حقیق

  ۱۷/ سنبله/۹۴                         

                                   دسپټمبر یوولسمه او زموږ هېواد

د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د مېاشتې یوولسمه نېټه به دنړۍ، افغانستان او امریکې تاریخ تل په یاد لري ځکه په دې ورځ او له هغه وروسته داسې پيښې رامېنځ ته شوې چې دنړۍ اوپه تیره بیا دافغانستان دخلکو ژوند ته یی بدلون ورکړ. په دې ورځ کله چې دامریکا دمتحده ایالتونو د سوداګریز مرکز برجونه ونړېدل ورسره جوخت ددغه  هیواد دتاریخ ډیره اوږده جګړه هم پیل شوه. په دغو بریدونوکې چې نږدې څوارلس  کاله وړاندې ترسره شول د امریکا په زرګونو ملکي وګړو خپل ځانونه له لاسه ورکړي وو.

تردې مخکې دهمدې مېاشتې په نهمه نېټه یعنې دوه ورځې وړاندې د تخارولایت دخواجه بهاؤالدین په سیمه کې دطالبانو په وړاندې دمقاومت قوماندان ښاغلی احمد شاه مسعود په یوه ترهګریز برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او په دې توګه یوه بله تاریخي پېښه هم رامېنځته شوه ، ځینې شنونکي دواړه پيښې یو پر بل پورې تړلې بولي او وایې چې دا دیوه اوږدمهاله  او له مخکې ترحه شوي پلان یوه برخه وه چې عملي کیدل یې دوروستنیو پېښو په رامېنځته کیدو سره روښانه شول.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې پیښه لامل شوه چې نړیوال پوځي ځواکونه افغانستان ته  له تروریزم سره دمبارزې ترنامه لاندې راشي. خو د تروریزم د روزنې او پیاوړتیا اصلي مرکزونه چې د افغانستان له پولو څخه د باندې وو په بشپړه توګه له پامه وغورځول شول او تر هدف لاندې رانه غلل. په نتیجه کې یو ځل بیا د افغانانو کورونه، کلي او بانډې د بې رحمانه جګړې په ډګر بدلې شوې چې زموږ خلکو ته پکې نه جبرانیدونکي ځاني او مالي زیانونه وا وښتل.

دغه راز امریکا له افغانستان نه هم پښې منځني ختیز او دعراق لورته وغځولې او په دغه هیواد کې یی هم دکیمیاوي وسلو دموندلو او له مينځه وړولو په بانه جګړه پیل کړه .

داچې امریکا ته دغو جګړو څه ورکړل په ګټه یی تمامه شوه که په زیان ؟ دا به پریږدو هغوي ته او بی پری بشري قضاوت  ته،  خو یوڅه چي ښکاره ؤ هغه دافغانستان پرحالت ددغو جګړو پراخ اغیزؤ.

افغانستان مخکې له دې هم په پراخو خپل منځي جګړو کې راګیر وو دکمونستی نظام له پرځیدو سره سم مجاهدین کابل ته راغلل او ورسره جوخت همدغه مجاهدین چی له کمونستی رژیم او شوروي اتحاد له پوځونو سره دمبارزي په پایله کې ښه پیاوړي شوي وو، خپلو مینځو کې په جګړه اخته شول چي هم یی بشري ځواک او هم یی وسله وال ځواک کمزوری شو ترڅو دطالبانو دپاڅون تراغیز لاندې  راغلل او دافغانستان نږدې ۹۰ په سلوکې خاوره کې هغوی یعنې طالبان  حاکمان شول او بیا د سپټمبر دیوولسمي پيښې سره سم  یی بیرته واکمني له لاسه ولاړه او ځای یی له دغي ډلي سره پخواني شمالي ټلوالې جنګیدونکی ځواک او دامریکا په مشری دناټو او ایساف ځواکونو ونیو.

 که څه هم له دغو بدلونونو سره په هیواد کې مؤقت ، انتقالي او انتخابي نظامونه رامینځته شول، هیواد مو له اساسی قانون څخه بهرمن شو،  یوڅه اقتصادي پرمختګ او بیا رغاونه رامينځته شوه خو جګړې او ناخوالو بیاهم خپل ټغر له افغانستان څخه ټول نه کړ. او دادی چی دا څوارلس  کاله دسپټمبر دیوولسمی پیښې له پیل څخه تیریږي په هیواد کې دبشپړ ثبات څرک لاسم نه ښکاري .

اوس چې په افغانستان کې دملي یووالی حکومت رامېنځته شوی او دغه حکومت غواړي دخودکفایی او ثبات پر لور ګامونه اوچت کړی لایی هم په وړاندې خنډونه او اوږد مزل پروت دی.

له دې ټولو داسي نتیجه اخستل کيږي چی هیڅ هیواد دپردیو دمرستو او پوځي ځواک تر سیوری لاندي آرامښت نشي موندلی او خلک یی هغو هیلو ته چی ددوی ملي ګټي تامین کړي نشي رسیدلای.

تیرو تجربو وښوده چي که څومره مادي مرستي له یوه هیواد سره وشي که چيری ددغه هیواد په خلکو کې دثبات او آرامښت لپاره وګړنی او ډله ییزه اراده موجوده نه وي نو بری او نیکمرغي ته رسیدلای نه شي.

اوس زموږ خلکو او په تیره بیا زموږ سیاسی مشرتابه ته په کار ده چي دهیواد دریښتینو ګټو په فکر کې شي ، له خپل منځی اختلافونولاس په سرشی او له خپل منځی جګړو لاس واخلي . چې خدای مکړه افغانستان داسي موقیعت ونه ګرځي چی له دې خاوري بهرنی ښکیلاګر دنورو ښکیلاکی اهدافو لپاره استفاده وکړی او په پایله کې قربانی دافغانستان مظلوم خلک وي.

سره له دې چې پخواهم په افغانستان کې بهرني ځواکونه نه وو او باید چې افغانانو په خپل مینځ کې سره تفاهم کړی وای او یو ځواکمن دولت یې رامېنځته کړی وای ، خو له بده مرغه هسې ونشول او دجګړو او ناخوالو اور دادی بل دی او افغانان په کې له مېنځه ځي .

داسې هیلې موجودې دي چې تردې وروسته دافغانستان حالت ښه شي او اوس چې دادی دبهرنیانو پوځیان ډیری زموږ له هیواده وتلی او یواځی لږ شمیر پوځي ځواک يې په هیوادکې پاتې دی نو ښکیل لوري به که خدای کول بلآخره یوې جوړې او تفاهم ته سره ورسیږي او هیواداوخلک  به مو دآرام سا واخلی.

 

 


بالا
 
بازگشت