د استرالیا په ګډون هغه هیوادونه دي چې افغانانو دیوشمېر ستونزو له کبله له هغې ډلې نه دبې روزګاری له لاسه دغو هېوادونو ته په شخصی توګه مخه کړې .

 تراوسه پورې  دکار او ټولنیزو چارو وزارت داسې یو پلان چې له مخې به یې په ډلیزه توګه افغانان بهرته دکار لپاره ولېږل شي نه دی عملی کړی او که دسعودي او قطر په شان نورو هیوادونو سره هم دیادشوي تړون په څېر تړونونه وشي دابه دبې روزګارې دکچې په ټیټولو کې او دهېواد داقتصادی کچې په لوړولوکې ګټور ثابت شي.

سره له دې چې مخکې هم  دکار او ټولنیزو چارو وزارت څو ځلې اعلان وکړ چې له دغه هیواد یا له هغه هیواد سره دافغانانو لپاره دکارموندنې په اړوند خبرې شوي او قرار دادونه لاسلیک شوي خو بیاهم نه په هیواد کې دننه او نه هم له هېواده بهر زموږ هېوادوالو ته دداسې کارونو څرک ولګېد چې یوشمېر بې روزګارو ته دکار ښې زمینې برابرې شي . خو که اوس هم دغه کار عملی بڼه نیسی هیوادوالو ته یو ښه ځېری دی.

بې روزګاري هغه ستر آفت دی چې دیو هیواد خلک نه یواځې دا چې له اقصادي اړخه نوروته اړکوي او دټولنې داوږو بار ګرځی بلکې داسې ناوړو کړونو ته هم زمینه برابرولی شي چې دهیواد او خلکو لپاره زیان لرونکي  وي، ډېر کسان دبې روزګاری له کبله جنایتونو او غیر قانوني کار وبار ته مخه کوي ، په وسله والو ناقانونه ګروپونو کې شاملیږي ، په مخدره توکو روږدي کېږی ...

دکارموندنې لپاره  ددولت او حکومت اړوندې څانګې مکلفې دي څو اغیزمنه ستراتیژي جوړه او دعملی کولو لپاره یې هڅه وکړي . افغانستان هغه هیواد دي چې ستر انساني کاري توان  لري ، او په زیار ایستنه کښۍ کې ددنیا ترډیرو خلکو ښه دي  چې له بده مرغه زموږ له دغه ځواک نه بهرني هیوادونو په تېره بیا  ایران ښه ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې افغانانو ته هلته ډېر لږه ګټه لاس ته ورځي .

 دغه راز د بې روزګاری دکچې دټیټولو لپاره باید چې په کورنۍ برخه کې هم ډېر کار وشي که چېری زموږ هیواد کې بنسټیزې پروژې په  کار ولویږي په تېره بیا دمعدنونو داستخراج به برخه کې نو ډاډمن یو چې ډېر کسانو ته به دکار زمېنې برابرې شي ، دغه راز هغه دګازو نل لیکه چې ټاکل شوې له ترکمنستان څخه به  دافغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته وغزېږي او ویل شوي چې په دوو راتلونکو میاشتو کې به یې عملی کار پیل شي چې په دغه پروژه کې به له سلو زرو زیات کسان په کارونو بوخت شي ، په دې اړوند لازمه ده چې افغان دولت ترنورو ډیر علاقمندي څرګنده کړي او دپروژي دعملي کارونو دپیل لپاره دزمینو به برابرولو کې ترنورو هیوادنو لاډیره هڅه وکړي.

یو څه چې دولتی څانګې کولای شي، هغه په  لنډمهاله توګه او اوږدمهاله توګه دپلانونو جوړول دي چې بې روزګاره خلکو ته کارونه وموندل شي. نړېواله ټولنه په دې اړوند ډېره مرسته کولای شي ، یواځې دملی پولیسو او ملی اردو په لیکو کې دځوانانوجذبول نشي کولای په میلیونونو بې روزګاره خلک له ستونزو وباسي ، بلکې خصوصی سکتور  کې دکاری زمینو  مساعدول هغه څه دي چې خلک له بې روزګاری ژغورلی شي. که چېرې د تولیدي فابریکو په  شمېر کې زیاتوالی راځي، که چېرې کرنیزې برخې ته پام کېږی او هغه ماشینیزې کیدو خواته ولاړ شي چې زموږ بزګر وکولای شی په لږ کار سره ډېر حاصل لاسته راوړي ، که چېرې دابولګولو سیستم ته پام کېږي ، که چېرې دبرېښنا دغځېدو په اړوند دهېواد ټولو بې برېښنا برخو ته پروژې ترلاس لاندې نیول کېږي ، که چېرې په بهر کې افغانانو ته دمنظمو دولتی قرار دادونو له مخې دکارموندنه کېږي، که چېرې دمالداری او فارمونو جوړولو په برخه کې له خلکو سره دلومړنۍ پانګې په برخه کې مرسته کېږي ، که چیرې په ساختماني پرژو کې خلکو ته کار پیدا کیږي  او که چېرې په حکومتي ادارو کې ځوانانو ته دکار زمېنې مساعدېږي ... نو ډاډه یو چې زموږ ډېر شمېر خلک به هم په کارونو بوخت شي او ورسره به په اقتصادي، ټولنیزه او امنیټی برخه کې زموږ دهېواد ډېر شمېر ستونزی دحل لاره ومومي.

په دې هیله چې هم حکومت ، هم خلک او خصوصی سکتور دافغانستان دخلکو دغه غټه ستونزه چې همدا اوس  زموږ دهېواد لوړه سلنه خلک ورسره مخامخ دي په پام کې ونیسي او دحل مناسبې لارې ورته ومومي.

-------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت