حقیق

 ۵ میزان ۹۴

سوله دولسونو په مرسته ترلاسه کیدای شي

جمهور رئيس غني داختر په ورځو کې د هیواد  له یو شمېر   مشرانو، دیني عالمانو او سیاستوالو سره  په خبروکې د حکومت او ولسونو تر منځ د اړیکو په نږدې کولو او پیاوړتیا کې د مشرانو او دین پوهانو رول اساسي بللی  او ویلي یې دي چې "په هېواد کې سوله مو اساسي غوښتنه ده او د ولسونو په مرسته به خپلې دغې غوښتنې ته رسېږو."

 هغه دغه راز ویلي چې "د سیمې او نړۍ په کچه مو د سولې په برخه کې هلې ځلې بریالۍ دي، ځکه د دوی قناعت او باور مو ترلاسه کړی دی.  جمهور رییس دهیواد او خلکو داقتصادی برخلیک په اړه ویلی چې ،  موږ یو بډای هېواد او بې وزله ولس لرو، خو د سولې په ټینګښت سره کولی شو، چې د خپلو امکاناتو او شتمنیو څخه د ولس د سوکالۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره اساسي ګټه واخلو. " که چیرې جګړې نه وای نو اقتصادي حالت مو خپله سمیده ځکه همدا اوس زموږ ډیر مالي لګښت په جګړې لګول کیږي او پرته له دې په جګړه کې زموږ اوسنۍ شتمني هم له مینځه ځي نو پرهمدې اساس په هیواد کې سوله چې دملي یووالي او ولسي ملاتړ له لارې ترلاسه کیدای شي باید چې هرڅه ژر چې وي تأمین شي ، او په دې لاره کې ولس اساسي ځای لري چې باید وپوښتل شي ، وخت ورکړل شي او زمینه ورته مساعده شي څوچې دسولې مقدمات مینځته راوړي او وروستیو موخو ته لار هواره کړي ، دخلکو او وولس له مشارکت او ګډون پرته نشو کولای خپل دغه سپېڅلی هدف ته ځان ورسوو.

دسولې په لاره کی دولسونو یووالی یو اساسي رکن دی او که چیرې یووالی او تفاهم موجود نه وي بیا دسولې تمه او هیله هسې یو خیال او آرزو ده . یووالی هم  بل څوک موږ ته نشی راوستلای هغه موږ خپله افغانان راوستلای شو او باید یې هم خپله راولو ځکه په یووالی کې زموږ ګټه ده دنورو ګټه زموږ په بېلتون او بې اتفاقی کې ده نوراځی چې خپله ، خپله ګټه ترلاسه کړو او لار ورته هواره کړو. نو دایواځې خپله افغانان دی که چېرې  سوله دځان لوړتیا ، ارامښت، پرمختیااو سوکالی غواړي نو دملی یووالی فضادې په خپل هیواد کې رامېنځته کړی.

راځی ! هریو له ځانه پيل وکړو ، له خپلې کورنۍ او خپل ماحول نه ، راځی همدا اوس یې پیل کړو ځکه سبا به بیا ناوخته وي.

هغه څوک چې له سولې سره مخالفت کوي او غواړي چې په هیواد کې جګړې او بدبختۍ لاهم دوام ومومي هغه دهیواد او زموږ دخلکو دښمنان دي ، که چیرې په آګاهانه او خپله پوهه دغه کار کوي نو دهیواد دبهرنیو دښمنانو دلاس آله دي او که چېرې په ناپوهۍ سره داعمل سرته رسوي بیانو سخته خطایې کړې او باید چې څومره ژر چې کېږي له دې جهالته ځان راوباسي که نه هم به ځان تباه کړي او هم نور افغانان.

که په هیواد کې دسوله ییز ماحول رامینځته کول په ظاهره ستونزمن ښکاري خو هغه متل دی چې وایی: (( که غر هرڅومره لوړ دی په سرلار لري)) که ستونزه هرڅومره غټه وی خو دحل لار هم لري او نباید چی هغه غوټي چی په لاس خلاصیږی غاښونوته یې پریږدو . کله چی ستونزی په خبرو او یوبل ته په قناعت ورکولو حلولای شو نو بیا جګړو او وینې تویولو ته څه حاجت پاتې کیږي ؟

 زموږ سیاسی زعامت هم  باید چی خپل پوخوالی ته رسیدلی وی نور به  پوه شوی وی چی تاوتریخوالی او بدبینی ستونزی نشی حل کولای بلکی تفام او یوبل ته تیریدنه ده چی تل یی ستونزی حل کړی او په راتلونکی کی به یی هم حل کړي .

هغه کسان چې دراتلونکې په هکله دناهیلي او  داقتصادي بحران خبري کوي ، داختلافونوخبره کوي ، په خلکو کی تشویش خپروي چی که دغه کار یی دوام ومومي دوی په لوی لاس هیواد دناکراری او بی ثباتي په لور بیایی .

که چیري واقعیت ته وکتل شي زموږ هیواد اوس داسي پړاو ته داخل شوی چی نور انشاالله پخوانیو ستونزو، خپل منځي جګړو ، کودتاه ګانو او دبدمرغیو وخت تري تیرشوي. زموږ خلکو دخپل منځي اختلافونو ، جګړو ، ناکراریو... تجربه لیدلی نور نه غواړي چی پخواني حالت ته وګرځی سره له دي چی زموږ بهرنی دښمنان او کورني یوشمیر ناپوهه او یاهم خرڅ شوی کسان او کړي دنورو په اشاره او دنورو داجیر کیدو په بدله کې زیار باسي او دسیسي جوړوي چې هیواد دبحران او ناکراری لورته بوځي خو که خدای کول ددوی دغه هدف به کله هم ترلاسه نشي . کیدای شی دغه هڅی او تبیلغات زموږ دهیواد په حالاتو لنډمهاله ناوړه اغیزې ولري خو په اوږده مهال کې کوم خاص اغیزان شاألله  نشی درلودلای.

که چیرې ولسونه سره یووالی ولري که چیري ولسونه اوخلک ویښ او بیدا ره واوسي ، که چیرې زموږ مشران ، دیني عالمان ، سیاستوال ... نور دسولې غږ په ګډه اوچت کړي او په دې لاره کې خپلې هڅې ونه سپموي او خپل ټول امکانات په کارواچوي نو هېڅ له امکان څخه  لرې نه ده چې هیواد مو دآرامښت او سوله ییزې فضا لورته ګامونه اوچت کړي.

 

 


بالا
 
بازگشت