مشفق  ۱۱ عقرب / ۹۴

دستونزو ترڅنګ هیله مندۍ هم شته

سره له دې چې په هیواد کې ناامنیو او ناخوالو افغانان غمجن کړي خو باید هیله له لاسه ورنکړل شي او دهیواد دبېارغاونې او امن لپاره له ټول توان څخه کار واخستل شي.

وروستیو جګړو ، دهیوادوالو کډوال کېدو ، بې روزګارۍ ، اقتصادي کمزورتیا،  دملي یووالی حکومت په چاروکې سستوالۍ، ناامني  ... هغه څه دي چې په اوس وخت کې یې زموږ هیوادوال تریوبریده ناهيلي کړي او دراتلونکې په اړوندیې ورته اندېښنې زیږولي خو داسې هم نه ده چې موږ دې ډیر ناهیلي واوسو او دښه والي اوله ستونزو نه دوتلو لپاره لارې چارې نشته . په اقتصادي برخه کې خو ښه امکانات لرو افغانستان په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې کولای شي مرکزي، جنوبي او ختیځه آسیا سره وصل کړي خو دغه هدف ته هغه وخت رسیدلی شو چې د افغانستان په زیربنایي بنسټونو باندې په اساسي ډول کار ترسره شي. او هغه وخت به دغه ارمان په بشپړه توګه ترسره شي چې په هیواد کې سوله او امن قایم وي ترڅو موږ وکولای شو له خپل دغه فرصت څخه په ښه توګه ګټه ترلاسه کړو.

 یوه ډیره مهمه هیله مندي چې په هیواد کې د امن او ښې راتلونکې لپاره موجوده ده هغه دهیواد دخلکو ملي اراده او غوښتنه ده چې په اوس وخت کې لا زیاته ورته اړتیا لیدل کیږي، سره له دې چې یو شمیر بهرنۍ اوکورنۍ کړۍ نه غواړي چې افغانستان له خپل دغه فرصت څخه ګټه واخلي خو که چیرې دافغانستان دخلکو اراده ټینګه وي کله به هم دغه دسیسې اغیزمنې واقع نه شي.

افغانان له نږدې څلورو لسیزو جګړو څخه ښه زوریدلي او نورو ناخوالوهم کړولي نور جګړې او ناامنۍ ددوی په ګټه نه دي، خو له دې حالت نه دوتو لپاره بیاهم یوه ملي اراده او دسیاسي چارواکو او په تیره بیا د دولت داسې رغنده پلانونه او کارونو ته اړتیا لیدل کیږي چې دخلکو باور پرځان پیاوړئ کړي.

داهم سمه ده چې په تشو وعدو او خبرو څه نه کیږي خلک غواړي چې عملي او دترسره کیدو وړ ګامونه واخستل شي ، نور خلک په هغو تشو وعدو نه شو تیر ایستلی چې عملي جنبې ونه لري یا هغه دمتل پربنا ( لوټه په اوبو کې کېښودل او پورې وتل) که چېرې حکومت کومې ژمنې چې په بیلابیلو برخو کې کړي عملي جنبې یې پیل کړي نو له شک پرته به ډيرې ښې پرمختیاوې  رامینځته شي.

 په اقتصادي برخه کې په دې شپو ورځو کې ښه خبرونه اوریدل کیږي ، دبیلګې په ډول دآسیا پراختیایی بانک همدا تیره اونۍ دهیواد دمالیی له وزارت سره دنږدې اته نیم سوه میلونو ډالرو مرستو ژمنه وکړه ، دامریکا پراختیایی ادارې زموږ دکرنې له برخې سره ددرې نیم سوومیلیونو ډالرو په ارزښت دپروژو دتمیولولو او مرستو ژمنه وکړه ، دچین هیواد ددرې سوه اتیا میلیونو ډالرو په ارزښت د لس زره معیاري او عصري کورنو دجوړولوژمنه وکړه او همدا تیره اونۍ دمالیی وزارت چارواکو اعلان کړی چې دتیرو کلونو په پرتله په ملي عوایدو کې زیاتوالی راغلی چې که یواځې همدا دتیرې اونۍ مثبت او اقتصادي خبرونه وارزو نو داسې نه ده چې یواځې دناهیلیو او ناخوالو خبرونه شته بلکې دهیله مندیو ښې راتلونکې او پرمختیا هیلې هم موجودې دي چې رسنۍ او مستقل شخصیتونه لیکوالان او شنونکي باید هغو ته په خپلو لیکنو او خپرونو کې انعکاس ورکړي څوچې دهیواد خلک یوڅه دخوښۍ احساس هم ولري . 

همدا نږدې ورځو کې ولسمشرغني  دکلیو دشوراګانو استازو ته په خپله وینا کې ویلي چې داسې امکانات په هیواد کې موجود دي چې په څلوروراتلونکو کلونو کې دځان بسیاینې په لور ولاړ شو له بلې خوا زموږ داوبو یعنې خدای راکړي طبیعی نعمت پانګه دومره ښه ده چې کولای شي دنورو هیوادونو دنفتو له پانګې سره سیالی وکړي. ریښتیا هم افغانستان د اوبو پریمانه سرچینې لري خو د اوبولو لګولو د زاړه سیستم له امله له دغو اوبو څخه هغسې چې لازمه ده استفاده نه کېږي خو که چیرې له دغو اوبو څخه په نوې ټکنالوژۍ ګټه واخیستل شي دچارو کارپوهان وایی چې دهیواد دکرنې دابو خور ترڅنګ به   شپږ ویشت زره میګا واټه برېښنا تولید کړي چې نه یوازې افغانستان به روښانه کړي، بلکې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې ډول پاکستان او هندوستان ته به هم صادره شي. دویلو ده چې دافغانستان دبریښنا اوسنی ضرورت دیو شمیر اټکلونو له مخې په اوس وخت کې نږدې پنځه زره میګاواټه دی او که موږ وکولای شو په راتلونکې کې  دخپلو طبیعی شتمنیو له برکته شپږ ویشت زره میګاواټه بریښنا تولید کړو نو کولای شو چې ددغې بریښنا زیاته برخه نورو هیوادونو ته ولیږدوو چې دهیواد د پرمختیا او اقتصادي ودې غټه برخه به جوړه کړي ، خو هم دبریښنا تولید او هم زموږ سوداګریز ترانزیتي موقیعت او هم زموږ طبیعی زیرمې لکه اوبه اوسپنه او مس ، کاني ډبرې او نورې طبیعی زیرمې  چې داټکلونو له مخې به زموږ هیواد په راتلونکو لسو کلونو کې دنړۍ له سترو ددغو توکو له صادرونکو هېوادونو څخه وشمېرل شي دهیواد دخلکو لپاره ستر او مهم خبرونه دي.

دیادولو ده که چېرې دهیواد دخلکو اقتصاد ښه وې خود په خوده دبې روزګاری کچه راټیټېږی خلک په سالمو کارونو بوختیږی ورسره جوخت د دولت اقتصاد او  دمامورینو عواید دقانونی لارو لوړېږی چې له دې سره تر ډېره بریده د فساد  ، بې امنې ، له دولت څخه دنارضایتی اوبهرملکونو ته دخلکو دتګ مخنیوی کیدای شوای.

اوس هیله داده چې په هیواد کې دسولې او ثبات درامینځته کیدو لپاره باید په ټینګه کار وشي او هم داقتصادي پیاوړتیا لپاره هغه کارونه ترسره شي چې هیواداو هیوادوال  مو وکولای شي له نورو هیوادونو سره سیال شي او بلاخره وروسته له اوږدو جنجنالو یوڅه دآرام ساه ترلاسه کړي. او داهسې خیالي خبرې هم نه دي ، ټینګه اراده او کار غواړي ، ددولت او خصوصي څانګو کلک هوډ او دافغانانو هیله مندی او صبرغواړي . دنړۍ پر سر ډيروهېوادونو جګړې او ناخوالې لیدلي او دافغانستان په څير تجربې لري خو بیایی هم دخپلو خلکو او خپلې سالمې دولتي ادارې په مټ له ستونزو او ناخوالو ځان بریالئ را ایستلئ او اوس ی ېې خلک دنړۍ پرسر خپلواک او له خپل ښه اقتصادي حالت سره ژوند تیروي. زموږ دهیواد خلک دې هم نه ناهیلې کیږي او په صبر اواستقامت سره ، په یووالي او زغم سره دې دښېرازه راتلونکې لپاره هڅې وکړي که خدای کول نوموږ به هم خپلو موخوته ځانونه ورسوو اوپه اوسنیو ستونزو به برئ ترلاسه کړو.

                                                                 ###               

 

 


بالا
 
بازگشت