مشفق - ۵ /میزان -۹۴  

د طبیعی پېښو په وخت کې باید معیاري تدابیرونیول شي

دجګړو ترڅنګ طبیعی پېښې بل هغه ناورین دی چې زموږ مال او شتمنی را نه اخلي ، وروستی زلزلې چې دا ډیره موده یی په افغانستان او سیمه کې  ساری نه ؤلیدل شوی بیاهم موږ ته ډیر مالی او ځاني تاوانونه راړولي . کارپوهانو نظر ورکړي چې له نېکه مرغه ددغې ۷ ، ۷ درجې زلزلې مرکز نږدې ۲۰۰ کیلومتره له ځمکې لاندې دبدخشان دولسوالی په ۷۰ کیلومتری کې ؤ، که چیرې دغه فاصله یوه څه لنډه وای په دې کچې زلزلې به ډیر مالي او ځاني تاوان اړولی وای ، خو اوس هم لا دهیواد له لرې پرتو سیمونه پوره معلومات نه دي اخستل شوي کیدای شي چې دیادې زلزلې زیان تراعلان شوې رقم څخه ډیر زیات وي .

 موږ خوله بده مرغه  هسی هم دادی څه دپاسه  درې نیمی لسیزې دجګړې او ناخوالو په اور کې سوځو خو دادی طبیعی پېښو هم زموږ لمن نیولې او لکه آسماني بلاګانې پرموږ راوریږي. او هغه امکانات او معیاری مرستې بیا ددولت او نړېوالو مؤسسو له خوا له مصیبت ځپلو سره نه ترسره کیږي څه ډول چې په نوره نړۍ کې ترسره کیږي او بیا له دې سره دمالی او ځاني ځان تاوان زیاتیږي ، دبیلګې په ډول که موږ ونشو کولای په خپل وخت لرې پرتو سیمو ته مرسته ورسوو او په خپل وخت ټپیان تردرملنې لانې و ونیسو نو هرومرو دتلفاتو شميره زیاتیږي او هم مو مالي زیانونه دمرستو دنه رسیدو له کبله ډیریږي .

دچارو شنونکی په دې اړوند وایی چې افغانستان کې دغه ډول پېښې که دقسمت او طبیعي پېښو کاردي خو ترې راولاړیدونکي تلفات زموږ ددولتي امکاناتو کمښت ، دجګړې دوام ، اقتصادي کمزورتیا ، دتعلیم لږوالی او د چارواکو بې مسولیتی هم ګنل کیدای شي.

زلزلې چې په ټوله نړۍ کې په بیلابیلو ځایونو کې هرکله پېښږي  یوطبعی آفت وي خو زموږ په هیواد کې یې مادي او ځاني زیانونه ترنورو ډیر زیات او څو برابره وي .

نوره نړۍ حتی کولای شي دځینوپېښو په علمي ډول وړاندوینه هم وکړي او که وړاندوینه یی نه کوي نو دپېښیدو په صورت کې یې له عواقبو سره دمبارزې لارې چارې سنجولې وي ، چې کولای شو موږ هم دهغو له تجربو څخه په ګټه اخستنې دغه تدابیر په خپل هیواد کې هم پلی کړو چې دبیلګې په ډول لاندې تکو ته باید پام ترسره شي: 

-         خلکو ته تعلیم ورکړ شي چې دزلزلې او نورو طبیعی آفتونو په وخت کې څه ډول کړنې دوی ترسره کړي .

-         خلکو ته دلومړنیو روغتیایی مرستو په اړوند باید تبیلغی کار ترسره شي څو په خپله دوی په لومړي سر کې یو بل ته لومړنۍ مرستې په تیره بیا روغتیایی مرستې ورسولئ شي.

-          لازمه وي چې دهیواد ، ولایتو ، ولسوالیو او حتی دامکان په صورت کې دکلو په کچه داسې مرکزونه جوړ شي چې دپېښو په صورت کې خلک له همغه ځایه مرسته ترلاسه کړي او د ستونزو او تلفاتو مخنیوی وشي .

-         اوس دادی له پېښو سره دمبارزې برخه ددولت دوزارت کچې ته لوړتیا موندلې باید چې ددې برخه امکانات او فعالیتونه ډیر شي او داسې معیاري کچې ته ورسیږي څه ډول چې په نوره نړۍ کې معمول دي .

-         خلک باید خپله دداسې پېښو په وخت کې یوله بل سره مرسته وکړي ، دمرستې ټولونې صندوقونه باید کیښودل شی او دهیواد له ګوټ ګوټ نه مرستې راورسیږي .

-         امنیتی برخې باید خپل وسایل په تیره څرخی او باروړونکې الوتکې له مصیبت ځپلو سره دمرستې لپاره وکاروي .

-         داړونده دولتي څانګو ترمنځ باید داسې ههمغږي  موجوده وي چې دپېښې په صورت کې ټولې برخې په منظمه توګه پرته له بیرو کراسۍ کړنه ترسره کړي.

 یوه ستونزه تل داوي  چې مرستې او دژغورنې ټیم هغه وخت بیا اړوندوبرخو ته رسیږي چې کومه ګټه نه لري او دپیښو عواقب راګرځولی نشي ، مرستی هم خلاصه کیږي یواځې په لږ شمیر خوراکی توکو کوم ترپال او بختور ته به هم کومه خیمه رسیږي. چې دا ډول مرستې باید زیاتې شي او دویشولو په وخت کې یې له فساد څخه په کلکه مخنیوی وشي .

افغانستان دادی ادعا لري چې دجوړیدو په حالت کی دی او څوارلس کاله کیږی چی نړیواله ټولنه دلته حضور لری او موږ هم دعواکوو چی ډیر څه مو معیاري شوي او دپرمختګونو پرلور ګامونه اخلو راځی چي په کاذبانه خبرو ځان ونه غولوو حقیقي پرمختګ ترلاسه کړو او خپل هرڅه دنړیوالو نورمونو په معیار برابر کړو .

په همدی هیله چی افغانستان یوه ورځ له دې بیرته پاتی حالت څخه راووځي او دنړۍ په پرمختللو هیوادونو کي ځان وویني . چارواکي یي هم په ملی احساس سره یواځې واک ته درسیدو په تکل کې نه بلکی ولس ته دریښتني خدمت په فکر کې شي.

------------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت