مشفق

۲۵/ میزان /۹۴

مخدره توکي لاهم زموږ یو بدنامي او ستونزه ده

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له ۲۰۱۵څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغانستان لپاره د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ملي پلان، چې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په لومړي سل ورځني کاري پلان کې وړاندې کړی ؤ، منظور کړ.

دا پلان چې د اړوندو سکتورونو په همغږي او همکاري ترتیب شوی دی، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې بېلابېل ابعاد رانغاړي او د هغو ولایتونو او ولسوالیوځانګړنو ته په پام برابر شوی، چې کوکنار په کې کرل کېږي.

همدارنګه یاد پلان د بدیل د انکشاف د برنامو، د قانون د تنفیذ، سیمه ییزې همکاري، د پیسو وینځلو سره د مبارزې او غیر قانوني شتمنیو د ضبطولو، د نشه یي توکو د تقاضا د کمولو او په نشه یي توکو د روږدو د درملنې د ظرفیت لوړولو له لارې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د کمولو په موخه ترتیب شوی دی.

په افغانستان کې دمخدره توکو دکرنې مسأله تل دهیواد له مهمو ستونزو څخه ګڼل شوې او زموږ دبدنامۍ وسیله ګرځېدلې ، چې خدای دې وکړي دغه نوی وړاندې شوی پلان په سمه توګه تطبیق او له هیواد څخه دغه بدنامی لرې شي.

باید چې وروسته له دې په دې برخه کې پلانونه په داسې توګه عملی شي چې ترپخوایی توپیر څرګند وي . داڅوارلس کاله کېږي چې دمخدره توکو پرضد دمبارزې خبرې کېږي او پلانونه جوړیږي خو له بده مرغه لاهم زموږ دغه ستونزه همغسې پاتې ده او په ملي او نړیواله کچه یی زموږ هیواد ته بدنامۍ زېږولي . دغه راز که له یوې خوا دنشه یی توکو قاچاق او کر زموږ هیواد ته غټې ستونزې راولاړې کړي او په نړۍ کې یې دافغانستان هویت او نامه ته زیان رسولی له بلې خوا دنشه یی توکو استعمال هم زموږخلکو او هېواد ته غټې ستونزې راولاړې کړي دی . د داړوندو ادارو دمعلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له  یونیم میلیونوتنو څخه زیات یواځې په مخدره توکو معتادین وجود لري. داسې یو هېواد چې دنفوسو شمېر یې په اټکلیز ډول پنځه ویشت میلیونو تنو ته رسېږی یونیم  میلیون معتادین په کې ډېر سرساموونکی ارقام دي . پردې سربیره ویل کیږي چې نږدې درې میلیونه تنه هم نشه توکی کاروي چې سم نیمایي یې  بیا معتادین جوړوي.

همدا اوس دهیواد په مرکز او ولایتونو کې  لیدل کیږي چې زموږ ډېر شمېر هیوادوال چې په مخدره توکو اخته شوي او خپل نورمال ژوند یې له لاسه ورکړی ، په بیابانونو ، کوڅو ، خوړونو او وچو سیندونو او پلونو لاندې ژوند کوي او خپل ژوند دبېلابېلو عواملو له کبله له لاسه ورکوي ، چې له بده مرغه دا زموږ دهېوادوالو لپاره غټ ناورین دی . نه یواځې معتادین خپل ژوند له لاسه ورکوی او یاهم دنشې توکو داستعمال له کبله خپل نورمال ژوند نه بې برخې دی بلکې ددوی کورنۍ هم له غټو ستونزو سره مخامخ دی.

 که له یوې خوا جګړې له موږ نه هره ورځ زموږ هیوادوال اخلی ، زموږ په کونډو او یتیمانو کې زیاتوالی راځی له بلې خوا هم نشه یی توکي بله هغه بلا ده چې پرخلکو نازله شوې او دهغوی ژوند ته یې خطر پېښ کړی.

لازمه ګڼل کېږی چې ددغې شومې پدیدې د له منځه وړلو په موخه دې د هېواد په رسنیو کې په پراخه کچه تبلیغات تر سره شي، دیني عالمان، د ښوونځیو ښوونکي او د پوهنتونونو استادان دې د خپل دیني او ملي رسالت له مخې ددغې منفي پدیدې له دنیوي او اخروي ضررونو څخه خلک خبر کړي.

په کارد ه چې ددولت اړوندې څانګې که هغه امنیتي څانګې دی او که هغه ټولنیزې څانګې دي  او که هغه فرهنګی او اداری څانګې دي ټولې باید په دې هکله سره اشر وکړي او پرېنږدی چې زموږ هیوادوال له دې زیات وکړېږي او دنشې دود نورهم زیات شی.

زموږ دیني عالمان ترټولو ډېره دنده لري چې داسلام دمقدس دین داحکامو پراساس ددې ناوړې پدېدې دله مېنځه وړلو لپاره هڅې او زیار وباسی او په خپلو وعظونواو دعوت سره هېوادوالو ته چوپړ وکړي.

رسنۍ په تیره انځورېزې رسنۍ که په دې اړوند کاروکړي هغه به ډېر اغیزمن او ګټور وي

دغه راز دمعتادینو لپاره روځنځایونه او درملځایونه هم مهم او اړین دی ، دقاچاق وړونکو مخنیوی او دکر کېلې مخنیوی یې هم ضروری ده .

متاسفانه  نړیوالې ټولنې هم تراوسه پورې  په هیواد کې دبدیل معیشت په اړوند څه ګټور کار نه دی کړی نو ځکه داستونزه هم زموږ دهیواداوهم دنړۍ په غټه ستونزه بدل شوی.

نړۍ هم دمخدره توکو په اړوند مکلفیت لری ، که افغانستان کې  ددغو توکو کرنه  کيږي خو نړیوال قاچاق وړونکی او کارونکي هم سخت ملامت دي چې هغه نقلوي او کاروي یې. لازمه ده چې نړیوال هم په دې اړوند پام وکړي او دقاچاق ، خرڅلاو او کاریدو مخه یې ونیسي . څه ډول چې په پورته یادشوي څلور کن پروګرام کې هم ویل شوي بدیل معیشیت ددې کلونو اساسی برخه جوړوي دولت او دمخدره توکو په وړاندې دمبارزې وزارت وایی چې په بیلابیلو برخو کې به په ډې اړوند پراخ تدابیر ترلاسه لاندې ونیسي ، همداسې هیله موجوده ده چې دغه پلان په بشپړه توګه عملي شي او هسي دکاغذپرمخ تشې خبرې پاتې نشي ترڅو زموږهیواد وکولای شي حداقل له همدې یو ناوړه نوم څخه چې په نړۍ کې یې دلومړي لمبر مخدره توکو د کرکیلې دتولیدونکي په توګه ګټلې نور خلاصون ومومي.

-------------------------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت