مشفق  ۳/ عقرب/۹۴

کورني محصولات باید پیاوړي کړو

افغان ولسمشر تل په دې ټینګار کړی چې دخپلو ورځنيو احتياجاتو  دلرې کولو لپاره بايد  له هيوادنيو محصولاتو  او توليداتو څخه  استفاده وکړو .هغه ویلی چې دولتی قراردادونه باید تر ډیرې کچې زموږ له کورنیو سرچینو سره ترسره شي په تیر بیا دملی اردو او امنیتی ځواکونو اکمالات ترهغه بریده چې دکورنی محصول په توان کې وی باید چې له همدغې لارې ترسره شي چې دایوه مهمه او اړینه مسأله ده .

دغه راز زموږ هیواد وال هم باید له کورنیو محصولاتو ګټه پورته کړي ، لوى خداى ( ج )  يو داسې هيواد  زموږ په برخه کړى دى  چې  ډيرې مناسبه اوبه  ، خاوره او هوا لري . زموږ دهيواد غلې دانې ، ميوې او سابه  دخوند او ګټورتيا  له پلوه  په نړۍ کې  سارى نه لري  په ډير ښه کيفيت سره دغلو دانو ، حبوباتو، ميوو او سبو  په لرلو سره ،  بايد  غوره وبولو چې  دخپل هيواد  کرنيز محصولات او توليدات  وپيرو او استفاده ورڅخه وکړو . 

که چيرې موږ دخپلو ورځنيو احتياجاتو دلرې کولو لپاره  له هيوادنيو محصولاتو  او توليداتو څخه  استفاده وکړو دبهرنيو  محصولاتو بازار  په خپله  خپل ځاى  زموږ دهيواد  محصولاتو ته  ورکوي  او زموږ  کورني محصولات  په هيواد کې  سمون مومي او له امله يې  زموږ  کرنيز او دبڼوالۍ  توليدات  پياوړي کيږي او سوداګر هم  دبهرنيو کرنيزو محصولاتو  دواردولو پرځاى  دخپل هيواد  دتوليداتو  سوداګرۍ او کاروبار ته  پاملرنه کوي  اوپه کرنې ، بڼوالۍ او د خوړو  دپروسس  دصنعت  او دکورني سوداګرۍ  په پراختيا باندې به اغيزې  څرګندې شي .

که چيرې موږ دخپلو محصولاتو څخه استفاده کوو نو دا دخپل هیواد او اقتصاد لپاره دمرستې او خدمت یوه آسانه لاره ده .

په نوره نړۍ کې هم دهرهیواد میشت خلک زیار باسی څوچی خپل اقتصاد تقویه کړي او له خپلو هیوادونیو محصولاتو څخه استفاده وکړي موږ ته یی لنډ مثالونه زموږ دوه ګاونډي هیوادونه ایران اوپاکستان دي چی دواړه نږدې اقتصادي خودکفایی ته رسیدلی دي . دغه هیوادونه سره له دې چی خلک یی دخپل هیواد جوړشوي توکی او محصولات کاروي دولتونه یی هم زیار باسی څو چي دبهرنیو توکو اومحصولاتو دواردولو مخه ونیسي څوچی دهیواد اقتصاد یی تقویه شي.

دهیواد دجمهور رییس دغه راز څه موده مخکې په یوه غونډه کې ویلی چی زموږ دکرنې برخي واردات نږدې درې میلیارډو ډالرو ته رسیږی چې دا ډیر دافسوس او اندیښنې ځای دی.

درسنیو دڅارونکو په اند چې ددولتی چارواکو دغه غوښتنه ډیره پرځای ده او خلک باید ددوی  له غږ سره مل شي خو یوڅه چی خپله دولت ته راجع کیږي هغه دملی اقتصاد او کورنیو محصولاتو وده ده چی پام باید ورته وشي او له کیفی پلوه له بهرنیو محصولاتو څخه په لوړه کچه تولید شي. دغه راز دولت دنده لري چی دهغو توکو دواردولو مخه هم ونیسي چی په افغانستان کې موندل کیږي. دبیلګې په ډول تازه میوه لکه مڼې ، ناک ، شفتالو، او نور دغه راز لبنیات لکه پنیر، مستې ، شيدې او کوچ  زموږ په هیواد کي هم په ښه کیفیت او پراخه کچه موندل کیږي خو یو شمیر سوداګر بیا همدغه توکي هم له بهره لکه دچین پاکستان او ایران له هیوادونو څخه واردوي چی مخه یی باید ونیول شي.

له کرنیزې برخې نه علاوه باید چی نور و برخو لکه په صنعتی برخو کي هم کورنیو تولیداتو ته پاملرنه وشي او خلک وهڅول شي څو چې دخپل هیواد جوړشوي توکی وپیري. داسې هم نه ده چی زموږ هیواد په دې برخه کې څه نشي کولاي ،همدا اوس په هیواد کې په ډیر ښه کیفیت سره بوټونه جوړیږي چی هم په موډ او هم په کلکوالي کې تربهرنیو هغو ډیر ښه دي،  دغه راز غوړي ، ساختماني ډبرې ، پلاستیکي توکي ، خوراکي توکي ، دپخلی وسایل لکه دبخاردیګي او المونیمي دیګي او نورلوښي ، بیلابیل مشروبات ، فرنیچر او نور دلرګیو څخه جوړ شوي توکی لکه الماری میزونه ، دآشپزخانې وسایل، ... او ګڼ نور کورني تولیدات هغه څه دي چی موږ یی دهیوادنی مسؤلیت په توګه پيرلی شو او په دی توګه دخپل هیواد داقتصاد په پیاوړتیا کې برخه اخستلی شو.

تردې دمه لاهم زموږ داقتصاد ډیری برخه په بهرنیو مرستو ولاړ دي  او کاریدونکي توکي هم له بهره واردوو خو نور باید له دې مرحلې نه دوتو لاره غوره کړو او دخپلو کورنیو محصولاتو او تولیداتو په زیاتولو  او کارولو سره پرځان دمتکي اقتصاد پړاو ته لاره لنډه کړو.

په هیواد کې غټي ستونزی چی موږ دپرمختګ لورته نه پریږدي هغه بې امني سیاسی نه ثبات او په دولتی اړخ کې پراخ اداري فساد دي چی موږ ته یی ډیر تاوانونه رارسولي او زموږ اقتصادی بهیر یی له ستونزو سره مخ کړی. دعا کوو چی زموږ دغه ټولې ستونزې دافغاني ټولنې داړونده اړخونو او مسؤلو لورو له خوا حل شي او هیواد مو دپرمختیا او پرځان دبسیاینې لورته ګامونه اوچت کړي.

---------------------------------------------------------------------

  

 


بالا
 
بازگشت